د واورې رڼا
د واورې رڼا یو داسې هنري ترکیب دی چې مانا او تفسیر یې تر بل هر وخت په اوسني موسم کې زیات د مشاهدې وړ دی. دلته د درد تتې منظرې او د واورې رڼا دوه هنري ترکیبونه دي چې د شاعر جیلاني جلان په لاندې ښکلي بیت کې کارېدلي دي.
د واورې رڼا یو داسې هنري ترکیب دی چې مانا او تفسیر یې تر بل هر وخت په اوسني موسم کې زیات د مشاهدې وړ دی. دلته د درد تتې منظرې او د واورې رڼا دوه هنري ترکیبونه دي چې د شاعر جیلاني جلان په لاندې ښکلي بیت کې کارېدلي دي:
زه پکې وینم د درد تتې منظرې جلانه
ستا شاعري ټوله د واورې د رڼا غوندې ده
بیت د شاعر د یوه ښکلي غزل مقطع جوړه کړې ده او که چا ټول غزل لوستی وي، نو له خپل نورو ټولو ملګرو بیتونو سره ښه عمودي پخلاینه لري او یو لوی تصویر یې بشپړ کړی چې له درد او ناهیلۍ څخه رغېدلی دی. درد او ناهیلي هسې هم زموږ د اوسني شعر د موتیف مقام ته رسېدلی دی، خو نوښتګر شاعران یوازې د خپل لیدلوري او کل ته د تازه او نوښته ډکه جزییاتو په ورکړې سره خبره نوې او د خپل فکري مالکیت په ساحه کې راوستلی شي.
د بیت لفظي اړخ: په شعر کې د ذهني او عیني تصویرونو جوړښت یا پنځونه هغه مهال د یوې بریالۍ تجربې ځای خپلولی شي چې لفظونه شاعرانه اوډون ولري، تر منځ یې اوچته هنري پخلاینه رامنځته شي، تر ټولو مهمه داده چې له خپل ار طبیعت سره یې اړیکه هم یو څه منطقي او طبیعي وي.
په دې بیت کې هم دغه شاعرانه کمال موجود دی، خپله د «وینم» کلمه د منظرې د کښلو لپاره د مشاهدې پیل دی، د مشاهدې بیا په دوو بڼو وي چې شعوري او غیر شعوري بلل کېږي، په ارواپوهنه کې د غیر شعوري مشاهدې پایلې ډېرې د باور وړ وي، خو شاعرۍ کې شعوري مشاهده ځکه ښکلې ښکاري چې د شاعر ټول تمرکز په خپله ورکه وي او یوازې دی پوهېږي چې د ښکلا او تصویر بشپړولو لپاره څه په کومه لار تر لاسه کړي.
شاعر دلته د درد تتې منظرې ګوري، تتې منظرې بیخي د خوب او خیال په څېر وي، ورانېږي او جوړېږي، لکه اوبو کې د سپوږمۍ تصویر، خو تتې منظرې دا هم راته وايي چې زموږ د درد سرچینې واحدې نه دي، هرې حادثې او کیسې غم راکړی، یا دا چې موږ له دردونو سره دومره اشنا یوو چې نور راته بیخي عادي ښکاري. ټوله شاعري هم یو بل لفظي ارزښت لري او شاعر راته د خپل ټولې شاعرۍ په اړه یو عمومي نقل راکوي، جلان ځان مخاطب کړ او په ندايي حالت کې دی، «غوندې ده» هم تشبیهي اړیکه پیاوړې کوي. د منظرو د جمعې کلمې راتګ هم لوستونکي ته یوه لاره پرېږدي چې کېدای شي د درد په دغه تتو منظرو کې له خپل لیده یوه دالي او مدلولي اړیکه کشف کړي، خپل ایډیال او مطلوب تصویر په کې وتوږي.
د بیت معنوي اړخ: د بیت تر ټولو مهمه ځانګړنه دا ده چې شاعر یوه نوې اړیکه کشف کړې، زموږ د تشبېهاتو او استعارو لومړۍ اړیکې ډېر ځله د طبیعت په هېنداره کې ترسیم شوې، بیا شاعر د خپل ذهني ځواک او ښکلاییز ذوق په مرسته دغه اړیکې په یوه نوې مانا د شعر طبیعت ته را لېږدولې او شاعرانه هویت یې وربښلی دی. شاعر چې څومره له خپل بیروني طبیعت او خپل ښکلا خېز ذوق سره د تجسس او پخلاینې په اړیکه تړلی وي، هومره د خپل شعر دنیا ته پراخوالی او نوی والی ورکوي.
کله چې واورې ورېدلې وي، ځمکه یې سپینه نیولې وي، نو بیا که ډېره تاریکه شپه هم وي؛ د واورې په رڼا کې موږ د طبیعت مشاهده کولی شو، له واورې راوتلې، ډبرې، لوړې ژورې، غرونه او ونې راته ښکاري، خو چوپتیا یې وېرونکې وي، څوک په کې نه ښکاري، دغه منظره ډېره تته وي، لکه یوه ناورین او حادثې وروسته چې کوم ځای ګورو، خو په اصلي بڼه یې نه شو محسوسولی، یا هم د خوب په څېر ښکاري چې ځای همغه وي، خو په اصلي او سوچه بڼه نه وي، روښانه او پیکه کېږي.
شاعر چې دا حالت لیدلی، نو نوو خبرو ته یې پام اوښتی او خپله شاعري هم داسې ورته ښکاره شوې چې د درد سیوری ورباندې خپور دی، هره منظره یې د یوه درد او تاثر نښه ده، خو سپین والی یې بیا هم د تقدس او سپېڅلتیا مانا ورکوي. دلته بله مهمه خبره د واورې ددغه رڼا او شاعرۍ تر منځ د یوې داسې تشبیهي اړیکې کشف دی چې ابتکاري او محسوسه ده، خو لا عامه نه ده او د شعر لوستونکی یې له یو څه غور او تامل وروسته ورسره تاییدولی شي، دلته د شعر طبیعت او بیرونی چاپېریال په یوه ډېره شاعرانه فضا کې سره هغمږي لري او د شاعر هنري دریځ یې پیاوړی کړی دی. د درانه شاعر سید جیلاني جلان شاعري دې تل تانده او غوړېدلي وي.
ليکوال: استاد ګل الرحمن رحماني
