کورپاڼهلیکنېافغانستانسیمهنړۍ
ادب
ادب
لیکوالان او شاعران
کره کتنه
لنډې کیسې
شعر
هنر
کلتورحقیقت موندنهټکنالوژي او اقتصاد
ګالري
تصویرونه
ویډیوګانې
کورپاڼهلیکنې
ادب
ادب
لیکوالان او شاعران
کره کتنه
لنډې کیسې
شعر
هنر
افغانستانسیمهنړۍکلتورحقیقت موندنهساینس او ټکنالوژي
ګالري
تصویرونه
ویډیوګانې
لټون
رسالتد فکر او هویت سنګر

رسالت یو غیر انتفاعي کلتوري آرشیف دی چې د میراث ساتنې او شریکولو ته ځانګړی شوی دی

د ژورنال ګډون وکړئ

وپلټئ

  • لیکنې
  • ادب
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړۍ
  • کلتور
  • حقیقت موندنه

اړیکه

  • زموږ په اړه
  • اړیکه
  • لیکوالان

© 2026 رسالت. ټول حقوق خوندي دي.

د کلتور لپاره په مینه جوړ شوی.

کلتور

شیرپور کلا؛ د یوه امیر نیمګړی خوب

خو د امیر شیرعلي خان دا پروژه د سیمې له سیاسي کړکېچونو او د دویمې افغان ـ انګریز جګړې له اغېزو خوندي پاتې نه شوه.

رسالت کلتوري مرکز۱۹
شیرپور کلا؛ د یوه امیر نیمګړی خوب cover

د شېرپور کلا څه وخت او څه ډول جوړه شوه؟

شیرپور کلا د کابل له مهمو تاریخي نظامي او دفاعي ودانیو وه چې د امیر شیرعلي خان د واکمنۍ پر مهال جوړه شوه.

شاوخوا یوه نیمه پېړۍ وړاندې، دلته د یوه امیر د لوی تصور د عملي کولو هڅې روانې وې. د داسې یوه نظامي او اداري مرکز د جوړولو هڅې چې د هغه مهال د افغانستان د دولت د پیاوړتیا او عصري کېدو استازیتوب وکړي.

دا د امیر شیرعلي خان د شېرپور کیسه ده؛ یوه کلا چې د یوه امیر په ارمان پیل شوه، د یوې سترې جګړې په مرکز بدله شوه او وروسته یې خپل اصلي جوړښت له لاسه ورکړ.

د کلا د جوړولو فکر له کومه راغی او موخه یې څه وه؟

د شېرپور د تاریخ پیل د امیر شیرعلي خان له واکمنۍ سره تړاو لري. نوموړي چې د ۱۸۶۸ کال په شاوخوا کې یو ځل بیا د افغانستان واک ترلاسه کړ، د دولت د پیاوړتیا، د پوځ د تنظیم او د هېواد د اداري جوړښت د اصلاح لپاره یې هڅې پیل کړې.

په همدې لړ کې، د ۱۸۷۰ کال په شاوخوا کې د کابل ښار په شمال کې، د بي‌بي مهرو غونډۍ ته څېرمه، د یوه نوي پوځي مرکز د جوړولو طرحه وړاندې شوه.

د دې مرکز اساسي موخه د افغان پوځ د منظمولو، روزنې او ځای پر ځای کولو لپاره د مناسبې فضا برابرول وو. دغه راز، د کابل شمالي لوري ته د یوه پیاوړي دفاعي مرکز جوړول هم د دې طرحې له مهمو موخو ګڼل کېده.

د شېرپور نوم هم د امیر شیرعلي خان له نوم اخیستل شوی دی.

د تاریخي څېړنو له مخې، د دې پروژې د جوړولو په چارو کې زرګونو کارګرانو برخه اخیستې وه او د کلا د دېوالونو د لوړوالي او پیاوړتیا لپاره پراخ کارونه ترسره شوي وو.

د کلا اصلي دېوال له دوو کیلومټرو ډېر اوږد و او په بېلابېلو برخو کې یې د توپونو لپاره لوی برجونه جوړ شوي وو.

له دې جوړښته معلومیږي چې شېرپور یوازې یوه عادي پوځي ودانۍ نه وه، بلکې د دفاعي او نظامي پلان یوه لویه پروژه وه.

خو ولې امیر شیرعلي خان د کابل په همدې برخه کې د یوه نوي پوځي مرکز د جوړولو پرېکړه وکړه؟

د دې پوښتنې ځواب د هغه مهال په سیمه‌ییزو سیاسي حالاتو کې موندل کېږي. افغانستان هغه مهال د دوو سترو امپراتوریو، برېټانیې او روسیې، د سیالیو په منځ کې راګیر و. د هېواد د خپلواکۍ ساتل، د پوځ پیاوړتیا او د دولت د دفاعي وړتیا لوړول د امیر د سیاست مهمې برخې وې.

له همدې امله، شېرپور د یوې ودانۍ تر څنګ د دولت‌جوړونې او پوځي اصلاحاتو د یوه تصور څرګندونه هم کوله.

خو د امیر شیرعلي خان دا پروژه د سیمې له سیاسي کړکېچونو او د دویمې افغان ـ انګریز جګړې له اغېزو خوندي پاتې نه شوه.

په ۱۸۷۸ کال کې برېټانیوي ځواکونو پر افغانستان یرغل وکړ. د جګړې په لومړي پړاو کې د ۱۸۷۹ کال د مې په میاشت کې د ګندمک تړون لاسلیک شو، خو په کابل کې د برېټانیوي استازي لوئیس کاواګنري او د هغه د ملګرو له وژل کېدو وروسته جګړه بیا پراخه شوه.

برېټانیوي ځواکونه د جنرال فریډریک رابرټس په مشرۍ کابل ته ننوتل. د کابل د پاڅونونو او پوځي بدلونونو په ترڅ کې هغوی د شېرپور نیمګړې پوځي کلا د خپل مرکز په توګه وکاروله.

د همدې کال په ډسمبر کې افغان ځواکونو د محمدجان وردګ په مشرۍ د شېرپور کلا، کلابند کړه. د افغان ځواکونو موخه د برېټانیوي پوځ پر وړاندې مقاومت او د هغوی له کابل ایستل وو.

دا کلابندي د ډسمبر له ۱۵مې تر ۲۳مې نېټې روانه وه.

په پای کې د ډسمبر په ۲۳مه افغان ځواکونو پر کلا پراخ برید وکړ خو برېټانیوي ځواکونو دغه برید په شا وتمباوه.

دا پېښه د دویمې افغان ـ انګریز جګړې له مهمو او برخلیک ټاکونکو پوځي پېښو ګڼل کېږي.

د شېرپور کیسه د ۱۸۷۹ کال له جګړې سره پایته ونه رسېده. د جګړې له پای وروسته هم دغې سیمې پوځي ارزښت درلود خو د وخت په تېرېدو یې کارونه او بڼه بدله شوه.

په ۱۹۲۰مه لسیزه کې د شېرپور پخوانۍ سیمه د کابل د لومړي هوايي ډګر په توګه وکارول شوه.

وروسته، په ۱۹۵۰مو کلونو کې د کابل نوی او لوی هوايي ډګر د وزیراباد په سیمه کې جوړ شو او د شېرپور پخوانۍ سیمه په تدریجي ډول د ښار د نوې پراختیا برخه شوه.

د سیمې په ختیځه برخه کې روغتونونه جوړ شول، منځنۍ برخه یې د وزیر اکبرخان سیمې له ښاري جوړښت سره یوځای شوه او ځینې برخې یې د دولتي ادارو او دفاع وزارت تر کارونې لاندې پاتې شوې.

اوس نو هغه ځای چې یو وخت د یوه لوی پوځي مرکز په توګه جوړ شوی و، د کابل د نوې ښاري څېرې یوه برخه وګرځېد.

نن چې د کابل د شېرپور نوم اورو، ښايي د یوې ښاري سیمې، لوړو ودانیو، دولتي ادارو او روغتونونو انځور مو ذهن ته راشي؛ خو د همدې سیمې تر اوسني جوړښت لاندې د افغانستان د یوه مهم تاریخي پړاو کیسه پرته ده.

د شېرپور د کلا دېوالونه او برجونه نن د پخوا په څېر نه دي پاتې خو نوم یې لا هم د کابل په جغرافیه کې ژوندی دی.

د دې کلا تاریخ موږ ته د یوه مهم حقیقت یادونه کوي: ښارونه یوازې له ودانیو، سړکونو او بازارونو نه جوړېږي؛ بلکې هره سیمه یې د خپل وخت د سیاسي پرېکړو، جګړو، خوبونو او ارمانونو او ټولنیزو بدلونونو یوه کیسه لري.

شېرپور هم د کابل د همدې تاریخي حافظې یوه برخه ده.

م.ازاد

دا مطلب شریک کړئ

کلیدي ټکي

کلتورتاریخشیرپورکابلافغان-انګریز جګړهامیرشیرعلي خان

د لیکوال په اړه

رسالت کلتوري مرکز

ر