فرهنګي او تاریخي میراثونه د ملتونو د هویت او تاریخ بيانونکي
فرهنګي او تاریخي میراثونه د ملتونو د هویت هنداره ده. په دې هنداره کې د خلکو د ژوند طرز، دودونه، ژبه، هنرونه، باورونه، پوهه، تاریخي پېښې او د تېرو نسلونو د ژوند نښې پرتې دي. که یو ملت خپل میراث وپېژني، خپل تېر پېژني او که خپل تېر وپېژني، د خپل هویت د بنسټونو په درک کولو کې به له ستونزو سره نه مخ کېږي.
د نړۍ په نږدې ټولو هېوادونو کې د هغه هېواد د فرهنګي او تاريخي ميراثونو د خونديتوب، ساتنې، خپلو خلکو او ان نړۍ والو ته يې د ورپېژندلو لپاره وزارتونه، ادارې او بېلابېل ادرسونه لري. په منظم ډول ورته کار کوي چې په دې سره له يوې خوا د بهرني کلتوري یرغل مخه ډپ کوي او له بلې خوا خپل کلتور ته وده ورکوي. فرهنګي او تاریخي میراثونه د ملتونو د هویت هنداره ده. په دې هنداره کې د خلکو د ژوند طرز، دودونه، ژبه، هنرونه، باورونه، پوهه، تاریخي پېښې او د تېرو نسلونو د ژوند نښې پرتې دي.
که یو ملت خپل میراث وپېژني، خپل تېر پېژني او که خپل تېر وپېژني، د خپل هویت د بنسټونو په درک کولو کې به له ستونزو سره نه مخ کېږي.
په دې ليکنه کې د فرهنګي او تاريخي ميراثونو موضوع اړوند څو مهم ټکي را اخلم، يو يې د فرهنګي او تاريخي ميراثونو سره شناخت دی، بله دا چې یو شی او یوه پېښه په کومو دلیلونو میراث ګڼل کېږي؟ فرهنګي او تاریخي میراثونه ولې مهم دي؟ او د دې ترڅنګ به دا هم په کې ولولئ چې د فرهنګي او تاریخي میراثونه څنګه وساتو؟
اوس راځو پر دې خبرې کوو چې فرهنګي او تاریخي میراثونه څه ته ویل کيږی؟
د بېلابېلو قاموسونو او د ملګرو ملتونو د يونسکو سازمان د هغو ليکنو په حواله چې د فرهنګي ميراثونو په اړه يې کړي دي ويلی شو چط فرهنګي میراث هغه مادي او معنوي ارزښتونه دي چې یوه ټولنه یې له تېرو نسلونو څخه په میراث اخلي، ساتي او راتلونکو نسلونو ته یې لېږدوي. په دې کې ژبه، ادبیات، ولسي کیسې، متلونه، دودونه، عنعنات، موسیقي، لاسي صنایع، ملي جامې، خوراکونه او نور فرهنګي ارزښتونه شاملېدلی شي.
تاریخي میراث بیا هغو اثارو، ځایونو، ودانیو، اسنادو او تاریخي نښو ته ویل کېږي چې د تېر وخت له مهمو پړاوونو، پېښو او شخصیتونو سره تړاو ولري او د تاریخ د پېژندلو لپاره ځانګړی ارزښت ولري. لکه: لرغوني ښارونه، کلاګانې، تاریخي جوماتونه، زاړه اثار، ډبرلیکونه او تاریخي ودانۍ.
د افغانستان خاوره د فرهنګي او تاریخي میراثونو له پلوه بډایه ده. د بامیانو تاریخي اثار، د هرات تاریخي ودانۍ، د غزني لرغوني اثار، د بلخ تاریخي سیمې، د میوند تاریخي یادونه، پښتو ولسي ادب، اتڼ، دودیزې جامې او بېلابېل لاسي صنایع زموږ فرهنګي او تاریخي شتمنۍ دي.
د میراثونو سره له اشنايۍ وروسته دا مهمه ده چې وپوهيږو یو شی او یوه پېښه په کومو دلیلونو میراث ګڼل کېږي؟
د ميراثونو په اړه بايد دا په ياد ولرو چې هر زوړ شی یا هره پخوانۍ پېښه په خپله فرهنګي یا تاریخي میراث نه ګڼل کېږي، بلکې یو اثر یا پېښه هغه مهال د میراث ارزښت ترلاسه کوي چې له یوې ټولنې، ملت یا تاریخي پړاو سره ځانګړې اړیکه ولري او د هغه د تېر ژوند په پېژندنه کې مرسته وکړي.
که یو شی یا ځای د یوې مهمې تاریخي دورې یا پېښې څرګندونه وکړي، تاریخي ارزښت مومي. د بېلګې په توګه، په افغانستان کې تاریخي کلاوې لکه بالاحصار کابل، قلعه اختیارالدین، د غزني بالاحصار، د بست کلا او زاړه ښارونه چې د بېلابېلو دورو د سیاسي او ټولنیز ژوند نښې له ځان سره لري.
هغه دود، هنر، ژبه یا اثر چې د یوې ټولنې د ژوند او هویت برخه وي، فرهنګي میراث ګڼل کېدای شي. د بېلګې په توګه، اتڼ یوازې یوه دودیزه نڅا نه ده؛ بلکې د افغاني ټولنې د خوښۍ، ټولنیز یووالي او فرهنګي پېژندنې له څرګندونو څخه هم ده.
ځینې تاریخي ودانۍ، هنري اثار، لاسي صنایع او زاړه لیکلي اسناد د هنر، معمارۍ، ژبې او پوهې د پخوانیو پړاوونو په اړه مهم معلومات وړاندې کوي.
د نسلونو ترمنځ د تړاو ارزښت هم يو هغه اصل دی چې په اساس يې يو شی يا پېښه د ميراث ارزښت خپلوي. مانا هغه شیان او دودونه چې له یوه نسل څخه بل نسل ته انتقال شوي وي، د خلکو د ګډې حافظې برخه ګرځيدلي وي، د يو ملت د معنوي ميراث په توګه مطرح کېدلی شي. لکه د نیکونو له زمانې پاتې دودونه، ولسي کیسې او ادبي روایتونه... .
همدارنګه، یوه پېښه هغه مهال تاریخي میراث ګڼل کېدای شي چې د یوه ملت یا ټولنې پر برخلیک، هویت او تاریخي بهیر یې څرګند اغېز کړی وي. داسې پېښې د ملتونو په تاریخي حافظه کې ځای نیسي او د راتلونکو نسلونو لپاره د تېر وخت د پېژندنې وسیله ګرځي.
دا هغه ټکي و چې له مخې يې موږ ویلی شو دا شی، پېښه، اثار او روايتونه د يوې ټولنې يا ملت ميراث دی.
اوس راځو دې ته چې فرهنګي او تاریخي میراثونه ولې مهم دي؟
فرهنګي او تاریخي میراثونه د ملتونو د هویت پېژندنې پخې ستنې دي. ملتونه یوازې په جغرافیه نه پېژندل کېږي؛ بلکې ژبه، تاریخ، دودونه، ادبیات، هنرونه او تاریخي اثار یې د پېژندنې اساسي نښې دي. که د یوه ملت د تېر وخت نښې له منځه ولاړې شي، د هغه ملت د تاریخي حافظې یوه برخه هم له منځه ځي. تاریخي ودانۍ، لرغوني اثار او زاړه اسناد د هغو زمانو په اړه معلومات وړاندې کوي چې موږ په مستقیم ډول لیدلي نه دي. د تاریخ هغه خبرې کوي چې ډېر ځله په کتابونو کې په بشپړه توګه نه موندل کېږي.
ګډې ژبې، دودونه، ادبيات، هنرونه او تاریخي خاطرې خلک له خپلو ریښو سره نښلوي. کله چې یو نسل خپل فرهنګي ارزښتونه وپېژني، په هغه کې د خپل هویت د ساتنې احساس پیاوړی کېږي.
هغه څه چې له تېرو نسلونو څخه موږ ته رارسېدلي، یوازې زموږ د زمانې شتمني نه ده؛ بلکې راتلونکي نسلونه هم پرې حق لري. له همدې امله د میراث ساتنه یوازې د تېر وخت درناوی نه، بلکې د راتلونکي نسل پر وړاندې مسؤلیت هم دی.
سربېره پر دې، تاریخي او فرهنګي میراثونه د علم، څېړنې او زدهکړې لپاره ارزښت نه ډکې سرچینې دي، لرغوني اثار د تاریخ، لرغونپوهنې، هنر، ژبې او ټولنیزو علومو د څېړنې لپاره مهم مواد برابروي، تاریخي سیمې او ودانۍ هم د هېوادونو د فرهنګي پېژندنې او ګرځندوی له پلوه ارزښت لري.
وختی چې فرهنګي او تاريخي ميراثونه د یو ملت لپاره مهم او اړين دي نو لازمي ده چې وپوهيږو څنګه د فرهنګي او تاریخي میراثونو ساتنه وکړو؟
د ميراثونو د ساتنې څرنګوالی او بهير له څو اړخونو عملي کولی شو.
لومړی او ضروري اصل يې د یوه ملت له لوري د خپلو ميراثونو پېژندنه او په اړه يې پوهاوی تر لاسه کول دي. تر هغې چې خلک د خپل فرهنګي او تاریخي میراث په ارزښت پوه نه شي، د ساتنې هڅې به یې تل له ستونزو سره مخ وي. د دې لپاره چې خلک له خپلو ميراثونو سره اشنا شي بايد په ښوونځیو، پوهنتونونو او رسنیو کې د هېواد د فرهنګي او تاریخي میراثونو په اړه لازم پوهاوی رامنځته شي.
دويمه دا چې تاریخي سیمې، لرغوني اثار او ارزښتمنې ودانۍ باید د مناسبو قوانینو له لارې خوندي شي، چې د ناقانونه کیندنو، قاچاق، تخریب او بېپامۍ له زیانونو څخه وساتل شي.
د دې ترڅنګ د تاریخي ودانیو او اثارو علمي ترمیم او بیا رغونه هم د ساتنې یوه مهمه برخه ده. زاړه اثار باید د متخصصینو له خوا، د هغوی د تاریخي او هنري ځانګړنو په پام کې نیولو سره، ترمیم شي ځکه ناسمه بیا رغونه کله ناکله د یوه اثر اصلي بڼه او تاریخي ارزښت له منځه وړلی شي.
معنوي ميراثونه لکه ژبه، دودونه او نور هم مهم دی او ساتنه غواړي. ژبه، ولسي کیسې، متلونه، دودونه، موسیقي، لاسي صنایع او نور فرهنګي ارزښتونه هغه مهال ژوندي پاتې کېږي چې نوي نسلونه یې زده کړي او په خپل ورځني او فرهنګي ژوند کې یې وکاروي. د مشرانو تجربې او روایتونه باید ثبت او خوندي شي چې د وخت په تېرېدو له یاده ونه وځي.
البته دا باید په ياد ولرو چې میراث ساتنه یوازې د یوه ځانګړي بنسټ یا ادارې مسؤلیت نه دی بلکې هر وګړی د خپل هېواد د تاریخي او فرهنګي شتمنیو په ساتنه کې ونډه لری. د تاریخي ځایونو درناوی، د اثارو له زیانمنولو ډډه کول، د ناقانونه کیندنو او قاچاق پر وړاندې د پوهاوي رامنځته کول او د فرهنګي ارزښتونو درناوی د همدې مسؤلیت بېلګې دي.
بخت جمال کريمي
