که دا هسې مستطابه مستجاب یم
ستا د حسن صحیفه یم کتاب یم
که زه نه وای ستا به زیب و زینت نه و
دا چې ته یې ملغلره زه دې آب یم
استغنا مې هسې چارې په ما وکړې
که مې ګورې چاته سوال چاته ځواب یم
برند کاته مې د غرور له وجهې نه دي
د وطن د مظلومانو انتخاب یم
بره وګوره شینکی اسمان ګواه دی
شړک یم، تندر یم، تنها یمه، سحاب یم
زه په خپلو خولو ډوب یمه غرقاب یم
د زړه وینې مې خوراک، سېنه کباب یم
درسته شپه حرام که سترګه زما ورشي
خدای زده زه د کومې بورې ابۍ خواب یم
د نامرده نا خلفه په یارۍ کې
لاهو شوی په آمو او په پنجاب یم
ته لا څوک یې چې بړ بړ کوې لګیا یې
زوروره! زه په خپله احتساب یم
لا تر اوسه مې برباد لرغونی برم دی
لا تر اوسه در په در خانه خراب يم
دلته ډېر د نهګانو خوراک شوي
د ويالې نظر به نه کوې درياب يم
زه به څنګه د چا هېر شمه نثاره!
چې یاد شوی په منبر او په مهراب یم
نورالحبیب نثار
