ځان اوبو کې ګورو خو اوبه هنداره نه وي
نشته داسې زړه چې په کې توره ګاره نه وي
وي، خوش باورۍ کې یو نیم ډېر پیچلی غم
تول د خوشحالۍ غږونه ستا لپاره نه وي
حس مې د انکار تر شا کړې اوښکې د جانان
چا ویل چې منګ تیږو کې غمي ته لاره نه وي
زه مې چې له ځان سره د لور مینې ته ګورم
ربه! هیڅ اولاد خو دې بې موره او پلاره نه وي
ولې ځان او زړه خورې حوصله کوه جلانه!
ښایې چې ځواب ته د پیغام اوزګاره نه وي
دا مطلب شریک کړئ
