په شعر کې د خیال او فکر توازن
فکر له خیاله جلا هم ډېر ښه شعر کېدای شي؛ مګر د دې دواړو توازن ته پام په کار دی، که یو فکر په شعر کې له تصویر سره ښه انتقالېدای شي نو تصویر دې په خپله اندازه ور اضافه شي او که نه سچه فکر هم په اهنګینه ژبه موثر کېدای شي.

مخکې له دې چې د شعر تعریف ته ورشو، تعریف به تعريف کړو: تعریف هغه عبارت دی چې د یوې پدیدې ټول اړخونه پکې شرح یا مشخص شي. ټولنیز علوم ځکه مشخص تعریف نه لري چې د وخت په تېرېدو او زمانې په بدلېدا یې په اړه د خلکو نظریات بدلېږي، لکه شعر. شعر په بېلا بېلو زمانو کې ډول ډول تعریف شوی دی. اوسنی منل شوی تعريف یې دا دی:
«شعر اهنګین او مخیل کلام دی چې د تخیل، فکر او عاطفې له تړاوه جوړېږي». له تعریفه ښکاري چې په عموم کې شعر له دې څلورو عناصرو (اهنګ، خیال، عاطفه او فکر) څخه تشکلېږي. مانا دا چې که په اهنګینه ژبه له دې نورو درو عناصرو څخه کوم کلام وپنځېږي، شعر دی.
زما هغه شعرخوښېږي
چې لمن یې د رباب غوندې شرنګېږي
او بنګړي یې وي راځوړند
د مسرو په نیمایي کې
ومان نیازی
خیال هغه تصویر دی چې د یو شي د نوم په اوریدلو زموږ په ذهن کې پیدا کېږي. د همدې خیالونو داسې امتزاج چې ترې تشکیل شوی تصویر په مادي نړۍ کې نه وي تخیل دی. د ومان نیازي په پاسني شعر کې له څو خیالونو داسې تصویر جوړ شوی چې په مادي نړۍ کې نشته. دا کلام د تخیل پرمټ جوړ شوی دی؛ مګر شعر دی.
ما د یار دغه غوښتنه هم پرځای کړه
نه یې نوم اخلم او نه ورپسې ژاړم
دروېش درانی
د بهرنیو پېښو په وړاندې زموږ ذهني غبرګون عاطفه ده. مثلاً یو سړی یو بېوزله ماشوم وهي، زموږ د قهر او زړه سوي عاطفه د سړي او ماشوم پر وړاندې راپارېږي. د دروېش دراني په پاسني شعر کې، شعر د عاطفې پر مټ جوړ شوی دی او بس.
د اشرف مفتون په لاندني شعر کې فکر وګورئ:
تصور د نیک او بد خو د حالاتو فیصلې دي
عین ممکنه ده نیکي وي، څه چې ستا په خیال ګناه ده
ومولیدل چې هر عنصر که په یوازې ځان هم اهنګ ته اوږه ورکړي، شعر ترې جوړېږي.
اوس پوښتنه دا ده چې سچه فکر، عاطفه او خیال قوي شعر پنځوي که نه؟ فکر یا عاطفه چې د تخیل په جامه کې یا په یوه تصوير کې وړاندې شي زورور هنر ترې پنځېږي؟ ځواب دا دی چې ځینې وخت، که فکر او عاطفه د تخیل په جامه کې وړاندې شي؛ نو د ډېر عمر او قوي شعرجوړوي. لاندې بیتونه به ولولو:
خپل وایه هغه ته، چې یې سخته درنه بېل نه کړي
تور لوګي په منډه، له بل شوي اوره ووتل
استاد محمد صدیق پسرلی
هېڅوک هم هغسې نه دي لکه څرنګه چې ښکاري
دغه لمر چې ورته وايي په اسمان کې روان اور دی
نقیب احمد عزیزي
په پاسنیو بیتونو کې فکر د خیال په جامه کې وړاندې شوی دی، او شعر ته یې قوت او عمر وربښلی؛ خو ځینې وخت که فکر او عاطفه له خیال سره وړاندې شي؛ نو هغومره به اغېزناک نه وي لکه څومره چې په یوازې ځان موثر وي. ان تر دې چې شاید شعر کمزوری هم کړي. پر دې ټولو سربېره زما په نظر دا هم مهمه ده چې له فکر او عاطفې سره څومره خیال ګډ کړو. مقصد مې دا دی چې که فکر او عاطفه یوه نانځکه شي، نو ورته ګورو به چې دا نانځکه په څومره څادر کې وپوښو، یا هم دا نانځکه څنګه نانځکه ده او په څومره جامو یا څادر کې ښه ښکاري. یا هم په بله ژبه، له څومره فیصدي، فکر سره څو فیصده خیال وکاروو چې قوي کلام وپنځول شي. له هغه فکر سره چې په کم خیال یې د چا سترګو ته درولی شو، لازمي نه ده چې ډېر یې رنګین کړو، لکه یوه ښایسته نجلۍ، په ډیرو رنګینو جامو کې سر ترپایه پټه شي، یا یې یوازې لاسونه او پښې وبرېښي.
فکر له خیاله جلا هم ډېر ښه شعر کېدای شي؛ مګر د دې دواړو توازن ته پام په کار دی، که یو فکر په شعر کې له تصویر سره ښه انتقالېدای شي نو تصویر دې په خپله اندازه ور اضافه شي او که نه سچه فکر هم په اهنګینه ژبه موثر کېدای شي.
پیوند پټان
