نازولى
ډاکټرانو ډېره هڅه وکړه، کوچنی وزېږېد، خو مور يې هغه پرېښود او په خپله يې د تل له پاره سترګې پټې کړې. نرګس خپل مخ په څپېړو ووهه او د سرور په ږيره هم غټې غټې اوښکې راغلې.
پښتانه، چې کله چاته ښېرې کوي، نو وايي: خداى(ج) دې مېنه شنه مه کړه. يعنې خداى دې له بچيو بې برخې کړه. دا چې سرور او نرګس ته به د چا ښېرې قبولې شوې وې او که په کومه بله ګناه به الله(ج) نيولي وو، په دې به الله(ج) ښه پوهېږې، خو تر لسو کالو پورې د اولاد له نعمت څخه بې برخې ول، خو کاش يوازې همدا درد ور پر برخه واى، دوى بې چاره ګان، خو له لسو کالو وروسته تر دې هم له ډېر سخت ازمېښت سره مخامخ شول. د ډېرو تاوانونو، زحمتونو او د يو بل انسان په قربانۍ سره څښتن تعالى يو نازولى يوازې د دې له پاره وروښود، چې يو بل درد هم ورکړي او د صبر لا ستونزمن ازمېښت ترې واخلي. راځئ! دا کيسه د سرور له اقتصادي وضعې څخه پيل کړو.
د هغه ځمکه دهقان کرله او په خپله يې په کلي کې دوکانداري کوله. ګڼ شمېر څاروي يې هم درلودل، يوازې د اولاد کمى ور پربرخه و، هغه به هر وخت همدا يوه خبره کوله: ((خدايه تا پر ما ډېر احسانونه کړي، هر څه دې راکړي، خو کاش، چې يو زوى دې هم راکړى واى.))
ده به، چې کله دا خبره کوله، نو د کلي خلکو به ورته ويل ((سروره! يوه بله ښځه به دې کړې وه، کېداى شي له هغې خداى اولاد درکړى واى)) خو ده نه غوښتل، چې بل واده وکړي، ځکه چې د هغه مېرمن ډېره بي بي او نېکه ښځه وه او هغه ترې ډېر خوښ و.
يوه ورځ چې له خپل دوکان څخه خپل کور ته راغى او ويې ليده، چې ښځه يې ډېره خفه ده، نو مخ يې ور واړو: ((ښځې! ولې خفه يې، خير، خو به وي کنه؟.))
نرګس ځواب ورکړو: ((هو! خير دى.))
سرور: ښه ده، چې خير دى، خو ته خفه يې، څه خو به کم و زيات نه وي؟.
نرګس سړه ساه واخيسته او و يې ويل: ((سړيه! هر څه مو ډېر دي، د هېڅ شي کمى مو نشته، خو خفه په دې يم، چې د دې هر څه وارث نه شته، پيري به مو په زهيرۍ وي او له مړينې پس به مو هېڅ دعاګوى نه وي.
سرور، چې زړه يې له ايمانه ډک و، بې له ځنډه يې خبره ور پرې کړه او و يې ويل: ((ښځې! څنګه چې د الله(ج) رضا وي، مونږ بايد پرې رضا واوسو.))
نرګس په ډېرې هوښيارۍ ځواب ورکړو: ((سړيه! زه هم د الله(ج) رضا غواړم او غواړم، چې ته بل واده وکړې، ګوندې له هغې څخه د اللهج بندګان او د رسول اللهص امتيان او زما او ستا بچيان پيدا شي.))
سرور نه غوښتل، چې د بل واده په کولو نرګس خفه کړي،خو هغې په خپله وهڅوه او خپله د ترور لور يې ورته وکړه. د خپلوانو مبارکۍ ته راتلل لا خلاص شوي نه و، چې واده يې هم تيار شو. چا رښتيا ويلي، چې:
پېغلتوب نيمه پاچاهي ده
ورک ناوېتوب شه، چې دوه نيمې ورځې وينه
واده هم وشو او دوه نيمې ورځې ناوېتوب هم تېر شو، خو د خوښۍ ورځې شپې لا تېرې شوې نه وې، ځکه چې نه نرګس بنتوب کاوه او نه د سرور نوې ښځې. دواړه د ترور لورګانې ښې سره خوشحاله وې. دواړو سره په مينه او محبت ژوند کاوه. لږه موده لا تېره شوې نه وه، چې خداى تعالى يې خوشحالۍ يو په دوه کړې. د سرور نوې ښځه هيله منده شوه او کور يې له خوښيو ډک شو.
اوس نو دوى هره ورځ او هره شپه شمارله. د اونيو او مياشتو حساب يې کاوه، چې وخت او نېټه پوره شوه او ښځه په کوچني ناروغه شوه. سرور موټر راوست او ناروغه يې روغتون ته ورسوله، خو د يو ډاکټر وينا ده، چې: ((روغتون خو څه ورکشاپ نه دى، چې هر ناروغ به ترې روغ وځي)) ډاکټرانو ډېره هڅه وکړه، کوچنی وزېږېد، خو مور يې هغه پرېښود او په خپله يې د تل له پاره سترګې پټې کړې.
نرګس خپل مخ په څپېړو ووهه او د سرور په ږيره هم غټې غټې اوښکې راغلې. مړه يې په موټر کې واچوله، کوچنی يې په ټوټو کې ونغاړه او د خپل کاله په لور روان شول.
لږه شېبه وروسته کور ته ورسېدل، مړه يې د انګړ په منځ کې په کټ واچوله، د چم ګاونډ خلک راټول شول، يوه شېبه يې وش و وى وکړو، شېبه لا تېره نه وه، چې د نرګس د ترور زامن راغلل او د خپلې خور مړى يې خپلې هديرې ته وېوړ.
بې موره کوچنی درې ورځې د ګاونډ يوې ښځې، چې خپل تيخور کوچنی يې هم درلود، له خپل ځان سره وساته او په درېيمه ورځ د کوچنی يوه ترور، چې د دوى له کلي لږ لرې په يو بل کلي کې واده وه راغله او خپل کوچنی خوريه يې له خپل تيخور کوچني سره يو ځاى تر خپلې پالنې لاندې ونيو.
يوه اونۍ يې له ده سره د همدوى په کور کې تېره کړه، نوم يې پرې نازولى کېښود او له يوې اونۍ وروسته يې نازولى له ځان سره خپل کور ته وېوړو.
سرور او نرګس به وخت په وخت پوښتنې ته ورتلل او په همدې توګه اته لس مياشتې تېرې شوې. نرګس خپل خاوند ته وويل: ((سړيه! هلک خو اوس خواړه خوړلى شي، نو که خوښه دې وي خپل کور ته به يې راولو. سرور هم بې له ځنډه څادر په اوږه کړ او دواړه په نازولي پسې ور روان شول.
غرمه يې د نازولي د ترور په کور کې تېره کړه او مازديګر يې هغه له ځان سره خپل کاله ته راووست.
نازولى تش په نامه نازولى نه و، بلکې داسې نازولى و چې په ورځ کې به موټى موټى غټېده. د اوه کالو په عمر و، چې پلار يې په ښوونځي کې داخل کړو، له لاسه نيولى به يې ښوونځي ته وروست او تر رخصتۍ وروسته به يې بېرته راوسته.
په يوولسم ټولګي کې و، چې پنځلس ورځنۍ رخصتي راغله او د يوې اونۍ له پاره د ترور کور ته په چکر لاړو. له اونۍ تېرېدو وروسته د خپل کاله په لور راروان شو، لمر په لوېدو و چې خپل کلي ته را ورسېد. د کلي يو کوچني يې مخې ته ورمنډه کړه او د کوژدې زېرى يې پرې وکړو. د نازولي رنګ لکه نارنج ژېړ شو او په خوله کې يې لاړې وچې شوې. کوچني ترې د زېري په بدل کې د شېرينۍ تمه درلوده، خو هغه ته زېرى د ټوپک د ډز په څېر و.
نازولي له کوچني څخه د کوژدې په هکله پوره معلومات وکړل او زنګېدلى د خپل کور په لوري روان شو. په کور کې يې د دوستانو ګڼه ګوڼه وه، کوچنيانو يې مخې ته ورمنډې کړې لويانو هم ستړي مشي او مبارکۍ ورکړې، خو د هغه د زړه بازار وران و، شونډې يې لکه ګنډلې چې وي، د هيچا ځواب ته بېرته نه شوې. په دې کې د ماسختن ډوډۍ تياره شوه او چې هغه ته يې د ډوډۍ خوړلو وويل، نو هغه ځواب ورکړ، چې زړه ته يې نه کېږي.
کاکا يې ورسره ټوکه وکړه او و يې ويل: ((هو! نو تا خو کوژده کړې ته په ډوډۍ څه کوې.))
نازولي سړه ساه واخيسته او د خوب خونې ته ورغى دروازه يې په ځان پسې بنده کړه، خو رڼا يې بله وه. د شپې يوولس بجې سرور نرګس ته وويل، چې ځايونه جوړ کړي چې شپه جوړه کړي. نرګس ژر ژر ځايونه جوړ کړل او سرونه يې سره کېښودل.
مېلمانه او کوربانه ټول ويده شول، خو نازولي ته څراغ لکه د زړه پرهر بلېده. هېڅوک نه پوهېده، چې هغه ولې ويښ دى، خو کله چې د سهار د چاى څښلو له پاره نرګس ورغله، نو ګوري چې نازولى په خونه کې نه شته او قلم و کاغذ يې په بالښت ايښي. په بېړه بېرته راغله او سرور ته يې وويل، چې: ((هلک په خونه کې نه شته.)) هغه پرې چورت خراب نه کړو او و يې ويل: ((بېرون به تللى وي را به شي))
د ورځې نهه، لس بجې شوې، خو هغه رامعلوم نه شو. کوچنيان يې ورپسې بېرونته واستول، خو هغوى يې هم په اړه کوم خبر را نه وړو. اوس نو ټول وارخطا شول، خو نرګس په ژړا شوه او و يې ويل: ((يه خدايه! زوى مې څه شو، قلم او کاغذ يې په بالښت ايښى او په خپله نه شته.))
د دې خبرې په اورېدو يې تره د خونې په لوري ور روان شو او چې په دروازه ورننوت او کاغذ يې راپورته کړو، نو ګوري چې هغه هسې کاغذ نه دى، بلکې يو داسې ليک دى، چې نازولي په کې تر دعا او سلام وروسته ليکلي دي:
((ګرانه او مهربانه پلارجانه! له نهم ټولګي راهيسې مې له يوې انجلۍ سره مينه کړې او پښتانه لوظونه مې ورسره کړي، نشم کولاى، چې له هغې سره سترګې په سترګې شم له همدې امله ترې خپلې سترګې پنا کوم او په پاى کې درنه په ډېرې بښنې دا هيله کوم، چې ټولو پلرونو ته ووايه، چې خپلو بچيو ته که د کوژدې حق ورکوي، نو تر کوژدې دمخه دې د مشورې حق هم ورکړي، که نه نو بيا به يې يا د جنازې د کټ سر ته په ژړا کې وايي، چې: ما خو نازولې زويه و مې غزولې او يا به يې داسې له لاسه ورکړي؛ لکه تا چې زه له لاسه ورکړم.))
درنښت
ستا زوى نازولى
ليکوال: شهزاده شيرين زوی
