د ناوې بدرنګي
په اسماني جامو کې دې غونډې منډې ناوې ته وګورئ، آیا څوک د ښکلا سیالي ورسره کولی شي؟ د ځمکې ښایسته لمر او سپوږمۍ پر ځان مئين کړل، قبله يې شوه او طوافونه يې ترې کول...
د ناوې بدرنګي
د کایناتو پالونکي چې ځمکه پيدا کړه له ډېره ښایسته یې شنه ځلا کوله، واړه ستوري یې ښايست ته ګوته په غاښ وو او یو بل ته یې ویل: په اسماني جامو کې دې غونډې منډې ناوې ته وګورئ، آیا څوک د ښکلا سیالي ورسره کولی شي؟
د ځمکې ښایسته لمر او سپوږمۍ پر ځان مئين کړل، قبله يې شوه او طوافونه يې ترې کول...
هغه مهال په اسمانونو کې ګنګوسې شوې چې د کایناتو رب ځمکې ته یو واکمن لېږي.
کله چې دا خبر ملکوتي نړۍ په ساره او اوږدو کې خپور شو نو ستوري تلوسن شول، شيطانان په قهر شول او ملايکې هېښتیا واخیستې.
ځمکې ته سپيڅلی واکمن راوليږل شو، ټولو ويل: دا آدم دی، د ځمکې واکمن!
ستوري يې بيا دیدار ته راټول شوي وو، زړونو يې داسې ټوپونه کول او رپېدو اخیستي وو؛
آه آدم څومره ښايسته او لطيف و!
لمر او سپوږمۍ د فنا درجې ته رسېدلي وو، لا زورور طوافونه یې کول، نڅېدل، رنګونه او پلوشې يې شيندلې...
آدم لا ژوندی و چې ناڅاپه یوه پېښه وشوه؛
آدمي زادو يو بل وژلي وو، ځمکه په سرو وينو ککړه شوې وه، شيطان خندل، ملايکې غلې وې، ستوري وېریدلي وو...
ځمکه بدرنګه شوې وه، د رالېږل شوي واکمن زامنو ناولې کړې وه، په وينو داغ داغ وه، کړیکې، اسويلي او آهونه ترې پورته کيدل، دردونه پکې زېږيدل...
ستورو د ځمکې اصليت پېژندلی و، بېرته مات زړونه تللي وو، يو نيم چې د ښارونو له ميدانونو ښکاريدل په دې هيله پاتې وو چې کاشکې د کایناتو پالونکی پر ځمکه رحم وکړي، وژغورل شي او دوی يې دا زيری نورو ستورو ته ورکړي.
سپوږمۍ پیښمانه وه، ستورو ته مخ تورې وه، رنځوره وه، زيړی يې و.
لمر ستومانه و، غوسه و؛ زړه يې چاودلو...
ځمکه لا هم بدرنګه وه، مخ يې په لوګيو تور و او لمن يې په وينو سره وه.
هر چا له ځمکې مخ اړولی و؛ يوازې څو لړزيدونکي ستوري د اسمان په لمن کې پاتې وو.
مومند محمدي اڅړ
