کورپاڼهلیکنېافغانستانسیمهنړۍ
ادب
ادب
لیکوالان او شاعران
کره کتنه
لنډې کیسې
شعر
هنر
کلتورحقیقت موندنهساینس او ټکنالوژي
ګالري
تصویرونه
ویډیوګانې
کورپاڼهلیکنې
ادب
ادب
لیکوالان او شاعران
کره کتنه
لنډې کیسې
شعر
هنر
افغانستانسیمهنړۍکلتورحقیقت موندنهساینس او ټکنالوژي
ګالري
تصویرونه
ویډیوګانې
لټون
رسالتکلتور · میراث · حافظه

رسالت یو غیر انتفاعي کلتوري آرشیف دی چې د میراث ساتنې او شریکولو ته وقف شوی.

د ژورنال ګډون وکړئ

وپلټئ

  • لیکنې
  • ادب
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړۍ
  • کلتور
  • حقیقت موندنه

اړیکه

  • زموږ په اړه
  • اړیکه
  • لیکوالان

© 2026 رسالت. ټول حقوق خوندي دي.

د کلتور لپاره په مینه جوړ شوی.

ادبیات

د شیدا ټولنیز فکر

استاد نصیراحمد طاهري

رسالت کلتوري مرکز۱۱
د شیدا ټولنیز فکر cover

په دغه څېړنه او لیکنه کې، د کاظم خان شیدا په اجتماعي مفکوره څېړنه شوې. د کاظم خان شیدا اجتماعي مفکوره د دوو برخو څخه ډکه ده او په خپلو شعرونو کې يې ځای کړې، چې یوه برخه يې ټولنیز ښه کړه وړه دي او بله برخه يې ټولنیز بد کړه وړه دي. ما دغه دواړې برخې په خپله څېړنه کې ځای کړې دي. د دې سره سره مې لومړی د کاظم خان شیدا لنډه پېژندنه هم راوړې او څه ناڅه مې د هغې په سبک هم لیکنه کړې ده. دا چې دغه موضوع او څېړنه ما د بېلابېلو کتابونو  د مطالعې او تحقیق څخه وروسته کړې. په دې لحاظ مې د څېړڼې روش تحلیلي او توضیحي دی او د څېړڼې ډول کتابتوني دی.

دا چې دا موضوع  مې د د څېړنې لپاره ولې وټاکله،  ځواب يې دادی، چې په یاده برخه کې کوم څـېړونکي علمي مقاله لا تر اوسه چا نه وه لیکلې او په همدې خاطر يې ارزښت هم ډېر دی. بله مهمه خبره ، چې د څېړنې موخې رانغاړي هغه داده، چې شیدا د هندي سبک او هندي ادبي ښوونځي پیرو دی، ايا په شعرونو کې يې ټولنیز افکار شته او که نه؟ همدې پوښتنې ځواب زما د څېړنې  موخې رانغاړلې دي. بله مهمه خبره داده، د شیدا په شعرونو کې یوازې ټولنیز ښه کړه وړه شته او که دد ټولنیزو بدو کړو وړو یادونه هم شوې؟دا برخې زما دڅېړنې عمومي موخې رانغاړلی شي او په راتلونکې څېړنه کې ورته پوره ځوابونه هم ویل شوي.

کلیدي کلمې: د شیدا سبک، د شیدا د سبک ځانګړنې، ټولنیز ښه کړه وړه، ټولنیز بد کړه وړه.

سریزه

کاظم خان شیدا، د پښتو ادب د دویمې دورې شاعر دی.شیدا د خوشحالن  د کورنۍ څخه دی، یعنې د افضل خان خټک زوی، د اشرف خان خټک لمسی، د خوشحال خان خټک کړ وسی دی.د ژوند زمانه يې ۱۲هجري پیړۍ ده.(هېوادمل، ۱۳۷۹: ۲۲۱)

شیدا د هندي ادبي ښوونځي پیر و؛ خو د هندي ادبي ښوونځي ټولې ځانګړنې يې پښتو شعر  ته راوړې او د هندي ادبي ښوونځي ټول اساسات يې پښتو شعر ته راوړل. زه هم یقني یم، چې شیدا د هندي سبک پیر و؛ خو دا فکر هم راسره و، چې د شیدا په شعرونو کې ټولنیز افکار هم شته، په همدې موخه مې دا موخوع د علمي کنفرانس لپاره وټاکله.

د مسالې بیان

د کاظم خان شیدا په شعرونو کې ټولنیز افکار، یوه نوې او بکره موضوع ده، [ې لا تر اوسه د کوم څېړونکي له لوري نه ده څـېړل شوې او نه هم کوم څېړونکي په دغه برخه کې علمي کنفرانس ورکړل شوی؛ نو د ټاکل کېدو یوازینۍ علت يې هم همدا و.بل دا چې کاظم خان شیدا د هندي ادبي ښوونځي پیرو شاعر و او دا هم ښکاره ده، چې د هندي ادبي ښوونځي ټول خصوصیات يې پښتو شعر ته راوړل. دا خبره هم د یادونې وړ ده، چې د شیدا د اشعارو ټولنیزه مفکوره څه ډول ده؟ ایا شید په شعر کې ټولنیز فکر شته؟ او که ټولنیز فکر يې په شعرونو کې وي، بیا کوم ډول ټولنیز افکار لري؟ دا او دېته ورته نورې پوښتنې هم ځواب شوې.

د څېړنې موخې

دا چې ما دا موضوع د علمي کنفرانس او څېړنې لپاره ولې وټاکله، ځینې موخې مې په ذهن کې وې. د یادې موضوع په ټاکلو کې مې لومړۍ موخه داوه، چې د روښانه کړم، د شیدا په شعرونو کې ټولنیز افکار ډېر دي، چې د وړاندیزونو په څېر هم شته. دویمه موخه مې د دې موضوع د ټاکلو څخه دا وه، چې د شیدا د شعر ټولنیز ښه کړه وړه او ټولنیز بد کړه وړه، دواړه برخې د بېلګو د راوړلو سره راوړم او دا هم روښانه کړم، چې شیدا د هندي ادبي ښوونځي د ځانګړنو تر څنګ، د خپل ولس او ژبې خصوصیات هم په شعرونو کې راوړي دي.

د څېړنې پوښتنې

۱ـ د شیدا د شعرونو ټولنیز افکار په کومو برخو کې بیان شوي؟

۲ـ د شیدا په شعرونو کې د پښتو ژبې او ولس نور اصطلاحات شته او که نه یوازې د هندي سبک خصوصیات لري؟

د موضوع شالید

تر کومه ځایه چې ما ته ښکاره ده، په دغه برخه کې، کوم څېړونکي څېړنه نه ده کړې او یا د کوم څېړونکي له لوري په دغه برخه کې علمي کنفرانس هم نه دی وړاندې شوی؛ نو د شالید په برخه کې ویلای شم، چې دا موضوع نوې او بکره ده.

د څېړنې روش

د هرې موضوع څېړل او لیکل، یوې لارې او روش ته اړتیا لري، چې باید د هغې لارې او روش په رڼا کې، سرته ورسېږي او یا هم وڅېړل شي. په همدې موخه ما هم یادې موضوع د څېړلو لپاره له تحلیلي ـ توضیحي روش څخه ګټه پورته کړه او یاده موضوع مې پرې بشپړه کړه او د څېړنې ډول بیا کتابتوني دی.

د کاظم خان شیدا په شعرونو کې ټولنیز فکر

شیدا د خوشحال خان د کورنۍ شاعر و؛ خو  د خوشحال خان پیرو نه و. کاظم خان شیدا د هندي سبک ټول خصوصیات پښتو شعر ته راداخل کړل. هېواد مل صاحب لیکلي:((د هندي سبک  بشپړتیا پړاوونه موږ د کاظم خان شیدا خټک په اشعارو کې ګورو.ده په خپلو ډېرو ښکلیو او عالي اشعارو کې ددغه سبک ټو اساسات او شرایط ومنل او ددغه سبک ټول خصوصیات يې په پښتو شاعرۍ کې بشپړ کړل.))(هېوادمل، ۱۳۷۹: ۲۲۱)

له پورته خبرو څخه واضح شوه، چې شیدا د هندي سبک ټول خصوصیات پښتو شعر ته را داخل کړل او د یو بېل سبک خاوند وبلل شو.شیدا په شعر کې د هندي ادبي ښوونځي رنګ غالب ښکاري؛ خو د افغاني کلام رنګ هم پکې لیدلی شو. د دغې خبرو د لاښه ثبوت لپاره، د نازک خیال شیدا په کتاب کې راغلي دي:((باید وویل شي، چې د شیدا کلام بیخي هندي رنګ نه لري، بلکې د ده کلام د افغاني او همدي سبکونو د امتزاج آینه ده چې که چېرې مقایسه شي، نو هندي رنګ ورباندې غلبه لري.))(شینوار ساد، ۱۳۷۹: ۳۴)

د شیدا په شعرونو کې د ټولنیزو افکارو ترڅنګ نورګڼ افکار هم شته او آن تر دې چې د شعر په باره کې یو ډېر په زړه پورې بیان لري او ویلي دي:

مضمون د شعر لکه پیکر وي

رنګین الفاظ يې رخت او زېور وي

ورته ضرور دي دا دواړه څيزه

پیکر که هر څو دلربا تر وي

(هېوادمل، ۱۳۷۳: ۳۱۵)

د محتوا په لحاظ د شیدا دیوان رنګین او د مطالعې وړ دی. په اشعارو کې يې هر ډول مضامین، چې په ټولنیزو فکرونو کې حساب دي، راغلي دي؛ لکه: صلح کل، تعاون او همدردي، لوړ همت، سخاوت، حرص، بخل، رښتیا، وفا، وعده، تواضع، قناعت، راز ساتنه، احسان پېژندنه، مېړنی، نامرد او ډېر داسې نور. (نایل، ۱۳۹۶: ۱۰۱)

دلته په ټولو برخو او خواوو بحث کول، ډېر وخت او کار غواړي، ما د خپلې علمي مقالې د آدانې په نظر کې نیولو سره، یو څو د نمونې په توګه یاد کړل، چې دا ټول د د شیدا په شعرونو کې شته.د څېړنې په دې برخه کې خپلې اصلي موضوع ته راګرځم.

د شیدا په شعرونو کې ټولنیز افکار په پوره دقت راوړل شوي، شیدا له ټولنې او ټولنیزو ارزښتونو سره ضم را لوی شوی؛ طبیعي خبره ده ، چې په شعر کې یې اجتماعي فکر اوڅار دی . شیدا بشر دوست ، نوع پرور او دده په اصطلاح د صلح کل مبلغ ښکاري. د بینوا په قول: ((  د انسان د اجتماعي سعادت اساس په صلح کل بنا بولي)) ( هېوادمل، ۱۳۹۷ : ۹ )

دده لاندې اشعار يې ښه ثبوت دی:

ځان د روغ د لیوني شه، که هوښیار یې

صلح کل د ځان پیشه، لکه صحرا کړه

) شیدا، ۱۳۹۳ : ۱۸۸ (

دا سمه خبره ده ، چې د ټولنې نیکمرغي د صلح کل پر بنسټونو ولاړه ده او د ټولنې وګړي په صلح او ارامۍ کې ژوند وکړي. شیدا هوښیار هغه بولي، چې له هر چا سره په صلح کل کې ژوند ولري. لکه څنګه چې صحرا روغ او لیوني دواړو ته ځای ورکوي؛ نو دی دې هم د متفاوتو وګړو سره د صحرا غوندې چلن وکړي.

زه غواړم، دغه ټولنیز افکار په دوو برخو وویشم، چې یوه برخه يې ټولنیز ښه کړه وړه دي او بله برخه يې ټولنیز بد کړه وړه دي، چې په یوه ټولنه کې د نابودو او یا ناسمو خلکو له لوري سرته رسېږي. د شیدا په شعرونو کې دا دواړه ډوله ټولنیز فکرونه شته او په خورا دقیق ډول ورته متوجه شوی. پورتنۍ بېلګه د ټولنیزو ښوو کړو وه. دلته به دواړهبرخې په پوره وضاحت سره راوړم.

۱ـ  د شیدا په شعرونو کې ټولنیز ښه کړه وړه

شیدا متوجه شوی، چې ټولنیز ښه کړه وړه د هر انسان لپاره په ټولنه کې اړین او ضروري دي.باید د ټولو انسانانو خاصیت وي او نورو ته هم دا فکر ورکړي، چې ټولنیز ښه کړه وړه د خلکو سره ولري.

په مثال رنګ یم ، د حنا ګوره

زېب کړم له دست سره، جوړ یم له پا سره

)شیدا، ۱۳۹۳ : ۳۵۸ (

په پورته بیت کې هم د صلح کل خبره ده ، شیدا په ښه ډول  تر ځان د لوړ او ټیټ سره د خپل مناسبت مثال وړاندې کړی دی. وایي لکه څرنګه چې نکریزې له لاسونو سره چې لوړ دي او له پښو سره چې ټیټې دي ښکلا لري ، زه هم همدغسې د نکریزو غوندې د لوړ او ټیت سره یو ډول ښکلی ښکارم . د خلکو سره د غوره تعامل څرک یې له لاندې بیت څخه هم ښکاري ‎:

شګفته کړه، لکه لمر جبین هر چا ته

چې په تله دې سیه پوش تمام جهان شي

) شیدا، ۱۳۹۳: ۳۴۵ (

په پورته بیت کې شیدا وایي ، چې له هر چا سره داسې کړه وړه ، اخلاق، معامله او تندی ورین کړه، لکه لمر چې که سبا خدای مه کړه نه وې، نو خلک به ستا په نشتون کې داسې تورې جامې اغوندې، چې ټول جهان به ورته  تور او تیاره ښکاري لکه د لمر په تلو سره چې شپه راځي.

له خلکو سره مرسته، همدلي، د نیازمندو لاسنیوی، د ژرندې په څېر هر انسان د بل انسان سره  رویه ولري، هر کله او هر وخت د بل سره مرسته وکړي، یوبل ته د ورورولۍ لاس ورکړي، زړونه يې باید صاف وي، بدبیني او بدنیتي ونه لري، د اجتماعي مفکورې، چې ټولنیز ښه کړه وړه بیانوي، بل اړخ دی، چې شیدا یې په لاندې ډول ورته نغوته کوي:

همیشه د بل په کار کې قدم سایه

ځارېده تر خپل همت لکه آسیا کړه

تر غرمې دې د اقبال زوال لیده شي

و عالم و ته زړه صاف لکه سبا کړه

نتیجه یې روشني ډېره ګرمي ده

تل په شان د تناره خشکه غذا کړه

) شیدا، ۱۳۹۳: ۱۸۸ (

د اجتماعي مفکورې په مورد ، چې ټولنیز ښه کړه وړه بیانولی شي، هغه د علم حاصلول دي؛ نو هغه کس چې نورو ته علم ورښیي،  شیدا څومره مبارک ګڼلي لکه چې وايي:

افروخته یې وي محفل په شان د شمع

چې سوخته د بل په کار کې خپل دماغ کا

) شیدا، ۱۳۹۳ : ۹۷ (

بل ځای کې شیدا له خلکو سره ښېګڼه کول ، د هغوی عیبونه پټول د خپل ځان ساتل او پاسباني ګڼلې وایي :

تل د بل پاسبان د خپل صورت پاسبان وي

حلقه وګوره پر دا تر ځان چاپیره

) شیدا، ۱۳۹۳ : ۱۸۳ (

د ټولنیزو ښو کړو وړو نورې بېلګې هم شته، مثلاً د قناعت په برخه کې ډېرې ښې خبرې لري او ټولو ته يې دا پیغام دی، هغه څه چې الله (ج) ورکړي په هغې قناعت ولري او نورو ته طمع ونه لري. د ډېرو پیسو او مال د جمع کولو هیله ونه ساتي. دلته غواړم، چې نور شعرونه يې هم راوړم:

په لږ قانع شه خاطر کړه جمع

لرې له زړه کړه د ډېرو طمع

چې قناعت يې په سیم ونه کړه

سر بریده شوه په زرو شمع

)شیدا، ۱۳۸۴: ۳۴۴(

شیدا د ښو خلکو او د مېړنیو خلکو صفتونه هم بیان کړي او دا يې ویلي، چې ښه خلک، مېړني خلک د لویو غرونو په څېر دي، سختیو کې خپل سرونه نه ټيټوي او تل د لویو غرونو په څېر هسک ولاړ وي؛ خو که څوک په توندۍ ورته ویل وکا، بیا ورو خبره نه ورته کوي او زغرده خپله دفاع هم کوي. لاندې بیتونه يې ښه وضاحت کولای شي:

ښه مردان لري همت د لویو غرونو

په سختۍ کې به خپل سر کله فرو کا

که رستم ورته ویل کا په توندۍ

په جواب کې يې خبره کله وروکا

)شیدا، ۱۳۸۴: ۴۳۰(

شیدا دا وړاندیز لري، چې زحمت باید وشي، داسط زحمت باید وشي، لکه هغه کسان چې د ریګونو څخه د طلا دانې بېلوي.، په دې باب وايي:

اورېدلی مې دا پند دی له هوشمنده

چې حاصل به په محنت کړې زر له رېګه

که خپل سر ورته نغری کړې ممکن نه دی

چې څه وخورې د ممسک سړي له دېګه

)شیدا، ۱۳۸۴: ۴۳۶(

۲ـ ټولنیز بد کړه وړه

د شیدا په شعرونو کې هغه کړه وړه غندل شوي، چې هغه ناوړه دي او  خلکو ته يې ضرر رسېږي. په تېره بیا هغه څوک يې غندلي، چې د خولې او زړه خبره يې یوه نه وي او په یوه خوله کې څو ژبې لري، یعنې بې قوله وي، په خوله يې یوه ،ي او په زړه يې بله وي، په ظاهري شکل ښه رویه لري او په باطن کې بیا غیبت کوي، بد وايي او دهغې پر وړاندې د ګل د غنچې په څېر خاموشي ښه ده. لاندې بیتونو ته يې پام وکړئ:

چې رښتیا يې په کلام کې شیدا نه وي

انفعال کا خاموشي په انجمن کې

د سوسن د ګل غنچه ګوره ساکته

چې يې ژبه یوه نه ده په دهن کې

)شیدا، ۱۳۸۴: ۴۳۰(

شیدا هغه کسان هم غندي، چې د بل لاسنیوی نه کوي او د ممسک والي خاصیت لري وایي :

چې ممسکان کا سیم او زر جمع

په صرف یې ژاړي مانند د شمع

که یې په سیم وي کیسه لبریزه

له غیره کاندې د زرو طمع

بل ځای وایي :

آب و دانه لرې شومه حبابه

نس دې خالي دی جوع کړې بې تابه

تله یې له تا نه په تعجیل وینم

ولې یې نه خورې خانه خرابه

)  شیدا، ۱۳۹۳ : ۳۵۱ (

یا:

اورېدلی مې دا پند دی له هوشمنده

چې حاصل به په محنت کړې زر له رېګه

که خپل سر ورته نغری کړې ممکن نه دی

چې څه وخورې د ممسک سړي له دېګه

)شیدا، ۱۳۸۴: ۴۳۶(

له پورته څرګندونو څخه ښکاري، چې نازکخیال شاعر کاظم خان شیدا، په خپل هنر او فن کې ګڼو اجتماعي افکارو ته ځای ورکړی دی او ځان د ټولنیزو مسایلو څخه اګاه بولي. په خپلو اشعارو کې یې د ټولنیز ژوند د ښیرازۍ زړي پراته دي.

دا ښکاره خبره ده، چې د هر شاعر په شعرونو کې د ژوند هره برخه وي او یا حد اقل ویلای شو، چې د ژوند ډېری برخې د یو شاعر په شعرونو کې راغلې وي. په دې ترتیب د شیدا په اشعارو کې ډېر داسې شعرونه شته، چې ټولنیز فکر لري. دلته د خپل کنفرانس لپاره، چې د طوالت لوري ته لاړ نشي، په پورته بیتونو او فکرونو بسنه کوم.

پایله

د پورته لیکنې او څېړنې څخه دا پایله لاس ته راغله، چې شیدا د خوشحال خان خټک د کورنۍ څخه و؛ خو د شعرونو سبک يې بېل و او په شعرونو کې د هندي ادبي ښوونځي خصوصیات لیدلی شو. د شیدا په شعرونو کې د هندي سبک د ځانګړنو او نورو ګڼو خصوصیاتو ترڅنګ، ټولنیز فکر هم خورا غالب دی او ټولنیز ښه کړه وړه او ټولنیز بد کړه وړه يې په شعرونو کې په پوره اندازه لیدلی شو.

 

دا مطلب شریک کړئ

کلیدي ټکي

کاظم خان شيدالرغونې دورهکلاسيک دورهپښتو ادبياتپښتانه شاعراند نړۍ ادبياتخوشحال باباشعرليکوالنثرژبه او هنر

د لیکوال په اړه

رسالت کلتوري مرکز

ر