غله لیکوالان!
پخوا چې د لیکوالانو او پنځګرو غلا له کتابونو یا له یوه او بله د فکر او خبرو تر کچې په بېلا بېلو نومونو یادېده، دې ته به یې ادبي سرقه، غلا او یا ورته فکرونو ته به یې توارد وایه؛ خو اوس چې دغه اخیستنه، غلا او یا هم توارد یا دا بل ډول غلا د «مصنوعي ځېرکتیا» هغه یې عامېږي، چې د غلا په زمره کې خو نه راځي؛ البته مصنوعي یا ماشیني شی یا لیکوالي ورته ویلی شو؛ خو د نوعیت له مخې تقریباً یو دي.
دا عنوان بېخي نامناسب دی؛ مګر هغوی چې دا کار واقعاً کوي، کله مناسب کار کوي، چې بنده به یې ورسره په لفظ او ترکیب ګوزاره وکړای شي؛ بس همغه د چا خبره چې غل ــ غل وي، بیا لیکوالي یا تخلیقي کار و زیار خو نګه د باشعوره هنرمندو او عالمانو کار دی، په دې کې خو یوازې دغه تصور هم «ستره ګناه» ځکه بللی شي، چې دا کټګوري خلک د خلکو د اخلاقو او فکري تګلوریو په ټاکنه کې هم ټاکونکي او مقدس نقش لرونکي خلک دي.
پخوا چې د لیکوالانو او پنځګرو غلا له کتابونو یا له یوه او بله د فکر او خبرو تر کچې په بېلا بېلو نومونو یادېده، دې ته به یې ادبي سرقه، غلا او یا ورته فکرونو ته به یې توارد وایه؛ خو اوس چې دغه اخیستنه، غلا او یا هم توارد یا دا بل ډول غلا د «مصنوعي ځېرکتیا» هغه یې عامېږي، چې د غلا په زمره کې خو نه راځي؛ البته مصنوعي یا ماشیني شی یا لیکوالي ورته ویلی شو؛ خو د نوعیت له مخې تقریباً یو دي؛ مثلاً هغه لیکوالي هم د غله لیکوال نشوای کېدای او دا یې هم نه ده؛ خو دا چې دا هم د «بل» په کار و فکر شخوند وهل دي او یا یې چې «بل» ورته لیکي؛ نو په اخلاقي لحاظ هم چندان کار نه دی، که څه هم د دغه «بل» په اړه خوشال بابا ډېر پخوا ویلي وو، چې:
د هغه شاعر دانې وشه په ژبه
چې د شعر دردانې پلوري په مال
خو اوس دا هم پر یوې پېچلې معما اوښتې، چې د مصنوعي ځېرکتیا په دغه دور کې دا کار د بل کار یا غلا وبولو او کنه دا یې د دې دور د نورو کارونو غوندې د اسانتیا یوه وسیله وګڼو.
په دې برخه کې نوې ادبي خبره دا ده، چې په کاناډا کې د هایتي الاصله کاناډايي ناول لیکوال تیلیسن اوریلین ناول «It Was Either That or Die» له شلو په زیاتو ژبو د ژباړلو پرېکړه شوې وه او دا اثر او لیکوال یې هم د فرانسې د «ګونکور» معتبرې ادبي جایزې ته هم نوماند وو؛ خو د مصنوعي ځیرکتیا د کارونې د تورونو له امله یې ادبي حیثیت له پوښتنو سره مخ شو.
د راپورونو له مخې وروسته بیا د «پېنګرام» په نوم د مصنوعي ځیرکتیا د پېژندنې یوې وسیلې د هغه په ناول کې ماشینې لیکنښې وموندلې، بیا د ناول د مسودو او اسنادو د تخنیکي ارزونې خبره هم راپور شوه او خپرندوی مرکز له لیکوال سره خپلې مسلکي اړیکې پرې کړې؛ خو اوریلین دا تورونه رد کړل او ویلي یې دي، چې له مصنوعي ځیرکتیا یې یوازې د تاریخي څېړنې او د پردیو ژبو د اصطلاحاتو د پوهېدو لپاره مرسته اخیستې وه.
دا واقعه مو څو خبرو ته متوجه کوي:
اول دا چې لیکوال اوس د نړۍ په کچه یوازې په تحقیق یا د څېړنو په برخه کې له دې وسیلو کار نه اخلي؛ بلکې په تخلیقي تجربو کې یې هم شک یا لاسوندونه شته؛ مانا دا چې کار او عمل یې «بې څه» نه دی.
دویمه یې دا چې بېرته په خپله همدا وسیلې هم دا اړتیاوې او اسانتیاوې لري، چې یو متن، تحقیق او تخلیق معلوم کړای شي، چې څومره سلنه مصنوعي یا له دې وسیلو استفاده په کې شوې ده.
درېیم یې هغه جنجالونه دي، چې په همدې برخو کې یې په دویمه او درېیمه لار خلک نه سره جوړېږي؛ مثلاً په اوله برخه کې چې څېړونکي د تحقیق په برخه کې ترې استفاده کولای شي، کوم عیب نه دی؛ خو د استفادې طرز او میتود یې باید د تحقیق له میتوده ډېر لرې او نابلده نه وي، همدا ډول په تخلیقي برخه کې خو بیا استفاده باید ډېره محتاطه ځکه وي، چې د تخلیق پخپله یوه مانا نوي څه پیداکول یا خلق کول دي؛ نه دا چې د تېرو الګورتیمونو په اساس دې یو څه جوړ او رامنځته کړای شي.
پاتې شوه دا خبره، چې دا وسیلې لکه څنګه چې لیکل کوي، همداسې یې د پېژندنې او هغه تخلیقي فنپارې یا تحقیقي مقالې چې د همدې وسیلو په مرسته لیکل شوي وي، ډېر په اسانه معلومولی شي، چون زموږ خلک چې په دغه دویم اړخ یې ډېر نه دي خبر؛ نو د استعمال په بې درېغه کارولو یې هم ممکن یو وخت پښېمانه شي.
دا شی له همدغو وسیلو پرته هم پېژندای شي، سبک یا اسلوب د تخلیقي ادبیاتو هغه ځانګړی ارزښت دی، چې له پنځګر پرته یې ماشیني وسیلې یا مصنوعي ځېرکتیا په کثرت او تنوع سره نشي ساتلی. سبکپوهونکي پوهېږي، چې مصنوعي ځېرکتیا په خپله هم د یوه څرګند او روښانه سبک لرونکیو وسیلو په توګه تثبیت دي.
د لیکوالۍ «لیک او تخلیق» خپل ارزښت هم دا نه دی، چې یا یې له نورو په «غلا» راواخلو او یا یې هم په نورو ولیکو؛ بلکې د لیکوالۍ په څېر په مقدسه او سپيڅلي مینه او علاقه یې په سوچه تخلیقي عمل او پېشه لیکل پکار دي.
ليکوال: نعمت الله صدیقي
