کورپاڼهلیکنېافغانستانسیمهنړۍ
ادب
ادب
لیکوالان او شاعران
کره کتنه
لنډې کیسې
شعر
هنر
کلتورحقیقت موندنهساینس او ټکنالوژي
ګالري
تصویرونه
ویډیوګانې
کورپاڼهلیکنې
ادب
ادب
لیکوالان او شاعران
کره کتنه
لنډې کیسې
شعر
هنر
افغانستانسیمهنړۍکلتورحقیقت موندنهساینس او ټکنالوژي
ګالري
تصویرونه
ویډیوګانې
لټون
رسالتکلتور · میراث · حافظه

رسالت یو غیر انتفاعي کلتوري آرشیف دی چې د میراث ساتنې او شریکولو ته وقف شوی.

د ژورنال ګډون وکړئ

وپلټئ

  • لیکنې
  • ادب
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړۍ
  • کلتور
  • حقیقت موندنه

اړیکه

  • زموږ په اړه
  • اړیکه
  • لیکوالان

© 2026 رسالت. ټول حقوق خوندي دي.

د کلتور لپاره په مینه جوړ شوی.

ادبیات

اوږده ردیفونه

اوږد ردیف په حقیقت کې شاعر ته یو محدودیت دی، ځکه د مانا رسونې یا ازادې برخې په کلمو کې د هغه تخلیق محدودوي او مجبور دی چې هر څه د اوږده ردیف سره د مانیز او ښکلاییز تړاو له مخې عیار کړي. دې ته که ستونزه ووایو، نو د کوزې پښتونخوا په اوسني غزل کې خورا زیاته لیدل کېږي، خو ښه شاعر د داسې محدودیت پر مهال هم خپل کار کوي، تغزل او ښکلا ته ژمن پاتې کېږي.

رسالت کلتوري مرکز۰
اوږده ردیفونه cover

ردیف په شعر کې یو اختیاري شی دی، خو راوړل یې د شعر ښکلا او اهنګ زیاتولی شي، په اوسنۍ پښتو شاعرۍ کې ډېر کم داسې شعرونه دي چې ردیف دې ونه لري، خو اکثره اوسني ردیفونه بیا دومره اوږده دي چې د شعر د ازادې برخې دوه چنده او درې چنده کېږي.

اوږد ردیف په حقیقت کې شاعر ته یو محدودیت دی، ځکه د مانا رسونې یا ازادې برخې په کلمو کې د هغه تخلیق محدودوي او مجبور دی چې هر څه د اوږده ردیف سره د مانیز او ښکلاییز تړاو له مخې عیار کړي. دې ته که ستونزه ووایو، نو د کوزې پښتونخوا په اوسني غزل کې خورا زیاته لیدل کېږي، خو ښه شاعر د داسې محدودیت پر مهال هم خپل کار کوي، تغزل او ښکلا ته ژمن پاتې کېږي. یو دوه بېلګو ته به هم تم شو:

لا په رښتیا دنیا خبره نه ده

په ما او تا دنیا خبره نه ده

په دې خبره دې زه نه تېر باسم

نه په رښتیا دنیا خبره نه ده

ددې خبرې ګواهان په کار دي

ستا په رضا دنیا خبره نه ده

غوږ شه ویده ده خاموشي په خپله

په دې خندا دنیا خبره نه ده

ناست به وي دلته وي له یاره سره

په مصطفا دنیا خبره نه ده

په پورتني غزل کې ردیف ( دنیا خبره نه ده) د شعر د اصلي برخې دوه چنده دی، ځکه چې که ( رښتیا، تا، رضا ...) قافیې هم ترې وباسو، نو اصلي خبره یوازې د دویمو مسرو په دوو کلمو ( لا په، په ما، نه په، ستا په، په دې، په مصفطا) کې پاتې کېږي، دلته شاعر اړ دی چې خپل مهارت د ازاد نیم بیتي په داسې جوړښت کې څرګند کړي چې د ورپسې نیم بیتي له دغه دوو کلمو( خپلواکې نا خپلواکې) سره شاعرانه او هنري پخلاینه ولري.

بله خبره بیا داده چې کله کله بیا د اوږدو ردیفونو په په راوړلو سره حتی د بیت ازاده برخه هم ځان بایلي او له ازاد نیم بیتي وروسته یوازې د قافیې او ردیف له تکرار سره مخ وو، چې یوازې د ازاد نیم بیتي سکښت او ښکلا ته یې سترګې نیولې وي او د کومې نوې خبرې د لېږد پر ځای یوازې هغه بدرګه کوي. بېلګه یې دا ده:

یاران له مانه خپه کېږي ولې

باران له مانه خپه کېږي ولې

خو زه به هم څه مجبوري لرمه

جانان له مانه خپه کېږي ولې

که بغاوت له زمانې کوومه

اسمان له مانه خپه کېږي ولې

لا خو په ګټه مین شوی نه یم

تاوان له مانه خپه کېږي ولې

ما خو په ټول عمر کې مینه ورکړه

انسان له مانه خپه کېږي ولې

خو زه سالک ورباندې ښه نه شومه

درمان له مانه خپه کېږي ولې

په پورتني غزل کې دویم نیم بیتي له قافیو ( یاران، باران، جانان... ) او ردیف (له مانه خپه کېږي ولې) پرته بله هېڅ خبره نه لري، یوازې د قافیې او ردیف تکرار دی، له بلې خوا ردیف دومره اوږد دی چې د هر بیت څلورمه برخه یې جوړه کړې ده، خو بیا هم د شاعر مهارت او په ازاد نیم بیت کې کارېدلي زور رنګ ور جوړ کړی دی، دلته د شاعر هنري مهارت ښه محسوسولی شو، ولې هر شاعر دا کار نه شي کولی.

لنډ ردیفونه یا که ساده ووایو یو کلمه يي او دوه کلمه يي ردیفونه له قافیې سره په پخلاینه کې ښه نقش لوبولی شي، ددې تر څنګ د شعر لوستونکي ته هم خسته کن نه تمامېږي او فکر کوي چې هر ځل یې نوې خبره اورېدلې او د نوی تصویر مشاهده یې کړې ده، که شاعر په لویو ردیفونو کې ځان ایسار نه شي کړی، نو د ذهن او تخیلي ځواک ستره برخه به یې د نوو تصویرونو او خبرو په پنځ متمرکزه وي.
ليکوال: استاد ګل الرحمن رحماني

دا مطلب شریک کړئ

کلیدي ټکي

پښتو شاعريپښتو غزلرديفقافيهکنايهبديع او بيانژانرونهپښتانه شاعرانپښتو ادبياتد نړۍ ادبيات

د لیکوال په اړه

رسالت کلتوري مرکز

ر