تصور او تصدیق
د منطق د علم له بنسټیزو او اساسي مباحثو څخه یو هم د تصور او تصدیق بحث دی. دا بحث یوازې د منطق د یوه فصل عنوان نه دی، بلکې د انسان د فکر او پوهې د څرنګوالي او تشریح یوه مهمه هڅه هم ده. منطقیانو د انسان د ادراک او پوهې په اړه له اوږدو بحثونو وروسته دا پايله اخيستې، چې د انسان ټول ذهني ادراکات له دوو حالتونو بهر نه دي.
تصور او تصدیق
د منطق د علم له بنسټیزو او اساسي مباحثو څخه یو هم د تصور او تصدیق بحث دی. دا بحث یوازې د منطق د یوه فصل عنوان نه دی، بلکې د انسان د فکر او پوهې د څرنګوالي او تشریح یوه مهمه هڅه هم ده. منطقیانو د انسان د ادراک او پوهې په اړه له اوږدو بحثونو وروسته دا پايله اخيستې، چې د انسان ټول ذهني ادراکات له دوو حالتونو بهر نه دي. لومړی دا چې ذهن یوازې د یوه شي مفهوم او پېژندنه درک کوي، او دويم دا چې ذهن کله بیا د دوو یا څو مفاهیمو ترمنځ یوه اړیکه هم ګوري او د هغې په اړه یو حکم کوي. د همدې حقیقت پر بنسټ منطقیانو ویلي دي:
"العلم إمّا تصور وإمّا تصدیق"
یعنې: هر علم او ادراک یا تصور دی او یا تصدیق.
که د خپل ورځني ژوند ساده مثالونه په پام کې ونیسو، نو دا موضوع لا روښانه کېږي. کله چې یو څوک د "ونې" نوم واوري، د ونې مفهوم یې ذهن ته راځي؛ خو که ووایي: "ونه شنه ده"؛ نو دلته یوازې د ونې مفهوم نه دی درک شوی، بلکې د ونې او شينوالي ترمنځ یو حکم هم شوی دی. لومړی حالت تصور او دویم حالت تصدیق بلل کېږي.
همدا توپیر د منطق د علم د ټول جوړښت بنسټ جوړوي. ځکه هر استدلال، هر برهان او هره علمي قضیه له مفهومونو څخه پیلېږي. تر هغو چې مفهوم روښانه نه وي، صحیح حکم هم ناشونی وي. له همدې امله منطقیانو یوه بله مشهوره قاعده هم وړاندې کړې ده:
"الحكم على الشيء فرع عن تصوره"
یعنې: د یوه شي په اړه هر ډول حکم او پرېکړه د هغه د سم تصور له ترلاسه کولو وروسته ممکنه ده. او س راځو دې ته چې تصور او تصديق خپله دي څه؟
۱. تصور؛ د پوهې لومړنی پړاو "التصور إدراك المفرد من غير حكم" یعنې: د یوه مفهوم درک کول، پرته له دې چې د هغه په اړه کوم حکم وشي. قطبالدین محمد رازي د تصور په اړه د خپل مشهور کتاب تحریر القواعد المنطقیة في شرح الرسالة الشمسیة (قطبي) کې وايي:
"التصور حصول صورة الشيء في العقل من غير إثبات ولا نفي"
یعنې: تصور دا دی چې د یوه شي ذهني انځور په عقل کې پیدا شي، خو نه د هغه لپاره څه ثابت شي او نه ترې څه نفی شي.
که دا تعریفونه په ساده پښتو بیان کړو، نو ویلی شو چې تصور د یوه شي د پېژندلو او ذهن ته د هغه د مفهوم د راتلو نوم دی. په دې مرحله کې ذهن یوازې د شي له پېژندلو سره کار لري، نه د هغه په اړه د قضاوت او پرېکړې سره.
که یو ماشوم لومړی ځل د "کتاب" نوم واوري، نو ورو ورو د کتاب مفهوم یې په ذهن کې جوړېږي. که د "پوهنتون" نوم واوري، د یوه تعلیمي بنسټ تصور یې ذهن ته راځي. که د "ژبپوهنې" اصطلاح واوري، د ژبې د علمي مطالعې مفهوم یې ذهن ته راځي. په دغو ټولو مواردو کې یوازې مفهوم درک شوی دی؛ لا کوم حکم نه دی شوی.
د انسان د زده کړې بهیر ته که ځیر شو، هلته هم وینو چې ماشوم د ژوند په لومړیو کلونو کې تر ډېره له تصوراتو سره سروکار لري. هغه لومړی د مور، پلار، کور، جومات، ښوونځي، ډوډۍ او اوبو مفاهیم زده کوي. دا ټول د تصوراتو نړۍ ده. وروسته چې دغه مفاهیم یې په ذهن کې روښانه شي يا دغه مفاهيم یې ذهن ومني، نو بیا د هغوی ترمنځ اړیکې درک کوي.
تصور ته ځکه د علم يا پوهې لومړۍ زينه وايي، چې هره پوهه له همدې ځایه پیلېږي. انسان تر هغو د یوه شي په اړه سم قضاوت نه شي کولای، څو یې مفهوم سم نه وي درک کړی. که د مفهوم په درک کې تېروتنه موجوده وي، نو وروسته حکم هم له تېروتنې خالي نه وي، مثلا: که یو محصل د "ژبې" او "لهجې" ترمنځ توپیر ونه پېژني، نو د ژبپوهنې په ډېرو مباحثو کې به د ګړدودنو په مبحث کې تېروتنې سره مخ شي.
د اسلامي منطق په تاریخ کې فخرالدین رازي د تصور او تصدیق د بحث له مهمو شارحانو څخه ګڼل کېږي. هغه دا پوښتنه مطرح کړه چې آیا هر مفهوم تعریف ته اړتیا لري؟
د ده په اند که هر مفهوم د بل مفهوم په وسیله تعریف شي، نو تعریفونه به تر پایه روان شي او هېڅکله به لومړنیو مفاهیمو ته ونه رسېږو. له همدې امله باید ومنو چې ځینې مفاهیم په خپله بدیهي دي او ذهن یې بې له تعریفه درک کوي.
فخرالدین رازي د همدې بحث له لارې د بدیهي او نظري تصور ترمنځ توپیر لا روښانه کړ او وښودله چې د انسان ټول مفاهیم په یوه کچه نه دي. ځینې یې د عقل په لومړني ادراک معلومېږي او ځینې نور د تعریف او تحلیل محتاج دي.
الف: بدیهي تصور
بدیهي تصور هغه ډول ذهني ادراک ته ویل کېږي چې انسان یې د ترلاسه کولو لپاره نه تعریف ته اړتیا لري، نه اوږد استدلال ته او نه هم کومه علمي تشریح غواړي. په بل عبارت، ذهن ځینې مفاهیم داسې په طبیعي ډول اخلي لکه څنګه چې دي، پرته له دې چې د هغوی د پېژندلو لپاره د بل مفهوم دروازه وټکوي. دا هغه مفاهیم دي چې د انسان په ورځني ژوند کې دومره تکرار شوي وي چې د هغوی معنا د ذهن یوه فطري برخه ګرځي.
کله چې موږ د «اوبو» په اړه فکر کوو، نو ذهن مو سمدستي د یوه روان، صاف او د څښلو وړ مایع تصور کوي. هیڅ څوک اړتیا نه لري چې اوبه په منطقي تعریف یا اوږده تشریح سره وپېژني، ځکه هر انسان د ژوند له لومړیو تجربو څخه د اوبو سره بلد وي. همدا حالت د "اور" لپاره هم صدق کوي؛ اور د سوځېدو، رڼا او تودوخې له مخې په ذهن کې داسې واضح تصور لري چې د پوهېدو لپاره یې اضافي تحلیل ته اړتیا نه لیدل کېږي.
همدارنګه د "لمر" مفهوم هم د بدیهي تصور ښه بېلګه ده. انسان هره ورځ لمر ویني، د هغې رڼا او تودوخه احساسوي، نو ځکه د لمر پېژندنه د ذهن په یوه طبیعي او مستقیمه تجربه بدله شوې ده. ذهن د لمر د درک لپاره نه فلسفي تعریف ته اړتیا لري او نه علمي تشریح ته، ځکه دا مفهوم په مستقیمه مشاهده او تجربه ولاړ دی.
همدا شان د "مور" او "پلار" مفاهیم هم د انسان په ژوند کې دومره نږدې، عاطفي او تکراري دي چې ذهن یې بې له کومې فکري هڅې درک کوي. ماشوم د ژوند له لومړیو شیبو څخه د مور او پلار سره تړاو لري، نو د دې اړیکې مفهوم د هغه په ذهن کې د یوه فطري او بدیهي تصور په توګه ځای نیسي.
په ټولیز ډول، بدیهي تصورات هغه مفاهیم دي چې د انسان د ژوند له طبیعي تجربو، حسي مشاهدې او تکراري اړیکو څخه جوړېږي، او له همدې له امله ذهن هغوی بې له تعریف، تحلیل او استدلاله درک کوي.
ب: نظري تصور
دا بيا د تصور هغه ډول ذهني ادراک دی، چې ذهن یې د درک لپاره یوازې په ظاهري پېژندنه بسنه نه کوي، بلکې د هغه د روښانتیا لپاره تعریف، تشریح، تحلیل او فکري هڅه اړینه وي. په بل عبارت، دا هغه مفاهیم دي چې ذهن یې په لومړي ځل له مخې نه شي پېژندلای، بلکې د پوهېدو لپاره یې باید علمي لارښوونه او توضیح ترلاسه شي، څو د هغه مفهوم کره انځور په ذهن کې جوړ شي.
کله چې انسان د "فونیم" کلمه اوري، نو په لومړي سر کې یوازې یو علمي اصطلاح ورته ښکاري، خو تر څو چې ورته ونه ویل شي چې فونیم د ژبې تر ټولو کوچنی مانا بېلوونکی غږیز واحد دی، تر هغه وخته یې حقیقي مفهوم نه شي درک کولای. همدا شان د "مورفیم" مفهوم هم یوازې د ژبپوهنې په ساحه کې یو تخنیکي نوم ښکاري، خو کله چې تعریف او مثالونه ورته وړاندې شي، بیا یې مانا ذهن مني.
په ادبي فنونو کې تاسو د استعارې له نوم سره اشنا یاست، د "استعارې" مفهوم هم د نظري تصور یوه ښه بېلګه ده. یو عادي لوستونکی ښايي یوازې د لفظ په کچه استعاره وپېژني، خو تر هغه چې ورته تشریح نه شي چې استعاره د معنا د انتقال یوه غیرمستقیمه طریقه ده چې په هغېکې یو لفظ د بل لفظ د مشابهت پر بنسټ استعمالېږي، تر هغه یې علمي مفهوم نه شي درک کولای.
۲. تصدیق؛ د پوهې د بشپړېدو پړاو که تصور د پوهې لومړۍ زینه وي، نو تصدیق یې دویمه او بشپړوونکې زینه ده:
"التصدیق إدراك النسبة الحكمية مع الإذعان بها" یعنې: د دوو مفاهیمو ترمنځ د حکمي اړیکې درک کول او د هغې منل.
په ساده پښتو، تصدیق هغه وخت رامنځته کېږي چې ذهن یوازې د مفاهیمو په درک بسنه ونه کړي، بلکې د هغو ترمنځ د اړیکې په اړه یو حکم هم وکړي. مثلا: "پښتو یوه ژبه ده."
دلته "پښتو" یو تصور دی او "ژبه" بل تصور. خو کله چې ذهن د دواړو ترمنځ د شمول اړیکه ومني، تصدیق منځته راځي.
همدارنګه:
* اوبه مایع دي.
* پوهنتون د لوړو زدهکړو مرکز دی.
* ژبې بدلون مومي.
دا ټول تصدیقات دي؛ ځکه په هره جمله کې د موضوع او محمول ترمنځ حکم شوی دی.
د تصور او تصدیق ترمنځ تر ټولو مهم توپیر دا دی چې تصور نه صادق وي او نه کاذب؛ خو تصدیق یا رښتیا وي او یا درواغ. د "کتاب" مفهوم نه رښتیا دی او نه درواغ، خو دا جمله چې "هر کتاب ګټور دی" کېدای شي رښتیا وي او کېدای شي درواغ وي.
منطقیانو د انسان د فکري قضاوتونو او پرېکړو د طبیعت د وضاحت لپاره تصدیق هم په دوو لویو برخو وېشلی دی: بدیهي تصدیق او نظري تصدیق.
دا وېش په حقیقت کې د دې لپاره شوی چې څرګنده شي انسان ټول حکمونه او قضاوتونه په یوه کچه نه کوي، بلکې ځینې داسې قضیې شته چې ذهن یې بې له کوم استدلاله مني، او ځینې نور بیا داسې دي چې د منلو لپاره دلیل، شواهد او فکري هڅې ته اړتیا لري.
الف: بدیهي تصدیق
بدیهي تصدیق هغه ذهني حکم ته ویل کېږي چې ذهن یې له کوم استدلال، دلیل یا اوږد فکر څخه پرته په فطري ډول مني. په دې ډول قضیو کې ذهن ته موضوع او حکم دومره واضح وي چې د منلو لپاره کومه اضافي علمي هڅه نه غواړي او دا هغه بنسټیزې پرېکړې دي چې د انسان د فکر د جوړښت لومړني اصول هم بلل کېږي.
لکه:
کل له جزء څخه لوی دی.
دوه له یوه څخه زیات دي.
یو شی په یوه وخت کې هم موجود او هم معدوم نه شي کېدای.
په دغو قضیو کې ذهن هېڅ ډول شک یا اوږد بحث ته اړتیا نه لري، ځکه دا اصول د انسان د عقل په فطري جوړښت کې ځای پر ځای دي.
که څوک ووایي "یو شی هم په یو وخت کې شته او هم نه شته"؛ نو ذهن یې په طبیعي ډول دا خبره نه مني، ځکه دا د عقل له لومړنیو بدیهیاتو سره ټکر لري.
بدیهي تصدیقات د انساني فکر د نظام لپاره د ستنو حیثیت لري. که دا بنسټیز اصول نه وي، نو هیڅ استدلال، هیڅ فلسفي بحث او هیڅ علمي نتیجه نه شي پاتې کېدای.
ب: نظري تصدیق
نظري تصدیق بیا هغه ذهني حکم ته ویل کېږي چې د منلو لپاره دلیل، استدلال او فکري څېړنې ته اړتیا لري. په دې ډول قضیو کې ذهن یوازې په ظاهري مفهوم بسنه نه کوي، بلکې غواړي پوه شي چې دا حکم پر کوم علمي یا منطقي اساس ولاړ دی.
لکه:
پښتو د اریاني ژبو له کورنۍ څخه ده.
ژبې د وخت په تېرېدو سره بدلون مومي.
ټولنیز شرایط پر ژبه اغېز کوي.
دا ډول قضیې په لومړي نظر کې د بدیهي تصدیق په څېر نه ښکاري، ځکه ذهن یې د منلو لپاره فوري قضاوت نه کوي. دلته انسان اړ کېږي چې شواهد وګوري، تاریخي معلومات مطالعه کړي او علمي تحلیل وکړي، تر څو دې پایلې ته ورسېږي، چې "پښتو د اریاني ژبو له کورنۍ څخه ده"، یوازې د لفظي ادعا خبره نه ده، بلکې د غږیزو بدلونونو، تاریخي پرتلې او ژبپوهنیزو څېړنو پر بنسټ ثابته شوې پایله ده. همدارنګه دا خبره چې "ژبې بدلون مومي" د انساني تاریخ، ټولنیزو شرایطو او عملي مشاهدې پر بنسټ تثبیت شوې خبره ده.
قطبالدین محمد رازي د تصور او تصدیق په بحث کې د هغه په خپل اثر کتاب تحریر القواعد المنطقیة في شرح الرسالة الشمسیة کې د منطق ټول مباحث د تصوراتو او تصدیقاتو تر چتر لاندې راټول کړي دي، د ده په اند د منطق ټول هدف په دوو پوښتنو کې راټولېږي:
* مجهول مفهوم څنګه معلومېږي؟
* مجهول حکم څنګه ثابتېږي؟
د لومړۍ پوښتنې ځواب تعریف دی او د دویمې پوښتنې ځواب قیاس دی.
له همدې امله قطبالدین رازي وایي: "المعرّف يفيد التصور، والحجة تفيد التصديق" یعنې: تعریف تصور پیدا کوي او دلیل تصدیق پیدا کوي.
لنډه دا که د انسان علم یوه ودانۍ وګڼو، نو تصور یې بنسټ او تصدیق یې دېوالونه دي. که بنسټ کمزوری وي، ودانۍ نه شي درېدای. همداسې که مفهوم روښانه نه وي، حکم هم سمه نتېجه نه ورکوي. تصدیق د انسان د علمي ژوند عملي برخه ده. کله چې یو فقیه شرعي حکم استنباطوي، یو ژبپوه د یوې قاعدې په اړه پرېکړه کوي، یا یو څېړونکی د خپلې څېړنې پایله بیانوي، نو په حقیقت کې تصدیقات وړاندې کوي. ځکه په دغو ټولو مواردو کې د دوو یا څو مفاهیمو ترمنځ یوه اړیکه منل شوې او بیا د هغې په اړه حکم صادر شوی دی.
په علمي بحثونو کې ډېر اختلافونه د همدې لپاره پیدا کېږي چې خلک د یوه مفهوم په اړه یو شان تصور نه لري. یو کس د “کور” کلمه په یوه معنا کاروي او بل کس یې په بله معنا اخلي. کله چې تصورونه سره توپیر ولري، تصدیقونه هم توپیر پیدا کوي.
د پوهنتونونو، مدرسو او علمي سیمینارونو ډېری وخت لومړی کار دا وي چې اصطلاحات تعریف شي. علت یې دا دی چې تر څو تصور واضح نه شي، تصديق نه واضح کېږي.
همدا وجه ده چې منطقیانو ویلي دي: انسان یوازې په تصوراتو نه عالم کېږي او یوازې په تصدیقاتو هم نه عالم کېږي. علم هغه وخت بشپړېږي چې هم مفهوم سم درک شي او هم د هغه په اړه سم حکم وشي. که مفهوم سم وي او حکم ناسم وي، نتیجه به غلطه وي؛ او که حکم سم ښکاري، خو مفهوم ناسم درک شوی وي، بیا هم خطا رامنځته کېږي.
پوهندوی سميع وحدت
