حاضرجوابي فطري وړتيا ده که کسبي؟
يو سړى پر لاره روان وو يوه جينۍ يې وليدله ورته یې وويل: څومره ښائسته يې!؟ هغې ورته وويل: چې کاش ته هم ښائسته واى چې ستا د خبرې مثل جواب مې درکړى واى! سړي ورته وويل: خير لکه څنګه چې ما درواغ وويل ته هم يو درواغ ووايه.
ډېر خلک به مو ليدلي وي چې د خبرو په وخت د مقابل لوري خبرې ته پرته له ځنډه ډېر معقول او داسې جواب ورکوي چې د بلې خبرې ځای په کې نه پاتې کيږي.
حاضرجواب انسان نه يوازې دا چې جواب یې د ژبې په سر وي، ډېر سنجيده هم وي، د خبرې کلمات یې شمېرلي وي. کله کله کنایې او تشبيهات کاروي خو ډېر وخت یې خبره رسا، ساده او ژر د پوهېدو وړ وي.
د پام وړ اړخ په کې دا دی، هر هغه څوک چې د حاضر جوابۍ ځواک لري په مجلس کې ډېر ارام وي، په ځان یې د باور کچه لوړه وي او خپله خبره له وېرې پرته کوي. البته حاضرجوابي – بې ادبي، ملنډې او سپکاوی نه دی. رښتيا دا دي چې حاضرجواب انسان بې ادبه نه دی، بلکې د نورو شخصيت او حيثيت ته درناوی لري.
د بېلګې په ډول:
ايرلینډی ډرامه لیکونکی، نقاد او طنز لیکونکی جورج برنارد شاو د وجود نه ډېر ضعیف وو یوه ورځ په یو مجلس کې یوه چاغ سړي ورته وویل :زه چې تا وګورم فکرکوم چې یوروپ کې قحطي راغلې. هغه ورته وویل: زه چې تا وګورم فکر کوم چې دا قحطي ستا له وجهې راغلې ده.
يا دا چې
بشار بن برد د اموي او عباسی دورې یو نامتو او مخکښ عربي شاعر وو. دی ړوند و، یو چا ورته وویل چې الله له چا سترګې واخلي نو بدل کې یو څه ورکوي، تاته یې څه درکړي دي؟ بشار بن برد ورته وویل، دا چې تا ونه وینم.
يا دا چې
جورج برنارد شاو ته یو مغرور سړي وویل: ستا ټولې لیکنې د مال په خاطر دي او زه یې د شرف په خاطر لیکم، هغه ورته سم له واره وویل: هر څوک د هغي شي په لټه کې وي چې نه یې لري.
ياد چې
يوه نابينا شخص يوه ښځه په نکاح کړه، يوه ورځ يې ميرمنې د خپل حسن وجمال صفت ورته شروع کړ چې کاشکې تا سترګې درلودى چې زما حسن وجمال دې ليدلى واى!
هغه په جواب کې ورته وويل: که تا حسن وجمال درلودى سترګه ورو به راته نه وې پرې ايښې.
يا دا چې
يو سړى پر لاره روان وو يوه جينۍ يې وليدله ورته یې وويل: څومره ښائسته يې!؟
هغې ورته وويل: چې کاش ته هم ښائسته واى چې ستا د خبرې مثل جواب مې درکړى واى! سړي ورته وويل: خير لکه څنګه چې ما درواغ وويل ته هم يو درواغ ووايه.
له دې بېلګو ښکاري چې حاضرجوابي ښکلی او له ظرافته ډک فن دی. وګوره په دې بېلګو کې څومره ژر، په مهارت، او سنجيده ګۍ سره جوابونه ورکړل شوي دي.
دلته پوښتنه دا ده چې دا ښکلی فن څه ډول وړتيا ده – فطري که کسبي؟
که کسب کيږي، څنګه او له کومو لارو حاصليدای شي؟
رښتيا خبره دا ده چې حاضر جوابي یوازې د ځانګړو خلکو طبیعي ځانګړنه نه ده، ډېر کسان یې د تمرین، مطالعې او تجربې له لارې زده کولای شي. ښه اوس پوښتنه دا هم ده چې يو څوک څنګه د حاضرجوابۍ وړتيا ډېرولی شي؟
دلته په همدې اړه په تجربو ثابت شوي ټکي درسره شريکوم.
هوښیاري او ځیرک خلک، پراخه مطالعه، د ښه اورېدو وهنر، په ځان پوره باور، د وينا ښه مهارت، ارام، د طنز او شوخطبعۍ درلودل.
که يو څوک غواړي چې د حاضرجوابۍ قوي وړتيا ولري هغه بايد ښه اوريدونکی وي، د نورو خبرې ژر او سمې درکړي، هر اړخيزه مطالعه ولري، شعرونه او متلونه یې زده وي. په کومه ژبه چې خبرې کوي بايد یې سمه زده وي او د وينا کولو ښه مهارت ولري. د غوسې په ځای ښه فکر وکړي، د نورو د خبرو پر وړاندېدوارخطا نه شي او خپل نظر په ډاډ څرګند کړي. طبعه یې شوخه وي، طنز په کې وي، کله چې د یوې خبرې خوندور اړخ ویني په مناسبه ټوکه ځواب ورکړي.
البته ډېرې خبرې کول د حاضر جوابۍ مانا نه لري، یوه لنډه او پر ځای جمله تر اوږدې وینا ډېر اغېز لري.
د حاضرجوابۍ مهارت لوړولو لپاره يوه بله لاره ورځنی تمرين هم دی. که يو څوک غواړي چې په ځان کې د حاظرجوابۍ هنر پيدا او وروزي نو د تمرين په ډول دې هر ورځ پنځه نوي لغتونه یا متلونه زده کړي، د یوې عادي پوښتنې لپاره درې څلور ځوابونه جوړول، د یوې لنډې کیسې یا حکایت لوستل او د اصلي پیغام بيانول، له ملګرو سره د خبرو تمرین کول.
په حاضر جوابۍ کې مهمه خبره دا ده چې انسان یوازې ژر فکر ونه کړي، بلکې سم فکر وکړي او مناسب ځواب وټاکي. په طنزي خبرو کې طنز ګټور دی او که بحث جدي وي معقول دليل په کې مهم رول لوبولی شي.
په حاضر ځوابي کې هوش او ځیرکي، زړه ورتوب او بې پروایې نسبت یو وچ رسمي چاپیریال ته ښه رول لري چې کله دا بې پروایي ډیرې ناوړې پایلې هم درلودای شي او ستر مصیبت جوړوي
لکه سعدي چې په یو حکایت کې وایي: یو بې انصافه پاچا له یو نیک سړي څخه وپوښتل:
له عبادتونو څخه کوم یو تر ټولو ښه دی؟
هغه ځواب ورکړ: تا ته د ورځی خوب چې خلک ستا له ځوره خلاص شي.
ویل کیږی د هغه عاقبت ډیر بد و.
د نړۍ د نامتو مشرانو، ليکوالانو او فيلسوفانو ترڅنګ زموږ په وطن کې هم ډېر داسې نومونه پېژنو چې په دې برخه کې یې مهارت اووړتيا د يادولو ده. يوه ښه بېلګه یې خوشحال خان خټک دی. ويل کيږي چې یو وخت د مغولو واکمن اورنګزېب پاچا غوښتل خوشحال خان خټک ته پېغور ورکړي، نو ورته یې وویل: خوشحاله! ستاسو په پښتنو کې مېړانه او زړورتیا شته، خو عقل او پوهه نلرئ.
خوشحال خان سمدستي په ځواب کې ورته وویل: پاچا سلامت! عقل لکه د سیند په څېر دی، هر لوري ته بهېږي. زموږ پښتنو ته یې مېړانه او توره ورکړه، او تاسو (مغولو) ته یې یوازې چل او هنر درکړ.
ارواښاد ګل پاچا الفت د پښتو ژبې بل هغه ليکوال او شاعر دی چې د خپلو ملګرو ترمنځ ډېر حاضرجوابه و. د الفت صاحب جوابونه لنډ، سنجيده، طنز او شوخۍ نه ډک دي.
د بېلګې په ډول یې دا دوه ولولئ
الفت صاحب له خپلو ملګرو سره چې مجروح صاحب هم ورسره و روان و. يو ځای یې خره وليدل چې د يو بل څټ ګروي، نو يو وويل: وګورئ په خرو کې هم الفت شته دی. الفت صاحب ورته وويل: لکه په تاسو کې چې زه يم.
بل دی چې
یو ځل الفت صاحب له څو ملګرو (کاکړ، ساپي او شینواري) سره په سفر کې و. یو ملګري ورته وویل چې که له الفت څخه الف لرې شي، «لفت» ترې جوړېږي.
الفت په ځواب کې ورته وویل: زموږ او ستاسو په همدې الف کې پرده ده.
د دې ترڅنګ زموږ او ستاسې عام خلک که هغه نارينه دي که ښځينه ډېر یې د حاضرجوابۍ وړتيا لري، چې يوه له ښو ځانګړنو څخه ده.
ليکوال: بخت جمال کريمي
