کورپاڼهلیکنېافغانستانسیمهنړۍ
ادب
ادب
لیکوالان او شاعران
کره کتنه
لنډې کیسې
شعر
هنر
کلتورحقیقت موندنهساینس او ټکنالوژي
ګالري
تصویرونه
ویډیوګانې
کورپاڼهلیکنې
ادب
ادب
لیکوالان او شاعران
کره کتنه
لنډې کیسې
شعر
هنر
افغانستانسیمهنړۍکلتورحقیقت موندنهساینس او ټکنالوژي
ګالري
تصویرونه
ویډیوګانې
لټون
رسالتد فکر او هویت سنګر

رسالت یو غیر انتفاعي کلتوري آرشیف دی چې د میراث ساتنې او شریکولو ته ځانګړی شوی دی

د ژورنال ګډون وکړئ

وپلټئ

  • لیکنې
  • ادب
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړۍ
  • کلتور
  • حقیقت موندنه

اړیکه

  • زموږ په اړه
  • اړیکه
  • لیکوالان

© 2026 رسالت. ټول حقوق خوندي دي.

د کلتور لپاره په مینه جوړ شوی.

ادبیات

د زمري خبرې

په ځنګل کې زه پړ یم، ځکه چې ظالم یم، خو ستاسو په ټولنه کې له ظالمه مظلوم ډېر ملامته دي. ما ته ظلم یو عادي کار ښکاري، ځکه چې زه پوهه نه لرم او همدا بد کار راته ښه ښکاري او د ځنګل په قانون کې د ښو او بدو توپير نه کېږي.

رسالت کلتوري مرکز۳
د زمري خبرې cover

زه د ځنګل پاچا یم، پر ټولو څارويو په زور مشري کوم او د دوی خوښه پکې مهمه نه ده، خو ستاسو په پارلمان کې، چې په رایو خلک غوره کېږي، ځینې له ما بتر دي. انسانان عقل او پوهه لري، نو بیا ولې داسې کس ته رایه ورکوي، چې بیرته د همدوی حق خوري.

په ځنګل کې زه پړ یم، ځکه چې ظالم یم، خو ستاسو په ټولنه کې له ظالمه مظلوم ډېر ملامته دي. ما ته ظلم یو عادي کار ښکاري، ځکه چې زه پوهه نه لرم او همدا بد کار راته ښه ښکاري او د ځنګل په قانون کې د ښو او بدو توپير نه کېږي. هغه څه چې موږ ته ښه ښکاري، په مدنیتونو کې ناسم او بدکار دی، نو دا چې موږ پرمختګ کړی نه دی او اهلي شوي نه یو، نو د کورني څارویو خویونه زموږ سره توپير لري.

موږ په ځنګل کې انسانانو ته تاوان رسوو، که چیرې د همدې انسانانو په وسیله وروزل شو، نو بیا ګټه رسوو. موږ باید اهلي شو.

ځنګلی سپی انسانانو ته تاوان رسوي، خو کورنی بیا وفادار او د کور کارونه کوي، آن پوځي جنرالان پکې پیدا کېږي. په ځنګل کې غویه وهل کوي او په ښارونو کې ځمکې اړوي او له کروندګرو سره مرسته کوي. ځنګلي غوا ببره او د ویښتو ډکه بې شیدو وي، خو کورنۍ غوا سهار او مازدیګر شیدې ورکوي، چې دا ټول چاپیریالي توپيرونه دي.

لکه څنګه چې پر انسانانو د چاپیریالي اغېزې شته، دغه شان په موږ «څاروي» هم مدني او نا مدني ټولنې مثبتې او منفي اغېزې لري.

د یوې کورنۍ سره سپی لوی شوی و، د ځینو ستونزو له امله، چې کله یو له بله جدا کیده، نو ده په سلګو سلګو ژړل، ما ورته وویل: ولې ژاړې؟ ده راته وویل: زه له دوی سره کوچنی را لوی شوم، دوی راته مینه راکړه، نو ځکه ور څخه بېلتون نشم زغملای. زه پوه شوم چې انساني مینه په څاروي هم اغېز کولی شي.

انسان باید له انسان سره د بشري نظريي په پام کې نیولو سره مینه وکړي او هیڅ ډول ژبني، سمتي، مذهبي او نورو... ته ارزښت ور نه کړي.

زما د وینې سور رنګ خوښېږي او کله چې د نورو څارویو په غاړه خوله کېږدم، د دوی رنګونه سره کېږي او زه ترې خوند اخلم، خو انسانان پوهه لري، دوی باید د وینې له سور رنګه کرکه ولري او د وینې تویولو پر ځای مینه خوره کړي. کاش چې موږ پوهه او عقل درلودی چې خپل ښه او بد مو سنجولی شوی، نو نن به مو د ناسمو کارونو پرځای سم کارونه کول.

استاد سید اصغر هاشمي

 

دا مطلب شریک کړئ

کلیدي ټکي

داستاني ادبياتلنډې کيسېنثرمزمریځنګلحيواناتطبيعتحکايتنکلونه

د لیکوال په اړه

رسالت کلتوري مرکز

ر