کورپاڼهلیکنېافغانستانسیمهنړۍ
ادب
ادب
لیکوالان او شاعران
کره کتنه
لنډې کیسې
شعر
هنر
کلتور
ټولنیز
حقیقت موندنهټکنالوژي او اقتصاد
ګالري
تصویرونه
ویډیوګانې
کورپاڼهلیکنې
ادب
ادب
لیکوالان او شاعران
کره کتنه
لنډې کیسې
شعر
هنر
افغانستانسیمهنړۍکلتورحقیقت موندنهساینس او ټکنالوژي
ګالري
تصویرونه
ویډیوګانې
لټون
رسالتد فکر او هویت سنګر

رسالت یو غیر انتفاعي کلتوري آرشیف دی چې د میراث ساتنې او شریکولو ته ځانګړی شوی دی

د ژورنال ګډون وکړئ

وپلټئ

  • لیکنې
  • ادب
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړۍ
  • کلتور
  • حقیقت موندنه

اړیکه

  • زموږ په اړه
  • اړیکه
  • لیکوالان

© 2026 رسالت. ټول حقوق خوندي دي.

د کلتور لپاره په مینه جوړ شوی.

کلتور

په خپل وطن کې د پرديتوب احساس

د وحشت له بلا یې پناه اخيستلو لپاره د هجرت لار ونيوه، څوک د ايران او څوک د پاکستان په سپېرو دښتو دېره شول. تشې ګېډې، لوڅې پښې، رنځور صورتونه او نارامه روحونه، شين اسمان لاندې ژوند ور په غاړه شو. کلونه تېر شول، په پرديو وطنونو دېره افغانانو له هغه ځای سره عادت واخيست، روزګار روان شو، خېمې د خټو په کورونو بدلې شوې، څوک په کې دفن شول او ډېرو په کې دنيا وليده خو وطنۍ مينه یې په رګونو کې لکه وينه ګرځېده.

بخت جمال کریمي۲۹
په خپل وطن کې د پرديتوب احساس cover

د تېرو څو لسيزو پرلپسې جګړو د وطن ښکلاوې د بدرنګۍ په بلا وخوړې، کورونه یې هديرې کړې او د ژوند په اسانتياوو یې بلې لمبې کړې.
د وحشت له بلا یې پناه اخيستلو لپاره د هجرت لار ونيوه، څوک د ايران او څوک د پاکستان په سپېرو دښتو دېره شول. تشې ګېډې، لوڅې پښې، رنځور صورتونه او نارامه روحونه، شين اسمان لاندې ژوند ور په غاړه شو.

کلونه تېر شول، په پرديو وطنونو دېره افغانانو له هغه ځای سره عادت واخيست، روزګار روان شو، خېمې د خټو په کورونو بدلې شوې، څوک په کې دفن شول او ډېرو په کې دنيا وليده خو وطنۍ مينه یې په رګونو کې لکه وينه ګرځېده.

هیله یې وه چې یوه ورځ به بېرته خپل ټاټوبي ته ستانه شي او د خپل وطن په غېږ کې به د ارامۍ احساس وکړي خو د ځینو افغانانو لپاره بېرته وطن ته ستنېدل دومره اسانه او له خوښیو ډک نه دي، لکه څومره چې یې په پردیسۍ کې تصور کاوه. دوی له کلونو کلونو کډوالۍ وروسته خپل وطن ته راستانه شوي، خو اوس په خپل وطن کې هم د پردیتوب او بېګانګۍ احساس کوي.

هغه ماشومان چې په پاکستان یا نورو هېوادونو کې زېږېدلي او لوی شوي دي افغانستان ورته د مور او پلار وطن دی، خو د دوی د ژوند د خاطرو وطن نه دی.

دا حالت یوازې د ځای او چاپېریال بدلون سره تړلی نه دی، د ډېرو نو لاملونو ترڅنګ ژورې رواني اغېزې هم لري.
کله چې یو انسان په خپل وطن کې د پرديتوب احساس وکړي نو په داسې حالت کې له یوازیتوب، خپګان، اندېښنې، بې باورۍ او د هویت له ګډوډۍ سره مخ کېدای شي. ښايي له ځان سره دا پوښتنې هم تکرار کړي چې زه د کوم ځای یم؟ ولې په خپل وطن کې ځان پردی احساسوم؟ ولې خلک ما د خپل ځان په څېر نه مني؟ دا ډول پوښتنې عادي نه دی او کولی شي ورو ورو په انسان کې پر ځان باور اغېزمن کړي.

د دا ډول شرایطو تجربه هيچاته اسانه نه ده خو ماشومان او ځوانان د دې ډول حالت په مقابل کې ډېر حساس دي. هغوی چې د ژوند مهم کلونه یې په بل هېواد کې تېر کړي، ښايي د ژبې، زده کړو، ملګرتیا او ټولنیز چلند له پلوه له ستونزو سره مخ شي. که په ټولنه کې ورسره د پردیو یا مهاجرو په ډول چلند وشي، د بېلتون او محرومیت احساس یې لا پیاوړی کېږي.

د دې احساس اغېزې یوازې په هغو کسانو پورې محدودې نه پاتې کيږي چې تازه وطن ته را ستانه شوي دي، د ټولنې په نورو وګړو هم اغېز کوي.
کله چې يوه ډله انسانان د نورو په منځ کې د پردیتوب احساس وکړي، بې باوري، واټن او ټولنیز اختلاف وزرې کوي.  

د دې ستونزې حل لپاره بايد موږ په دې پوه شو چې هغه افغانان چې له کلونو وروسته وطن ته راستانه شوي، پردي نه دي. د همدې خاورې بچیان دي. کېدای شي د ژوند شرایطو، ژبې، لهجې او ټولنیزو عادتونو یې توپیر کړی وي، خو دا توپیرونه یې هویت نه شي بدلولی.

د ټولنې هر وګړی که هغه ګاونډیان دي که خپلوان، ښوونکي دي که ملګري او د ټولنې مشران؛ باید له راستنېدونکو کورنیو سره د مینې، درناوي او همکارۍ چلند وکړي. د دې پر ځای چې خبرې، لهجه، جامې او عاتونه یې مسخره کړو غوره ده چې هغوی ومنو او له ټولنې سره د یوځای کېدو زمینه ورته برابره کړو. په ښوونځی، پوهنتون، مجلسونو او ناستو کې په ډاډه زړه ګډون وکړي.

په دې برخه کې د حکومت رول هم ډېر مهم دی چې بايد وطن ته راغليو افغانانو ته د کار، زده کړو، روغتیا او استوګنې فرصتونو ترڅنګ د ژبې او درسي توپیرونو حل لپاره ځانګړي پروګرامونه جوړ شي. رواني سکون لپاره یې اړينې لارې وسنجوي او عملي يې کړي. داسې ټولنیز او کلتوري پروګرامونه جوړ کړي چې نوي راغلي افغانان له خپلو خلکو، دودونو او ټولنې سره نږدې کړي.

د ژوند، اړیکو او هویت د بیا جوړېدو دا بهیر بايد ډېر د پام وړ وي ځکه نوي راغلي افغانان وخت، مینې، درک او ملاتړ ته اړتیا لري. د دې پر ځای چې دوی ملامت کړو بايد نېک او ښه احساس ورکړو.

بخت جمال کريمي

دا مطلب شریک کړئ

کلیدي ټکي

وطنکډواليکور کلیکلتور او ژبهاحساسافغانانخپل خلکتګلارهچلند

د لیکوال په اړه

بخت جمال کریمي

Kabul, AFGHANISTAN

بخت جمال کريمي لیکوال او ژورنالیست دی، د ژورنالیزم پوهنځی یې لوستی دی، له ١٢ کلونو یې په بېلابېلو رسنیو کې د ویاند، متن سموونکي په توګه کار کړی. دوه چاپ شوي اثار لري.

بخت جمال کریمي