د تاریخ تر ټولو ستر لومړنی عامه ونډو بازار (IPO)، د مصنوعي ځیرکتیا چټکه اقتصادي وده، د ټکنالوژۍ نړیواله سیالي او د دې ټکنالوژۍ مخ پر زیاتېدونکي خطرونه
۲۳ نومبر ۲۰۲۶
تصور وکړئ، یو شرکت میلیاردونه ډالر زیان کوي، د راتلونکو کلونو لپاره د سلګونو میلیاردونو ډالرو په ارزښت د کمپیوټري بنسټونو د جوړولو ژمنې کوي خو بیا هم پانګهوال ورته له ۱.۵ ټریلیون ډالرو لوړ ارزښت ټاکي.
دا د انټروپیک (Anthropic) د شرکت کیسه ده؛ هغه امریکايي شرکت چې د کلاډ (Claude) په نوم د مصنوعي ځیرکتیا پرمختللي سیسټمونو مالک دی.
د ۲۰۲۶ کال د نومبر په ۱۹مه، انټروپیک د خپلو ونډو په لومړني عامه وړاندې کولو (IPO) سره د ونډو په بازار کې نوی تاریخ جوړ کړ. د هرې ونډې بیه ۸۳ ډالره وټاکل شوه او د شرکت لومړنی ارزښت نږدې ۱.۵ ټریلیون ډالرو ته ورسېد. بازار ته د ونډو په وړاندی کولو سره ۸۱.۳ میلیارد ډالر راټول شول.
خو د دې بریا تر شا یوازې مالي لاستهراوړنې نه دي؛ بلکې د مصنوعي ځیرکتیا د راتلونکي، اقتصادي سیالۍ، پوځي کارونې او نړیوال امنیت په اړه مهمې پوښتنې هم پرتې دي.
انټروپیک څه شی دی او ولې مهم دی؟
انټروپیک په ۲۰۲۱ کال کې د اوپن اېآی (OpenAI) د پخوانیو څېړونکو او کارکوونکو له خوا جوړ شو. د شرکت له بنسټاېښودونکو ډاریو امودي (Dario Amodei) اجرائیوي مشر او ډانیلا امودي (Daniela Amodei) د شرکت مشره ده.
په ۲۰۲۳ کال کې دې شرکت د کلاډ (Claude) په نوم د مصنوعي ځیرکتیا سیسټم معرفي کړ. کلاډ اوس د کمپیوټر پروګراملیکنې، څېړنې، د اسنادو د تحلیل، د معلوماتو د ارزونې او ګڼو مسلکي چارو د ترسره کولو وړتیا لري. د دې شرکت مهم سیالان اوپن اېآی، ګوګل ډیپماینډ (Google DeepMind) او مېټا (Meta) دي.
مالي وده او د ۱.۵ ټریلیون ډالرو ارزښت
د انټروپیک (Anthropic) د شرکت د رسمي مالي اسنادو له مخې، د ۲۰۲۵ کال په لومړیو نهو میاشتو کې یې عواید ۲.۵۴۵ میلیارد ډالرو ته رسېدل خو د ۲۰۲۶ کال په ورته موده کې دا رقم ۳۳.۲۴۲ میلیارد ډالرو ته لوړ شو. په دې توګه، د شرکت عواید د یوه کال په موده کې شاوخوا ۱۲۰۶ سلنه زیات شوي چې نږدې ۱۳ برابره وده ښيي.
د شرکت د ونډو لومړنۍ بیه ۸۳ ډالره وه او په دې توګه یې ارزښت نږدې ۱.۵ ټریلیون ډالرو ته ورسېد. د اسوشیټېډ پرېس (Associated Press) د نومبر د ۲۱مې د راپور له مخې، د ونډو بیه د بازار د پرانیستې پر مهال ۱۱۱.۵۰ ډالرو ته پورته شوه خو وروسته د لومړۍ ورځې د راکړې ورکړې په پای کې ۹۷.۱۷ ډالرو ته راکمه شوه.
ایا د مصنوعي ځیرکتیا بازار له مالي پړسوب سره مخ دی؟
د مصنوعي ځیرکتیا په برخه کې د پانګونې چټک زیاتوالي دا پوښتنه راپورته کړې چې ایا د دې ټکنالوژۍ بازار له خپل واقعي اقتصادي ارزښت لوړ نه دی تللی؟
انټروپیک د ۳۳.۲ میلیارد ډالرو عوایدو ترڅنګ ۱.۵ ټریلیون ډالره ارزښت لري. دا ښيي چې پانګهوال د شرکت له راتلونکې ودې ډېرې لوړې تمې لري.
د بلومبرګ انټېلېجنس (Bloomberg Intelligence) اقتصادپوهې انا وانګ (Anna Wong) هم د مصنوعي ځیرکتیا په بازار کې د بیو د راټیټېدو او د شرکتونو د سیالۍ له امله د ګټې د کمېدو په اړه اندېښنې څرګندې کړې دي.
د انټرنېټ د پخوانۍ دورې تجربه ښيي چې یوه ټکنالوژي کولای شي نړۍ بدله کړي خو بیا هم ګڼ هغه شرکتونه ناکامېدای شي چې پانګهوالو ورته له واقعي اقتصادي وړتیا لوړ ارزښت ټاکلی وي.
په ایران کې جګړه او د مصنوعي ځیرکتیا پوځي کارونه
د انټروپیک د ټکنالوژۍ په اړه یوه مهمه او جنجالي موضوع د امریکا په پوځي عملیاتو کې د کلاډ کارول دي.
سيبياېس نیوز (CBS News) د ۲۰۲۶ کال د مارچ په ۳مه د خپلو سرچینو له قوله راپور ورکړ چې د ایران پر وړاندې د امریکا په پوځي عملیاتو کې د کلاډ مصنوعي ځیرکتیا سیستم کارول شوی و.
د واشنګټن پوسټ (The Washington Post) د راپور له مخې، د امریکا پوځ د استخباراتي معلوماتو د تحلیل، د احتمالي اهدافو د پېژندلو او د پوځي عملیاتو د لومړیتوب ټاکلو لپاره هم پرمختللي ځیرک سیسټمونه کارولي دي.
انټروپیک غوښتل د خپلو سیسټمونو پر کارولو داسې محدودیتونه ولګوی چې د عامو خلکو د پراخې څارنې او په بشپړه توګه د خپلواکو وژونکو وسلو په جوړولو کې ترې استفاده ونه شي. خو د امریکا د دفاع وزارت د دغو محدودیتونو سره مخالفت درلود.
دا اختلاف یوه مهمه پوښتنه راپورته کوي: ایا خصوصي ټکنالوژۍ شرکتونه باید د خپلو ځیرکو سیسټمونو د پوځي کارونې په اړه محدودیتونه وټاکي که دولتونه باید په دې برخه کې وروستۍ پرېکړه وکړي؟
د ایران د نجونو د ښوونځي پېښه
د ۲۰۲۶ کال د فبرورۍ په ۲۸مه، د ایران په میناب ښار کې د نجونو پر یوه ښوونځي توغندي ولګېدل. د ایراني چارواکو په وینا، په دې پېښه کې له ۱۷۵ ډېر ماشومان او ښوونکي ووژل شول او په سلګونو نور ټپیان شول.
دې پېښې د پوځي پرېکړو په بهیر کې د مصنوعي ځیرکتیا د کارونې او د انساني څارنې په اړه جدي بحثونه راپورته کړی.
خو اساسي پوښتنه پر خپل ځای ده: که مصنوعي ځیرکتیا د پوځي استخباراتو او د اهدافو د پېژندلو لپاره کارول کېږي، نو د هغې د تېروتنې مسوولیت به د چا پر غاړه وي؟
د داسې پرېکړو مسوولیت باید د انسانانو او اړوندو ادارو پر غاړه پاتې شي، نه د ماشینونو.
پایله
د انټروپیک بریا ښيي چې مصنوعي ځیرکتیا نور یوازې یوه نوې ټکنالوژي نه ده؛ بلکې د نړیوال اقتصاد، علمي څېړنو، سوداګرۍ او ملي امنیت پر راتلونکي اغېز لرونکې وسیله ګرځېدلې ده. خو د دې ټکنالوژۍ پراختیا سترې پانګونې، د برېښنا او کمپیوټرونو پراخو سرچینو، او د امنیت او مسوولیت په اړه روښانه اصولو ته اړتیا لري.
د افغانستان په څېر مخ پر ودې هېوادونو لپاره هم دا یو مهم فرصت او ننګونه ده. مصنوعي ځیرکتیا په ښوونه او روزنه، کرنه، روغتیا، عامه خدمتونو او د پښتو او دري ژبو په پراختیا کې مهم رول لوبولای شي. خو د دې فرصتونو د ترلاسه کولو لپاره ډیجیټلي بنسټونو، برېښنا، انټرنېټ، څېړنیزو مرکزونو او د سیمهییزو ژبو د معلوماتي زېرمو جوړولو ته اړتیا ده.
په پای کې، اصلي پوښتنه یوازې دا نه ده چې کوم شرکت به تر ټولو پیاوړی ځیرک سیستم جوړ کړي، یا به د ونډو په بازار کې تر ټولو لوړ ارزښت ترلاسه کړي؛ بلکې دا ده چې انسانان به څنګه د دې ټکنالوژۍ اقتصادي، سیاسي، پوځي او ټولنیزې پایلې اداره کوي.
انټروپیک د مصنوعي ځیرکتیا پر راتلونکي د ټریلیونونو ډالرو پانګونه کړې ده. راتلونکي کلونه به څرګنده کړي چې دا پانګونه د ټکنالوژۍ د نوي پړاو پیل دی، که د مالي تاریخ له تر ټولو سترو او خطرناکو تجربو څخه یوه ده.
نظیف الله شیرزی
