کورپاڼهلیکنېافغانستانسیمهنړۍ
ادب
ادب
لیکوالان او شاعران
کره کتنه
لنډې کیسې
شعر
هنر
کلتورحقیقت موندنهټکنالوژي او اقتصاد
ګالري
تصویرونه
ویډیوګانې
کورپاڼهلیکنې
ادب
ادب
لیکوالان او شاعران
کره کتنه
لنډې کیسې
شعر
هنر
افغانستانسیمهنړۍکلتورحقیقت موندنهساینس او ټکنالوژي
ګالري
تصویرونه
ویډیوګانې
لټون
رسالتد فکر او هویت سنګر

رسالت یو غیر انتفاعي کلتوري آرشیف دی چې د میراث ساتنې او شریکولو ته ځانګړی شوی دی

د ژورنال ګډون وکړئ

وپلټئ

  • لیکنې
  • ادب
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړۍ
  • کلتور
  • حقیقت موندنه

اړیکه

  • زموږ په اړه
  • اړیکه
  • لیکوالان

© 2026 رسالت. ټول حقوق خوندي دي.

د کلتور لپاره په مینه جوړ شوی.

حقیقت موندنه

پښتانه څوک دي؟

د پښتنو د اصل نسل په اړه دغه نظريې زياتې مخې ته راغلي دي چې: ۱ـ پښتانه د حضرت ابراهيم ع د بي بي قطوره اولاد دی ځکه بني قطوره دي ۲ـ پښتانه يونانيان دي ځکه چې يونانيانو سره يې شکلونه او کړه وړه نزديکت لري ۳ـ پښتانه بني اسراييل دي ځکه چې تورات او نورو سرچينو دغسې ياد کړي دي ۴ـ پښتانه اساک يا سهاک دي ځکه چې اسونه به يې ساتل ۵ـ پښتانه اريايي قبيلو سره تړون لري

رسالت کلتوري مرکز۳۲
پښتانه څوک دي؟ cover

د پښتنو د اصل نسل په اړه دغه نظريې زياتې مخې ته راغلي دي چې:

۱ـ پښتانه د حضرت ابراهيم ع د بي بي قطوره اولاد دی ځکه بني قطوره دي

۲ـ  پښتانه يونانيان دي ځکه چې يونانيانو سره يې شکلونه او کړه وړه نزديکت لري

۳ـ پښتانه بني اسراييل دي ځکه چې تورات او نورو سرچينو دغسې ياد کړي دي

۴ـ پښتانه اساک يا سهاک دي ځکه چې اسونه به يې ساتل

۵ـ پښتانه اريايي قبيلو سره تړون لري

په دغو ټولو نظريو کې دوه زياتې مشهورې شوې، يو دا چې پښتانه بني اسراييل دي او دويم دا چې پښتانه ارين دي.

د پښتنو د بني اسراييل کيدو نظريه چې په منظم ډول نعمت الله هروي په خپل فارسي کتاب مخزن افغاني کې وړاندې کړې وه نزدې نزدې پنځه سوه کلونو راهیسې مقبوله وه تر دې چې خوشحال بابا او وروستو بيا ځنې مستشرقينو يې هم تاييد کړی دی خو په شلمه پيړۍ کې چې اريايي نظريه په نوو شواهدو او دليلونو مخې ته راغله نو زياتو خلکو اريايي نظريه ومنله.

زه هم د دې په حق کې يم چې پښتانه په اريايي قبيلو کې يوه قبيله ده چې په خپل نوم پکهتين ياده شوې ده نو پښتانه بيا بني اسراييل څنګه نه دي؟ وړومبی به دا عرض وکړم:

۱ـ د پښتنو بني اسراييل کيدلو د پاره چې د حضرت سليمان ع د دور کوم طالوت او بيا اصف او افغنه ياد شوي دي هغه کيسه تورات کې په دغه شکل نه شي موندی.

۲ـ ځنې خلک چې سليمان ع هم پښتون يادوي نو بيا خو به يې پلار حضرت داود هم پښتون وو او که داسې وي نو په حضرت داود نازل شوی کتاب هم بيا پښتو کې پکار وو ځکه چې قران حکيم وايي چې هر پيغمبر ته وحي د هغه په ژبه کې ورکړی شوې دی.

۳ـ دغه نظريه کې د قيس عبدالرشيد کيسه هم نه عقل مني او نه کره تاريخي سند لري، د پښتون قيس نوم عربي ولې دی؟ پښتون قيس چې د حضور خدمت کې سره د څلويښتو کسانو حاضر شو نو خبرې او مذاکرات يې په کومه ژبه کړي دي؟ د قيس نه مخکې پښتانه د چا اولاد وو او ټول پښتانه چې د قيس د دريو زامنو اولاد شو نو د هغه څلويښت کسانو او نورو پښتنو اولاد څه شول او بيا د دومره اهمې واقعې ذکر په احاديثو او مستند اسلامي تاريخ کې ولې نشته؟

اوس راځو دې ته چې زه پښتانه اريايي قبيلو کې يوه قبيله ګڼم او په خپل ځانګړي نوم پکتهين يې يادوم نو دې د پاره زما دليل او سند څه دی؟ دا هم وګورئ!

زه د څلورو زاويو نه پښتانه ارين ګڼم.

تاريخي، جغړافيايي، لساني، ساينسي او ډي اين اې

په څلورو واړو غور کوو.

تاريخي حواله

پښتانه چې د بلخ او باختر او هندوکش و کاکيشيا په غرونو کې اوسيدل نو په باختريانو ياديدل چې د غرونو نه سمې ته د ځنو نورو قبيلو سره راکوز شول نو د درياې سند په غاړو اباد شول دراوړو ته يې ماتې ورکړه او په اريه يې ځان ياد کړو. اريه يعنې اصيل نجيب شريف او بنيادي خلک لکه سوونه کلونه مخکې چې د «ار» کليمه همدغو معنو کې راغلې ده.

شيخ متي چې خليلي وو

دی له اره لوې ولي وو

اوس دغو ارينو قبيلو کې پښتون نزدې نزدې څلور زره کلونه مخکې په رګويدا کې د پکهتين په نوم، په اوستا کې د بخدين په نوم، په يوناني ليکونو کې د پکتويک او پکتا په نوم او د هيروډوټس په ليکونو کې د پکتيان په نوم ياد شوی دی چې مرکزي جفرافيه يې پکهت ښودلی شوې ده.

جغرافيه

د پښتنو جغرافيه پکهت او باختر پخوانی خراسان او اوسنی افغانستان په داسې پټۍ کې اباد دي چې يو خوا ترې هندي تمدن دی او بل خوا ايراني، هندي او ايراني تمدنونه دواړه اريايي دي نو په منځ کې يې پښتانه بيا ارين نه علاوه بل څه څنګه کيدی شي يا د دواړو تر منځه بني اسراييل يا نور سامي نسلونه څنګه اباد شول؟

لساني يا ژبنۍ حواله

پښتو ژبه چې د هند اريايي او هند ايراني ژبو يو خاندان کې ده نو ويونکي يې سامي يا بني اسراييل څنګه شو چې د ژبې کورنۍ اريايي ده نو ويونکي يې هم اريايي پکار دي. بيا ژبنيز اصولو ته غور وکړئ! پښتو چې د هندي او ايراني دوو اريايي تهذيبونو ګاونډي ده نو د سنسکرت هندي اوازونه ډ ګ ټ وغيره هم ادا کولی شي او ايراني اوازونه چ پ وغيره هم ادا کولی شي. د بني اسراييلو او سامي ژبو ويونکي يا اوسني عربيان دغو «ټ ډ ګ» او بيا «پ چ» وغيره کې يو هم نه شي ادا کولی نو په داسې حال کې به پښتانه سامي عربي او بني اسراييل څنګه وي او په داسې حال کې به پښتانه ارين څنګه نه وي؟

ساينس او ډي اين اې

په کال دوه زره نولس کې د نړۍ يو اتيا ادارو سره تړلو ساينسي څيړونکيو سهيلي او منځنۍ ايشيا کې د انساني ابادۍ جرړو لټولو د پاره څيړنه کړې ده چې د پاکستان له خوا پکې د هزاره پوهنتون څيړونکي شامل وو. دغو څيړونکيو د ايشيا مختلفو سيمو کې د زمک کنستنې نه پس پنځه سوه قبرونو نه انساني هډوکي راويستلي او ليبارټري کې تجربه کړي دي، د پښتنو په نمايندګۍ يې د سوات او چترال د سيمو يو سل اوولس قبرونو نه هډوکي راويستلي دي، نتيجه يې ترې دا راويستې ده چې ايشيا کې نن نه څلور زره کلونه پخوا انسانان چې هوارو سيمو کې اباد شوي دي نو کر کرونده يې کوله، غوا ميښې او نور څاروي يې ساتل او د ګڼو قبيلو ګډون يې لرلو .

زه هم وايم چې د غر نه راکوزيدو نه پس چې په هوارو سيمو کې کومې قبيلې ابادې شوې نو د تهذيب يافته کيدلو په وجه يې ځان ته اريه ووييل، سنسکرت يې علمي او د ليک لوست ژبه خپله کړه او همدغو اريا قبيلو کې يوه پکهتين وه چې ډي اين اې يې R 1 a راووځي نو ورستو پشتين، پشتون او پښتون ياده شوه.

نتيجه

ځکه زه وايم چې پښتانه په تاريخي، جغرافيايي، لساني او ساينسي څلورو واړو حوالو ارين دي البته دا به هم ووايم چې ارين هم کوم نسلي نوم نه دی او دا هم وايم چې ارين يوه قبيله نه وه بلکې د ډيرو قبيلو مجموعه وه چې يوه قبيله پکې د پکهت په بنياد پکتهين وه چې د بخدين، پکتويک، پکتا او پکتيان په نومونو هم ياده شوې ده او وروستو دغه پکهتين نه پشتين، پشتون او پښتون هم جوړ شوی دی.

فروفيسور حنيف خليل


دا مطلب شریک کړئ

کلیدي ټکي

پښتانه څوک دي؟پښتني قبیلېد پښتنو تاريخپښتانهپښتونپښتو ژبه

د لیکوال په اړه

رسالت کلتوري مرکز

ر