کورپاڼهلیکنېافغانستانسیمهنړۍ
ادب
ادب
لیکوالان او شاعران
کره کتنه
لنډې کیسې
شعر
هنر
کلتورحقیقت موندنهساینس او ټکنالوژي
ګالري
تصویرونه
ویډیوګانې
کورپاڼهلیکنې
ادب
ادب
لیکوالان او شاعران
کره کتنه
لنډې کیسې
شعر
هنر
افغانستانسیمهنړۍکلتورحقیقت موندنهساینس او ټکنالوژي
ګالري
تصویرونه
ویډیوګانې
لټون
رسالتد فکر او هویت سنګر

رسالت یو غیر انتفاعي کلتوري آرشیف دی چې د میراث ساتنې او شریکولو ته ځانګړی شوی دی

د ژورنال ګډون وکړئ

وپلټئ

  • لیکنې
  • ادب
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړۍ
  • کلتور
  • حقیقت موندنه

اړیکه

  • زموږ په اړه
  • اړیکه
  • لیکوالان

© 2026 رسالت. ټول حقوق خوندي دي.

د کلتور لپاره په مینه جوړ شوی.

ادبیات

د شاعر ګیله!

ښه شاعري د ښې کره کتنې په برکت را سپړل کېږي، عامېږي، ټولنیز او هنري اغېز پرېږدي. زه د کره کتونکي او شاعر مصطفی سالک د شعر له مینه والو څخه یم، د شعر او هنر اړوند تدریسي موادو او لکچرونو کې مې تل د هغه له شعري بېلګو استفاده کړې، ډېر غزلونه یې راته یاد دي، خو په دې هم اقرار کوم، چې کره کتونکو او د ادب استادانو لا هم د ښاغلي سالک د شعر عظمت هغسې نه دی را سپړلی، څومره چې یې دی مستحق دی. زه همدومره وایم، چې سالک صاحب پښتو ادب ته تلپاتې شاعري ډالۍ کړې ده او ښه شاعر دی.

رسالت کلتوري مرکز۱
د شاعر ګیله! cover

د شاعر ګیله!

ښه شاعري د ښې کره کتنې په برکت را سپړل کېږي، عامېږي، ټولنیز او هنري اغېز پرېږدي. زه د کره کتونکي او شاعر مصطفی سالک د شعر له مینه والو څخه یم، د شعر او هنر اړوند تدریسي موادو او لکچرونو کې مې تل د هغه له شعري بېلګو استفاده کړې، ډېر غزلونه یې راته یاد دي، خو په دې هم اقرار کوم، چې کره کتونکو او د ادب استادانو لا هم د ښاغلي سالک د شعر عظمت هغسې نه دی را سپړلی، څومره چې یې دی مستحق دی. زه همدومره وایم، چې سالک صاحب پښتو ادب ته تلپاتې شاعري ډالۍ کړې ده او ښه شاعر دی، ځکه چې:

* یوازې «د طاووس بڼکه» کې یې هم د بشپړ غزل حق ادا کړی، هر غزل یې د تغزل او هنریت پر ګاڼه پسوللی دی.

* د زیاتې شاعرۍ تر څنګ یې د خپل غزل کمیت او کیفیت ته هم له هره اړخه پاملرنه کړې ده.

* پر غزل سربېره یې نظمونه او ازاده شاعري هم د موسیقیت، انځور، شاعرانه ژبې او ژورو مفاهیمو پراخه هنري پانګه لري.

* شاعري یې د عیني او ذهني انځورونو تر څنګ د ژورو او خوځنده رواني انځورونو څخه مالامال ده، حتی ډېر ځله یې د رواني انځور جوړونې هنر پر نورو هغو بڼو غالب دی.

* له حمزه بابا وروسته که په معاصر غزل کې د خیبري ښایستونو، توږل شوې او بې تکلفه ژبې، پښتني فرهنګ او ښایست، تمثیل او تشخص بل ځای ناستی شاعر ګورو، په سر کې به یې سالک وي.

* په شاعرۍ کې جلا ژبه او بیا ددې ژبې سبک او تسلسل ساتل خپله جلا هنر دی، د سالک په شاعرۍ کې د ښکلو شعري ترکیبونو، پستې او شوخې ژبې کارول او مستانه انداز ډېر کم معاصر شاعران لري.

* د سالک په شاعرۍ کې ان د تاندې ځوانۍ له وختونو د عشق او شوخۍ تر څنګ تصوفي تمایلات او حتی بشپړ عرفاني او تصوفي انځورونه موجود دي، چې استاد غضنفر ورته «د سپېڅلو رازونو شاعر» نوم ورکړی دی، خو د هغه تصوف بیا هم د غزل او شاعرانه شوخۍ په رنګ کې رنګ دی او شاعر ورته د پخوانیو تصوفي شاعرانو غوندې ګوښه کېدنه او انزوا نه ده خوښه کړې.

* د پښتنې فرهنګ او چاپېریال هر مهالی تصویر د سالک په شاعرۍ کې ځان را څرګندوي، د اردو او پارسي د معاصر غزل په څېر ټولنیز جذابیت او انعکاس لري.

* په غزل کې یې د ولسي ادب په ځانګړي ډول ټپو، سروکو، اسطورو او نورو ... فورمونو غوندې کلیوال ښایستونه او منظرې ژوندۍ ساتلې، د ښار او په اصطلاح د مډرنېزم په رنګ نه دی رنګېدلی.

* شاعر د اردو او انګلیسي ادب سره اشنا دی، د نړیوالو ادبیاتو پراخه مطالعه یې هم کړې ده، فطرتا شاعر انسان دی، له خپلې خاورې او وطن سره مینه لري، ښايي د ننګرهار نسیم نظم یې ددې خبرې غوره ثبوت وي.

* د شخصیت په لحاظ هم سالک صاحب د یوه شاعر کرکټر لري، خپل شاعرانه غرور او حیثیت یې تل اوچت ساتلی، د شهرت، ستاینې او ځان ښوودنې لېونی نه دی، د خپل شعر په څېر دروند، ژمن او ژور فکره انسان پاتې شوی دی.

د سالک صاحب د حق ادا کول ګران دي، کېدای شي دا کرښې تاسې هم د هغه د هنر او شخصیت د ځانګړنو په بیان سره وغځوئ.
استاد ګل الرحمن رحماني

دا مطلب شریک کړئ

کلیدي ټکي

مصطفی سالکپښتو شاعريليکوال او شاعرپاتې شه باران دیصوفي شاعرتصوفد طاوس بڼکه

د لیکوال په اړه

رسالت کلتوري مرکز

ر