د چينار ټکور دوه غزلې
غربت نشته چې لرم د وطن خاورې د دوډۍ په ځای به خورم د وطن خاورې د امید لپو کې نور هیڅ نه لرمه زه د خدای حضور ته وړم د وطن خاورې
غربت نشته چې لرم د وطن خاورې
د دوډۍ په ځای به خورم د وطن خاورې
د امید لپو کې نور هیڅ نه لرمه
زه د خدای حضور ته وړم د وطن خاورې
د شهیدو زلمو ویني پرې توی شوي
ځکه هر وخت ښکلوم د وطن خاورې
پیریان څه چې تور دیوان مې هم تابع دي
پر ځان هر وخت تاووم د وطن خاورې
دا منم چې نور جهان به هم ښایسته وي
خو زه نه پرې ورکوم د وطن خاورې
پرې ټکور یمه، طبیب ته حاجت نشته
په زخمونو لګووم د وطن خاورې
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
ستا یاد مې لا تر اوسه د زړګي په سـر ولاړ دی
ژوند د للمي ګل دی او د غره په سره ولاړ دی
نن مې کیف بدل دی او خوښي احساسومه
زیری د راتلو مې د باڼه په سر ولاړ دی
دا زما معصوم زړګی او ستا کافر کافر کتل
غشی دې ظالمه د مرغه په سر ولاړ دی
ستا د نامه توری مې د زړه پر سر لیکلی دی
ځوړنده انځور دې لا د وره په سر ولاړ دی
نن خو دې جانانه په دیدن باندې ټکور یمه
شکر دی اجل د بیلتانه په سر ولاړ دی
