په پښتون کې همدا یو شی مشترک دی
که د لر دی که د بر مګر خراب دی
لرې لرې خلک ځانته درنږدې کړې
ښکلې ستا نو د نږدې نظر خراب دی
ستا د مخ وړانګو شکمن کړم په منلو
وایم توره تیاره ښه ده لمر خراب دی
بیا مې ساه درپسې ډوبه شوه ماښام کې
بیا راغلی ښار ته کوم خبر خراب دی
په یوه خوږه خبره مې زړه لوټ کړي
ښکلي پوه دي چې د دې کور ور خراب دی
د زړه سترګې مې په خپل حال دي اجمله!
خو دا ژوند لکه خراب منظر خراب دی
دوکتور اجمل ښکلی
دا مطلب شریک کړئ
