قسمت مې مخې ته دیوال دی بله لاره نشته
بس بې داستا د بریښودلو بله چاره نشته
دا ستا په لاس زما د کور د دروازې ټک ټک
په دې دنیا کې تر دې ښه سندره یاره نشته
چې یې ونه وینم په خوب کې د یو چا په شکل
د پیښور د ښکلولو بله لاره نشته
بیت د یوه کال غزل کار دی د پنځو کلونو
خو د هنر لپاره څوک دومره بیکاره نشته
بسمله! پام په ملنګۍ کې درنه ځان ورک نشي
کچکول دې شته خو په کچکول کې دې هنداره نشته
دا مطلب شریک کړئ
