پوځي پالیسیو ټول مشترکات ننګولي!
د افغانستان او پاکستان له ګڼو مشترکاتو سره نه حل کیدونکې ستونزې، د دې ستونزو عوامل علتونه او اساس څه دي؟

د افغانستان او پاکستان له ګڼو مشترکاتو سره نه حل کیدونکې ستونزې، د دې ستونزو عوامل علتونه او اساس څه دي؟
د پاکستان تر واک لاندې ولسونه خپل تمدن، خپل کلتور او خپل قومیت لري او د سیمې له هېوادونو سره تړون یې د خپلو ارزښتونو په اډانه کې دی، که پاکستان د یو دولت په توګه د سیمې له هېوادونو سره مشترکات لري.
روښانه خبره ده چې د پاکستان دولت او د دولت په توګه رول په سیمه کې هیڅ ډول د بحث وړ نه دی او نه پرې بحث کیدلی شي، ځکه د پنجاب واک او د انکریزانو په واسطه د څو کورنیو لخوا په یو جغرافیه باندې چې مختلف داسې قومونه په کې وسیږي، چې پر دې خاوره تاریخ لري دلته یې ژوند کړی او خپل کلتور او د ژوند ډول لري، خو حکومت یو مصنوعي هسته چې د انګریزانو د اهدافو لپاره رامنځ ته شوی دی .
همدا ده چې په پاکستان کې د میشت قومونو ارزښتونه د پوځ ارزښتونه سره جلا دي چې دولت د پوځ لخوا اداره کیږي، جمهوریت یو نوم دی او ملکي ادارې سمبولیکې دي، همدا ده چې دلته یو لوی تفاوت دی او ولسونه نه شي کولای هغه سیاستونه چې د سیمې هېوادونو سره مخ ته یوسی او هغه سوداګريز شکل چې چې مخ ته یوسي نه شي کولای .
له دې وړاندې چې په سیمه کې د ولسونو پر مشترکاتو او د مشترکاتو له مخې د ګډو ګټو په اړه ووایو، یو ځل دا مهمه ده چې د پاکستان په نوم جوړه شوی جغرافیه کې جوړ شوی رژیم د ولس دی یا ولس له دوی سره دی او یا هم د ولس له منځه ټوکیدلی که نه؟
روښانه ده چې د بریتانیا په کانګریس کې د جوړې شوې طرحې له مخې چې د استعماري او یا د بریتانیا په لاس د جوړو شویو هېوادونو لپاره جوړه شوې وه، هر څه مخ ته وړل کیږي .
هیڅکله پوځي رژیم نه په دې جغرافیه کې د میشتو ولسونو حکومت دی نه د دوی استازولي کوي او نه هم ولس د دې حاکمیت سره ځان تړلی بولي، ځکه پوځ د بریتانیا او غرب تګلارې مخ ته وړي دي او د هغه تګلارو له مخې یې ګټې کړي دي.

د دې خبرې یو ښه اثبات دا دی چې په اوه لسیزو کې یوازې پنجاب او بیا په پنجاب کې مشخص کورنۍ د پوځ مشري کوي، تر جنرالۍ او لوړو رتبو رسیږي او هر څه واک د دوی په لاس کې دی.
کوم ولسي رهبر نه تر اوسه جوړ شو او نه یې پریږدي چې یو څوک په ولس کې د رهبرۍ تر کچې ورسیږي او ځای پیدا کړي او که کوم شخص دې کچې ته رسیدلی دی د پوځ له لورې وژل شوی دی.
دلته کوم توازن د ولسونو په منځ کې موجود نه دی، ولسونه ویشل شوي دي، پنجابی بیل امتیازات لري، سندی بیل ، سرایکی بیل او بیا د پاکستان له پیدایښت سره سم چې بلوڅانو او پښتنو ته نه حق ورکړل شوی، نه عضویت ورکړل شوی او نه یې خبره اوریدل شوی یو ډیر لوی توپیر موجود دی .
د پښتنو حقونه خوړل کیږي، د پښتنو شته د پنجاب په خدمت کې دي او د پښتنو د ژوند امکانات پنجاب ته وړل کیږي، بنیادي کار کول د پښتنو لپاره پر ځای پاتې خبره ده او همدارنګه د بلوڅانو لپاره، خو د وی د ژوند هر څه ترې تروړل شوي دي او د نړۍ جګړې چې پوځي رژیم پرې امتیازات اخیستي دي پښتانه او بلوڅ یې ښکار شوي دي او داسې معامله وسره شوې ده چې یو هېواد یې د بل هېواد له ملت او وګړوسره هم نه شي کولای، خو د پښتنو د عدم تشدد او نورو هغه سیاستونو چې له امله یې پنجاب نه دی خوږ شوی پنجاب د پیدا یښت تر اوسه د انګریز هغه پالیسي پلې کړې چې له مخې یې پښتانه بیسواد وساتل شي، اقتصادي وده ونه کړي، لوستي نه شي ، مدني کارونه تر سره نه کړي او پوځ یې نړۍ ته په هر نوم چې وغواړي ور معرفي کړي.
دې ټولو مسایلو ته په کتلو سره هغه مهم مشترکات چې پښتانه ولسونه یې د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته لري او له امله یې باید د افغانستان او پاکستان اړیکې د سویلي او مرکزي آسیا له تر ټولو مهمو، پېچلو او اغېزناکو دوهاړخیزو اړیکو څخه شمېرل کېدلی. دا اړیکې یوازې د دوو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ سیاسي مناسبات نه دي، بلکې د تاریخ، جغرافیې، قومي جوړښت، دیني او کلتوري مشترکاتو، اقتصادي اړتیاوو، امنیتي محاسبو او نړیوالو جیوپولیټیکي سیالیو مجموعه ده. د پاکستان له جوړېدو راوروسته، د دواړو هېوادونو اړیکې تل د همکارۍ او تقابل ترمنځ په بدلېدونکي حالت کې پاتې شوې دي، او هر سیاسي بدلون د سیمې پر امنیت، اقتصاد او ثبات مستقیم اغېز کړی دی.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ د فرضي ډیورنډ کرښې موضوع، د پښتونخوا مسئله، د افغان جګړو اغېزې، د میلیونونو افغان کډوالو شتون، د ترهګرۍ او افراطیت ننګونې، د سوداګرۍ او ترانزیټ ستونزې، او د سیمهییزو او نړیوالو قدرتونو سیالۍ هغه مهم عوامل دي چې د دواړو هېوادونو د اړیکو بڼه یې ټاکلې ده. سره له دې چې دواړه هېوادونه د اسلام، جغرافیې، ژبې او کلتور ګڼ مشترکات لري، خو سیاسي بېباوري او امنیتي اختلافاتو د اړیکو د عادي کېدو مخه نیولې ده.

په تېرو اوو لسیزو کې افغانستان د پاکستان پر وړاندې د خپلې ملي حاکمیت، تاریخي دریځ او امنیتي اندېښنو پر بنسټ ځانګړې پالیسۍ غوره کړې دي، او پاکستان هم د خپلو امنیتي، ستراتیژیکو او اقتصادي ګټو د خوندي کولو لپاره بېلابېلې تګلارې عملي کړې دي. همدې متضادو لیدلورو د دواړو هېوادونو اړیکې څو ځله د ژورو سیاسي کړکېچونو، نښتو او متقابلو تورونو تر کچې رسولې دي.
له بلې خوا، اقتصادي اړتیاوې، د انرژۍ پروژې، سیمهییز اتصال او سوداګریزې ګټې بیا دواړه هېوادونه تر منځ د پوځ د پالیسیو له امله زیانمنې شوې دي.
د شلمې او یوویشتمې پېړۍ سترې پېښې، لکه د شوروي اتحاد یرغل، د مجاهدینو مقاومت، د طالبانو واکمني، د ۲۰۰۱ کال وروسته نړیوال حضور، او د ۲۰۲۱ کال سیاسي بدلونونو، د افغانستان او پاکستان د اړیکو مسیر څو ځله بدل کړی دی. د دغو تحولاتو اغېزې یوازې پر دواړو هېوادونو محدودې نه دي پاتې شوې، بلکې د جنوبي او مرکزي آسیا د امنیت، اقتصادي همکاریو او نړیوال سیاست پر توازن یې هم ژور اغېز کړی دی.
زما په اند، د افغانستان او پاکستان د اړیکو علمي ارزونه باید د احساساتي او سیاسي قضاوتونو پر ځای د تاریخي اسنادو، نړیوالو حقوقو، علمي څېړنو او سیمهییزو واقعیتونو پر بنسټ ترسره شي. د دې اړیکو د دوامدارو ستونزو د حل لپاره یوازې سیاسي شعارونه بسنه نه کوي، بلکې متقابل احترام، د حاکمیت درناوی، اقتصادي همکاري، د باور جوړونه او دوامدار ډیالوګ اړین عناصر دي.
د دواړو هېوادونو جغرافیه نه بدلېږي، نو د سولې، ثبات او ګډې پرمختیا لپاره رغنده تعامل د اوږدمهاله ګټو یوازینۍ عملي لار ګڼل کېږي.
او ددې عملي لارې پر مخ ستر خنډ پوځي پالیسۍ دي چې سیاسي مخ نه لري او نه هم اصول مراعت کولی شي .
په دې مقاله کې هڅه شوې چې د افغانستان او پاکستان د اړیکو تاریخي شالید، د پښتونخوا مسئله، د فرضي ډیورنډ کرښې تاریخي او سیاسي اړخونه، د پاکستان د مداخلې اړوند مطرح شوې ادعاوې او رسمي دریځونه، پر ډیورنډ لاین شخړې، اقتصادي او سوداګریزې اړیکې، د نړیوالو او سیمهییزو قدرتونو رول، او د راتلونکو اړیکو فرصتونه او ننګونې په علمي، تحلیلي او مستند ډول وڅېړل شي. موخه دا ده چې لوستونکي ته د دې حساسې موضوع په اړه یوه متوازنه، هر اړخیزه او علمي لیدلوری وړاندې شي، ترڅو د تاریخي واقعیتونو، معاصرو تحولاتو او د سیمې د راتلونکي په اړه ژوره پوهه ترلاسه کړي.
درنښت
ډنمارک
