موږ په ماضي کې نشو اوسېداى؛ خو اۤرزو مو ده، چې پکې واوسو. انسان ماضي ته يوازې په دې خاطر نه هوسېږي، چې ګنې هلته اۤرامى ده يا ژوند طبيعت ته نېژدې دى، بلکې غواړي، چې پخوانۍ زمانه لکه يوه نوې سيمه په خپلو سترګو وويني، چې خلکو څنګه فکر کاوه، څنګه ژوند يې درلوده، څه يې اغوستل، څه يې خوړل او څنګه يې خوړل؟
ماضي ته تګ شونى نه دى. تاريخ او هنر د انسان د دې تندې د ماتولو هڅه کوى. انسان تل غواړي، چې له زمانه ماورا شي او په هر وخت او هر ځاى کې واوسي، هنر د انسان دې ارمان ته هرکلى وايي او تاريخ ورته د ماضي ور پرانيزي.
لرغوني اۤثار د هنر او تاريخ دواړو لپاره خام مواد دي. تاريخ د دې لپاره هم لولو، چې په حال کې ترې استفاده وکړو؛ خو د لرغونو اۤثارو مهمه ځانګړنه دا ده، چې موږ ته د پخوانو خلکو په تجربو کې د شريکولو چانس راکوي. ما چې د خوشال په اړه ډېرې کيسې اورېدلي، د خوشال د ژوند ژواک د وسايلو د ليدو تنده راسره ده، چې ده څنګه ژوند کاوه؟ څه يې اغوستل؟ او داسې نورې بلها پوښتنې. دا هغه پوښتنې دي، چې ليکني تاريخونه او د ده شاعري يې راته نه وايي؛ خو د ده د زمانې له وسايلو پرې پوهېداى شو. لرغوني اۤثار ځکه خوښوو، چې د ماضي په اړه راته جزييات وايي.
تاريخونه چې راته واقعيتونه د کلياتو په بڼه بيانوي، د تصور او خيال کولو مخه مو نيسي؛ خو لرغوني اۤثار زموږ خيال فعالوي، چې د پخواني وخت په اړه حدس ووهو او له خيالي کولو يې خوند واخلو؛ خو ورسره په دې ځان ډاډه کړو، چې د پخوانو خلکو په اړه مو لا دقيق معلومات ترلاسه کړل.
پخوانى وخت يو واقعيت دى او تاريخ پرې هم د يوه واقعيت په توګه بحث کوي؛ خو وخت چې څومره لرې کېږي، لومړى د فرد او بيا د ټولنې له شعوره وځي، له واقعيته لرې کېږي او خيال ته ورنېژدې کېږي. بيا موږ هڅه کوو، چې د خيال په مرسته يې ورغوو.
هنر د خيال زېږنده دے. پخوانى وخت چې د واقعيت له منګولو وتى، پر موږ د جادو غوندې اغېز کوي، لکه يو ښه شعر چې لولو او لکه موناليزا چې راته د ماضي په انځور کې موسکۍ وي. لرغوني اثار بالعموم هنري ارزښت لري. هغه که خاورين لوښي دي، که د بودا مجسمه، که د يوه واکمن پر نقش و نګار سينګارلي توره. پخواني انسان دا هر څه يوازې د دې لپاره نه ايجادول چې استفاده ترې وکړي، د بودا مجسمې ته عبادت وکړي يا واکمن پر خپله توره د دوښمن سر ووهي، بلکې د هنر د ايجاد هڅه يې هم تر شا ولاړه وه. پر دې بنسټ، موږ له لرغونيو اۤثارو نه د هنري شهکارونو په توګه هم خوند اخلو.
له هنره خوند اخيستل د انسان فطرت دى، بيا چې ورسره د تاريخ جادويي خصوصيت هم يوځاى شي او هنري اثار لرغونى خصوصيت هم ومومى، نو پر نندارچي د هنر او ماضي ګډ اغيز د ده په روان کې ژورې جرړې زغلوي او دا هم راته د لرغونونيو اۤثارو اهميت ښيي.
انسان غواړي، چې خوشحاله واوسي او د دې لپاره ځان ته د ژوند د ښکلي کولو هلې ځلې کوي. کوم خلک چې خپل ذوق پالي، کامياب خلک بلل کېږي او له رواني پلوه سالم وي. په نوره دنيا کې د انسان د ښکلاييز ذوق او ذهني هوساينې او تفريح خيال ساتل کېږي. لرغوني ۤثار په لرغونتونونو او بېلابېلو ځايونو کې ايښودل کېږي، چې نندارچيان ورته راشي او له نندارې يې خوند واخلي. موږ چې د ژوند له لومړنيو اړتياوو محروم ولس يو، ښايي د خوند کلمه راته خوند رانه کړي او يا په تش نس يې د سندرو د ويلو خبره وګڼو. دا سمه ده، چې خلک بايد اول په نس ماړه شي، بيا به د تفريح فکر کوي؛ خو دا خبره هم غلطه نه ده، چې تفريح هم له لومړنيو اړتياوو سره څنګ پر څنګ پکار وي. انسان چې له کاره ستړى شي، تفريح ته اړتيا لري. که د بودا مجسمې روغې او دولت، امکانات برابر کړي واى، نندارې ته به ورتلو او له بودا سره به مو په پخواني ژوند کې د ګډون احساس کاوه، خوند به مو ترې اخيسته او له دې لارې به د دولت جيب ته هم پيسې ورتلې، چې بېرته به د هېواد په ابادۍ لګېدې.
انسان د ژوند د پېژندلو لپاره فردي شعور لري، چې دى يې د ژوند په اوږدو کې د تجربې او مشاهدې له لارې ترلاسه کوي. دا فردي شعور د ټولنيز شعور پر بنسټ جوړ شوى. څه ښه د؟ څه ښه نه دي؟ زه څوک يم؟ څه بايد وکړم؟ څه بايد ونه کړم؟ خپلې هيلې څنګه پوره کړ؟ او داسې نورې پوښتنې د ټولنيز شعور په رڼا کې ځوابوو . ټولنيز شعور فرد ته له ټولنې سره د تعامل لار هواروي او په اصل کې د افرادو ترمنځ له ارتباطه وده مومي. څرنګه چې فردي شعور د مهال په اوږدو کې ترلاسه کېږي، دغسې ټولنيز شعور هم د زمان په اوږدو کې ترلاسه کېږي. څرنګه چې د ټولنې عمر تر فرد په کراتو کراتو اوږد وي، دغسې د ټولنيز شعور د ودې او لوېدو عمر هم تر فرد اوږد وي او په دې توګه د تاريخ علم راته د بشر د ټولنيز شعور کيسه کوي او داسې له تاريخي شعور سره اړيکه جوړوي.
دلته راته د تاريخ يو بل اهميت ثابتېږي. کوم ولس چې له خپل تاريخه خبر نه وي، د هغه ټولنيز شعور نيمګړى وي او له دې امله دې د زه څوک يم؟ له کومه راغلى يم؟ څه مې کړي دي؟ او څه بايد وکړم؟ غوندې پوښتنو ته رسا ځواب نشي ويلاى، ځکه نو د راتلونکې لار ترې ورکه وي او د خپل دوست و دوْښمن توپير ورته ګران وي او له دې امله د نورو هېوادونو په لاس لوبېږي.
د پښتونخوا د ملتپالې شاعرۍ او په ټوله کې د پښتو اۤثارو په اړه له ما سره تل دا پوښتنه وه، چې په پښتونخوا کې نصاب په اردو او انګليسي دى، پښتانه خپله ژبه نشي لوستاى، ډوډۍ پکې نشي پيدا کولاى؛ نو يوازې په پښتو پښتو ويلو او د پښتون د ننګ پر خبرو به ګنې دا ژبه او دا قوم هوسا شي؟ او چې کله به مې دا پوښتنه واقعي نړۍ ته راوايسته؛ له يوه ډبرين غره سره به مخ شوم او داسې به راته د پښتو اکاډميو، خپرو ورو ادبي ټولنو او ملتپالو شاعرانو شعرونه بې مانا غوندې شول، ځکه چې ما ليدل، چې پښتانه ځوانان له خپل تاريخه دومره ناخبره دي، چې اۤن تر پاکستان مخکې ورته خپله جغرافيه يوه صحرا ښکاري، چې دوى ورته د پاکستان په جوړېدو راکوچېدلي دي او د دې علت دا دى، چې پاکستان له لومړۍ ورځې د رسنىو، قوانينو، تاريخونو او نصابونو په مټ د دوى د ملي هويت د مسخه کولو هره ممکنه هڅه کړې وه او دوى تاريخي شعور يې تر قيام پاکستانه پورې محدود کړى و.
خو په پښتونخوا کې وروستيو بدلونونو د تاريخي شعور په اړه زما دا تصور ناسم ثابت کړ. ومو ليدل، چې نوي پښتانه ځوانان چې د پاکستان په تر سيوري لاندې کالجونو او پوهنتونونو کې يې زده کړې کړي، له خپل تاريخي هويته خبر دي او له دې سره زموږ دا تصور هم ناسم شو، چې ګنې د يوه ټاکلي نصاب له مخې ترلاسه کړى تعليم هم يو ولس له خپل هويته پردى ساتي.
له خپل هويته د پښتنو ځوانانو په خبرولو کې د هغو شاعرانو او پوهانو لاس دى، چې دوى ته يې شعرونه ويلې او ليکنې او څېړنې يې ورته کړې دي.
وايي، چې که يو قوم زر کاله هم غلام او له خپل هويته پردى وساتل شي؛ هغه حماسې به يې راژوندي او د خپل هويت د بيا ګټلو او خپلواکۍ ترلاسي ته وهڅوي، چې دوى نسل په نسل خپلو ماشومان ته ويلي. يهود د دنيا په ګوټ ګوټ کې وګرځېدل؛ خو هر ځاى د خپل فرهنګ خونديتابه له خپل تاريخ سره تړلي وساتل.
دا خبره تل د حماسو د ارزښت په اړه کېږي، چې حماسې چې ملي ارزښت لري، ولسونه له خپل هويته خبروي؛ خو دا د ټولو لرغونيو اۤثارو په اړه هم سمه خېژي. لرغوني اۤثار د تاريخ د زنځير هغه کړۍ دي، چې زموږ پرون، نن او سبا پکې پېيلي دي او موږ پکې خپل ورک پرون موندلاى شو. که خپل ورک پرون ونه مومو، د نن پر اکر نشو پوهېداى او د سبا لپاره هېڅ نشو کولاى. د ټي ايس ايليټ خبره ده، چې موږ د ماضي په حال کې اوسو. که د ماضي معرفت راسره نه وي، نن او سبا به رانه ورک وي. موږ چې افراطيت ته مخه کړې، د خپل اسلامي او ملي فرهنګ علمي پرمختګونه او هنري شهکارونه مو هېر کړي او فکر مو کړى، چې يوازې توپک مو ژغورلاى شي.
د سراج الاخبار افغانيه نه راواخله تر اوسه په افغاني رسنيو کې ډېر بدلونونه راغلي يا مثلا د کوشانيانو د وخت د ژوند وسايل له موږ نه ډېر مختلف دي. دا څه ډول توپير دى؟ دا توپير څنګه راغلى او ټولنې څنګه بدلون کوي؟ د ټولنيزو بدلونونو تر شا کوم لاملونه پټ وي؟ د دې پوښتنو ځواب په ابتدايي بڼه د هر انسان او په علمي کچ د هر څېړونکي غوښتنه ده؛ خو دا پوښتنې هله دقيقې ځوابولاى شو، چې له خپل تېر تاريخ نه خبر شو.
پر دې بنسټ دا د نظام او ولس دنده ده، چې خپل پروني اۤثار راټول او خوندي کړي. په افغانستان کې د جګړو له امله ډېرې خپلسرې کېندنې شوې او لرغوني اۤثار لوټ شوي، ولس ته پکار دي، چې د يو څو ټنګو د ګټې پرځاى ستر ملي زيان ته وګوري، څوک خپلسري کيندنو ته پرېنږدي او که چېرته کوم لرغونى اثر ومومي، ژر تر ژره يې دولت ته وسپاري.
زموږ د هېواد په لر و بر کې ډېر تاريخي ودانۍ او څلي دي، دولت بايد دا لرغوني اۤثار خوندي کړي او د سيلانيانو د ورتګ لپاره ورته ټول امکانات برابر کړي. د افغانستان د لرغوني اۤثارو له پلوه يو غني هېواد دى، چې په اقتصاد ثبات کې ورسره مرسته کولاى شي.
دولت ته لرغوني اۤثار يوازې ملي ارزښت نه لري، بلکې د پيسو د ګټلو ښه وسيله هم ده او دا د لرغونيو اۤثارو د خوندي کولو بله ګټه ده.
