کورپاڼهلیکنېافغانستانسیمهنړۍ
ادب
ادب
لیکوالان او شاعران
کره کتنه
لنډې کیسې
شعر
هنر
کلتورحقیقت موندنهساینس او ټکنالوژي
ګالري
تصویرونه
ویډیوګانې
کورپاڼهلیکنې
ادب
ادب
لیکوالان او شاعران
کره کتنه
لنډې کیسې
شعر
هنر
افغانستانسیمهنړۍکلتورحقیقت موندنهساینس او ټکنالوژي
ګالري
تصویرونه
ویډیوګانې
لټون
رسالتد فکر او هویت سنګر

رسالت یو غیر انتفاعي کلتوري آرشیف دی چې د میراث ساتنې او شریکولو ته ځانګړی شوی دی

د ژورنال ګډون وکړئ

وپلټئ

  • لیکنې
  • ادب
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړۍ
  • کلتور
  • حقیقت موندنه

اړیکه

  • زموږ په اړه
  • اړیکه
  • لیکوالان

© 2026 رسالت. ټول حقوق خوندي دي.

د کلتور لپاره په مینه جوړ شوی.

ادبیات

د نظریو پر بنسټ د څېړنیز عنوان غوراوی

پوهنوال دوکتور سید اصغر هاشمي

رسالت کلتوري مرکز۱۷
د نظریو پر بنسټ د څېړنیز عنوان غوراوی cover

د ښې څېړنې لپاره ښه موضوع غوره کول او د ښې موضوع لپاره د ښه عنوان ټاکل بنسټيزه موضوع ده. عنوان باید له اصلي موضوع سره اړیکه ولري او موضوع په کې تشریح شوې وي. په دې څېړنه کې دا څرګندوو چې ښه عنوان باید کومې ځانګړنې ولري؟ څنګه کولای شو، چې یو عنوان د نظریو پر بنسټ غوره کړو؟ د څېړنیزو او تخلیقي عنوانونو توپير او تړاو، عنوانونه او ترکیبي موضوعات، په څېړنه کې د عنوان زماني، مکاني او معنوي حدود ټاکل او په یو عنوان کې د یو معلول ثابتول د دې څېړنې اړینې برخې دي.

د موضوع د غوره کولو اساسي لامل دا دی، چې موږ ډېر وخت په خاصو او عامو څېړنیزو جوړښتونو کې له داسې سرلیکونو سره مخامخ کېږو، چې د یو ښه څېړنیز عنوان ځانګړنې په کې نه لیدل کېږي. د مقالې عنوان به ټاکل شوی وي، خو حدود به یې څرګند نه وي، د مونوګراف عنوان به داسې ټاکل شوی وي، چې په هغې به لسګونه اثار لیکل کېدای شي او په لسهاوو داسې نورو ستونزو سره مخامخ شوي یو؛ نو د همدې اړتیا له مخې دغه مقاله لیکل شوې ده. که چېرې د یوې څېړنیزې لیکنې لپاره ښه عنوان غوره شي، دا به په دې مانا وي، چې لیکوال خپلو لومړنيو هڅو کې بریالی دی او تر پایه پورې به یې کار په بریالیتوب سره پای ته ورسېږي د همدې ارزښت له مخې په دې موضوع څېړنه تر سره شوه.

د څېړنې او پنځوونې سرلیکونه سره توپير لري، د مقالې او کتاب سرلیک سره یو شان نه وي، د تېزس او ډیزرټېشن لپاره د عنوان په غوره کولو کې دقت او توپیرونو ته اړتیا لیدل کېږي او د څېړنې لپاره اړینه ده چې داسې عنوان ورته غوره شي ترڅو د یو ښه عنوان ټولې ځانګړنې ولري چې دا او دې ته ورته بحثونه د دې مقالې لاسته راوړنې دي. په دې څېړنه کې د کتابتوني څېړنیز ډول او له تشریحي او تحلیلي مېتودونو څخه ګټه اخېستل شوې ده. 

کلیدي کلمې: پنځوونه، حدود، څېړنه، عنوان، نظریه.

سریزه

په دې څېړنه کې په دې اړه خبرې شوې دي چې د یو څېړنیز عنوان لپاره کومې ځانګړنې اړینې دي؟ د څېړنیزو جوړښتیزو کالبونو لپاره څنګه سرلیکونه غوره کړو؟ د هر څېړنیز جوړښت سرلیک له یو بل سره څه توپير لري؟

د نظریو له مخې د عنوانونو غوره کول څه ارزښت لري؟ د رواني، فلسفي، ادبي او د داسې نورو نظریو له مخې څنګه ښه سرلیکونه انتخاب کړو؟ د عنوانونو حدود ټاکل، د عنوان په غوره کولو کې د صلاحیت درلودل، د علمي توان له مخې د موضوغ غوره کول، له منځپانګې سره د عنوان اړیکې، له عنوان سره د منځپانګې اړیکې او داسې نورې خبرې د دې مقالې بنسټيز موضوعات دي.

د څېړنې ستونزې

ډېر وخت له داسې مقالو سره مخامخ کېږو، چې لوی سرلیکونه یې د څېړنې د اصولو له مخې غوره شوي نه وي، عنوان به د مقالې وي، خو په هغې به څو اثاره لیکل کېږي، د عنوان حدود او معنوي صلاحیت په کې څرګند نه وي او په لسګونه داسې نورې ستونزې به لري. اوسنۍ ډېرې څېړنې د نظریو له مخې نه تر سره کېږي، د رواني، فلسفي، ټولنیزو او ادبي نظریو څرکونه په کې شتون نه لري، د دې کار لویه ستونزه دا ده چې په داسې مواردو کې نوی کار تر سره کېدای نه شي، د موضوع معنوي، زماني او مکاني حدود څرګندېدای نه شي او په یوې موضوع او یو کس باندې څو کسان متفاوت کارونه تر سره کولای نه شي. ډېر وخت د عنوانونو په غوره کولو کې د عنوان ځانګړنې نه لیدل کېږي، عنوانونه جذاب نه وي، لنډ او معنا داره نه وي، مبهم وي، له متن سره اړیکې نه لري، د محتوا استازیتوب نه کوي، معنوي حدود په پام کې نه نیول کېږي او په لسګونه داسې نورې ستونزې شتون لري.

د څېړنې ارزښت

عنوان د ټولې څېړنې استازیتوب کوي، که عنوان سم وي او د څېړنیزو اصولو له مخې غوره شوی وي، ټوله څېړنه به ښه پر مخ لاړه شي. د لوی سرلیک په وسیله کولای شو، چې د اصلي موضوع سره مو مینه پیدا شي، د پایلې په فکر کې شو او دې ته مو وهڅوي چې خپل کار په سم ډول پیل او پای ته ورسوو.

د علمي مقالو په برخه کې لوی عنوان اړین دی، د کتاب، رسالې، تېزس او هر ډول څېړنیز جوړښت لپاره دا اړینه ده، چې عنوان یې علمي او د اصولو له مخې ټاکل شوی وي، ځکه ډېر وخت له داسې موضوعاتو سره مخامخ کېږو چې ستونزې لري، د همدغې اړتیا او ارزښت له مخې دغه موضوع غوره شوې ده. کله چې په علمي لیکنې نیوکه کېږي، پیل یې له عنوان څخه کېږي. لومړی بحث په سرلیک باندې وي چې آیا سرلیک یې نوی دی؟ حدود یې څرګند دي؟ له متن سره اړیکې لري او د څېړنیز عنوان ځانګړنې لري او که نه؟ د همدغې موضوعاتو د حل په موخه دغه څېړنه تر سره شوې ده.

د څېړنې موخې

په علمي څېړنو کې د عنوان غوره کولو لارو چارو پلټنه!

د څېړنې پوښتنې

په علمي څېړنو کې د عنوان غوره کولو په اړه کومو خبرو ته اړتیا لیدل کېږي؟

د څېړنې تاریخي شالید

په څېړنه کې د ښه عنوان تر سرلیک لاندې په ځینو اثارو کې لږو ډېرې خبرې شته، خو په مستقل ډول په دې اړه لیکنې تر سره شوي نه دي، له همدې امله ویلای شو چې د دغې مقالې لوی سرلیک، منځپانګه، د منځپانګې لوی او واړه سرلیکونه، پایله او داسې نورې خبرې به نوې وي.

د تحقیق اصول، د څېړنې بنسټونه، د مونوګراف لیکنې لارې چارې او داسې نور اثار د څېړنیز عنوان په اړه لږو ډېرې خبرې لري، خو یوازې د عنوان په اړه په کې دومره اړینې خبرې نه لیدل کېږي، چې په دې مقاله کې ښودل شوي دي. همدارنګه د څېړنې په اړه نورو اثارو کې هم د عنوان په اړه لږو ډېرې خبرې شته، خو په دغو اثارو کې په دې اړه داسې خبرې چې د یادونې وړ وي، نه لیدل کېږي، له همدې امله ویلای شو چې دغه مقاله د څېړنې په برخه کې نوې خبرې لري او په لیکل شویو څېړنیزو اثارو کې به دغه څېړنه د کار او نوې خبرې ولري.

کړنلاره

د دې څېړنې لپاره ځینې کتابونه ولوستل شو، له کتابونو څخه یاداشتونه واخېستل شو، د مشاهدې او تجربې پر بنسټ چې د بېلابېلو علمي څېړنو سره مخامخ شوي وو، په انتقادي نظر دغې موضوع ته وکتل شو او له کتابتوني څېړنیز ډول څخه استفاده وشوه. د څېړنې په جریان کې ستونزې درک شوې، مشاهده تر سره شوه، موضوع تجربه شوه، مسایل تقسیم بندي شول، تحلیل او تفسیر شول او له تشریحي او تحلیلي مېتودونو څخه ګټه واخېستل شوه.

د څېړنې مواد او موندنې

د څېړنې سرلیک د رسمي او غير رسمي، خاصو او عامو جوړښتیزو لیکنو لومړنۍ برخه ده، چې د څېړنیزې لیکنې د محتوا استازیتوب کوي، د لیکنې روح ښکاره کوي او د لیکنې او څېړنې سره مو اشنا کوي. ښه عنوانونه هغه څوک غوره کولای شي چې ډېره مطالعه ولري.

د نړۍ معتبر ژورنالونه هغه مقالو ته ارزښت ورکوي چې سرلیکونه یې نوي وي او د محتوا روح په کې شرحه شوی وي. ډېر وخت هغه مقالې په سیالیو کې لومړیتوب تر لاسه کوي، چې ښه عنوانونه ولري. په حقیقت کې عنوان د څېړنې لنډه خلاصه کېدای شي.

د هرې مقالې سرلیک باید له اصل متن سره مانیزه اړيکه ولري، د متن د مطالبو لنډیز وي، لنډ او له مانا ډک وي چې وکولای شي په لوستونکي کې د مطالعې انګیزې ایجاد کړي. سرلیک له منځپانګې سره اړيکه ولري، رسا، ساده، روان او عام فهمه وي چې لوستونکی یې په یو وار لوستلو سره د موضوع له مانا سره اشنايي پیدا کړي.

د ښه څېړنیز عنوان ځانګړنې

د څېړنې د اصولو په پام کې نیولو سره له پیله تر پایله پورې په منظم او سېستماتیک ډول علمي کار پیل او پای ته رسېږي. د هرې څېړنې لوی سرلیک که سم وټاکل شي، ټوله څېړنه په ښه شان تر سره کېدای شي. ښه څېړنیز سرلیک د څېړنې استازیتوب کوي، له اصلي موضوع سره اړیکې لري او په عنوان کې کلیدي کلمې موجودې وي. سرلیک باید لنډ، واضح، عام فهمه او نوی وي، مبهم او کلیشه یي نه وي، د لوستونکي پاملرنه ځان ته واړوي او له لوستلو څخه وروسته د څېړنې له پایلې سره رغبت او مینه پیدا شي. ډېر لوی نه وي چې اصلي موضوع یې په مقابل کې کوچنۍ وي، د لفظي او معنوي صنایعو راوړل په کې ښه کار نه دی، عاطفي، شاعرانه او تخیلي نه وي، د خبري جملې، التزامي جملې او د پوښتنې په ډول نه وي، د منځپانګې د یو عنوان په ډول کټ مټ نه وي، ابتکار او نوښت ولري، معنوي او زماني حدود یې څرګند وي، د اړتیا او ارزښت په پام کې نیولو سره د نظریو پر بنسټ ټاکل شوی وي، حد اکثر ۱۴کلمې ولري او له تکراري او مترادفو وييونو څخه ګټه اخيستل په کې سم کار نه دی. کله چې څېړنه تر سره کېږي، په لومړیو کې باید کوښښ وشي چې د عنوان ټولو راغلو ځانګړنو ته پام وشي، خو دا امکان نه لري چې هره څېړنه دې پورته ټولې ځانګړنې ولري، اما کوښښ پکار دی چې پورته ځانګړنو ته پام وشي.

(په څېړنه کې د عنوان حدود ټاکل او کوچنی عنوان ټاکل اړین بحث دی. عنوان باید کُلي نه وي، بلکې جزوي وي، خو که چېرې عنوان لوي وي، د څېړنې د ارزیابۍ په وخت کې عنوان بدلیدای او لنډېدلای شي. د امریکا د ارواپوهنې ټولنه (APA) (American Psychological Association ) وايي چې د څېړنې عنوان دې لنډ وي. کوښښ باید وشي چې عنوان ډېر لوی نه وي او د اصولو له مخې یې حروف برابر وي، خو که د حروفو لږوالي د مقالې منځپانګې ته زیان رساوه او عنوان یې مبهم کاوه؛ نو بیا یې جواز شته چې حروف یې ډېر شي، مګر دا موضوع استثنايي ده.) (Hashimi and jalaludin, 2024, p 27)

 (د څېړنيزې موضوع عنوان باید په دقت سره وټاکل شي، ښه عنوان د کار ارزښت لوړوي. ډېر لوستونکي او مینه وال مطالعې ته جلبوي. شاید تر اوسه پورې مو ډېر په زړه پورې عنوانونه لیدلي وي، که څه هم د ټولې مقالې د مطالعې لپاره مو وخت نه درلوده، نو شاید چې د مقالې عنوان ستاسو په ذهن کې ژوندی پاتې وي او د هغې مطالعې ذوق مو هم ژوندی پاتې شي. کله چې عنوانونه په مسلکي مهارت سره وټاکل شي؛ نو هغه څوک چې د مقالې د لوستلو سره ډېره لږه مینه لري، هغه هم دې ته پاملرنه کوي چې مقاله ولولي.) (ار ل ببی، ۱۳۹۰، ۱۱۰مخ)

د څېړنیزو او تخلیقي عنوانونو توپيرونه

هره څېړنه او پنځوونه عنوان ته اړتیا لري، د څېړنې او پنځوونې عنوانونه بېلابېلې ځانګړنې لري، لیکوال باید په دې برخه کې له دقت څخه کار واخلي. د تخلیقي اثر عنوان ځينې وخت یې له منځپانګې سره تړاو موجود وي او ځينې وخت د لیکوال د ذوق له مخې غوره شوی وي. ډېر وخت د تخلیقي اثارو عنوانونو عاطفي او تخيیلي وي او له لوستلو څخه وروسته پرې پوهېدلای نه شو چې د کتاب منځپانګه به څه وي، خو د څېړنیزو اثارو عنوانونه له پنځوونې څخه برعکس عاطفي او تخيیلي نه وي او ډېر نور توپیرونه په دې برخه کې د یادونې وړ دي.

په دې اړه راغلي دي:

 د څېړنیزو جوړښتونو سرلیکونه باید څرګند وي، خو تخلیقي عنوان بیا دا ځانګړنه نه لري.

 په څېړنې کې عنوان د محتوا استازیتوب کوي، خو تخلیق بیا دا ځانګړنه نه لري.

 د څېړنې په عنوانونو کې له تخیل، عاطفې او له فکري توکو څخه کار نه اخيستل کېږي او که واخيستل شي، سم کار نه دی، خو که په تخلیقي عنوانونو کې دا ځانګړنه وي، باک یې نشته.

 د څېړنې په عنوانونو کې له طنزي خبرو څخه کار نه اخيستل کېږي، خو په پنځوونو کې دغه برخه وي.

 په څېړنیزو عنوانونو کې کلیدي توکي موجود وي، خو په پنځوونو کې دا برخه نه وي.

 د څېړنې لوی سرلیک د ټولې موضوع استازیتوب کوي، خو پنځوونه دا برخه نه لري.

 د څېړنې عنوانونو لپاره دا جواز نشته چې جملې د خبري، التزامي او پوښتنې په ډول راوړل شي، خو په پنځوونو کې یې شونتیا شته.

 د څېړنو لپاره معنوي، زماني او مکاني حدود اړین وي، خو د پنځوونې لپاره نه وي.

 د څېړنې عنوانونه عام فهمه او ساده وي او په یو وار لوستلو د منځپانګې له روح سره اشنا کېدای شو، خو په پنځوونو کې بیا دا موضوع د ډېرې یادونې وړ نه وي. (هاشمي، 1400، ۱۱۰ مخ)

د څېړنې لپاره داسې سرلیک ته اړتیا لیدل کېږي، چې خواوې یې څرګندې وي او د امکان تر حده کوچنی وي، خو که د عنوان وړوکي کېدل منځپانګې ته زیان رساوه، نو ښه به دا وي چې سرلیک کوچنی نه شي.

په دې اړه راغلي دي: (عنوان باید کوچنی وي او له دولسو کلمو څخه ډېر نه وي، له اصلي موضوع سره یې اړیکه مهمه ده او اصلي موضوع تشریح کړي.) (دلاوری و کوشکی، ۱۳۹۴، ۷۴ مخ)

د نظریو پر بنیاد د عنوانونو ټاکنه

کله چې څېړنه تر سره کېږي، یوه اړینه موضوع چې په نویو ټولنیزو څېړنو کې د یادونې وړ ده، د نظریو پر بنسټ څېړنه ده. په اوسنیو څېړنو کې کوښښ کېږي چې له مشابې څېړنو څخه ځان وساتو او په یو شان موضوع باندې څېړنې تر سره نه شي. همدارنګه د موضوع د حدودو ټاکلو لپاره دا غوره لاره ده چې د نظریو پر بنسټ څېړنه تر سره شي او ورته عنوان غوره شي. کله چې د نظریو پر بنسټ څېړنه تر سره کېږي، نو اړتیا یې شته چې له عنوان سره تړاو ولري او د عنوان همدغه نظریه په منځپانګې کې تشریح شوي وي. ځینې ادبي او ټولنیزې نظريي د وخت په جریان کې پیدا کېږي او خلک یې مني او یا یې ردوي، خو د علم په نړۍ کې له نظریو څخه ګټه اخيستل کېږي؛ د بېلګې په ډول ابن عربي د کامل انسان په اړه نظریه لري، شیخ عزیز الدین نسفي هم د کامل انسان په اړه د یوې خاصې نظريې خاوند دی، د افلاطون د مُثل نظریه، د افلاطون په جمهوریت کې د ارمان ښار نظریه او په لسګونه داسې نورې نظريې شته چې په نړۍ کې پرې ډېرو پوهانو خبرې کړي دي. ځینو دغه نظريې منلي دي، ځینو یې د منلو کوښښ کړی دی او ځینو رد کړي دي. کله چې د همدغو نظریو پر بنسټ څېړنه تر سره کوو، ګټه یې دا وي چې د عنوان حدود ټاکل کېدای شي.

د بېلګې په ډول که ووایو چې (په پښتو شعر کې د کامل انسان نظریه)، د دې عنوان ستونزه په دې کې ده چې د کامل انسان په اړه په لسګونو نظریې شته، نو د چا د نظريې له مخې پر کامل انسان باندې بحث کېږي؟، په لسګونه داسې نورې بېلګې هم راوړلای شو، چې وروسته به یې یادونه وکړو. له تخصصي برخې پرته د نورو علومو مطالعه دا لار پرانيزي چې له بېلابېلو نظریو سره اشنا شو او د څېړنې ښه سرلیک غوره کړو.

د شکسپیر په ډرامو باندې په لسګونه کتابونه او مقالې لیکل شوي دي چې یو له بل سره یو شان نه دي، لامل یې د ادبي نظريو پر بنسټ څېړنه ده. په فارسي/ دري ادبیاتو کې د مولانا په شعرونو لسګونه کتابونه او مقالې لیکل شوي او د ټولو څېړنو سرلیکونه یو شان نه دي، لوی لامل یې دا دی چې دغه څېړنې د نظریو پر بنسټ تر سره شوي دي. د امام غزالي، امام رازي، ابن خلدون، حافظ، فردوسي او په داسې نورو پوهانو ډېر کار شوی دی چې یو له بل سره یو شان نه دي، لامل یې پورته دلیل کېدلای شي.

په څېړنې کې ماخذ ښودنه مهمه موضوع ده. که د څېړنو په متن او پای کې ماخذونه ونه ښودل شي؛ که هغه هر څومره ښې څېړنې وي، د څېړنیزو اثارو د تعریف څخه وځي او په پرمختللي ټولنې کې دغه څېړنې د څېړنو تر سرلیک لاندې نه راځي. که چېرې یو څوک د نظريو پر بنسټ څېړنه تر سره کوي، دې ته اړینه ده چې د غوره شوې نظريې په اړه معلومات ولري او ځان پرې پوه کړي. کله چې یې نظریه ولوسته او پرې پوه شو، بیا کولای شي چې څېړنه تر سره کړي. موږ نه شو کولای چې یوه نظریه په متن باندې تحمیل او تطبیق کړو. هغه وخت یوه نظریه د متن لپاره غوره کولای شو، چې له متن سره سازش وکړي، د متن او نظریې تر منځ توافق شتون ولري، یا نظریي د متن سره نږدې اړیکې ولري؛ نو له همدې امله ویلای شو چې هره لیکنه د یوې نظريي پر اساس څېړلای نه شو. یوه نظریه د څېړنې لپاره هغه وخت غوره کېدلای شي چې د لیکوال د فکر، متن او نظریو تر منځ اړیکه شتون ولري. موږ کولای شو چې د یو عنوان لپاره ادبي نظریه غوره کړو او څېړنه تر سره کړو، لکه: (د ریالیزم د نظريې له مخې د ګل پاچا الفت د شعرونو څېړنه)، دا هم کېدای شي چې د یوې بلې تخصصي څانګې په پام کې نیولو سره نظریه غوره شي او څېړنه تر سره شي، لکه: (د ارسطويي اخلاقیاتو پر بنسټ د خوشحال خان خټک د شعرونو څېړنه)، دلته ادبي څېړنه تر سره کېږي، خو نظریه ورته فلسفي غوره شوې ده. موږ کولای شو چې د بین العلومي مسایلو په پام کې نیولو سره  هم موضوع غوره کړو او د نظریو پر بنیاد څېړنې تر سره کړو. که موږ د نظريو له مخې څېړنې تر سره نه کړو، نو ډېر وخت به مو د موضوع حدود ټاکل شوي نه وي او یوې لویې موضوع ته به مو غیږه ورکړې وي؛ نو ځکه ویلای شو چې د څېړنې لپاره د نظریو غوره کول اړینه موضوع ده. که غواړو چې نوی کار وکړو او د تکرار مخه مو نیولې وي او په یو کس او یوې موضوع باندې مو په لسګونو نوي کارونه تر سره کړي وي، ترڅو له پخوانیو کارونو سره توپير ولري، نظریو ته پاملرنه کول اړینه ده. که د ادبي نظریو پر اساس کار وشي؛ نو د هر کار سرلیک، د متن سرلیکونه او د متن محتوا به له نورو څېړنو سره توپیر ولري. په نورې نړۍ کې دې کار ته ځکه ډېره پاملرنه کېږي چې څېړنیز کارونه سره یو شان نه وي او د تکرار مخنیوی به شوی وي. یوازې پر خوشحال باندې که د ادبي نظریو پر اساس څېړنې تر سره شي؛ نو په سلګونه نوې څېړنې پرې تر سره کېدای شي او که د نظریو پر اساس کار پرې ونه کړو؛ نو څېړنې به مو ډېرې ستونزې ولري.

د ادبي نظریو له مخې د سرلیکونو ټاکل

کله چې څېړنه تر سره کېږي، د عنوان غوره کول ورته اړین وي. که د ادبیاتو متخصص څېړنه تر سره کوي؛ نو د ادبي نظریو سره اشنايي ورته اړینه ده. کله چې د ادبي نظریو پر بنسټ څېړنه تر سره کوو؛ نو مانا دا چې ادبیات د ادبي نظریو له مخې څېړل شوي دي.

د بېلګې په ډول څو سرلیکونه راوړو:

د ریالیزم د نظريې پر بنسټ د قیام الدین خادم شعرونه، د سيمبولیزم د نظريې پر بنسټ د محمد اکبر کرګر داستانونه، د نچرلیزم له لیده د کاوون توفاني شعرونه او په لسګونه داسې نورې موضوعګانې د ادبي نظریو پر بنسټ تر سره کېدای شي. ریالیزم، سيمبولیزم او نچرلیزم ادبي نظريې دي؛ د همدغې نظریو له مخې کولای شو چې نوي سرلیکونه وټاکو، د سرلیکونو حدود وټاکو او په یوې موضوع باندې له څو خواوو څېړنې تر سره کړو. کله چې د نظریو له مخې عنوانونه غوره کوو، کولای شو چې په یو کس باندې په لسګونه او سلګونو موضوعګانې انتخاب کړو او هره موضوع به له بلې موضوع سره توپیر لري. د راغلو موضوعاتو په پام کې نیولو سره کولای شو چې دې ته ورته لسګونه موضوعات د څېړنیزو سرلیکونو لپاره غوره کړو.

د رواني نظريو پر بنسټ د سرلیکونو غوراوی

ادبیات له نورو علومو سره اړیکې لري، ډېرې داسې نظریې شته چې د نورو علومو پوهانو وړاندې کړي دي، دغه نظريې له ادبیاتو څخه اخيستل شوي دي؛ د بېلګې په ډول فروید د نرګیسیت او نارسیسیزم نظریه د انګۍ او نرګس له اسطورې څخه اخيستې ده، دغه نظریه په ارواپوهنې کې یوه اړینه موضوع ده. د ادلر، یونګ او د داسې نورو پوهانو نظریات د ادبیاتو لپاره لوستل کېږي او ور څخه ګټه اخيستل کېږي. ادبیات د ټولنیزو علومو د یوې څانګې په توګه په مجرد ډول یې لوستل سمه پایله نه ورکوي؛ نو د کمپوزیت مېتود او ترکیبي موضوعاتو په پام کې نیولو سره که بین العلومي موضوعات غوره شي، نو ښه به وي. که چېرې يو ادبپوه د خوشحال خان خټک په فکر او نظرياتو بحث پيلوي؛ نو څېړونکی اړ دی چې د وخت چاپیریالي اغېزې، کورنی ژوند او موقف، پر خوشحال راغلې ستونزې او کورنۍ شخړې یې د روانپوهنې په رڼا کې مطالعه کړي.

(ګل پاچا الفت د ويښ زلميانو د غورځنګ فعال او کليدي غړی و، د ويښ زلميانو د غورځنګ اهداف یې په شعرونو او نثرونو کې له ورايه څرګندېږي، د الفت په شعرونو او نثرونو کې په مستقيم او غير مستقيم ډول د ويښ زلميانو موخې ښکاري. د الفت په شعرونو او نثرونو کې سیاسي فکر په دې دلالت کوي چې سياسي چاپیریال یې پر افکارو اغېزې کړي دي او د یاد شاعر د سياسي شعرونو د څېړنې لپاره څېړونکی اړ دی چې چاپيریالي حالات مطالعه کړي.) (هاشمي، ۱۳۹۵، ۶۶ مخ)

د څېړنې لارښود کې راغلي دي: ډېر علوم له نورو پوهنو سره اړيکې لري او نشـي کېدای چې په مجرده توګه وڅېړل شي؛ د بېلګې په توګه د يو شعر د تحليل او تفسير لپاره بايد د شاعر ارواپوهنیز، تاريخي، ټولنيز، سياسي او اقتصادي چاپېريال او داسې نور عوامل په نظر کې ونيول شي او وګورو چې دغه شعر د ادب په تاريخ کې څه مقام لري. (روهي، ۱۳۸۵، ۸۷)

د پښتو ژبې د هر شاعر د شعر د سپړنې او شننې لپاره يې روانپوهنیزې ځانګړنې بنسټیز اصل جوړوي او ادبي څېړنې له ارواپوهنې سره نژدې اړیکې لري. د پښتو ژبې منظومو او منثورو ليکنو کې په ارادي او غير ارادي ډول د ارواپوهنې څرکونه ليدل کېږي، په ارادي ډول د هغو کسانو په څېړنو او پنځوونو کې د روانشناسۍ برخې وي چې په خپل وخت کې يې د ځانګړي علم مطالعه درلوده او يا يې د دې برخې تخصص درلود. د ګل پاچا الفت په شعرونو او هنري ادبي ټوټو کې روانپوهنيز څرکونه په دې دلالت کوي چې د ارواپوهنې مطالعه يې درلوده. د پوهاند بهاءالدين مجروح په ځانځاني ښامار کې د ارواپوهنې د علم اغېزې ډېرې دي، استاد په فلسفه کې زده کړې کړې وې؛ نو له همدې امله يې پر ځانځاني ښامار اثر اغېزې شته. د محمد صديق روهي، محمد اکبر کرګر، اسد اسمايي، کبير ستوری، عبدالغفور لېوال او داسې نورو معاصرو ليکوالانو پر ليکنو هم د ارواپوهنې د علم اغېزې شته. ځينې داسې ليکوال هم شته چې په ويناوو کې یې د روانپوهنې له علم سره اړيکې په غير ارادي ډول ليدل کېږي، د دوی په ويناوو کې داسې نظريات شته چې له دوی څخه په سلګونو کلونه وروسته اثبات ته رسېدلي دي؛ نو دا په دې دلالت کوي چې ارواپوهنه له انساني سلوک، عواطفو، احساساتو، جذباتو او په ځانګړي ډول د انسان له ټولو داخلي کړو وړو سره اړیکه لري، له همدې امله د ورځني ژوند او په ژوند کې د لارښوونې لپاره ډېری وخت انسانان  او چاپيریال مخاطب شوی دی. دغه ډول ويناوې هم له ارواپوهنې سره اړیکه لري. د پښتو ژبې د ډېرو کلاسيکو ليکوالو په ويناوو کې ارواپوهنیز څرکونه شته. په ښکلا وږمه کې د ارکي ټایپونو څېړنه، د سلطان په حماسه کې انسان د انسان دوزخ دی!، د استاد شپون (د مهاجر خوب) په نظم کې د خوب څېړنه، د ویلیم جیمز له لیده د اکبر کرګر په دوو کیسو کې د متحرک ذهن څېړنه او په لسګونو داسې نور سرلیکونه د ارواپوهنې له لیده څېړنې ته اړتیا لري، دغو څېړنو ته د ارواپوهنیزو نظریو له مخې لوری ورکړل شوی دی.

د کارل ګوستاو یونګ (د ارکي ټایپ) موضوع، د سارتر او هابز د (زه دوزخ دی) نظریه، د فروید په نظریه کې د خوب موضوع، د ویلیم جیمز د متحرک ذهن موضوع او داسې نور موضوعات د ارواپوهنې اړینې نظریې دي چې د عنوانونو په غوره کولو کې يې د ارواپوهنې نقش څرګند دی. که په ادبیاتو کې د بېلا بېلو نظریو له مخې کار وشي، په زرګونه نویو موضوعاتو باندې علمي کار تر سره کولای شو او هر کار به مو نوی وي او له پخوانیو کارونو سره به توپیر لري.

د دولت لواڼي په شعرونو کې د څلورو عنصرونو څېړنه، د میرزا خان انصاري په شعرونو کې د معنوي زيږېدنې نظریه، د مخلص په شعرونو کې کامل انسان، د میا داد په یو بیت کې وجودي فلسفه، د خوشحال په دوو بیتونو کې د ثنویت نظریه، د خوشحال په یو شعر کې مدینه فاضله، د عبدالرحمان بابا په یو شعر کې د اختیار څېړنه، د خوشحال په یو شعر کې د جبر څېړنه او په لسګونه داسې نور موضوعات هغه سرلیکونه دي چې د علومو په پام کې نیولو سره د بېلا بېلو نظریو له مخې غوره شوي دي. په فلسفه او دیني اوامرو کې د څلورو عنصـرونو بحث، په تصوف کې د معنوي زيږېدنې نظریه، په عرفان کې کامل انسان، په فلسفه کې وجودي فلسفه، په تصوف او دینونو کې د ثنویت بحث، په فلسفه کې د افلاطون مدینه فاضله او د جبر او اختیار ډیالکټیک او داسې نورې هغه نظریې دي چې د څېړنې په تر سره کولو کې د کار حدود ټاکي، کار ته نوی لوری ورکوي او داسې نورې ښېګڼې لري.

د بین العلومي موضوعاتو په پام کې نیولو سره د سرلیکونو انتخابول

هغه عنوانونه چې ترکیبي څېړنې او کمپوزیت مېتود ته اړتیا لري، خورا ښې څېړنې ثابتېدای شي. په عنوانونو کې که د دوو علومو څرکونه ولیدل شي، د دې کار ارزښت له هغو عنوانونو څخه چې یوازې د یو تخصصي لید لوري له مخې  ټاکل شوي وي، ښه ثابتېدای شي. که یوه فرضیه د دوه او درېیو ټولنیزو علومو له مخې ثابت شي، نسبتاً هغه ته ډېر ارزښت لري چې یوازې د یو علم له مخې ثابتېږي. لکه:

د کرګر (له تورتمه روایت دی!) کیسې رواني څېړنه، د متحرک ذهن له لیده د (شیبې) کیسې څېړنه، په ښکلا وږمه کې د ارکي ټایپونو څېړنه، ځانځاني ښامار او خودشناسي، د الفت په شعرونو کې د ویښو زلمیانو د اهدافو څېړنه او داسې نورو سرلیکونو ته بین العلومي موضوعات ویلای شو. له تورتمه راویت دی موضوع کې د ادبیاتو او ارواپوهنې له دوه اړخیزو اړیکو له مخې څېړنه تر سره کېږي، د متحرک ذهن موضوع له ارواپوهنې سره تړاو لري چې د ادبیاتو په دايره کې پرې پلټنه تر سره کېږي. ارکي ټایپونه رواني بحث دی او ښکلا وږمه د رښتین صاحب اثر دی چې په ادبیاتو کې ښه کتاب دی.

د څو څېړنیزو سرلیکونو ارزونه

د هر ډول څېړنیز جوړښت لپاره اړتیا لیدل کېږي چې د څېړنې د اصولو په پام کې نیولو سره ورته ښه سرلیک غوره شي. د بېلګې په ډول د څو سرلیکونو یادونه کوو:

د خوشحال په شعرونو کې هیومانیزم: دغه سرلیک د یوې مقالې دی چې ټول درې مخونه لري او په پای او د متن په داخل کې ماخذونه نه لري.

د دې مقالې حدود څرګند نه دي، په دغې موضوع باندې د دوکتورا اثر لیکل کېدای شي، خو موضوع مقالې ته ځانګړې شوې ده. که چېرې په دې موضوع باندې کار وشي (۵۰۰) مخونو څېړنې ته اړتیا لري، نو څنګه کېدای شي چې په درې مخونو کې دې دغه موضوع وڅېړل شي.

(د خوشحال په یو شعر کې د انسان دوستۍ څېړنه) عنوان د یوې علمې مقالې سرلیک دی، (د خوشحال په غزلیاتو کې د انسان دوستۍ څېړنه) د تېزس سرلیک کېدای شي او (د خوشحال په شعرونو کې د انسان دوستۍ څېړنه) باندې د دوکتورا اثر لیکل کېدای شي.

(د عبدالرحمن بابا په شعرونو کې اخلاقیات) یوه بله مقاله ده چې ټول څلور مخونه لري. په دې موضوع باندې هم تېزس لیکل کېدای شي.

(د کونړ ولایت د شاعرانو پېژندنه) د یو مونوګراف سرلیک دی، په کونړ کې په سلګونو شاعران تېر شوي دي، یوازې د بهاء الدین مجروح په یو اثر (ځانځاني ښامار) باندې تېزس لیکل کېدای شي؛ نو څنګه کېدای شي چې د کونړ په ټولو شاعرانو دې مونوګراف ولیکل شي؟ کله چې دا او دې ته ورته موضوعات اخيستل کېږي، ستونزه په دې کې ده چې لیکوال او لارښود ته دا پوهاوی اړین دی چې د څېړنې لپاره څنګه یو ښه سرلیک غوره شي.

(د پښتو ژبې نوښتګر لیکوالان او شاعران) د دارالمعلمین د یو استاد پروژه وه، له ۱۳۹ کال څخه تر نن پورې په سلګونو داسې شاعران او لیکوال تېر شوي دي چې نوښت یې کړی دی، په څېړنو، نثرونو، شعرونو او بېلابېلو خواوو کې یې مبتکرانه هڅه کړې ده؛ نو څرنګه کېدای شي چې داسې موضوع غوره کړو چې په سلګونو موضوعاتو په خپل داخلې کې څېړنې ته ولري.

(غني د شګو په محل کې او ما ته یو دریاب د نور را) د غني خان په اړه څېړنه ده، خو د کتاب سرلیک هنري دی، تخیل او عواطف په کې لیدل کېږي؛ نو د څېړنیز عنوان لپاره دا اړینه ده چې په مستقیم ډول له منځپانګې سره اړیکه ولري. کله چې د کتاب لپاره دغه سرلیک ټاکل کېده؛ نو مشوره مو وکړه چې له دې سرلیک سره دې په کتاب باندې (غني پېژندنه) ولیکل شي چې لوستونکي پوه شي، کتاب د چا په اړه لیکل شوی دی. په پښتو ادب کې ډېرې څېړنې د تيورۍ پر بنسټ نه پلټل کېږي، د بېلګې په توګه پر دې سکالو خبرې کوو: «پښتو ادب کې تصوف، پښتو ادب کې ښکلا، د خوشحال خان په شعرونو کې ښکلا» او په سلګونه داسې نور سرليکونه په دې دلالت کوي چې د تيورۍ او نظريو پر بنسټ غوره شوي نه دي. په بېلا بېلو دينونو کې تصوف شته، د تصوف د پېژندنې په اړه ډېر پوهان خپلې نظريې لري؛ نو ښه به دا وي چې ووايو «د ابن عربي له ليده په پښتو ادب کې تصوف»، په راتلونکي کې نور څېړونکي همدې ته ورته په نورو برخو هم څېړنې کولای شي.

د یو تېزس سرلیک دی: «د خوشحال، حمزه او شیدا د شعرونو ښکلاییزه او تصوفي څېړنه» د څېړنې د نویو آرونو په پام کې نیولو سره د علت او معلول د اړیکو پر بنسټ باید کوښښ وشي چې یو متحول او متغیر د څېړنې په سرلیک کې شتون ولري، له استثنا پرته چې کله کله ډېر متغیرونه هم شونتیا لري.

په پورته څېړنه کې شپږو خواوو څېړنې ته اړتیا لیدل کېږي. د خوشحال، حمزه او شیدا ښکلاییز اړخ څېړنه درې خواوې لري او د خوشحال، حمزه او شیدا تصوفي اړخ هم درې نورې خواوې لري. د دغو شپږو پدېدو لاسته راوړلو نهایت ډېرې لويې څېړنې ته اړتیا لیدل کېږي.

د دې سرلیک بله لویه ستونزه دا ده چې هره برخه یې باید د یو ځانګړې تیورۍ پر بنسټ وڅېړل شي. د ښکلا په اړه په لسګونو نظريې شته، د نړۍ په لسګونو هېوادونو کې تصوفي افکار او نظريې شتون لري؛ نو پوښتنه دا ده چې د چا له لیده پرې کار کېږي؟ او د داسې موضوعګانو د څېړنې په وخت کې ګرم څېړونکی، لارښود او که نور څوک دي؟ ځواب یې لوستونکو ته پریږدم او په فارسي ـ دري کې وايي: «مشت نمونه خروار». ډاکټر اقبال نسیم خټک همدې موضوع ته ورته موضوع د ثابتولو لپاره «خوشحال او جمالیات» تر سرلیک لاندې لږو ډېر اووه سوه مخونه لري؛ نو څنګه کېدای شي چې په یو تېزس کې دې دومره لویه برخه وڅېړل شي. سره له دې چې د دوکتور صاحب د موضوع معنوي او موضوعي حدود هم نا څرګند دي، ځکه چې د ښکلا په اړه ډېرې نظريې شتون لري او دی هم نشـي کولای چې د خوشحال ښکلاییز اړخ دې د نړۍ د ټولو پوهانو د تیوريو پر بنسټ وڅېړي؛ نو ښه به دا وي چې دوکتور صاحب د ځانګړې نظریې پر بنسټ کار کړی وای، خو بیا هم دا چې استاد په غوره شوې موضوع ډیزرټيشن لیکلی دی؛ نو کېدای شي چې د ډېرو پوهانو د نظریو پر بنسټ یې څېړلې وي.

د پورته خبرو او بحثونو په پام کې نیولو سره لاندې پوښتنو ته ځوابونه پیدا کوو:

 څومره مقالې او اثار مو د ادبي نظریو پر بنسټ لیکل شوي؟

 د څومره لیکنو فرضيي مو له دوو او یا ډېرو علومو پر بنسټ ثابت شوي؟

 آیا د پښتو مقالو معنوي حدود څرګند دي؟

 آیا د څېړنیزو جوړښتونو په منځپانګو کې د عنوان حق ادا شوی دی؟

 آیا په عنوان کې د منځپانګې حق ادا شوی دی؟

  مقالې مو څومره نوې خبرې لري؟

 آیا د پښتو ژبې مقالې په متن کې ماخذونه لري او د بېلا بېلو ماخذونو د کاروونې په برخه کې په خپل ځای له اقتباسونو څخه کار اخيستل شوی دی او که نه؟

د پورته پوښتنو د ځوابونو ورکول ډېر بحث ته اړتیا لري او دا ثابتولای شو، چې د یادو پوښتنو په اړه مثبت ځواب ورکول د تأمل او فکر وړ خبره ده او په هرې برخې کې له ستونزو سره مخامخ یو.

په پای کې ویلای شو چې په څېړنه کې د عنوان حدود ټاکل اړین دي، لیکوال باید موضوع د خپل صلاحیت او معنوي توان په پام کې نیولو سره غوره کړي، د سرلیک معنوي حدود څرګند وي، د وخت په پام کې نیولو سره زماني حدود ټاکل شوي وي، د ټولې موضوع معنوي حدود څرګند وي او په عنوان کې د متغیرونو شمېر لږ وي. د څېړنې د معلول په ثابتولو کې علتونه خپل ارزښت لري او د علتونو پر بنسټ معلولاتو ته د حل لار پیدا کولای شو. لکه: (د کونړ پوهنتون، د پښتو څانګې د څلورم ټولګي د نارینه وو محصلانو درسي ستونزو څېړنه) درسي ستونزې هغه معلول دی چې د ځینو علتونو پر بنسټ پیدا شوي دي.

پایله

ښه علمي مقاله هغه ده چې د عنوان په غوره کولو کې دقت تر سره شوی وي. د ښه عنوان غوره کول څېړنې ته لوری ورکوي، څېړنه رهبري کوي او څېړنه یوه ښه پایله وړاندې کولای شي، له همدې امله ویلای شو چې د ښه عنوان غوره کول، د ښې څېړنې استازیتوب کوي او یوه ښه پایله ورکولای شي. په څېړنې کې ویل شوي دي چې د ښه سرلیک لپاره باید د عنوان معنوي، زماني او فزیکي حدود څرګند وي او د کلیدي کلمو او سرلیک تر منځ اړیکه شتون ولري. که سرلیکونه د نظریو پر بنسټ غوره شي، د څېړنې حدود به څرګند شوي وي، د څېړنې تګلاره به روښانه وي، په یوې موضوع به په لسګونه څېړنې تر سره شي او هره موضوع به له بلې موضوع سره اړیکې ولري او نوې خبرې به په کې بیان شوي وي. همدارنګه د ادبي نظریو پر بنسټ سرلیکونه غوره کول، د رواني نظریو پر بنسټ سرلیکونه غوره کول او د بین العلومي موضوعاتو پر بنیاد د سرلیکونو غوره کول د څېړنې بنسټ جوړوي. پښتو ژبه کې ډېرې داسې څېړنې تر سره شوي دي چې د فکر او تأمل وړ دي؛ نو له همدې امله ویلای شو چې د ښې څېړنې لپاره د ښه سرلیک غوره کول اړین وي او د ښې پایلې تر لاسه کولو لپاره لومړنی ګام چې اخيستل کېږي، د ښه سرلیک غوره کول دي. 

 

مناقشه

په څېړنه کې د عنوان غوره کول، د مقالې، مونوګراف او د کتاب لپاره ښه سرلیک غوره کول او داسې نورې لارښوونې د سرلیکونو لپاره د یادونې وړ دي، خو په ډېرو کتابونو کې دغه بحث په نشت حساب دی. په دې څېړنه کې د ښه عنوان غوره کولو په اړه اړینو لارښوونو ته اشارې شوې دي، اما د دې څېړنې منځپانګه، پایله او نورې برخې د تېرو څېړنو سره بشپړ توپیر لري. په دې څېړنه کې د نظریو پر بنسټ عنوان غوره کول، د رواني، ادبي او فلسفي نظریو له مخې د سرلیکونو غوره کول، د بین العلومي موضوعاتو په پام کې نیولو سره د سرلیک غوره کول او په ځینو تر سره شویو څېړنیزو سرلیکونو باندې انتقادي نظر یې بنسټیز بحث دی چې په پخوانیو څېړنو کې نه تر سترګو کېږي. په مقاله کې دا ښودل شوي دي چې د مقالې، مونوګراف، کتاب، تېزس او د دوکتورا اثر سرلیکونه باید کومې ځانګړنې ولري او معنوي توپیرونه یې په کومو برخو کې لیدل کېږي. د هرې څېړنې لپاره څنګه عنوان غوره کړو او څرنګه کولای شو چې د هرې موضوع د محتوا په پام کې نیولو سره ښه موضوع غوره کړو چې پخوانیو څېړنو کې له داسې موضوعاتو سره مخامخ نه شو.

وروستۍ نتیجه ګیري

د ښې څېړنې لپاره د ښه عنوان غوره کول او په عنوان کې دقت کول اړینه موضوع ده، چې په څېړنې کې ورته اشاره شوې ده. همدارنګه د عنوانونو حدود ټاکل، د بېلابېلو نظریو پر بنسټ د عنوانونو غوره کول د څېړنې حدود څرګندوي، له همدې امله د یوې ښې څېړنې لپاره د ښه عنوان غوره کول اړینه ده چې په مقالې کې همدغه خبرې ثابتې شوي دي او همدغه یې پایله ده. که غواړو چې ښه څېړنه تر سره کړو؛ نو دا اړتیا لیدل کېږي چې ښه سرلیک ورته غوره شي.

وړاندیزونه

* د څېړنیزو جوړښتونو په پام کې نیولو سره دې سرلیکونه غوره شي.

* د سرلیکونو زماني او معنوي حدود دې څرګند وي.

* د نظریو پر بنسټ دې سرلیکونه غوره شي.

* د ادبي سرلیکونو لپاره د ادبي، رواني، فلسفي، ټولنیز او د داسې نورو خواوو په پام کې نیولو سره دې ورته نظريې غوره شي او څېړنه دې تر سره شي.

 

دا مطلب شریک کړئ

کلیدي ټکي

ليکواليد ليکوالۍ اصولڅوک ليکوال دیڅېړنهمقالهد څېړنې اصول او ميتودښه څېړنهد څېړنې اړتياښه عنوان

د لیکوال په اړه

رسالت کلتوري مرکز

ر