سترګې بل څه له پیدا وې رڼا بل څه له پیدا وه
مونږه بل څه ترینه جوړ کړل دنیا بل څه له پیدا وه
دې له نه وو سوداګرو چې بازار ورپسې يوسۍ
غرونه بل څه له پیدا وو صحرا بل څه له پیدا وه
مسکا دې لپاره نه وه چې دوکه پرې چاله ورکړې
مسکا مینه وه ظالمې موسکا بل څه له پیدا وه
مخ تصوير لپاره نه و اداکارې ! دنيا دارې !
شرم بل څه له پیدا و حيا بل څه له پیدا وه
د ژړا مرتبه لویه وه توبې پرې قبلیدلې
نمایش لپاره نه وه ژړا بل څه له پیدا وه
زندګي يې زندکۍ لپاره تیره کړه سعوده
مجنون بل څه له پیدا و ليلا بل څه له پیدا وه
دا مطلب شریک کړئ
