ايراني فلمونه-- پښتانه او پښتني کلتور
ايران د پښتون وطن افغانستان او پښتونخوا ګاونډی هېواد دی. ژبه یې فارسي ده چې د پښتو ژبې سره ډېر نزديکت لري. دغسې د ايران د خلکو او پښتون ولس ډېرې زړې او ټينګې تاريخي، جغرافيایي او کلتوري ريښې دي چې د ايران په فلمونو کې یې هم عکس ليدی شي.
ايران د پښتون وطن افغانستان او پښتونخوا ګاونډی هېواد دی. ژبه یې فارسي ده چې د پښتو ژبې سره ډېر نزديکت لري. دغسې د ايران د خلکو او پښتون ولس ډېرې زړې او ټينګې تاريخي، جغرافيایي او کلتوري ريښې دي چې د ايران په فلمونو کې یې هم عکس ليدی شي. ايران د پښتنو د کلتوري او ټولنيز ژوند ځنې ترجمان فلمونه د نورو هېوادونو سره په اشتراک هم جوړ کړي دي چې د فارسي نه علاوه په نورو ګڼو ژبو کې هم ښودلی شوي دي. دلته مونږ د ايران د هغو فلمونو په اړه تبصره کوو کوم چې په فارسۍ ژبه کې جوړ شوي دي او د پښتنو د کلتوري، سياسي او ټولنيز ژوند ترجماني پکې شوې ده.
"بايسيکلران" يعنې په سائکل سورلي کوونکی د ايران په فارسۍ ژبه کې جوړ شوی فلم دی چې په کال ١٩٨٧ کې تکميل ته رسېدلی و. د فلم ډائرېکټر محسن مخمل باف دی. د فلم کيسه د يو غريب افغاني د غربت نه چاپېره چورلي. دغه افغان نسيم په ايران کې د مهاجرت ژوند کوي. ښځه یې داسې ناروغه کېږي چې مرګ ته نزدې وي. هغه د ښځې د علاج د پاره پېسې نه لري. د پېسو پېدا کولو په غرض نسيم سائکل راخلي او پرله پسې اووه ورځې او اووه شپې د ايران بازارونو کې ګرځي چې د ښځې علاج د پاره چنده راغونډه کړي خو د هغه دغه مشن هم هلته په ځائ ودرېږي چې دغه سائکل هم ترې څوک غلا کړي. نسيم دې نه پس پېدل دغه سفر شروع کړي او مسلسل په دغه لټون کښې وي چې چنده جمع کړي او د ښځې علاج پرې وکړي خو هغه بيا هم ناکام پاتې شي.
د دغه فلم پلاټ دا ښایي چې په ايران کې پښتون اولس او افغاني مهاجرو د پاره د همدردۍ او ورورولۍ جذبه يوه سواليه نخښه ده. د دې فلم کيسه ماجد ماجدي ليکلې ده. فلم کې موسيقې هم شته. موسيقار یې احمد پنجمان دی.
"باران" د ايران يو بل زړۀ راښکونکی فارسي فلم دی چې په ايران کې د افغاني مهاجرو په محنت مزدورۍ او سختو حالاتو جوړ شوی دی. د فلم کیسه ماجد ماجدي ليکلې ده او هدايتکار یې هم ماجدي دی. باران په فارسۍ کې هم د پښتو باران ته وایي خو په دې فلم کې "باران" د مرکزي کردار نوم دی چې د فلم په اخره کې یې نسبت د عام باران سره هم ښودلی شي.
د فلم کيسه داسې ده چې لطيف د اوولسو کالو يو زلمی افغان وي چې د ايران په تهران ښار کې د مهاجرت ژوند کوي. دغه ټېکدار چې کوم عمارت جوړوي لطيف د دغه عمارت د مزدورانو د پاره چای ډوډۍ تياروي. دغه مزدوران زيات د آذر بايجان سره تعلق لري چې اذيري ژبه وایي. څو مزدوران افغان مهاجر هم دغه عمارت کې کار کوي. خو دغه افغاني مهاجر شناختي کارډ او نور قانوني کاغذات هم نه لري. په غلا ايران کې مېشته شوی وي. دې دوران کې يو افغان مزدور نجف د عمارت د سر نه راغورزېږي او پښه یې ماتيږي چې بيا اسپتال ته رسولی شي. په بله ورځ يو بل افغان مزدور سلطان د نجف ماشوم زوي رحمت چې د څوارلسو کالو وي، راولي او د نجف په ځاې یې په مزدورۍ اخته کوي. ټېکدار ته زر اندازه کېږي چې دغه ماشوم دومره سخته مزدوري نه شي کولی ځکه هغه لطيف هم د رحمت د مرستيال په توګه ټاکي. يوه ورځ لطيف د دروازې نه رحمت ته ګوري او حېرانېږي چې رحمت خو هلک نه بلکې جينۍ ده. رحمت سره یې همدردي پېدا کېږي او بيا یې ورسره مينه پېدا کېږي. خو د رحمت له خوا د مينې عکس العمل نه څرګنديږي. يوه ورځ لېبر انسپکټر دواړه په داسې حالت کې وينې چې انسپکټر ته هم معلومه شي چې رحمت په حقيقت کې جينۍ ده. رحمت د کار د ځاې نه تښتي. لطيف ورپسې د تهران په کوڅو کې ګرځي دغه دوران کې لطيف د پوليس په لاس ورشي. د وهلو ټکولو نه پس یې تاڼې ته بوځي. په داسې حالاتو کې د عمارت ټېکدار هم جرمانه شي او په ټولو غېر قانوني افغاني مهاجرو سختۍ زياتي شي. لطيف د رحمت په لټون کې د پوليس نه د راخلاصېدو نه پس يو داسې کلي ته هم ورسي چېرته چې زيات افغاني مهاجر وسېږي او بيا يو مزار ته هم ورشي چېرته چې زيات افغان مهاجر راغونډ وي. په مزار دغه راغونډو خلکو کې رحمت هم موجود وي چې لطيف ووينې نو له دغه ځايه هم وتښتي. بيا لطيف ته د افغان مهاجر سلطان په ذريعه پته ولګي چې رحمت د درياب په غاړه يو کلي کې موجود دی او مزدوري کوي. لطيف چې هلته لاړ شي نو رحمت د جينکو په لباس کې نورو مزدورانو ښځو سره درانه کاڼي وچتوي او مزدوري کوي. دغه دوران کې لطيف د رحمت ټولې مسئلې حل کول غواړي. د سلطان په ذريعه نجف ته پېسې هم لېږي. خو نجف د څه کورنو چارو په وجه واپس افغانستان ته تلی وي. لطيف نور هم پرېشان شي. هغه هم افغانستان ته لاړ شي. د نجف کور ته ورسي. پته ولګي چې د نجف ورور په افغان جنګ کې شهيد شوی دی. هلته ورته دا پته هم ولګي چې د رحمت اصلي نامه "باران" ده. لطيف واپس د "باران" لټون پسې راځي. نجف هم واپس راغلی وي او ټېکدار نه څه پسې غواړي. بيا نجف او د هغه کورنۍ واپس افغانستان ته راځي. په يوه موقع په خپل وطن افغانستان کې لطيف چې “باران” د نزدې نه وينې نو د دواړو تر مېنځه مينه زياتېږي. دغه دوران کې “باران” په يو ټرک کې درانه کاني خېژوي او “باران” هم وريږي. د “باران” بوټان په خټو کې ډوب وي. هغه پخپله هم په خټو کې انښتې وې. لطيف یې د خټو نه راوباسي. “باران” په ټرک کې سورېږي خو په خټو کې یې د بوټانو چاپونه پاتې کېږي. لطيف يواځې پاتې کېږي او د “باران” د بوټانو خاپونه چې د “باران” په اوبو وينځلی شي او خاپونه پاتې کېږي. لطيف يواځې پاتې کېږي. او د “باران” د بوټانو خاپونه چې د “باران” په اوبو وينځلی شي اوخاپونه ورانېږي نو لطيف یې تماشه کوي. د دې فلم کيسه ډيره خوندوره ده خو په لفظونو د بيان نه زيات خوند یې په سکرين کتلو کې دی.
"سګهائے ولګرد" چې پښتو کې ورته " کوڅه ډب سپي" او اردو کې " اواره کتے" وئيلی شو. د ايران فارسۍ ژبه کې فلم دی چې په کال ٢٠٠٤ کې نندارې ته پېښ شوی دی. د فلم ډائرېکټر مرزيح مشکينې او فلمساز یې مائسم مخمل باف دی. ليکوال یې هم مشکينې دی. موسيقې یې محمد رضا دروېشي ترتيب کړې ده. دې فلم کې د يوې افغانۍ جينۍ ګل غوټۍ او د هغې د ورور زاهد کيسه بيان شوې ده. دغه دواړه ورور خور د طالبانو دور کې د مور پلار نه بيل وسېږي. پلار یې د يو جماعت امام وي چې د طالبانو دور کې د امريکني فوج خلاف یې جنګونو کې برخه اخستې وي او د جنګي قېدي په حېث ژوند تېروي. د دغو ماشومانو مور هم بندي وي. د هغې خيال وي چې خاوند یې په جنګ کې مړ شوی دی ځکه هغه دویم واده وکړي. د جېل دستور دا وي چې ازاد ماشومان مور سره په جېل کې شپې تېرولی شي. ځکه دغه ماشومان د شپې مور سره او د ورځې ازاد وي. يو وخت کې د جېل دغه قانون بدل شي ځکه دغه ماشومان هم بې کوره شي. هغوی هڅه کوي چې په څه طريقه مور سره جېل کې وسېدلی شي خو دا اوس د قانون خلاف وي. ځکه دواړه ماشومان هڅه کوي چې څه داسې جرم وکړي چې هغوی هم جېل کې بندي کړی شي. زاهد يو سائکل غلا کوي او ګل غوټۍ هسې د غل غل اوازونه کوي چې دواړه پوليس ګرفتار کړي خو بيا هم هغوی مور سره جېل کې نه شي بندي کولی بلکې بيل جېل ته لېږلی شي او دغسې د افغانو پښتنو ماشومانو ژوند د حالاتو د جبر په وجه نور هم په عذاب کې تېرېږي.
"بدها از شرم فرو ريخت" يعنې بدها د شرم نه لاندې پرېوتو، په فارسۍ ژبه د ايران فلم دی چې په ٩ ستمبر ٢٠٠٧ کې نندارې ته پېښ شوی و. ډايرېکټره یې حنا مخمل باف ده. فلسماز او ليکوال یې مایسم مخمل باف او مرزيح مخمل باف دي. موسيقي یې تولي بون شاهدي ترتيب کړې ده. دا فلم په افغانستان باميان کې د طالبانو له خوا د بدها د مجسمو په مسمار کولو جوړ شوی دی. د طالبانو د دغه عمل خلاف د پينځو کالو يوه پښتنه ماشومه بختۍ اواز پورته کوي. هغه پخپله هم په يو نوي ازاد شوي سکول کې داخله اخلي. د شدت پسندۍ نارينه واکمنۍ، غربت او د ماشومانو په لوبو د بنديز خلاف د دې ماشومې بختۍ عملي هڅې د دې فلم کيسه مخ په وړاندې بوځي.
ډاکټر حنيف خليل
