کورپاڼهلیکنېافغانستانسیمهنړۍ
ادب
لیکوالان او شاعران
کره کتنه
لنډې کیسې
شعر
هنر
کلتورحقیقت موندنهساینس او ټکنالوژي
ګالري
تصویرونه
ویډیوګانې
کورپاڼهلیکنې
ادب
لیکوالان او شاعران
کره کتنه
لنډې کیسې
شعر
هنر
افغانستانسیمهنړۍکلتورحقیقت موندنهساینس او ټکنالوژي
ګالري
تصویرونه
ویډیوګانې
لټون
رسالتکلتور · میراث · حافظه

رسالت یو غیر انتفاعي کلتوري آرشیف دی چې د میراث ساتنې او شریکولو ته وقف شوی.

د ژورنال ګډون وکړئ

وپلټئ

  • لیکنې
  • ادب
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړۍ
  • کلتور
  • حقیقت موندنه

اړیکه

  • زموږ په اړه
  • اړیکه
  • لیکوالان

© 2026 رسالت. ټول حقوق خوندي دي.

د کلتور لپاره په مینه جوړ شوی.

ادبیات

ژبنى سياست

ژبنی سیاست په ټوله کې د ژبو په اړه د حکومتونو او ټولنو تګلارو ته وايي. ژبه په یوویشتمه پېړۍ کې د ملتونو د هویت لپاره خورا مهمه ده او تر څنګ یې د نړۍ ډېری هېوادونه د ژبو د مدیریت او پالیسیو له لارې هڅه کوي په نړیواله کچه د خپل هویت دفاع وکړي.

رسالت کلتوري مرکز۱
ژبنى سياست cover

ژبنی سیاست په ټوله کې د ژبو په اړه د حکومتونو او ټولنو تګلارو ته وايي. ژبه په یوویشتمه پېړۍ کې د ملتونو د هویت لپاره خورا مهمه ده او تر څنګ یې د نړۍ ډېری هېوادونه د ژبو د مدیریت او پالیسیو له لارې هڅه کوي په نړیواله کچه د خپل هویت دفاع وکړي. دوی همدا راز غواړي چې د ژبو د مدیریت له لارې له نړیوالو سره د اړیکو لپاره یوه ښکاره وسیله ولري او نړیوال هم که غواړي‌ له یوه ملت سره د تفاهم ژبه ولري نو دا چاره ورته اسانه کېږي. په افغانستان کې ډېر وخت په لاشعوري توګه د ژبو لپاره کار شوی، خو دا چې دې برخې ته د یوې منظمې علمي هڅې په توګه وکتل شي، تر اوسه یې څرک نه وینو. د ژبني سیاست یا د ژبې په اړه د تګلارې‌ جوړول په افغانستان کې ځکه مهم دي‌ چې دلته ګڼې ژبې موجودې دي او نړیوال باید په دې پوه وي چې له افغانان وسره د خبرو کولو ژبه او فرهنګ کوم دی. سره له دې چې ژبنی سیاست پراخو بحثونو او علمي مطالعاتو ته اړتیا لري‌ او  ما یې یوازې پر ځینو مهمو مواردو بحث کړی دی او په دې باور یم چې دا ساحه لا ډېرو بحثونو او مطالعاتو ته اړتیا لري.

کلیدي‌ ویوونه:

ژبه، ژبنی سیاست، د ژبو د ودې تګلارې، حکومت او ژبه

شالید:

ژبنی سیاست په ټوله کې د ژبې د ټولنپوهنې موضوع ده خو داسې پوهان هم شته چې د تطبیقي ژبپوهنې برخه یې بولي. په دې اړه په نړیواله کچه پراخ علمي بحثونه شوي دي‌ خو په پښتو کې یې شمېره تر څو مقالو نه اوړي. ما ته چې معلومې دي د ژبو د پلان او پالیسۍ په اړه د کابل پوهنتون استاد عبدالسمیع وحدت د ژبې ټولنپوهنې تر نامه لاندې خپل تیزس کې بحث کړی دی. همدا راز ما پخپل تیزس کې (د ژبو د ودې تګلارې) کې هم په یوه برخه کې پر دې بحث کړی دی چې د حکومتونو سیاستونه او د ټولنو تګلارې څنګه پر ژبو اغېز کولی شي. همدا راز دکتور اجمل ښکلي د ماسټرۍ دورې لپاره د ژبې ټولنپوهنې مضمون په لېکچرونو کې پر دې موضوع مهم بحث کړی دی. په دې مقاله کې غواړم د ژبني سیاست په اړه یو څه پراخ بحث وکړم. په دې مقاله کې ما له مهمو نړیوالو ماخذونو کار اخیستی دی او تمه لرم چې تر یوې کچې دا تشه پوره کړی شي.

ژبنی سیاست څه دی؟

ژبنی سیاست یا د ژبو په اړه د حکومتونو سیاست او پالیسي‌ یوه ګډڅانګیزه علمي ساحه ده. جاشوا فیشمن او اوفیلیا ګارچیا په دې باور دي چې دا د ټولنیزې ژبپوهنې څانګه ده. خو یو شمېر نور پوهان لکه برنارد سپالسکي، روبېرت بي کپلان،‌ جوزف لو بیانکو بیا په دې باور دي‌ چې ژبنی سیاست د تطبیقي ژبپوهنې څانګه ده. ژبنی سیاست د ژبو د مدیریت لپاره په یوازې ځان کار نه کوي،‌ بلکې له نورو برخو لکه د ژبو فکري بهیر،‌ د ژبو زده کړه، د ژبو تحول او نورو علمي څانګو سره اړیکه لري. همدا راز له ټولنپوهنې، فرهنګ، د حکومتونو اوږدمهاله سیاستونه،‌ د حکومتونو تحصیلي او تعلیمي‌تګلارې، اقتصادي تګلارې او دیپلوماتیکې تګلارې ټول هغه څه دي چې له ژبني سیاست سره اړیکه لري.

ژبني سیاست ته ددې برخې پوهانو ګڼ تعریفونه وضع کړي‌ دي. کپلن او بلډاوف په دې باور دي‌ چې ژبنی سیاست د ګڼو مفکورو ټولګه ده. د دوی په باور ژبنی سیاست له ګڼو مفکورو جوړ وجود دی،‌ په دې کې قوانین، اصول، مقررات،‌ سپارښتنې او د حکومت تګلاره ټول شامل دي او دا ټول په ګډه ددې لپاره کار کوي چې څنګه یوې ژبې ته پلان جوړ کړي،‌ بدله یې کړي او په سیستم یا ټولنه کې یې عامه کړي (کپلېن او ملګري، ۱۹۹۷:‌ ۱۱).

لو بیانکو بیا په دې باور دی چې ژبنی سیاست د ژبو رغونه ده. دده په خبره د ژبني سیاست له لارې موږ په ژبو کې ستونزې پیدا کوو، بیا یې د حل او له منځه وړلو لپاره د حکومت او ټولنې په کچه تګلارې جوړوو. همدا راز دا مشخصوو چې کومه تګلاره په کوم ځای کې د ژبې د ودې او ښه کولو لپاره کارنده ده (هارن‌برګر او ملګري، ۲۰۱۰: ۱۴۴).

په ټوله کې موږ ویلی شو چې ژبنی سیاست د یوې مشخصې ژبې یا ګڼو ژبو په اړه د حکومتونو او ټولنې تګلارې ته وایي. د ټولنیزې ژبپوهنې د برخې څېړونکي په دې باور دي‌ چې په اصل کې د ژبې لپاره تګلارې حکومتونه ټاکي او بیا وروسته په ټولنه کې د همدې حکومتونو په مرسته عامېږي او یا پر خلکو عملي کېږي. په دې کې ټولې هغه تګلارې راتللی شي چې یا د یوې ژبې د ودې لپاره کارول کېږي، د یوې ژبې د اصلاح لپاره جوړېږي او یا آن د نورو ژبو د څنګ ته کولو لپاره جوړېږي چې دې ته موږ منفي او ویجاړوونکې ژبنۍ تګلارې وایو. لامل یې دا دی چې دغه ډول هېوادونه په ښکاره دا هڅه کېږي چې د یوه مشخص ټبر یا ملت ژبه څنګ ته کړل شي او پر ځای یې د خپلې خوښې ژبه پر وګړو ومني. لاملونه یې ښايي بېل وي، ښايي حکومتونه پکې اقتصادي ګټې ویني، حکومتونه د ځانګړو ملتونو له ترکیب جوړ وي او غواړي متعصبانه چلند وکړي یا هم کېدای شي د افهام او تفهیم او واحدې ژبې د جوړیدو لپاره هڅه وکړي. دا ټول که منفي تګلارې وي که مثبتې؛ د حکومتونو ژبنۍ تګلاره او سیاست جوړوي. موږ په نړۍ کې د ګڼو داسې هېوادونو بېلګې لرو چې په قصدي او پلان شوې توګه هڅه کوي یوه مهمه ژبه له خپل رسمي او کاري چاپېریال وباسي چې زموږ لپاره یې بېلګه پاکستان کېدلی شي. دوی د پښتو په ګډون ګڼې ژبې ځپلې دي او هڅه کوي‌ په تعلیمي او تحصیلي نصاب کې یوازې انګلیسي او اردو وکاروي.

برنارد سپالسکي (۲۰۰۴) په دې باور دی چې ژبه او د ژبې په اړه سیاست او تګلاره د حکومتونو او ټولنو لپاره خورا مهمه ده. هغه ټینګار کوي چې دا چاره په ټولنه کې نظم او سم سمکي‌ ته مهمه ده او تر څنګ یې منځلاری سیاست د ملتونو ترمنځ‌د یووالي او نږدې کېدو سبب ګرځي. د سپالسکي په خبره ښايي ژبه او ژبني مسایل د وګړو ترمنځ د جګړو لامل نه شي،‌ خو د لرېوالي، کرکې او ناندریو سبب هرو مرو کېږي. د هارویتز په نامه د ټولنیزې ژبپوهنې یو څېړونکی هم وایي‌ چې ژبې د جګړې لامل نه دي، خو په وروستیو لسیزو کې د داسې پېښو لامل شوې چې دده په خبره مرګوني قومي کشمکشونه یې بللی شو. هغه زیاتوي چې دا کشمکشونه ډېر وخت د قبیلوي،‌ قومي، ژبنیو، مذهبي‌ او نورو ټولنیزو نارامیو سبب دي چې په تاریخ کې یې ښکاره بېلګې لرو. د هند په اسام کې د ۱۹۶۰-۱۹۷۲ نارامۍ چې د ژبې پر سر اختلافونه و او پوره ۱۲ کاله دې کشمکشونو دوام وکړ. همدا راز په سریلانکا، موریتاني، کراچۍ او حیدر اباد (۱۹۷۲) او بنګلور ۱۹۹۴، دا ټول هغه کشمکشونه دي چې د ژبو له امله رامنځ ته شوي. د بېلګې په توګه د هند د اسام ایالت سیاستوالو وغوښتل چې آسامي ددې ایالت رسمي ژبه کړي. لوحې، زده کړې او رسمیات ټول په اسامي ژبه شي. دوی د سیلانیانو او ځان ته د ارزښت ورکولو په موخه دا کار وکړ چې د یاد ایالت د مسلمانو اوسېدونکو له سخت مخالفت سره مخ شول. د مصوبې د عملي کولو مخه یې ونیوله او تر ۱۹۷۲ز کال پورې دې ناندریو ادامه لرله (هاروېټز، ۲۰۰۱:‌ ۱).

د یادو مسایلو تر څنګ ډېر هېوادونه د یوې ملي ژبې په اړه واضح تګلاره او سیاست لري. د بېلګې په توګه چین له ۲۰۰۰ز کال وروسته یو قانون تصویب کړی چې له مخې یې پوتنګوا رسمي او ملي چنايي‌ ژبه ده. د رسمي او ملي ژبې تر منځ ګڼ توپیرونه دي. یو دا چې یو هېواد کېدای شي ګڼې رسمي ژبې ولري چې په هغه هېواد کې په رسمیاتو کې ځای لري‌ خو ملي ژبه به یې یوه یا څو مشخصې ژبې وي چې هغه ددې هېواد استازولي کوي او هویت یې ښکاروي. چین ټینګار کوي چې پوتنګوا ملي ژبه ده نو ټولې حکومتي ادارې، ښوونځي،‌ پوهنتنونه،‌ رسمي لوبې،‌ رسنۍ او بله هره مرجع چې د خپلو چارو د مخ ته بېولو لپاره په ژبه پورې بسیا ده باید له دې ژبې ګټه واخلي. همدا راز په چیني ژبه کې د بهرنیو کلمو ګډول او یا د چینايي ژبې ناسمه کارونه او تلفظ ددې مسودې له مخې جرم ګڼل کېږي  (سټرېټس ټایمز، ۲۰۰۰: ۳).

د حکومتونو د ژبني سیاست ځینې نورې بېلګې هم راوړلی شو. ترکیې په ۲۰۰۰ز کال کې وغوښتل چې د اروپايي ټولنې غړی هېواد شي،‌ له همدې امله یې په خپلو قوانینو کې بدلون راوست چې له مخې یې کردي ژبه هم په رسمي ژبو کې شامله کړه او خلکو ته یې په دې ژبه د زده کړو او تعلیم د برابرولو حق ورکړ. همدا راز امریکا د همدې کال په نومبر کې یو قانون تصویب کړ چې له مخې یې یوازې هغو کتابتونونو ته حکومتي بودیجه ورکول کېږي چې په سافټویرونو کې یې ناسمې کلمې او لهجې نه کاروي او تر څنګ یې د سپکې ژبې له کارولو ډډه کوي. د ۲۰۰۲ز کال په نومبر کې روسیې پرېکړه وکړه چې د روسیې او ددغه هېواد د فدارسیون د اړوندو جمهوریتونو د ژبو لیکدود باید سرلیک شي‌ او ددغه هېواد دوما له کوم مخالفت پرته د رایو په اکثریت تایید کړه. همدا راز د ۲۰۰۲ز کال د نومبر په ۲۱مه د ترکیې حکومت پرېکړه وکړه چې له دې وروسته به ددغه هېواد رسمي رادیو او تلویزیون په ورځ‌ کې ۴۵ دقیقې په کردي ژبه د کردي وګړو لپاره نشرات کوي. دا ټولې هغه بېلګې دي چې د ژبو په اړه د حکومتونو تګلارې او سیاستونه ښيي‌ او موخه یې د ځینو ژبو خوندي کول او یا د یوې ژبې مسلطول یا د بېلو ټولنو ترمنځ‌ د یوې یوازینۍ ارتباطي وسیلې رامنځ ته کول وي (سپالسکي،‌ ۲۰۰۴:‌ ۱۷).

د یوازې څو ساده بېلګې وې خو که د حکومتونو ژبني سیاست ته ورشو له لسګونه داسې مسایلو سره مخ کېږو. د نړۍ د شاوخوا ۱۲۵ هېوادونو په اساسي قانون کې ژبې ته اشاره شوې ده او هلته یې د ځان لپاره ملي او رسمي ژبې مشخصې کړې دي. ډېری هېوادونه آن د نورو ژبو د کلمو راتګ غیر قانوني ګڼي لکه پورته مو چې د چین د حکومتي قوانینو بېلګه وړاندې کړه. تر ځنګ یې بیا ډېری هېوادونه د خپلو ژبو د خوندیتوب او د نورو ژبو د اغېز نه راتګ لپاره تګلارې لري او ځانګړي ستر علمي مرکزونه یې جوړ کړي وي‌ څو د پردیو ژبو د ویونو او جملو له راتګ ډډه وشي او پر ځای نویزونه جوړ شي.

ژبنۍ تنوع او ژبنی سیاست

ژبنۍ تنوع موږ دې ته وایو چې په یوه ټولنه یا هېواد کې وګړي په څو ژبو خبرې کوي. د اړیکو ، افهام او تفهیم لپاره څو ژبې عامې وي. که په دې ټولنو کې خلک په څو ژبو هممهاله پوهېږي نو دې ته څو ژبیزه ټولنه وایو (جورج يول، ۲۰۱۷: ۸۷). همدا راز که یو کس په دوو ژبو خبرې کوي دوه ژبیز او که په څو ژبو هممهاله خبرې کولی شي نو ګڼ ژبیز یې بولو . کاپلېن (۱۹۹۷) وايي په نړۍ کې داسې ښارونه کم پیدا کېږي چې وګړي یې دې یوازې یوه ژبه وايي او داسې بیا ډېر دي چې وګړي یې په دوو یا څو ژبو خبرې کوي. دا هم د ټولنیزې ژبپوهنې مهم بحث دی. دلته دوې خبرې دي،‌ یو دا چې د نړیوالو د فرهنګ او ژبې ملاتړي ژبنۍ تنوع د ټولنو په ګټه بولي، خو بلخوا یې بیا د حکومتونو سیاستونه داسې دي چې دوی هڅه کوي یوه ژبه تر نورو پیاوړې او یا پر نورو برلاسې وي.

حکومتونه د یوې ژبې د پیاوړي کولو تر شا څو موخې لري:

* ملت پالنه

ډېر وخت داسې کېږي چې په یوه ټولنه کې یو حکومت واک ته ورسېږي او دا حکومت له یوه ځانګړي ټبر جوړ وي. دوی د خپل ټبر او قوم ژبه تر نور غوره ګڼي نو په دې توګه هڅه کوي نورې شته ژبې کمزورې کړي او یا یې ځای دغه یوې مهمې ژبې ته ورکړي. ښه بېلګه یې د انګریزي استعمار وړاندې کولی شو. دوی چې هر ځای ته تلل لومړی کار یې دا و چې د برترۍ لپاره خپله ژبه پر نورو ومني، دوی باید په خبره ورسره پوه شي او غوښتل یې محلي ژبې وځپي او یا یې د وخت په تېرېدو ختمې کړي. چې په ډېری افریقايي هېوادونو کې یې یا د دوی ژبې له منځه یوړې او یا ددې سبب شوې چې انګلیسي اساسه منځګړې یا کریول ژبې یې رامنځ ته کړې (سټېفن، ۲۰۰۰: ۱۸).

* اقتصاد

ځینې هېوادونه بیا د ژبنۍ تنوع د له منځه وړلو تر شا اقتصادي‌ موخې لري. دوی په دې باور دي چې که ژبنۍ تنوع له منځه ځي،‌ نو خلک په یوه ژبه د افهام او تفهیم جوګه شي، اقتصادي معاملات آسانه کېږي او تر څنګ یې نور هېوادونه هم په دې سره پوه وي چې له دې هېواد سره د تعامل ژبه کومه ده. نو په خپلو اعلاناتو، سوداګریزو بحثونو او قوانینو کې یې آسانوالی راوستی وي (هالټ، ۲۰۱۳: ۵۳).

* تعلیمي‌ او تحصیلي موخې

ډېری هېوادونه د یوې تعلیمي او تحصیلي ژبې د لرلو لپاره هڅه کوي چې یوه واحده ژبه ولري او د ژبنۍ تنوع مخه ونیسي. ددې لامل دا دی چې دوی په ډېرو ژبو د خلکو له روزلو او په ډېرو ژبو د تعلیم او تحصیل زمینې له برابرولو خلاص وي. دا حکومتونو ته هم اقتصادي ګټه لري او هم ټولنیزه. چین، امریکا،‌ برېټانیا، جاپان او آلمان ددې ډول هېوادونو ښې بېلګې دي. چین او جاپان په بشپړه توګه ژبنۍ تنوع له پامه غورځوي او یوازې یوه یوه ژبه یې د ملي ژبې په توګه انتخاب کړې ده. اوس که څوک دې هېوادونو ته د زده کړو او سوداګرۍ لپاره ځي له دې سرګردانۍ سره نه مخ کېږي چې اوس به کومه ژبه زده کوم،‌ بلکې واضح ددې حکومتونو ژبنی سیاست ورته معلوم وي. خو هغه هېوادونه چې دا ډول ژبنی سیاست نه لري نو له بهر ورتلونکي یې هم له حیرانتیا سره مخ کړي وي چې که هند ته ځم نو له لسګونو ژبو کومه یوه یې زده کړم چې لوړې زده کړې پرې وکړی شم.

د ژبني‌ سیاست ساحې

په ژبني سیاست کې تر ټولو مهمه مسئله دا وي چې دا تګلارې او پالیسۍ به په کومه کچه عملي کېږي. د ټولنیزې ژبپوهنې څېړونکي‌ وايي‌ چې په ژبه کې د کلمې له کچې نیولې بیا تر جملې او ان فرهنګ، حکومت او قوانینو ټولو پورې هغه څه دي چې د ژبني سیاست ساحې یې بللی شو. دوی وایي ژبنی سیاست له دې پیلېږي چې په یوه ژبه کې یوه کلمه باید څه ډول ولوستل شي او د لیکلو بڼه یې څه وي بیا آن تر دې چې په یوه ټولنه کې یا تر ملي کچې دا سیاستونه عملي کېږي. مخکې مو د چین د تګلارې په اړه خبرې وکړې دوی همدا ژبنۍ تګلاره عملي کوي په ژبه کې پردیو کلمو ته اجازه نه ورکوي او تر څنګ یې دا هم پکې جرم دی چې یوه کلمه ناسمه ولوستل شي.

د ژبې سیاستونه د کلمو او تلفظ له کچې لوړ د لهجو په کچه هم د عملي کېدو وړ وي. د بېلګې په توګه ځینې حکومتونه پرېکړه کوي چې یوه ثابته لهجه یا ګړدود دې د ژبې د تلفظ او رسمي خبرو اترو لپاره وټاکل شي، همدا فکر په ټولنه کې عملي کېږي او د ژبې یوه بڼه له نورو بڼو غوره بلل کېږي. موږ یې ښه بېلګه په ډېری نړیوالو ژبو کې وینو. د بېلګې په توګه د عربي ژبې مصري لهجه یا د عراق ځینې لهجې په خپلو خبرو کې د آریايي ژبو ډېر غږونه لکه (ګ) تلفظ کوي خو موږ د سعودي عربستان لرغونې ژبه د معیار په توګه انتخاب کړې چې هغه کې دا غږ نشته دی. همدا ژبنۍ تګلارې وي چې په ژبه کې د ویلو یوه ځانګړې بڼه تر نورو غوره کوي او له مخې یې خپلې رسمي،‌ علمي او ټولنیزې چارې تنظیموي (هارنبرګر، ۲۰۱۰: ۱۸).

نو په ټوله کې ویلی شو چې د ژبني سیاست د عملي کېدو ساحې له ژبې او غږونو پیلېږي بیا په لوړه کچه په یوه هېواد کې د حکومتونو او د دوی سیاستونو ته کرښې ټاکي. د ژبني سیاست په پایله کې یو هېواد پیاوړې ژبه یا ژبې لري، تحصیلي او ديپلوماتیکه ژبه یې معلومه وي، تحصیلي او تعلیمي‌ بنسټونه یې یوه واحده ژبه کاروي او په پایله کې یې ډېرې پېچلې چارې په آسانه ترسره کېدلی شي.

حکومتونه او د ژبني سیاست مسئله

په حقیقت کې د ژبني سیاست عملي کول انفرادي او د عامو خلکو کار نه دی. دا حکومتونه دي چې د علمي‌ بنسټونو په مرسته ژبو ته تګلارې او سیاستونه ټاکي او د همدې سیاستونو پر بنسټ ژبې له نویو تحولاتو سره مخ کېږي. ځینې ژبې وده کوي او ځینې ژبې لکه مخکې مو چې وویل د ځینو تګلارو پر بنسټ ګوښه کېږي. د نړۍ شاوخوا ۱۲۵ هېوادونو په یو ډول نه یو ډول په خپلو اساسي قوانینو کې د ژبني سیاست یا د یوې یا څو ژبو د رسمیت خبره کړې ده. شاوخوا ۱۰۰ قوانینو د یوې یا څو رسمي‌ ژبو پر ګټو او لاس ته راوړنو خبرې کړې دي. شاوخوا ۷۸ اساسي قوانینو په خپلو متونو کې د یوې ملي‌ ژبې یادونه کړې ده. ۱۸ اساسي قوانینو د دوو ملي ژبو خبرو کړې ده. داسې هېوادونه هم شته چې د وګړو ترمنځ د یووالي ساتلو او ارزښت په خاطر یې په خپلو قوانینو په تېره په اساسي‌ قانون کې د ملي یا رسمي ژبې یا په ټوله کې د ژبني سیاست په اړه هېڅ راز یادونه نه ده کړې. ښه بېلګه یې استرالیا ده چې هلته ګڼې ژبې ویل کېږي او حکومتونه د خپلو ملي ګټو لپاره په دې برخه کې له احتیاط کار اخلي.

نو په ټوله کې دا ثابته ده چې د ژبني سیاست مسئله فردي نه ده او حکومتونه په دې برخه کې د علمي مرکزونو په مرسته خپلې تګلارې جوړوي او بیا یې وروسته د تشهیر او همدا راز سیاسي او ټولنیزو اقداماتو پر مټ په ټولنه کې عاموي. که چېرته د ژبني سیاست یا د یوې ژبې د عامولو تر شا د حکومتونو ځواک او مدیریت نه وي نو دا چاره ستونزمنه ده.

ژبنۍ تګلارې ګټورې دي؟

د ژبنیو تګلارو او ژبنیو سیاستونو په اړه څېړونکي په دوو برخو وېشل کېږي. یوه برخه په دې باور دي چې که د حکومتونو ملاتړ، ځواک او ژبنی سیاست ثابت وي او دا برخه جدي وي چې یوه ژبه باید د ژبني سیاست په لړ کې قوي او ځواکمنه شي‌ نو دا چاره شونې ده. خو ددې نظریې په مقابل کې بیا مخالفین هم شته دي. دوی په دې باور دي چې برېټانویانو، روسانو او فرانسویانو د پراخ قوت او استعماري فکر تر څنګ بریالۍ ژبنۍ تګلارې نه لرلې او په دې بریالي نه شول چې سیمه ییزې ژبې په بشپړه توګه له منځه یوسي. د دوی په باور پخوانۍ تزاري روسیې او بیا شوروي اتحاد غوښتل چې له خپلو ټولو مستعمرو او فدراسیونونو محلي ژبې ختمې کړي خو بریالي نه شول،‌ سره له دې چې دا ژبې یې کمزورې کړې خو په دې بریالي نه شول چې په بشپړه توګه یې محوه کړي (سپالسکي،‌ ۲۰۰۴:‌ ۱۶). بله خبره دا چې څنګه شوروي اتحاد مات شو نو سم له واره خلکو د خپلو اصلي ژبو په زده کولو او رغولو کار پيل کړ،‌ چې دا هم د ژبني سیاست برخه ده. همدا راز فرانسويانو پوره هڅه وکړه چې د فرانسوي ژبې له ځواک په استفادې په فرانسه او ځینو نورو مستعمرو کې محلي ژبې ختمې کړي‌ خو تاریخ ثابته کړه چې دا چاره ناشونې وه. د برېټانیا په اړه هم همدا نظر سم دی (بامګبوس، ۲۰۰۰: ۱۸).

د ژبني سیاست څېړونکي‌ په دې باور دي چې ددغه سیاست مثبت اړخ یعنې دا چې وغواړي یوه یا څو ژبې پیاوړې کړي، ګټور تمامېږي. ځکه ژبې هېڅ وخت له لګښتونو پرته وده نه کوي او د ژبو د ودو لارې دا دي چې حکومتونه یې تګلارې او سیاستونه جوړ کړي،‌ د ژبې پوهان یې د ژبې د ودې لپاره وګوماري او بېرته یې د تشهیر او عامولو لپاره کار وکړي.

پایله:

په پایله کې ویلی شو چې ژبنی سیاست د ژبو د ودې او پرمختګ لپاره مهم ګڼل کېږي. هغه ژبې چې نن یې وده کړې ده، له خطرونو بچ  دي او نړیوال یې د زده کړې هڅه کوي هغه د یوه ژبني سیاست په پایله کې دې ځای ته رسېدلې دي. په افغانستان کې ژبنی سیاست کمزوری دی او یا دا چې حکومتونه لکه څنګه چې اړتیا ده د ژبو د ودې او پرمختګ لپاره پانګونه او لګښتونه نه کوي. ژبه تر اوږدو مودو پورې د خپل ځان د جوړولو لپاره لګښت ته اړتیا لري او بیا چې کله ژبه اصلاح شي، یوې مهمې مرحلې ته ورسېږي نو نه یوازې دا چې نور لګښت نه غواړي بلکې ویونکو ته یې ګټې راوړلی شي.
ليکوال: پوهنيار شفيق الله اميرزى

دا مطلب شریک کړئ

کلیدي ټکي

ژبهسياستهنرادبياتليکواليترمينالوژيد خلکو ژبهد ژبې کره والید ژبې زده کړه

د لیکوال په اړه

رسالت کلتوري مرکز

ر