کورپاڼهلیکنېافغانستانسیمهنړۍ
ادب
ادب
لیکوالان او شاعران
کره کتنه
لنډې کیسې
شعر
هنر
کلتورحقیقت موندنهټکنالوژي او اقتصاد
ګالري
تصویرونه
ویډیوګانې
کورپاڼهلیکنې
ادب
ادب
لیکوالان او شاعران
کره کتنه
لنډې کیسې
شعر
هنر
افغانستانسیمهنړۍکلتورحقیقت موندنهساینس او ټکنالوژي
ګالري
تصویرونه
ویډیوګانې
لټون
رسالتد فکر او هویت سنګر

رسالت یو غیر انتفاعي کلتوري آرشیف دی چې د میراث ساتنې او شریکولو ته ځانګړی شوی دی

د ژورنال ګډون وکړئ

وپلټئ

  • لیکنې
  • ادب
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړۍ
  • کلتور
  • حقیقت موندنه

اړیکه

  • زموږ په اړه
  • اړیکه
  • لیکوالان

© 2026 رسالت. ټول حقوق خوندي دي.

د کلتور لپاره په مینه جوړ شوی.

کلتور

فرهنګي اړیکې

د اړيکو له مشهورو ډولونو يو یې فرهنګي اړيکې دي. دا هغه اړيکي دي چې د بېلابېلو ملتونو او ټولنو ترمنځ د ژبې، ادب، هنر، دودونو، ارزښتونو، زده‌کړو او نورو کلتوري مسايلو په مرسته جوړيږي.

بخت جمال کریمي۳۲
فرهنګي اړیکې cover

اړيکې د ګډ ژوند او متقابل تعامل په نتيجه کې رامنځته کيږي او د انساني ژوند يوه له ډېرو مهمو اړتياو ده. د اړيکو ځمکه پراخه ده، يوازې خبرې او چا سره د ناستې ولاړې جريان نه دی. بېلابېل ډولونه لري او هر يو یې په خپل ځای کې د ارزښت وړ دی.

د اړيکو له مشهورو ډولونو يو یې فرهنګي اړيکې دي. دا هغه اړيکي دي چې د بېلابېلو ملتونو او ټولنو ترمنځ د ژبې، ادب، هنر، دودونو، ارزښتونو، زده‌کړو او نورو کلتوري مسايلو په مرسته جوړيږي.
دا اړیکې د انسانانو ترمنځ د فکري او ټولنیز نږدېوالي په رامنځته کولو کې مهم رول لري او د بېلابېلو ټولنو د ژوند له طریقو، تاریخي تجربو او فرهنګي ځانګړتیاوو سره د بلدتیا زمینه برابروي.

همدا راز د دغو اړیکو له لارې خلک د نورو ټولنو له ژبو، ادبیاتو، تاریخي میراثونو، هنري اثارو او ټولنیزو دودونو سره اشنا کېږي، د بېلابېلو کلتورونو د ګډ ژوند او متقابل درک چاره اسانوي.

فرهنګي اړیکې په مختلفو بڼو ترسره کېږي د بېلګې په ډول ژبنۍ او ادبي اړيکي. په دا ډول فرهنګي اړيکو کې ژبه حياتي رول لري. کوم اثار چې له يوې ژبې بلې ته ژباړل کيږي، که شاعران او ليکوالان يو له بل سره بلدتيا پيدا کوي، دا ټول د ملتونو ترمنځ فرهنګي اړيکې پيدا او پياوړې کوي.
د هنرمندانو ګډ فيسټوالونه، د لاسي صنعت، تاريخي اثارو ګډو نندارتونونه، د پوهنتونونو ترمنځ علمي همکاري، ګډې څېړنې، علمي کنفرانسونه، ښوونیز پروګرامونه، سیاحت، د خلکو تګ راتګ، د فرهنګي ځایونو لیدنه او د ټولنیزو فعالیتونو ګډول هغه څه دي چې د خلکو ترمنځ مستقیمه پېژندګلوي او فرهنګي اړيکې جوړوي.
بېلابېلې لوبې هم په دې برخه کې ډېرې موثرې ثابتې شوي دي. د بېلګې په ډول تاسې وکتل چې په وروستيو کلونو کې زموږ د ورزشکارانو له لوري په خاص ډول د کرکټ د لوبغاړو له لوري د پښتو ژبې ټکي د نړۍ ډېرو مشهورو لوبغاړو زده او تکرار کړل، افغاني جامې یې په تن کړې او د افغاني خوراکونو سره بلد شول.

د فرهنګي اړيکو په اسانه جوړولو او قوي کولو برخه کې راډیو، ټلوېزیون، ورځپاڼې، مجلې، وېب‌پاڼې او ټولنیزې رسنۍ هم د ډېر پاو وړ دي.

ډېر دي چې فرهنګي اړيکې ورته ډېرې د پام وړ نه معلوميږي خو حقيقت دا دی چې فرهنګي اړيکې ډېرې مهمې او ارزښت لرونکې دي ځکه موږ د فرهنګي اړيکو په لاس کولی شو له نورو ملتونو سره شناخت ته ور پرانيزو، له دودونو یې خبر شو، ژبې یې زده کړو، له هنري او کلتوري میراثونو سره یې اشنا شو.
په علمي برخو کې تجربې تبادله کړو. بل مهم ټکی په کې دا هم يادولی شو چې فرهنګي اړيکي کولی شي چې د هېوادونو ترمنځ د اړيکو ټينګښت رامنځته کوي او د دوام لار یې هواروي.

په نړیواله کچه بېلابېل سازمانونه او فرهنګي بنسټونه د ملتونو ترمنځ د فرهنګي اړیکو د پراختیا لپاره فعالیت کوي چې دا خپله د فرهنګي اړيکو اړتيا ثابتوي او ارزښت یې روښانه کوي.
د فرهنګي اړيکو اړتيا ته په پام یونسکو جلا يوه برخه لري، د نړۍ هېوادونو په خپل اداري سیسټم کې ورته وزارتونه، رياستونه او خپلواکې ادارې جوړې کړې دي.

لنډه دا چې فرهنګي اړیکې د ملتونو ترمنځ پېژندنې، پوهې او تجربو تبادلې لپاره مهمه وسیله ده. دا اړیکې د ژبې، ادب، هنر، زده‌کړې، سیاحت او رسنیو له لارې پراختیا مومي. د نړۍ د بېلابېلو کلتورونو پېژندنه، د فرهنګي میراثونو ساتنه او د ګډو فرهنګي فعالیتونو ترسره کول د دغو اړیکو مهمې برخې دي. فرهنګي اړیکې د نړیوالې همکارۍ او فرهنګي تنوع د ساتنې له مهمو بنسټونو دي.
بخت جمال کريمي

دا مطلب شریک کړئ

کلیدي ټکي

فرهنګي اړيکيافغان کلتورافغانان او افغاني کلتوردودونهرواجنندارتون

د لیکوال په اړه

بخت جمال کریمي

Kabul, AFGHANISTAN

بخت جمال کريمي لیکوال او ژورنالیست دی، د ژورنالیزم پوهنځی یې لوستی دی، له ١٢ کلونو یې په بېلابېلو رسنیو کې د ویاند، متن سموونکي په توګه کار کړی. دوه چاپ شوي اثار لري.

بخت جمال کریمي