هېواد په خپلواکۍ کې جوړیږي !
روښانه ده چې د هېواد ټول وګړي د خپلواکۍ اتلان نه شي کیدلی، ویاړ د ټول هېواد وي او ویاړ د ټول ولس وي، خو د هېواد د خپلواکۍ لپاره قرباني ورکول د کم شمیر خلکو کار وي، ځکه که ټول د اشغال او پردیو مخالف وي، خو بیا هیڅکله پردیو ته زمینه نه برابریږي، چې یو هېواد اشغال کړي.

پردو همیشه دلته ویجاړۍ پریښې !
پردي پال هیڅکله ملت پال نه دي !
روښانه ده چې د هېواد ټول وګړي د خپلواکۍ اتلان نه شي کیدلی، ویاړ د ټول هېواد وي او ویاړ د ټول ولس وي، خو د هېواد د خپلواکۍ لپاره قرباني ورکول د کم شمیر خلکو کار وي، ځکه که ټول د اشغال او پردیو مخالف وي، خو بیا هیڅکله پردیو ته زمینه نه برابریږي، چې یو هېواد اشغال کړي.
چې ځری یې له کوره یې مینه یې توره یې .
چې کله له پردي سره له خپل کور څوک نه وي، روښانه ده چې غل د چا کور ته نه شي ورتللی.
افغانانو له روسانو سره په یو بې مثاله قربانیو جهاد وکړ د افغانستان ولسونو دومره قرباني ورکړه، چې نږدې هر کور یو زلمی یو مټور په کې وبایله، خو خپله خاوره یې ازاده کړه، شوروي اتحاد یې وپاشه، هغه که رهبرانو تر شاه هر څه ځانونه پلورلي و، خو د افغانستان ولس و نوم ورکي غازیان و چې وطن یې وګټلو او خپلواکي یې د خپل هېواد او ولس په نوم کړه.
روسان هم د یو شمیر افغانانو په مټ راغلي و او افغانستان یې اشغال کړی و، روښانه ده چې غلام د غلامۍ په مزه کې دومره ورک وي، چې د خپلواکۍ په مزه نه پوهیږي.
خرڅو شویو مشرانو چې موخه یې یوازې واک او ځواک چوکۍ او د ژوند امکانات و، ښه یې ځانونه ثابت کړل، که څه هم یو شمیر یې تر اخره د خپلواکۍ سرتیري پاتې شول، پلور شویو یې هغه وخت چې مجاهدین یا شهیدان شول او یا هم کښیناستل دا ځل یې د مجاهدینو پر ځای د غلو لښکرې جوړې کړې، کورنۍ جګړې یې پیل کړې او د دوی بربریت داسې حد ته ورسید، چې د افغانستان په هره ولسوالۍ، هر کلي او هره سیمه کې یو ظالم د قوماندان او بل او بل په نوم خلک ولوټول، نه یې د جهاد فضلیت ته وکتل، نه د مجاهد د نوم نظافت ته وکتل او نه یې د هېواد عظمت ته وکتل، بس د هېواد شتمنۍ لیلام کړې او د څو پیسو پیدا کولو لپاره پر هیڅ باندې هم بند پاتې نه شول.
امریکایان هم چې راتلل یو شمیر د واک او زر او زور وږو ورته چکچکې وکړلې، ولس ته یې وویل وطن به جوړ شي ګل او ګلزار به شي، خو هو د دوی لپاره ولس باندې بمونه وغورځیدل، بمبار شول، ووژل شول، چاپې پرې ووهل شوې او هر ځای ووژل شول، چې د دې خبرې د اثبات لپاره د پخواني ولسمشر حامد کرزي هغه خبرې لا شته دي چې ویې ویل امریکایان باید ووځي او هېواد پریږدي، نور دې د شپې چاپې نه وهي، نور دې خلک نه وژني ولسونه دې نه وژني .
اشغال اشغال و او روښانه وه چې پردي چاته هېواد نه جوړوي.
که یې جوړولی د ناټو په چوکاټ کې لسګونه هېوادونه افغانستان ته راغلل او په شرمیدلې ماتې ووتل، خو په میراث کې یې مونږ ته څه پریښودل، د پولیسو د میاشتو معاش پاتې شو، د عسکر د میاشتو معاشونه پاتې شول، د ملکي مامورینو معاشونه پاتې شول.
کوم روغتون مونږ ته پاتې شو، چې مونږ د پاکستان او بل او بل له اړتیا وباسي.
کومه فابریکه یې مونږ ته پریښودله، که څوک وايي لوی لارې او سړکونه جوړل شول، خو دوی ځانته او خپلو ټانګونو ته جوړ کړي و .
مونږ ته یې جوړ ټانکونه او الوتکې کباړ نه کړې بیرته د کابل د هوايي ډګر ویډیوګانې خو شته دي .
دا بحث لنډ دی چې دلته هر څه و د بهرنیانو لپاره و او چې بهرنیان ووتل په سبا یې خلکو چغې کړې چې وږي یو، نهار یو او هیڅ نه لرو، روښانه ده که اشغال دې هېواد ته کار کړی وی، په سبا به خلکو د ولږې چغې نه وهلی، خلک به د وړو بوجیو ته په کتارونو کې نه و ولاړ .
یو شمیر لا اوس هم د اشغال په پلوی هره ورځ چغې وهي، چې اشغال پلان درلود، هېواد یې جوړولو، که چیرته اشغال هېواد جوړولی، نو ولې یې لاسپوڅي سم ورسره ووتل، ولې یې هېواد پریښود، ولې ورسره ولاړل .

دوی خپله د هېواد لپاره هیڅ نه لرل نه کوم پلان و او نه کومه پالیسي او که وی دوی به هر څه درلودل او د بهرنیانو له موجودیت پرته به یې حد اقل دا هېواد خو یو کال مدیریت کړی وی.
خو داسې څه پلان طرحه او کومه برنامه د هېواد لپاره نه وه او له هغې وړاندې د اشغال په لاس کې هر څه و چې څه وکړي، څه یې کول او څرنګه یې وکړي.
هېوادونه پردي چاته نه جوړوي، بلکه په ځان پسې وران ویجاړ او کنډواله هېوادونه پریږدي، ویجاړۍ پریږدي، دښمنۍ پریږدي، ورور وژنې پریږدي، ابادۍ نه پریږدي.
دا هر څه مونږ په خپلو سترګو ولیدل او له هغې وروسته چې د 2021 کال په اګست کې بهرنیان له هېواد ووتل، په خپلو مټو په خپل لاس او خپلو هیلو سره د هېواد د ابادۍ فکر پیدا شو، سره له دې چې ټولو اسلامي او غیر اسلامي هېوادونو له افغانستان سره اړیکې قطعه کړې مرستې یې قطعه کړې او د افغانستان ولس یې هیر کړ، خو افغانان لا ژوندي دي، پايي او په خپل لاس د هېواد جوړولو فکر پیدا شو، چې په نتیجه کې یې سترې چارې پیل شوې، د کابل کندهار لویه لاره، د کابل شمال لویه لاره، د کابل پکتیا لویه لاره جوړې شوې لا جوړیږي، د ټاپي تش په نوم پروژه په عمل بدله شوه، د سیمې له هېوادونو سره اړیکې چې د نه خپلواکۍ له امله نه جوړیدې جوړې شوې، د قوش تیپې ستره او حیاتي پروژه په نشت امکاناتو په تکمیل کیدو ده چې په بشپړیدو سره به یې د افغانانو په ژوند کې یو ستر بدلون راشي.
په هېواد کې خپل باکیفیت درمل تولیدیږي، نورو هېوادونو ته هم ځي .
د ابادۍ لپاره مو اکثر فایریکې خپلې دي او ساختماني مواد تولیدوي، د سمنټو فابریکې څه جوړې او څه په جوړیدو دي.
دا خپلواکۍ مزایې دي خوندونه یې دي او خلک پوه شو، چې ځان او هېواد به خپله جوړو.
اسلامي امارت به هم ستونزې ولري، شکایتونه به هم وي، خو هیله دا ده چې دا ستونزې حل شي او د حل ژمنې یې شوي دي .
اوس مونږ یو زمونږ هېواد دی، مونږ یې ابادوو، خپله به یې جوړو .
مونږ تاسو په خپلو سترګو د عراق، سوریه او نورو هېوادونو حالات ولیدل چې د امریکا له اشغال وروسته څرنګه پاتې شول، همداسې افغانستان .
هغوی چې اشغال غوره بولي، هغوی ته غوره و، هغوی ماڼۍ جوړې کړې او د نړۍ په لوړ بیه موټرو کې ګرځیدل، چې هیڅکله یې نه لرل، بې شخصیته و اشغال شخصیت ورکړی و، بې کوره و کور یې ورکړی و، بې سړیتوبه و کاذب سړیتوب یې ورکړی و او داسې نورې ډیرې د ژوند غولونکې مزایې یې ورکړې وې هغوی باید د اشغال ښه ووايي .
خو اصل پوښتنه که د افغانستان له هغو وګړو وشي چې د شپې ورسره د چاپې ویره وه، د ورځې له یو ولسوالۍ بلې ته نه شو تللی، سوداګري یې نه شوه کولی زور واکو او مفسدینو لوټل، کاروبار چا نه شو کولای هغوی به د خپلواکۍ مزایې بیا ښه بیان کړل.
په خپلواکۍ کې لکه څرنګه چې د افغانستان تولید وده کړې، سوداګرۍ وده کړې، ټرانزیټ وده کړې، بیا رغونې وده کړې لنډ وخت به وي چې افغانستان به په خپلو پښو ولاړ وي او په خپل ځان به متقي وي .
که څه هم د افغانستان دښمنان سخت حسود دي او هڅه کوي د دې خپلواکو پرمختګونو مخه ونیسي، خو افغانان متوجه شوي دي او هر کله چې د افغانستان ازلي دښمنانو له افغانستان سره خپله دښمني په ډاګه کړې روښانه ده چې دا وخت د افغانستان د ابادۍ او پرمختګ وخت دی او اوس همدا وخت دی او د افغانستان دښمنان ټول کوښښ کوي چې د ابادۍ او پرمختګ مخه ونیسي، خو اوس افغانان هوښیار شوي دي .
افغانان د غلامانو په اړه هم اوس هوښیار دي، د پردي پالو په اړه هم هوښیار دي او په خپل لاس د خپل هېواد جوړیدو ته یو بل ته لاسونه ورکړي دي، چې په اجنبي او پردي لاسونه په کې نه ځایږي .
رسالت
