کتاب واقعي مهم دی؟
کتاب د پوهې ، زده کړې ، فکري پراختيا ، د تجرباتو اخذ کولو ، د ځان او جهان درک کولو ، د ژبې او بيان او ليک طريقه زده کولو او د ساعت تېري او خوند اخستلو د پاره لوستل کېږي. خو آيا د دغو ټولو فعاليتونو يوازينۍ وسيله کتاب دی؟ چې کتاب نه وه نو د د دغو فعاليتونو سرچينه يا وسيله څه وه؟
ملګري ماښام خټک د مايکل سيباچن (Michael Sebastian) يو ليک چې عنوان يې دی: "مابعد سودا دور" (Postliterature Age) ، ژباړلی دی چې موضوع يې د کتاب کلتور په ځای د فېسبوک ، انسټاګړام ، پوډکاسټ او د سوشل مېډيا د نورو وسيلو د کارولو ته رواج ورکول دي او اخر کې يې دا نتيجه اخذ کړې ده چې که کتاب لوستل ختم شي نو دا به څه بې خونده او بې رنګه دور وي.
خو اصل سوال دا دی چې کتاب خلق لولي ولې؟ او دويم سوال دا دی چې دا کوم څه چې اوس په سوشل مېډيا پلېټ فارمز روان دي ، آيا دا د کتاب څخه نه دي زده شوي؟ (وروستو دور کې شايد دا دويم سوال ډېر اهم نه وي).
کتاب د پوهې ، زده کړې ، فکري پراختيا ، د تجرباتو اخذ کولو ، د ځان او جهان درک کولو ، د ژبې او بيان او ليک طريقه زده کولو او د ساعت تېري او خوند اخستلو د پاره لوستل کېږي. خو آيا د دغو ټولو فعاليتونو يوازينۍ وسيله کتاب دی؟ چې کتاب نه وه نو د د دغو فعاليتونو سرچينه يا وسيله څه وه؟ څنګه چې نوموړي ليکونکي په خپل ليک کې د شفاهي دور خبره کړې ده ، نو دغه يوه ستره وسيله وه چې دغه ټول فعاليتونه ترې ترسره کېدل. نو څنګه چې د کتاب د راتلو سره د زده کړې او نورو ذکر شوو کارونو د پاره زړې طريقې يا وسيلې بدلې شوې او په شروع کې پرې ښه وير ټنډير هم شوی دی (ما په يو بل ليک کې دغه ټول تاريخ ذکر کړی دی) ، خو وروستو چې نړۍ ورسره عادت شوه نو چا هم د شفاهي دور د وسيلو نه غوښتنه کړې ده بلکې په يو نه يو شکل کې يې د شفاهي دور انسانان اوزګار هم ګڼلي دي يا يې د هغه وخت د پېداواري وسيلو په لړ کې ورته کتلي دي . دغه رنګه په اوسني دور کې يا په راتلونکي کې که کتاب کلتور بیخي ختمېږي خو د زده کړې ، ساعت تېري او خوند وغېره د پاره به نورې نورې وسيلې راځي او انسانان به ورسره بلدتيا پېدا کوي.
که مونږ وګورو په فکشن او شاعرۍ کې د اختصار پېدا کولو عمل د ډېر وخت نه راروان دی ځکه چې انسان مسلسل د مصروفيت په خوا تګ کوي ، د وخت د کمي سره مخ کېږي ، نو د غټو غټو ديوانونو ، اوږدو اوږدو کيسو ، ناولونو ، افسانو څخه کيسه افسانچو ته راورسېده ، د اوږدو نظمونو نه هم خبره څو مصرعو ته راغونډه شوله نو دغه د سوشل مېډيا په ذرايعو کې لنډې لنډې ليکنې ، وېډيوز وغېره هم د دغه لړۍ تسلسل دی.
زما اصل مدعا دا ده چې مقصد يا هدف نه ختمېږي. د زده کړې عمل به روان وي او شايد ښه په تېزۍ سره هم روان وي . د ساعت تېرۍ کيسه به روانه وي او شايد چې د مخکې نه په ښه صورت کې روانه وي ، د خوند اخستلو لوبه به ګرمه وي او شايد چې د وړاندې نه په ښه شکل کې ګرمه وي.
ليکوال: محب وزير
