تس نس؛ تشه ګېډه نه ده
د پښتو په ډېرو لهجو کې تش نس یعنې تشه ګېډه تس نس ویل کېږي، ځکه د هغو لهجو ځینو خلکو ممکن د هندي د تہس نہس اصطلاح پښتو شوې یا مفغن بڼه تس نس په همدې معنا ګڼلې ده، خو د تہس نہس یا تس نس معنا تباه شوی او ویجاړ شوی دی.
د پښتو په ډېرو لهجو کې تش نس یعنې تشه ګېډه تس نس ویل کېږي، ځکه د هغو لهجو ځینو خلکو ممکن د هندي د تہس نہس اصطلاح پښتو شوې یا مفغن بڼه تس نس په همدې معنا ګڼلې ده، خو د تہس نہس یا تس نس معنا تباه شوی او ویجاړ شوی دی. کېدای شي دا د پېښور خواته په عامو خلکو کې که نه وي په لیکلو کې مشهوره شوې وي ځکه یې په نورو پښتنو کې معنا مغالطه پیدا کړې ده. د ډاکټر سمیع الدین ارمان یو بیت دی:
استقلال هم سل کلن شو
خو هډونه دې تس نس دي
شاعر او سیاستوال اعجاز یوسفزي پر خپل فېسبوک لیکلي "د ټکر د شهیدانو ارمانونه به هله پوره کېږي چې تس نس پښتانه یو موټې شي".
هسې خو که معنا یې سره یوه کوو یوه کولای یې هم شو، کوم انسان چې تش نسی وي هغه به ضرور خوار، برباد او تباه وي، خو تر منځ یې د معنا فرق شته. په پښتو کې چې د تہس نہس بڼه لومړی چا تس نس کړې ده، ممکن د هغه په نظر کې به هم د پښتو تش نس وو یا ممکنه ده د هغې لهجې چا دا بڼه لومړی لیکلې وي چې تش ته تس وایي.
د خواږه او دردوونکي ږغ څښتن تکړه سندرغاړي او شاعر ګودر ځاځي د «اخ وطن» په نوم یو د ترانې غوندې شعر ویلی، په هغه کې یو ځای د افغانستان په اړه وایي:
سیمه د تش نسو شوہ، ھاغه د لیلا وطن
خاورہ د بېکسو شوہ اخ زما وطن
نه پوهېږم دا شعر د چا دی، خو دلته د تباه و بربادو او وږیو افغانانو دواړو معنا ځنې اخیستل کېدای شي. ما تر دې پخوا د «تش نسو» یعنې وږیو خلکو لپاره دا مرکبه کلمه په پښتو شاعري کې نه وه لوستې، نو داسې راته ښکاري لکه د هماغه تہس نہس پښتو بڼه تس نس چې یې د تش نس په معنا کارولې وي. ګودر د خپلې یوې بلې غزلې په مطلع کې وایي:
معجزه ده معجزه ده معجزه ده
د تش نسو هم روژه ده معجزه ده
په دې بیت کې خو ښکاره ده چې د وږیو او تش ګېډو خلکو خبره کوي، ځکه چې روژه ورسره یاده شوې ده، خو په هغه بل ځای کې د تش نسو او تس نسو (بربادو) دواړو معنا ځنې اخیستل کېدای شي.
د پښتو په اکثرو قاموسنو کې هم د تس نس معنا هماغه د هندي معنا راغلې ده، د یو قاموس معنا یې دا ده «ټوټې ټوټې، ذرې ذرې، ګډوډ، دړې وړې».
ما چې پلټنه ورپسې وکړه نو تس نس اکثر د پېښور او شاوخوا سیمو د لیکوالو شاعرانو په نثرونو او شعرونو کې مخې ته راغی، د جنوبي لهجو د لیکوالو شاعرانو په لیکنو شعرونو کې شاید ځکه نه دی کارول شوی چې هلته په ډېرو لهجو کې د پښتو «ش» په «س» ویل کېږي او تس نس پکې د تش نس معنا ورکوي او د دې لپاره وږی شته نو تس نس یې په ورځنۍ ژبه کې معمول نه دی ځکه یې ممکن په حافظه کې نه وي چې د لیکلو په وخت یې ولیکي. ممتاز اورکزی وایي:
دا جسم چې په يو ځای راټول شوی دی هم ښه دی
دا زړه چې په دې جسم کې تس نس دی زما خوښ دی
بارکوال میاخېل
