کورپاڼهلیکنېافغانستانسیمهنړۍ
ادب
ادب
لیکوالان او شاعران
کره کتنه
لنډې کیسې
شعر
هنر
کلتورحقیقت موندنهساینس او ټکنالوژي
ګالري
تصویرونه
ویډیوګانې
کورپاڼهلیکنې
ادب
ادب
لیکوالان او شاعران
کره کتنه
لنډې کیسې
شعر
هنر
افغانستانسیمهنړۍکلتورحقیقت موندنهساینس او ټکنالوژي
ګالري
تصویرونه
ویډیوګانې
لټون
رسالتکلتور · میراث · حافظه

رسالت یو غیر انتفاعي کلتوري آرشیف دی چې د میراث ساتنې او شریکولو ته وقف شوی.

د ژورنال ګډون وکړئ

وپلټئ

  • لیکنې
  • ادب
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړۍ
  • کلتور
  • حقیقت موندنه

اړیکه

  • زموږ په اړه
  • اړیکه
  • لیکوالان

© 2026 رسالت. ټول حقوق خوندي دي.

د کلتور لپاره په مینه جوړ شوی.

ادبیات

تواتر څه ته وايي؟

تواتر پرله‌پسې والی ته وايي او د منطق علماوو متواترات بیا هغه قضیې بللې دي، چې د دومره ډېرو خلکو له خوا په پرله‌پسې ډول نقل شوې وي چې د هغوی پر دروغو د اتفاق امکان له عقله لرې وي. په بله وینا، متواتر خبر هغه خبر دی چې د راویانو د شمېر، خپلواکۍ او د خبر د انتقال د تسلسل له امله انسان ته یقین پیدا شي.

رسالت کلتوري مرکز۱۲
 تواتر څه ته وايي؟  cover

تواتر پرله‌پسې والی ته وايي او د منطق علماوو متواترات بیا هغه قضیې بللې دي، چې د دومره ډېرو خلکو له خوا په پرله‌پسې ډول نقل شوې وي چې د هغوی پر دروغو د اتفاق امکان له عقله لرې وي. په بله وینا، متواتر خبر هغه خبر دی چې د راویانو د شمېر، خپلواکۍ او د خبر د انتقال د تسلسل له امله انسان ته یقین پیدا شي. له همدې امله منطقیانو متواترات د برهان د یقیني مقدمو په ډله کې شمېرلي دي، ځکه په داسې خبر کې د شک احتمال بېخي کم او د یقین کچه یې بېخي ډېره لوړه وي، مثلا: موږ په خپلو سترګو نه دي لیدلي چې مسکو د روسيې پلازمېنه دی، یا مکې ښار کې نن د ترکیې، پاکستان اوسعودي ترمنځ دفاعي تړون‌لیک لاسلیک شو او یا احمدشاه بابا د افغانستان بنسټ اېښودونکی و؛ خو دا معلومات د دومره ډېرو، بېلابېلو او خپلواکو سرچینو له لارې موږ ته رسېدلي دي چې نور د شک ځای نه پاتې کېږي. یا که ټول خلک ووایي چې په کونړ سیند پل جوړ شوی، یا د ماهيپر مسافر ووايي، چې په ماهيپر کې غر راښووېيدلی دی؛ نو خلک یې بې له تردده مني، ځکه خبر یوازې د یوه کس نه، بلکې د ګڼو خپلواکو شاهدانو له لارې رارسېدلی دی. کلاسيک منطقیانو همدې ډول باور ته تواتر ویلی دی.

په رسنيزو څېړنو کې هم، د خبر د اعتبار لپاره متعددې خپلواکې سرچینې ټاکل کېږي. په همدې خاطر نن ورځ ژورنالېزم، علمي څېړنه، استخباراتي تحلیل او د حقیقت موندنې (Fact-checking) ادارې هم یوازې په یوه سرچینه بسنه نه کوي، بلکې کوښښ کوي چې یو خبر له څو بېلابېلو سرچینو څخه تایید کړي.

که څه هم معاصر علوم د "تواتر" اصطلاح نه کاروي، خو د خبر د اعتبار د ارزونې بنسټیز اصل یې له کلاسيک منطق سره ډېر نږدې دی.

په متواتر خبر باندې یقین یوازې د راویانو د شمېر له امله نه وي، بلکې د خبر راویان باید ډېر وي. که یو یا دوه کسان خبر ورکړي، هغه متواتر نه بلل کېږي، راویان باید خپلواک وي؛ یعنې ټول باید د یوه کس خبره نه تکراروي، بلکې هر یو باید خبر په خپله ترلاسه کړی وي، بل شرط یې دا دی چې دغه تسلسل باید د خبر په ټولو پړاوونو کې موجود وي، نه دا چې په لومړي نسل کې ډېر کسان وي او وروسته یوازې یو راوي پاتې شي او وروستی شرط پکې دادی، چې خبر باید د اټکل او ګومان پر بنسټ نه، بلکې په حواسو باندې حس شوی وي، لکه د مکې مکرمې شتون، د لویو سمندرونو او غرونو شتون، ځينې مشهور شخصیتونه؛ لکه احمدشاه بابا، محمود غزنوي او خوشحال خان خټک. موږ د دغو حقایقو ډېری یې په خپلو سترګو نه دي لیدلي، خو د بې‌شمېره خپلواکو سرچینو له امله پرې یقین لرو.

د پښتنو شفاهي ادب، متلونه، نکلونه، لنډۍ، تاریخي روایتونه او قومي دودونه ټول د پرله‌پسې ژبني انتقال له لارې تر موږ رسېدلي دي، او دا ټول تواتورات دي.

څنګ

دا چې یو روایت، متل، نکل، تاریخي پېښه یا ولسي ادبي کیسه یوازې د یوه فرد له خوا نه، بلکې د ټولنې د ګڼو غړو له خوا په بېلابېلو زماني پړاوونو کې روایت کېږي او ګڼ راويان لري او چې یوه خبره له یوه نسل څخه بل نسل ته او له یوه کس څخه بل کس ته په دوامداره توګه ولېږدول شي؛ نو هغه تلپاتې شوه او دا تلپاتې والی چې یې رامنځ ته شو، په دې کې د تواتر لاس وي.

البته یوه خبره باید درته معلومه وي، چې شفاهي انتقال تل د لفظي ثبات معنا نه لري؛ کېدای شي د روایت په الفاظو، سبک، ځینو جزئیاتو او سیمه‌ییزه بڼه کې بدلون رامنځته شي، خو اصلي مضمون، پېغام او فرهنګي ارزښت یې تر ډېره خوندي پاتې کېږي،مثلا: یو متل کېدای شي په بېلابېلو پښتني سیمو کې په لږ و ډېر توپیر سره وکارول شي، خو اساسي مفهوم یې یو شان وي. همدارنګه نکلونه او تاریخي روایتونه د هر روایت کوونکي د بیان له سبک سره سم څه ناڅه بدلېږي، خو د ټولنې په ګډه حافظه کې یې بنسټیز مفهوم او پېغام خپل په خپل ځای وي.
پوهندوی سميع وحدت

دا مطلب شریک کړئ

کلیدي ټکي

تواتر څه ته واييمنطقدليل او برهانليکوالروان پوهنهتکرار

د لیکوال په اړه

رسالت کلتوري مرکز

ر