کورپاڼهلیکنېافغانستانسیمهنړۍ
ادب
ادب
لیکوالان او شاعران
کره کتنه
لنډې کیسې
شعر
هنر
کلتورحقیقت موندنهساینس او ټکنالوژي
ګالري
تصویرونه
ویډیوګانې
کورپاڼهلیکنې
ادب
ادب
لیکوالان او شاعران
کره کتنه
لنډې کیسې
شعر
هنر
افغانستانسیمهنړۍکلتورحقیقت موندنهساینس او ټکنالوژي
ګالري
تصویرونه
ویډیوګانې
لټون
رسالتد فکر او هویت سنګر

رسالت یو غیر انتفاعي کلتوري آرشیف دی چې د میراث ساتنې او شریکولو ته ځانګړی شوی دی

د ژورنال ګډون وکړئ

وپلټئ

  • لیکنې
  • ادب
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړۍ
  • کلتور
  • حقیقت موندنه

اړیکه

  • زموږ په اړه
  • اړیکه
  • لیکوالان

© 2026 رسالت. ټول حقوق خوندي دي.

د کلتور لپاره په مینه جوړ شوی.

ادبیات

د غني خان نظم ګويي

غني خان يو شمير غزلې هم وئيلي دي خو په بنيادي توګه د نظم شاعر دی۔ موږ ته پته ده چې په نظم کې د يو مسلسل خيال، فکر او موضوع اظهار کېږي چې يو فطري رواني او منطقي ربط لري.

رسالت کلتوري مرکز۱۲
د غني خان نظم ګويي cover

غني خان يو شمير غزلې هم وئيلي دي خو په بنيادي توګه د نظم شاعر دی۔ موږ ته پته ده چې په نظم کې د يو مسلسل خيال، فکر او موضوع اظهار کېږي چې يو فطري رواني او منطقي ربط لري. د غني خان د ژبې سادګي، ترنم رواني او فطري رنګ د نظم د موضوع، خيال او فکر د ابلاغ د پاره د لا زياتې موثرې ذريعې کار کوي او د نظم د دغه تسلسل او مجموعي مزاج په وجه د هغه ځيني غزلې هم د خيال و فکر د تسلسل په حواله د نظمونو رنګ او آهنګ لري.
ګويا په دغو غزلو کې یې که هيئت (Form) د غزل خپل کړی دی خو د خيال وفکر د تسلسل، ربط او موضوعاتي تړون په حواله یې په غزل هم د نظم اثر زيات ليدی شي او بيا د اسلوب په حواله خو غني دومره ځانګړی دی چې ايکي يو دی، نه سيال لري او نه مثال. د نظم د موضوعاتو او فکري ژورتيا په بنياد غني خان ته عموماً فلسفي شاعر هم وئيلی شي او دا هم جوته ده چې هغه د فلسفې اصطلاحات هم زيات استعمال کړي دي. هر څو که دا تجاهل عارفانه هم کېدی شي خو غني خان پخپله ځان ته فلسفي نه وايي بلکې کله کله په سنجيده ډول په فلسفې طنز او تنقيد هم کوي.

موږ ته پته ده چې په فلسفه او علم الکلام کې فرق دی. فلسفي د حقائقو لټون او پلټنه د هر قسمه نقلي او تقليدي اثراتو نه خالي ذهن سره کوي او د خپل لټون په نتيجه کې یې چې کومې نتيجې په لاس راځي د هغې څرګندونه او پېروي کوي خو د علم الکلام نمائنده د مخکې نه موجود متن او نتيجو يا مذهبي بيان شوو نتيجو د اثبات د پاره دلايل وړاندې کوي او يا د نقلي او تقليدي تفکراتو تکرار کوي. البته بيا هم علم الکلام د فلسفې يوه برخه او جدا اړخ ضرور ګنلی شي. موږ که د غني خان شاعرۍ او د هغه فکر ته د علم الکلام د زاویې نه هم نظر کوو نو بغېر د کوم تردد نه یې د شاعرۍ او نظمونو جائزه د فلسفيانه فکر په تناظر کې هم اخستلی شو او په دغو معنو کې ورته فلسفي هم وئيلی شو. البته که د هغه په شاعرۍ کې هغه فلسفيانه نتيجې لټول شروع کړو چې يواځې د فن او فکر، لټون او پلټنې نه تر لاسه شوې وي او بل کوم فلسفي د هغه نه وړاندې نه وي پېش کړي نو شايد چې ډېر څه په لاس را نه شي.
موږ که د دغه پس منظر سره هم غني خان ته يو فلسفي شاعر وايو نو باید چې يوازې د فلسفيانه فکر پورې یې محدود نه کړو. هر څو که د هغه په شاعرۍ کې د حُسن تصور، الهياتي تفکر، متصوفانه رجحان، د تخليق غايت، د خالق جستجو، د کائنات تخليق او کائناتي حُسن، د خالق او مخلوقاتو تعلق، تړون او رشته، د ژوند او مرګ تلوسه د جنت او دوزخ تصور او داسې نور موضوعات د هغۀ د نظم  برخه ده چې مطالعه یې په فلسفيانه مباحثو کې کېږي خو بيا هم د فن او فکر، زاويې محض دغه فلسفيانه مباحثو پورې محدودول به د هغه فکري تنوع سره انصاف نه وي.
د هغه په نظمونو کې ټولنيز شعور، د پښتون قام سياسي مسئليِ د وطن او خاورې سره د مينې او پېوستون جذبه، په پښتني ټولنيز ژوند کې د رشتو احترام، تاريخي او تهذيبي پوهه، د ماشومانو د نفسياتو ترجماني، د مرغانو او ځناورو داخلي محرکات او په ټولنه کې یې عمل او دخل، د پښتنو سيمو، بابړې پېښور او د اشنغر سره سره د نورو پښتنو سيمو سره تړلي تاريخي او سياسي واقعات، د پښتنو اتلانو کارنامې، د هند سياسي او تاريخي منظر نامه، د ځينو شاعرانو، مفکرانو او نورو شخصياتو فکرو فن او کارنامو ته خراج تحسين، خپل پلار عبدالغفار خان، خپل زوې فرېدون، خپل تره ډاکټر خان صاحب، خپله کور ودانې او نورو رشتو او نزدې شخصياتو سره د خپل نسبت او تړون اظهار، د ملا کردار، ساقي، شېخ، صوفي، ليډر او ځيني نور ټولنيز کردارونه په سماجي حواله رامخې ته کول، د فطرت ترجماني، او دغسې يو شمېر نور موضوعات دي چې د نظم په حواله د غني د فکر تنوع او رنګارنګۍ ته اشاره کوي او د هغه د نظم يو پراخ تناظر رامخې ته کوي.
که په ځانګړي ډول د غني په نظمونو کې زما محل- عجبه فلسفه- حسين- اے زما وطنه د لعلونو خزانې زما او څو نورو ته د اسلوب او معنويت دواړو له مخه پام وکړو نو شايد چې د ټول پښتو ادب په تاريخ کې يې سيال پيدا نه شي.
ليکوال: ډاکټر حنيف خليل

دا مطلب شریک کړئ

کلیدي ټکي

غنی خان باباد غني شاعريسردار علي ټکرفلسفهاشنغرليکوال او شاعرغفارخان بابا

د لیکوال په اړه

رسالت کلتوري مرکز

ر