د حقيقت په موندلو کې د حواسو او عقل د کمزورۍ عقلي بېلګې
په دې ليکنه کې د حقيقت په موندلو کې د پينځو څرګندو حواسو او عقل د کمزورۍ بېلابېلې عقلي بېلګې په وار وار لوستلی او په پايله کې د حقيقت موندلو يا معرفت بېلابېلې وسيلې پېژندلی شئ.

په دې ليکنه کې د حقيقت په موندلو کې د پينځو څرګندو حواسو او عقل د کمزورۍ بېلابېلې عقلي بېلګې په وار وار لوستلی او په پايله کې د حقيقت موندلو يا معرفت بېلابېلې وسيلې پېژندلی شئ.
۱ـ د ليدلو (باصره) د حس د کمزورۍ بېلګې:
که د ليدلو حس د حقيقت موندلو لپاره معيار وګڼو، نو څرګنده ده، چې موږ خپل هدف ترلاسه کولی نه شو. په دې برخه کې ډېر داسې دلايل شته، چې موږ په دې قانع کړي چې د ليدلو حس د حقيقت موندلو بشپړه وسيله نه ده؛ د بېلګې په توګه:
الف: څنګه چې موږ پر خپل مخ د دوه سترګو له نږدېوالي او مجاورت انکار نه شو کولی همداسې په دې حقيقت هم سترګې پټولی نه شو، چې زموږ دوه سترګې له دومره نږدېوالي سره يوه د بلې حقيقت نه ويني... ،
ب: همدا شېبه چې د ورځې لس بجې دي مونږ په اسمان کې يوازې لمر وينو، نه سپوږمۍ راته ښکاري او نه ستوري، سره له دې چې همدا اوس په اسمان کې هم سپوږمۍ شته او هم ستوري موجود دي.
ت: وايي، چې په يو ټولګي کې ښوونکي له زده کوونکو څخه د ډېرو عيني توکو؛ لکه: ميز، څوکۍ، کتاب، کتابچې او... ، په هکله پوښتنې وکړې او زده کوونکو ورته د هر څه د نوم په اخيستلو سره ځواب ورکړ، په پای کې ښوونکي زده کوونکو ته وويل: ګورئ! کوم څه چې شته هغه مونږ وينو او پېژنو يې، خو کوم څه چې مونږ نه وينو، نو هغه نه شته او نه يې مونږ پېژنو. په دې کې يو زيرک زده کوونکی د ښوونکي په عقيدې او مذهب پوه شو او ورته يې وويل: معلم صيب! که داسې وي، نو مونږ خو ستا په سر کې ماغزه هم نه وينو، نو ايا ستا په سر کې ماغزه نه شته که څنګه؟
ج: د ليدلو د حس په وسيله موږ سپوږمۍ نوراني او کله کله په يو جام اوبو کې په ځمکه وينو، سره له دې چې هغه خاورينه په جام کې نه ځايېدونکې او له ځمکې پورته په اسمان کې ده.
ح: د ليدلو د حس په وسيله موږ ته سراب اوبه ښکاري، خو هغه اوبه نه وي.
له پورتنيو بېلګو څرګنده شوه چې د ليدلو حس د حقيقت موندلو بشپړه وسيله نه ده، ځکه ځينې توکي د خپل اصل او حقيقيت بدل او ځينې هېڅ ليدلی نه شي، په همدې اساس ويلی شو، چې دغه حس انسان حقيقت ته رسولی نه شي.
دا چې حقيقت ته څنګه رسېدای شو؟ په دې وروسته غږېږو لومړی د اورېدلو د حس څو بېلګې لولو:
۲- د اورېدلو (سامعې) د حس د کمزورۍ بېلګې:
که موږ د اورېدلو (سامعې) د حس په وسيله اورېدونکي او حس کېدونکي اثرات او کيفيتونه حقيقت وګڼو او له هغو انکار وکړو، چې د اورېدلو د حس په وسيله يې نه حس کوو، نو ښکاره ده، چې زمونږ د حقيقت موندلو دغه معيار کره او معقول نه دی ځکه چې د اورېدلو حس هم د ليدلو د حس په څېر په مجرد ډول د حقيقت موندلو بشپړه وسيله نه ده؛ ددغه حس د کمزورۍ څو بېلګې لولو، خو پيل يې د فزيک پوهانو د تجربو او څېړنو له دغې تيورۍ څخه کوو:
الف: (فزيک پوهان د غږ د سرعت او شدت او د انسان د اورېدلو د ظرفيت په هکله وايي، چې انسان له Hz20 څخه تر Hz20000 پورې فرېکونسي اوري او له دغې محدودې بهر غږونه په مستقيم ډول اورېدلی نه شي.) خو حقيقت دا دی، چې له دغې محدودې څخه بهر ډېر لوړ او ټيټ غږونه شته، چې د وسايلو په مرسته اورېدل کېږي.
ب: موږ د اورېدو په حس د خپل زړه غږ نه حس کوو سره له دې، چې زړه مو هره شېبه يو څه وايي، د يو څه طلب کوي او يو څه رد کوي يا په يو څه امر کوي او له يو څه څخه مو منع کوي.
ت: داسې وګڼئ، چې يو څوک له خپل يو ملګري سره مېلمستيا ته روان دی، ملګری يې خپل کور ته دننه کېږي او د کور له دننه خوا څخه د خپلې حجرې ور پرانيزي، په خپله د حجرې مخامخ دوکان ته ورروانېږي او خپل مېلمه ته وايي: (ته دننه ځه! زه هم ژر راځم).
مېلمه چې کله له دروازې څخه خپله پښه دننه ږدې، نو يو غږ اورې، چې وايي: (مه راځه). مېلمه ژر پښه نيسې او له دروازې بهر د خپل کوربه ملګري راتلو ته تم کېږي.
کوربه چې کله راځي او خپل مېلمه د دروازې په مخ کې ولاړ ويني، نو په حيرانتيا ورځنې پوښتي: (ته لا تر اوسه دلته ولاړ يې دننه خو څوک نه شته، ولې دننه نه يې تللی ؟؟)
مېلمه په مات زړه ورته وايي: (نه پوهېږم له داخل څخه چا وويل، چې مه راځه) کوربه په مسکا ورته وايي: ((تا اورېدلي نه دي، چې «شنيده کی بوده مانند ديده» راځه هغه روزل شوی طوطي دی))
ث: يوه الوتکه چې زمونږ پر سر درېش زره فوټه لوړه تېرېږي او مونږ يې غږ په سرعت اورو، خو کله چې په هغې کې دننه ناست يو، نو غږ يې ډېر کم حس کوو سره له دې چې لرې غږ بايد کم واوېدل شي او نږدې بايد ډېر.
۳- د څکلو (ذايقه) د حس د کمزورۍ بېلګې:
د پورتنيو ذکر شويو دوو حواسو (د ليدلو حس او اورېدلو حس) په څېر د څکلو (ذايقې) حس هم نيمګړتيا او کمزوري لري او په مجرد ډول يې د حقيقت موندلو بشپړه وسيله ګڼلی نه شو، د دغه حس د کمزورۍ څو بېلګې هم لولو:
الف: ليدلي او اورېدلي به مو وي، چې ځينې وګړي ستاسو يا د ځينو نورو وګړو په څېر د خوراکي توکو خوند نه حس کوي په ځانګړې توګه د ناروغۍ په حال کې ځينې ناروغان دا خبره کوې، چې خواړه يا اوبه ورباندې ترخې يا بدې لګېږي، که څه هم په حقيقت کې داسې نه وي.
ب: د چاپېريال په بدلولو يا نقل مکان سره به مو اړين د اوبو په خوند کې تغير احساس کړی وي، که څه هم اوبه په ډېر لږ واټن کې هم سره توپير لرلای شي، په سل يا شل متري کې هم د يوه کوهي اوبه يو شان او د بل کوهي بل شان کېدای شي، خو زما موخه له يو خوند سره له عادت کېدلو يا بلدېدلو څخه ده. کله چې يو څوک له يو تريخ، خوږ، تروش او... ، خوندونو سره بلد او عادت شوی وي، نو د هغه او د نابلده او ناعادته انسان لپاره د هغه خوند په څرنګوالي او حقيقت کې ډېر توپير وي. ما يو وخت امروت بد ګڼل او هېڅ مې نه خوړل، خو کله چې ورسره عادت شوم، نو اوس يې خورم او خوند هم راکوي.
ت: فکر وکړه له خپلو څو دوستانو يا ملګرو سره يو ځای دې د خپل کوم بل دوست يا ملګري په مېلمستيا کې ګډون کړی خواړه دې مخې ته ايښي او تا يې په خوړلو پيل کړی، په دې وخت کې يو تن وايي: (خواړه ډېر خوندور دي، خو مالګه يې لږ څه کمه ده) بل د هغه په ځواب کې وايي: (ستا خوله پيکه شوې زما د ذايقې حس خو وايي، چې په خواړو کې مالګه لږ څه ډېره ده). درېيم تن د لومړنيو دوو خبره رد کوي او وايي: ماته خو زما د څکلو حس د خواړو مالګه برابره راښيي. اوس نو ته ووايه چې حقيقت څه دی؟.
دا چې له حواسو او عقل سره د حقيقت په هکله دوه زړی يې څرګنده ده، چې په خپلو حواسو او عقل دې شک دی او همدغه شک د حواسو په نېمګړتيا او کمزورۍ د باور درلودلو په معنا ده او بايد وي، ځکه چې د حواسو او عقل ماهيت او څرنګوالی په انسانانو کې متفاوت دی او د همدغه تفاوت او بې ثباتۍ له امله د حقيقت پېژندلو کره وسيلې او معيار نه شي ګڼل کېدای او بايد و نه ګڼل شي، ځکه کوم څه چې تا احساس او درک کړي نورو ښايي له تا متفاوت احساس کړي او درک کړي وي.
۴- د بويولو (شامې) د حس د کمزورۍ بېلګې:
د بويولو يا شامې حس هم پورته ذکر شويو حواسو ته ورته کمزوري لري او هېڅکله په يوازېتوب سره نه شي کولی، چې مونږ حقيقت ته ورسوي؛ د بېلګې په توګه:
الف: ښايي کله مو ورته پام شوی وي، خو که نه وي شوی نو که لږ زير شئ په انسانانو به د يو بوی (د يو کيفيت لرونکې خوشبويۍ يا بدبويۍ) بېلابېلې اغېزې احساس کړئ، په ځانګړې توګه په اميدوارو مېرمنو باندې ځينې بويونه له خپل اصلي کيفيت او حقيقت څخه ډېر مختلف اغېز کوي، ځينې بويونه دومره بد ګڼي، چې هغه اصلاً دومره يا هېڅ بد نه وي او برعکس ځينې پرې دومره ښه لګېږي، چې هغه په هغې کچه يا بېخي ښه نه وي.
ب: د زکام او ځينو نورو ناروغيو په سبب د شامې قوه ډېر تېز بويونه هم نه شي حس کولی.
ت: دا زما د سترګو ليدلی حال دی، په يو ځای کې مونږ څو ملګرو اودس کاوه، ځينو يې ويل دا اوبه يو ډول بد بوی کوي، خو ځينې بيا پرې هېڅ نه پوهېدل، په همدې اساس ويلی شو، چې د بويولو يا شامې حس د حقيقت په موندلو کې نېمګړی او کمزوری دی او په موندنه يې د بشپړ حقيقت باور کول د انسان د سهوې او تېروتنې سبب کېدای شي.
۵- د لمس کولو (لامسې) د حس د کمزورۍبېلګې:
د لمس کولو يا لامسې حس د پورته ذکر شويو حواسو په پرتله تر ټولو ډېره کمزوري لري او د هغو (نورو حواسو) له مرستې پرته هېڅکله انسان حقيقت ته رسولی نه شي؛ د بېلګې په توګه:
الف: که د شپې په تياره کې د خپل وجود په يوې برخې د مايعاتو له جملې څخه يو څاڅکی د لامسې د حس په مرسته احساس کړو او له نورو حواسو مرسته وانخلو، نو څرګنده ده چې د څاڅکي په حقيقت پوهېدلی نه شو؛ يعنې د نورو حواسو له مرستې پرته يوازې د لامسې د حس په وسيله د اوبو، شيدو مستو، غوړيو او... ، ترمينځ توپير کېدای نه شئ.
ب: که د لامسې د حس په مرسته د شپې په تياره کې د خپل وجود په کومه برخه کې د کوم شي چيچل احساس کړو او له نورو حواسو مرسته وانخلو، نو يوازې د لامسې د حس په مرسته دا نه شو معلومولی، چې چيچونکی مار، لړم، غومبسه او که کوم بل شی دی.
د حواسو په برخه کې همدومره بحث او بېلګې بسنه کوي. اوس به د عقل د کمزورۍ په هکله څو بېلګې ولولو:
۶ - د عقل د کمزوري څو بېلګې:
د عقل د نېمګړتيا او کمزورۍ په هکله همدومره ويل بسنه کوي، چې پرون (ماضي کې) مو چې کوم څه نه منل نن يې منو او کوم څه مو چې منل نن يې نه منو؛ د بېلګې په توګه:
الف: اتوم مو پخوا داسې تعريفوه، چې: (اتوم يوه کوچنۍ ذره ده، چې تجزيه کېږي نه) خو اوس ګورو، چې تجزيه کېږي يعنې پخوا مو چې عقل د اتوم په هکله کوم څه منلي وو اوس ورته د منلو وړ نه دي.
ب: پخوا مو عقل سپوږمۍ او ستورو ته ختل په کلکه رد کول، خو اوس يې که تائيدوي نه، نو رد کوي يې هم نه.
ت: پخوا مو د هوا په هکله د هوا پېژندنې د ادارې په معلوماتو او اټکل پورې خندلې او بې هوده خبرې مو ګڼلې، خو اوس خپل ودونه او سفرونه د همدغو بې هوده معلوماتو او اټکلونو په مرسته تنظيموو.
لنډه دا، چې په نن کې د پرونيو منل شويو رد او د رد شويو منل يا تائيدول د عقل په بې ثباتۍ دلالت کوي او همدغه بې ثباتي د عقل کمزورۍ ګڼل کېږي.
(انسان یو پاراډاکس موجود دی)
