مصنوعي زیرکتیا او لیکوالي
زه پخپله له لیکلو خوند اخلم، کله چې خپل اند په تورو کې ووینم، یو ډول ځانګړی حس راته پېدا شي، شاید د غره کیدو حس. اوس چې مصنوعي زیرکتیا وینم، زړه مې را روان نسل ته بد شي، دغه نسل به د لیکلو د خوند، د ژوند دغه رنګ نه بې برخې وي.
لیکوالي یو فن دی، د فکر د لیږد هغه وسیله ده چې د انساني ژوند د ارتقاء بهیر یې روان ساتلی. بیا ډیر قلموال خو داسې تېر شوي چې که لیک یې فکر درلود که نه، خو د تورو د ښکلا جذابیت یې په هغه حد کې وو چې وړه خبره یې هم په درنده تله تلل کیده. خو د مصنوعي زیرکتیا په پېر کې ښايي دغه کمال، دغه فن، او د قلموالو عشق هم خپلې وروستۍ سلګۍ اخلي.
پخوا به د یو لیکوال پخه لیکنه د هغه سبک وګرځیدو، او خلکو به قلموال له لیکنې پیژندو، د ښه لیکوال یوه ځانګړنه دا کیږي چې املا او انشاء یې په وزن برابره وي، او له ښه لیکوال د ښې املا او انشاء تمه کیږي. خو اوس چې لیکنه څومره پخه وي، او له املايي او انشايي ستونزو پاکه وي، همدومره د شک وړ ګڼل کیږي، باور دا وي چې ښايي دا لیکنه د مصنوعي زیرکتیا په مټ چمتو شوي وي. اوس چې کله لیکنه د منطقي روانۍ له اړخه ټکنۍ وي، یا هم لیکنه کې غلطۍ وي، هغه ریښتنې او اصلي ګڼل کیږي. یعني کیسه سر چپه شوې ده.
زه پخپله له لیکلو خوند اخلم، کله چې خپل اند په تورو کې ووینم، یو ډول ځانګړی حس راته پېدا شي، شاید د غره کیدو حس. اوس چې مصنوعي زیرکتیا وینم، زړه مې را روان نسل ته بد شي، دغه نسل به د لیکلو د خوند، د ژوند دغه رنګ نه بې برخې وي، او دا راز د لاسته راوړنې هغه حس چې د یوې لیکنې په پای کې انسان تجربه کوي، هغه به نور نه وي. ښايي دا دومره بده خبره هم نه وي. ښايي همدا زما په شان حس به د ټاېپ ماشین په راتګ د هغه مهال خطاطانو درلودلی وي، ښايي د کمپیوټر په راتلو ټاېپسټانو هم همدا غبرګون چې زه یې اظهار کوم ښودلی وي، ښايي د لیکوالۍ د فن د تدفین نه وروسته، ووایو چې ښه شوه دغه زیار او زحمت اوس په غوره شیانو مصرفیږي. وخت به یې ثابته کړي.
خو زما مشوره به ځوان نسل ته دا ويچې د اوس لپاره د خپل فکر په خپلو الفاظو وړاندې کولو تمرین مه پریږدئ، اند په پاڼه کرښې کرښې کول تاسې ته د خپل فکر او نظر د شننې، بیا ارزونه او بیا کتنې موقع درکوي، ستاسې د خپل اند بیرته عکس العمل په توګه وړاندې کیدل د زدکړې بهیر مو لا پیاوړی کوي، او ستاسې مشاهده ستاسې په ذهن کې د نقش کولو بهیر همداسې پیاوړی ساتي. ولیکئ، په خرابه املا یې ولیکئ، تمرین سره ورو ورو ښه کیږئ، انشاء هم د تمرین کار دی، خو تر ټولو مهمه، لیکل د فکري کنګلتیا ماتونکی دی، مه پریږدئ چې فکرونه او د فکر کولو وړتیا مو کنګل شي، او بیا ستاسې د فکر کولو کمال در څخه مصنوعي زیرکتیا غلا کړي. زه باوري یم، هر څومره چې مقاومت وکړو، اخر اړ کیږو چې مصنوعي زیرکتیا تسلیم شو، خو مخکې له دې چې مصنوعي زیرکتیا باندې تکیه شو، پخپله باید دومره پیاوړي وو چې مصنوعي زیرکتیا مو یوازې لیکونکی مرستیال وي، نه زمونږ د فکر بادار.
مشتاق رحيم
