کورپاڼهلیکنېافغانستانسیمهنړۍ
ادب
ادب
لیکوالان او شاعران
کره کتنه
لنډې کیسې
شعر
هنر
کلتورحقیقت موندنهساینس او ټکنالوژي
ګالري
تصویرونه
ویډیوګانې
کورپاڼهلیکنې
ادب
ادب
لیکوالان او شاعران
کره کتنه
لنډې کیسې
شعر
هنر
افغانستانسیمهنړۍکلتورحقیقت موندنهساینس او ټکنالوژي
ګالري
تصویرونه
ویډیوګانې
لټون
رسالتکلتور · میراث · حافظه

رسالت یو غیر انتفاعي کلتوري آرشیف دی چې د میراث ساتنې او شریکولو ته وقف شوی.

د ژورنال ګډون وکړئ

وپلټئ

  • لیکنې
  • ادب
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړۍ
  • کلتور
  • حقیقت موندنه

اړیکه

  • زموږ په اړه
  • اړیکه
  • لیکوالان

© 2026 رسالت. ټول حقوق خوندي دي.

د کلتور لپاره په مینه جوړ شوی.

حقیقت موندنه

د پښتونخوا په پښتنو د پنجابي فرهنګ اغېزې

د پېښور او پښتونخوا د پښتنو پر ژبه، فرهنګي هویت او ټولنیزو دودونو د اردو ژبې، پنجابي فرهنګ او دولتي سیاستونو اغېزې

رسالت کلتوري مرکز۴
د پښتونخوا په پښتنو د پنجابي فرهنګ اغېزې cover

د ځمکې پر مخ هر شته قام او ملت خپله ژبه لري. همدا ژبه بيا نه يوازې دا چې د دوی تعرف کوي، د دوی لپاره د پيغامونو د تبادلې وسيله وي، تاريخ یې هم خوندي کوي. د نيکونو تجربې او وياړونه یې په اصلي بڼه په کې ذخيره وي او راتلوونکو نسلونو ته یې ځان سره د شناخت، خپلې ژبې او فرهنګ سره یې د معرفت ور پرانيزي.
کله چې د یوه ولس ژبه د علم، ښوونې، ادارې، رسنیو او ټولنیز اعتبار د ډګرونو څنډې ته شي، نو زیان یې یوازې د لغتونو پر کمېدو نه تماميږي، د هغه ولس د ځان پېژندنې او د خپل تېر د درک – ځواک هم اغېزمنوي.

پېښور او په ټوله کې پښتونخوا چې د پښتنو د سیاسي، ادبي او فرهنګي ژوند له تاریخي مرکزونو څخه دی، د دې موضوع د څېړلو لپاره ځانګړی اهمیت لري. د تاريخ په اوږدو کې د دې سيمې په کلي کلي او کوڅه کوڅه کې پښتو د خلکو د ورځني ژوند ژبه پاتې شوې ده، خو بدبختي یې دا ده چې په ښوونیزو ادارو، دولتي دفترونو، سوداګریزو اړیکو، تلویزیوني خپرونو او ښاري ټولنیزو مناسبتونو کې د اردو حضور پرې زور اچولی دی. د دې تر څنګ د پنجاب له لوري د اقتصادي، اداري او رسنیز نفوذ پراختیا د دې سیمې فرهنګي چاپېریال تر خپل سيوري لاندې نيولې او همدا ټکي اړتيا پيدا کوي چې وڅېړل شي.

د له منځه تلليو ژبو او منحل شويو قومونو روايتونه راته وايي چې د واک، ادارې او ښوونې په برخه کې د یوې ژبې پیاوړی حضور، د بلې ژبې د ویونکو پر انتخابونو او د ټولنیز اعتبار په معیارونو اغېز کوي. ټولنيزې رسنۍ چې اوس په خپل اوج کې دي هم په دې برخه کې مهم رول لوبولی شي.
د پاکستان د ژبنیو پالیسیو څېړنې څرګندوي چې اردو د ملي یووالي له تصور سره تړل شوې، په داسې حال کې چې سیمه‌ییزې ژبې ډېر ځله د کورنۍ او محدودو ټولنیزو اړیکو ژبو په توګه پاتې شوې دي.

د دې مقالې موخه د همدې تاریخي بهیرونو، ژبنیو بدلونونو او فرهنګي اغېزو څېړل دي. همدا راز روښانه کوي چې  دا اغېزې له کوم تاریخي پړاو څخه پیاوړې شوې؟ د کومو ادارو او وسایلو له لارې خپرې شوې؟ د پښتو ژبې، د پښتنو د فکر، جامو، مراسمو، ادبیاتو او ټولنیزو اړیکو په جوړښت کې یې څه بدلونونه رامنځته کړي؟ او تر ټولو مهمه دا چې پښتانه د خپل ژبني او فرهنګي میراث د ژوندي ساتلو لپاره څه کولای شي؟

تاریخي شالید او د اغېزو پراختیا

د پېښور او پښتونخوا د پښتنو په ژبه او فرهنګ د اردو او پنجاب د نفوذ د پیل نېټه ټاکل تاریخي واقعیتونه ساده کوي او بېلابېلې مرحلې لري.
الف: د برتانوي استعمار اداري او ښوونیز جوړښتونه
ب: د پنجاب له اداري چاپېریال سره د سیمې پخوانۍ اړیکې
ج: د ۱۹۰۱ کال د شمال لوېدیځ سرحدي صوبې جوړېدل
د: په ۱۹۴۷ کال کې د پاکستان رامنځته کېدل او ورپسې د ملي ژبې، ښوونې او رسنیو پالیسۍ

تاريخي روايتونه دا دی چې د برتانوي واکمنۍ پر مهال د نننۍ خیبر پښتونخوا ډېره برخه د پنجاب اداري جوړښت برخه وګرځول شوه. پښتو یې له علمي ډګره بهر او هڅه یې کوله چې پښتو نظام ته ننه نه وځي. دروېش درانی په خپل کتاب د پښتني ژوند کړه وړه کې د پاکستاني ژبپوه پوهاند ډاکټر طارق رحمان په حواله وايي ليکې چې «انګريزانو دا هر څه یې خپلو امپرياليستي يا سامراجي موخو ته د رسېدو په نيت کول» درانی صاحب په دې کتاب کې زياتوي چې پښتو سره د ظلم يو دليل دا هم و چې پښتو د پښتونخوا او افغانستان ترمنځ د پيوند پړی و. په ۱۹۰۱ کال کې د شمال لوېدیځ سرحدي صوبې (North-West Frontier Province) له جوړېدو سره دې سيمې جلا اداري هویت وموند، خو له دې مخکې رامنځته شوي اداري، ښوونیز او اقتصادي تړاوونه په یوه ورځ پای ته ونه رسېدل. محمد سهیل خان په خپله څېړنه کې چې په ۲۰۱۶ کال کې خپره شوې د شلمې پېړۍ په پیل کې د سیمې د ښوونې او روزنې وضعیت څېړلی او په کې یې د برتانوي دورې د تعلیمي محرومیت اړخونه روښانه کړي دي.

د استعمار په دې پړاو کې د انګرېزۍ او اردو د اداري ارزښت پراختیا، د ښوونځیو جوړښت او د دولتي دندو لپاره د ځانګړو ژبو اړتیا د ژبني مقامونو په رامنځته کېدو کې اغېزناک عوامل وو. په هره اداره کې چې یوه ژبه د رسمي کار، لیکنې او دندې لپاره اړینه شي، د هغې ژبې زده کړه د ټولنیز پرمختګ له فرصتونو سره تړل کېږي. په مقابل کې، هغه ژبه چې د رسمي او علمي کار له ډګرونو څخه لرې پاتې شي، لکه پښتو چې د ویونکو له پیاوړي حضور سره سره د محدود استعمال له خطر سره مخامخ ده.

د پښتو ژبې د پالیسۍ په اړه د برکت شاه کاکړ تاریخي څېړنه هم ښيي چې د استعمار او استعمار وروسته دورو په سیاستونو کې د پښتو مقام له سیاسي واک او تعلیمي جوړښتونو سره ژور تړاو لري. د نوموړي په تحلیل کې د پښتو ژبې د ځای محدودېدل یوازې یوه ژبنۍ مسئله نه يادوي، بلکې د واک او هویت له پراخو اړیکو سره تړلې موضوع یې بولي.

په ۱۹۴۷ کال کې د پاکستان له جوړېدو وروسته اردو ملي ژبه وټاکل شوه او په همدې کال د پاکستان د تعلیمي کنفرانس په سپارښتنو کې اردو د هېواد رسمي ملي او د ګډو اړيکو د ژبې په توګه مطرح شوه.
دا سياست په يو طرفه ډول په داسې يوه جغرافيه کې د عمل جامه په تن کوله چې ګڼې ژبې او بېلابېل تاریخي او فرهنګي هویتونه یې لرل.
په ورپسې کلونو کې د يوې منظمې برنامې له مخې د اردو د پراختیا لپاره د ملي یووالي، ښوونې او ادارې استدلالونه کارول کېدل، خو سیمه‌ییزې ژبې تل د ورته علمي او اداري امکاناتو څخه بې برخې وې.

دا ټول حالاتونه دا بيانوي او روښانه کوي چې د پښتو په وړاندې د اردو د مقام پیاوړتیا د خلکو د ژبني ذوق پایله نه وه، بلکې د يو سيسټيماټيک پلان د عملي کېدو په پايله کې ښوونیز نظام، د دولتي دندو شرایط، د کتابونو ژبه، د ازموینو جوړښت، د راډیو او تلویزیون خپرونې او سوداګريزې اړيکې، ټول هغه عوامل وو چې د اردو د عملي ارزښت په زیاتولو کې یې ونډه درلوده. د پښتو د له منځه وړلو او د اردو ژبې د لا ډېرې پراخۍ پلان اوس هم روان دی.

په خیبر پښتونخوا کې، سره له دې چې پښتو د ډېرو خلکو مورنۍ ژبه ده، په تعلیمي اسنادو او نصابونو کې یې مقام د اردو او انګرېزۍ په پرتله محدود پاتې شوی دی. دا د يوه قام د ژبې په اړه جدي موضوع ده. دا پلان هلته د مېشتو پښتنو او پښتو په اړه د ډېزاين شوې طرحې اغېز او غوښتنې ښې څرګندوي.

د ژبې، ښوونې او رسنیو له لارې اغېزې

د يوې ژبې ارزښت او مقام هغه وخت نزول اختياروي چې له کورنۍ څخه بهر د انسان د ژوند په مهمو برخو کې بله ژبه د بریا، زده کړې او ټولنیز اعتبار معیار وګرځي.
په پېښور او د خیبر پښتونخوا په ګڼو سیمو کې پښتانه ماشومان په کور کې پښتو اوري او په همدې ژبه خپلې لومړنۍ تجربې بیانوي، خو کله چې ښوونځی ته داخل شي، له اردو او انګرېزۍ سره مخامخېږي. که درسي مواد، ازموینې او د علم د ارزونې معیارونه په دغو ژبو متمرکز وي، ماشوم ته دا پیغام رسېدای شي چې د زده کړې او پرمختګ ژبې نورې دي او مورنۍ ژبه یې تر ډېره د کور او خپلمنځي خبرو لپاره ده.

د دې ستونزې په اړه د محمد اسیم خان او ساجده ذکي د ۲۰۲۲ کال څېړنه مهم سند دی. څېړونکو د پاکستان د تعلیمي پالیسۍ اسناد څېړلي او موندلې یې ده چې د سیمه‌ییزو ژبو یادونه د هېواد د ژبني جوړښت او د دغو ژبو د ویونکو د شمېر په تناسب محدوده ده. د دوی د څېړنې له مخې، په رسمي تعلیمي بحثونو کې د اردو او انګرېزۍ حضور د پښتو او نورو سیمه‌ییزو ژبو له حضور څخه ډېر پیاوړی دی.

دا اوس د پېښور او پښتونخوا پښتانه زده کوونکي نه دا چې په مورنۍ ژبې له زده کړو بې برخې دي، په پردۍ ژبه ورته تدريس کيږي، په پردۍ ژبه ترې پوښتنه کيږي او مجبور دی چې په پردۍ ژبه ځواب ووايي.
که په تدریس کې د دې سيمې ماشومانو ته پښتو انتخاب شوې وای دوی به دوه ګټې کړې وې يو به یې خپل درسونه په اسانه او ښه ډول زده کړي و، خپله ژبه به یې هم ښه زده وه او ترڅنګ به یې نورې ژبې د مرستيالو ژبو په ډول زده کړې وې.

د ۲۰۲۶ کال د اکتوبر په ۱۷مه د فوزیه شمیم، سائرې محمود او علیې خالد په يوه څېړنه کې چې په خیبر پښتونخوا کې د دوو دولتي لومړنیو ښوونځیو د ټولګیو ژبنی وضعیت څېړي، راځي چې ښوونکي کله ناکله درس په اردو یا انګرېزۍ پیلوي، بیا د زده‌کوونکو د پوهولو لپاره پښتو ته مخه کوي. دا مشاهده ښيي چې د زده‌کوونکو مورنۍ ژبه په عملي تدریس کې مهمه ده، خو له بده بخته رسمي تعلیمي جوړښتونو کې ورته هيڅ پام نه کيږي.

د رسنیو رول هم له پامه نه شي غورځېدای. ډېر به دا فکر کوي چې تلویزیون، فلم، ډرامه، موسیقي، سوداګريزې خبرتياوې او ټولنیزې شبکې یوازې تفریح برابروي خو داسې نه ده، رسنۍ د عامه افکارو په روزولو، لوري ورکولو، ښوونې کولو او د ټولنیز مقام معیارونه هم جوړوي. کله چې په رسنیو کې اردو د ښاري ژوند، لوړو ټولنیزو اړیکو او عصري ژوند له انځورونو سره ډېره تړل کېږي خو برعکس او عين وخت کې پښتو د کور او کلي په محدوده کې د سلام او جوړ پخير محدوده کې وي، سپينه دا ده چې په اړه یې نابرابر تصور پیاوړی کیږي.

په دې برخه کې د پاکستان د ژبنیو نظریو په اړه د ۲۰۲۵ کال څېړنه چې امدادالله خان، سید داوود شاه او رحیله ناز له لوري شوې د یادونې وړ ده. په دې حېړنه کې څېړونکو د ښوونکو په نظرونو او ژبنیو چلندونو کې داسې تمایلات موندلي چې اردو له ملي هویت او انګرېزي له ټولنیزو فرصتونو سره تړي، خو پښتو سره له دې چې د يو ميليوني قام ژبه ده د عملي او اقتصادي ارزښت له اړخه کمزورې ارزول کېږي.

دا ټول اړخونه دا بيانوي چې ژبنی نفوذ یوازې هغه وخت نه رامنځته کېږي چې یو څوک پښتو پرېږدي، اردو او یا بله ژبه وکاروي. حقيقت دا دی چې کله ناکله انسان خپله ژبه د لوړو علمي مفاهیمو، لیکنې، رسمي وینا او معیاري ادبیاتو لپاره ناکافي وګڼي.

د پښتو ژبې په ورځني استعمال کې بدلونونه

د ژبې د اغېزو د معلومولو لپاره تر ټولو نږدې ځای د انسان ورځنی ژوند او کار وبار دی. په کور، بازار، ښوونځی، دفتر، واده او ملګرتیا کې د خلکو خبرې د ژبني بدلونونو ژوندي ثبوتونه وړاندې کوي. په پېښور کې د یوه پښتانه ځوان خبرې ښايي د پښتو له جملو سره د اردو ګڼ وییونه او اصطلاحات ولري، په رسمي غونډه کې ممکن خپله وینا په اردو وکړي، خو له ملګرو سره پښتو وکاروي. د دا ډول ژبني بدلون په اړه ځينې کسان فکر کوي چې دا د ژبې کمزورتيا نه ده خو کله چې يوه ژبه له رسمي چوکاټ څخه لرې وساتل شوه، ذوال یې پیل دی. 

زه يوه عملې خبره کوم: وګورئ هغه څوک چې رسمي وينا کوي له وړاندې ورته تياری نيسي، تمرين یې کوي او نهايت خواري کوي، کله چې ښه وينا وکړي پرې تشويق ترلاسه کوي پس همدا ډېر تياری، تمرين او تشويق د دې لامل ګرځي چې په انسان کې د خپلې ژبې په ځای هماغه ژبې ته د لومړيتوب حس ورکړي چې دی پرې ستایل شوی دی.

وړاندې مې وويل چې د بازار او سوداګرۍ ژبه که پردۍ شوه ژر عام کيږي. پښتو ژبه د شمېر عدودنو ته خپله ترمينالوژي لري خو تاسې ګورئ چې د پېښور او پښتونخوا ګڼ پښتانه شل ته « بيس» دېرش ته « تيس» پنځوس ته « پَچاس» سل ته « سَو» او همداسې نور وايي.
کاکا ښځې ته «چاچي» وايي. مور ته (ماں د «ما» په شان د پوزې په غږ) وايي. کيلي ته «چابي» وايي او داسې لس، سل او زر نور... .

د ژبې کمزوري کېدل د فکر له نړۍ سره هم اړیکه لري. د پښتو په متلونو، لنډیو، شفاهي روایتونو او ولسي کیسو کې د مېلمه‌پالنې، ننګ، غیرت، زغم، خپلواکۍ، ګاونډیتوب او ټولنیز مسؤلیت ګڼې تجربې خوندي دي. کله چې نوی نسل له دغو سرچینو سره اړیکه له لاسه ورکړي، یوازې زاړه لغتونه نه هېروي؛ د خپلو نیکونو د فکر کولو ځینې لارې او د تجربو د بیان ځانګړي قالبونه هم له لاسه ورکوي.

د پنجابي فرهنګ پراختيا او د پښتنو په څنګ ته کولو کې د دولتي سياستونو او اداري جوړښتونو پراخ لاس

په پنجابي مرکزونو کې جوړ شوي کتابونه، ډرامې، فلمونه، سندرې، اعلانونه او د ښاري ژوند انځورونه د هېواد نورو سیمو ته ډېر او په سيسټيماتيک ډول رسېږي. د دې پراخ حضور له امله د پنجاب له فرهنګي تولیداتو سره د پښتنو مخامخېدل د ورځني ژوند برخه ګرځېدلې ده.
دا جوړښتونه د ژبې او فرهنګ د خپرېدو امکاناتو کې نابرابري جوړوي. د پنجاب یوه عادي کورنۍ، یو پنجابی شاعر او یو سیمه‌ییز هنرمند چې کوم امکانات لري پښتون شاعر او هنرمند یې نه لري.
اوس پوښتنه دا ده چې ولې ځینې ژبې د پراخو خپرونو، تعلیمي سرچینو او رسمي استعمال لپاره ډېر امکانات لري، خو نورې ژبې د خپلو ویونکو له شمېر سره سره له محدودو امکاناتو سره مخ دي؟

د پاکستان د ژبنیو پالیسیو د تاریخي تحلیل له مخې، د ملي ژبې په توګه د اردو مقام په بېلابېلو دورو کې د ملي یووالي او ګډ هویت له مفکورې سره تړل شوی دی. د ۱۹۵۹ او ۲۰۱۸ کلونو ترمنځ د تعلیمي پالیسیو په اړه د ربیا سرفراز او محمد اسیم خان څېړنه څرګندوي چې په رسمي تعلیمي بیانونو کې د اردو او انګرېزۍ مقام له سیمه‌ییزو ژبو سره یو شان نه دی وړاندې شوی. څېړونکي دې حالت ته د سیمه‌ییزو ژبو د سمبولیکې څنډې ته کولو په سترګه ګوري.

په دې جوړښت کې د اردو پراختیا د ادارې، ښوونې، د ملي هویت د تعریف او د رسنیو له لارې ممکنه شوې ده. د دې سیاستونو اغېز یوازې دا نه دی چې خلک اردو زده کوي؛ اغېز یې دا هم دی چې پښتو د رسمي وینا، علمي لیکنې او د مسلکي ژوند له ځینو برخو څخه لرې پاتې شوې.
کله چې یو پښتون زده‌کوونکی د لوړو زده کړو لپاره د اردو او انګرېزۍ له اصطلاحاتو سره بلد وي، خو د همدې مفاهیمو بیان لپاره په پښتو کې مناسب کتابونه او علمي مواد پيدا نه کړي، په دې صورت کې د خپلې ژبې د علمي وړتیا په اړه یې تصور اغېزمنيږي او دا د پښتو د له منځه وړلو يوه سيسټيماټيکه لاره ده.

د برتانوي دورې اداري میراث هم په دې بحث کې مهم دی. د استعمار د ښوونې او ادارې جوړښتونو ژبو ته یو شان مقام نه ورکاوه، او د پاکستان له جوړېدو وروسته هم د ژبې، دندې او ټولنیز مقام اړیکې په بېلابېلو بڼو پاتې شوې. د فوزیه یاسمین، اسد زمان او کریم خان څېړنه د پاکستان د تعلیمي پلان جوړونې تاریخي بهیر څېړي او استدلال کوي چې د استعمار له دورې څخه پاتې شوي فکري او اداري جوړښتونه د تعلیمي فرصتونو پر وېش اغېز لري.

د پنجاب فرهنګي نفوذ په ځانګړي ډول د رسنیو د تولید او خپرولو په برخه کې د څېړلو وړ دی. که د اردو فلمونه، ډرامې او موسیقي د پښتو تولیداتو په پرتله ډېرې اسانتیاوې، پراخ بازار او زیات تبلیغاتي امکانات ولري، نو د مخاطبانو پر ذوق او د هنرمندانو پر تولیدي انتخابونو اغېز کولای شي.

دا مسئله په ځانګړې توګه د پښتو د معاصرو هنري تولیداتو لپاره مهمه ده. که د پښتو ډرامه، فلم، مستند، سندره او ادبي خپرونه د اردو له ورته تولیداتو سره د بازار، تخنیک، خپرېدو او مالي ملاتړ په برخه کې نابرابره وي، نو د پښتو فرهنګي تولید د پراخېدو امکانات محدودېږي. د ژبې د ساتنې لپاره یوازې د خلکو د پښتو ویلو غوښتنه بسنه نه کوي؛ د دې ژبې په وسیله باید د کار، زده کړې، تفریح او مسلکي پرمختګ عملي فرصتونه هم موجود وي.

د پښتني فرهنګ، جامو، مراسمو او ټولنیزو دودونو بدلونونه

په پېښور او پښتونخوا کې يوازې پښتو ژبه محاصره نه ده، ترڅنګ یې پښتني فرهنګ، جامې، مراسم او ټولنيز دودونه هم تر تعرض لاندې دي. تغير شوي، تغير کيږي او ان د له منځه تللو په حال کې دي.

په يادو سيمو کې فرهنګي چاپيريال هغه نه دی پاتې چې د دې سيمې پښتانه پرې پېژندل کېدل، په ډېرو کورنيو او سيمو کې به په پښتنو د پنجابیانو ګمان وکړې. ناستې ولاړې، جامو اخلاقي کوډونو ته په پام دې زړه ته نه لويږي چې دا خو پښتون – پښتنه نه ده.

د نارينو ښکلی واسکټ، څپلۍ او څادر د هندي سټايل جامو نيولی دی. په ډېرو سيمو کې یې د مېرمنو ګردې افغاني جامې په تنکو پنجابي جامو او لوی ټيکري په دوه لويشتې رنګه ټوټې بدل شوي دي. د ښځو ګاڼې، سیمه‌ییز رنګونه او د واده د لباس بڼې بدلې شوي دي. د واده په محفلونو کې د پښتو ولسي سندرو ځای اردو فلمي سندرو نيولی دی. د اتڼ ځای هندي او پنجابي ډآنسونو نيولی دی.

که د پېښور، مردان، چارسدې، سوات او قبایلي سیمو د پخوانیو او اوسنیو ودونو د لباسونو عکسونه وکتل شي، پښتانه مشران وغږول شي دا توپیرونه او بدلونونه لا ډېر ښه په ثبوت رسيږي. ممکن ځينې ورته نړيوال فېشن ووايي خو ما دې ټکی ته په پام د موضوع اړخونه څېړلي دي. د پېښور او پښتونخوا د پښتنو پښتني فرهنګ، جامې، مراسم او ټولنيز دودونه ټلويزيوني خپرونو، ډرامو له لاري د فرهنګي توليداتو او فېشن په رنګ کې رنګ شوي دي. همدا راز که د اخترونو د لمانځلو دودونه، خواړه، د دستراخوان جوړول، د مېلمستياو ډول په ټوله پښتونخوا کې بيا په ځانکړي ډول ښاري سيمو کې ډېر پنجابي شوي يا د پنجابي کېدو په حال کې دي. البته دلته موخه دا نه ده چې پښتانه دې نړۍ او وخت سره ځان نه عياروي يا دې له اسانتياو ځان نه برخمن کوي، اصلي خبره دا ده چې نړيوال فېش، پنجابی فرهنګ بايد د خپل فرهنګ په مقام ونه دروي.

د پښتو ژبې او پښتني فرهنګ د ژوندي ساتلو لارې

د پښتو ژبې او پښتني فرهنګ ساتنه یوازې په احساساتي شعارونو، د فرهنګي ورځې په لمانځلو او د ژبې په ستایلو نه بشپړېږي، بلکې هغه وخت په خپل پاتې کيږي او پرمختيا یې ممکنه کېږي چې ماشومان پرې خبرې وکړي، زده‌کوونکي پرې زده کړه وکړي، لیکوالان پرې کتابونه ولیکي، هنرمندان پرې تولید وکړي، ادارې یې وکاروي او د هغې په وسیله د معاصر ژوند ستونزې حل شي. په همدې دلايلو سپارښتنه کيږي چې د ژبې او فرهنګ د پیاوړتیا لپاره باید فردي هڅې له ټولنیزو او بنسټیزو اقداماتو سره یو ځای شي.

په فردي کچه د پښتو ژبې او پښتني فرهنګ ژوندي ساتلو او ودې لپاره لومړنی مسوليت د کورنۍ د مشرانو جوړيږي، مور او پلار باید له ماشومانو سره پښتو خبرې وکړي، پښتو کیسې ورته ووایي، د کورنۍ د مشرانو خاطرې ثبت کړي او د ماشومانو پوښتنې په خپله مورنۍ ژبه ځواب کړي. که ماشوم له کوچنیوالي پښتو یوازې د کور ژبه وبولي، خو د علم، لیکنې او مسلکي ژوند لپاره بله ژبه اړینه وګڼي، نو د ژبې د محدوديت لپاره زمینه برابریږي. کورنۍ باید ماشوم ته وښيي چې پښتو هم د مینې او خپلولۍ ژبه ده او هم د فکر، علم او نوښت ژبه کېدای شي.

هر پښتون کولای شي د پښتو ژبې او فرهنګ خوندي پاتې کېدو لپاره د پښتو کتابونو د لوستلو، د پښتو لیکلو تمرین، د پښتو خپرونو لیدلو او د سیمه‌ییزو هنرمندانو د ملاتړ له لارې عملي ونډه واخلي.

بله ژبه زده کول که لوی کمال دی
خپله ژبه هېرول بې کمالي ده
محمد ګل خان مومند
د پښتونخوا او ټول پښتانه دې کمال وکړي يوازې اردو نه لس نورې زبې دې زده کړي خو خپله خوږه پښتو دې نه هېروي. یو انسان کولای شي څو ژبې زده کړي، خو د خپلې مورنۍ ژبې د پراختیا لپاره هم مسؤلیت لري.

په ټولنیزه کچه، ښوونځي او پوهنتونونه هغه ادرسونه دي چې د پښتو ژبې علمي او ادبي استعمال لپاره پراخ فرصتونه برابرولی شي. په پښتو ژبه د ليکل شويو کتابونونه، د لیکوالانو ناستې، د ماشومانو ادبي پروګرامونه، د وینا او لیکنې سیالۍ او د سیمه‌ییزو تاریخونو د ثبت پروژې کولای شي د پښتو ژبې مقام پیاوړی کړي. که موږ فکر کوو چې يوازې د ژبې په اهميت پېژندلو پښتو ژبه د پیاوړتيا معراج ته رسيږي نو تېروتي يو، په ښوونیزو ادارو، نصابونو، درسي موادو او د ژبې د تدریس په روزنه کې هم بايد بدلون راشي. د دولتي او تعلیمي ادارو په کچه باید د پښتو د تدریس او علمي استعمال لپاره روښانه او عملي تګلاره جوړه شي. د پښتو ژبې د معیار لوړولو، کتابونو ليکلو، ډیجیټلي سرچینو او علمي ژباړو لپاره دوامدارې بودیجې او مسلکي ټیمونه جوړ شي.

موږ په يوه داسې عصر کې پايو چې نږدې په هره برخه کې یې رسنۍ خپل اغېز ښودلی دی او ټول خلک په يو نه يو ډول رسنۍ کاروي. په همدې دليل اړتيا ده او شديده اړتيا چې راډیو، تلویزیون او ډیجیټلي خپرونې باید د پښتو د معاصرې نړۍ انځور وړاندې کړي. د ساینس، اقتصاد، تاریخ، روغتیا، قانون، ټکنالوژۍ او نړیوالو پېښو په اړه د پښتو خپرونې کولای شي دا تصور بدل کړي چې پښتو یوازې د ولسي سندرو او کورنیو خبرو ژبه ده. د پښتو ډرامې، فلمونه، مستندونه او د ماشومانو پروګرامونه باید د تولید له پلوه پیاوړي شي، څو د اردو او نورو ژبو له پراخو رسنیزو تولیداتو سره د سیالۍ وړتیا ولري.

ادیبان، لیکوالان او شاعران باید د پښتو د ژبې د ښکلا ترڅنګ علمي او فکري ظرفیت پراختیا ته هم کار وکړي. د نوو مفاهیمو لپاره دې مناسب پښتو اصطلاحات جوړ کړی، د معاصرې نړۍ  مهم کتابونه دې وژباړي، د ماشومانو او تنکیو ځوانانو لپاره دې د لوست وړ ادبیات وليکل شي او د بېلابېلو پښتني لهجو د ادبي ارزښت ساتلو ته دې د مسوليت په سترګه وګوري. پورته خبرې عمومي رنګ لري خو د پېښور او پښتونخوا پښتنو لپاره جدي اړتيا او حتمي ګټورې دي.

همدا راز د هنر خاوندان کولای شي د خپلو هنري فعاليتونو په زور پښتو ژبه او پښتني فرهنګ ژوندی وساتي، تر هر پښتون او پښتنې یې په داسې ډول ورسوي چې د فرهنګي يرغل ټول پلانونه خاورو سره خاورې کړي. د پښتو ډیجیټلي زېرمتونونه، د زړو سندرو ثبتول، د ولسي کیسو غږیزول او د پښتو محتوا د خپرولو مسلکي شبکې د دې بهیر مهمې وسیلې دي. فلمونه، سريالونه، تمثيلي پارچې او شوګانې دې تر سره کړي.

لنډه دا چې د پښتو ژبې او پښتني فرهنګ د ژوندي ساتلو لپاره د ټولنې ګډ کار کول مهم او لومړی ټکی دی. کورنۍ ژبه نسل ته لېږدوي، ښوونځی یې د زده کړې وسیله ګرځوي، اداره یې رسمي مقام پیاوړی کوي، رسنۍ یې پراخوي، ادبیات او هنر یې د فکر او احساس نړۍ غني کوي.

پایله

په پېښور او پښتونخوا کې په پښتو ژبه او فرهنګ د اردو ژبې او فرهنګ اغېزې څرګندې او د پښتنو لپاره د يوه لوی ناورين بد خبر دی.
په دې برخه کې له مطالعې او مشاهدې معلوميږي چې پنجاب او پاکستان حکومت په پلان شوي ډول پښتانه او پښتو څنګ ته کړي دي او په سيسټيماټيکه بڼه غواړي چې د پښتنو ژبه او فرهنګ له منځه يوسي.
پاکستاني حکومتونو ان د پاکستان په نوم د جغرافیې له رامنځته کېدو تر ننه د استعماري سیاستونو او دولتي پالېسيو په ګرداب کې پښتو ژبه او پښتني فرهنګ ګنګل کړی دی. دې موخو ته رسېدو لپاره یې د ژبې په مقام، ښوونه، رسنیو، ورځني استعمال تکتيکونو تکيه کړې ده.

پس دې لپاره چې د پېښور او پښتونخوا پښتانه د اردو ژبې او پنجابي فرهنګ له اغېزو خپله ژبه او فرهنګ وساتي لومړی بايد په فردي او جمعي ډول خپل مسوليتونه چې هغه د خپلې ژبې او فرهنګ پالل دي عملي کړي.
نورې ژبې د فرصتونو لپاره زده کړي خو خپله ژبه هم هېره نه کړي او هڅه وکړي چې د پرمختيا په برخه کې یې خپله خواري وکړي. د پنجابي فرهنګ کتل جدي نه ده خو لازمه دا ده چې خپل فرهنګ باندې ورته برتري ور نکړي. هڅه دې وکړي چې پښتو ژبه ښوونځيو، پوهنتونونو او عملي نهادونو کې حاکمه کړي، پښتو ژبه د علم، ټيکنالوژۍ، سياست او سوداګرۍ ژبه کړي.
پښتني فرهنګ په خپله اصلي بڼه داسې وپالي چې راتلوونکو نسلونو ته خوند ورکړي او دا ورته وياړ ښکاره شي.
بخت جمال کريمي

 

دا مطلب شریک کړئ

کلیدي ټکي

فرهنګي يرغلد پنجاب او پوځي رژيم ظلمپښتونخواپېښورپښتانهد پښتونخوا پښتانهپوځي او سياسي تګلارېکلتورژبهقام

د لیکوال په اړه

رسالت کلتوري مرکز

ر