د نړۍ د درېیو سترو قدرتونو د مشرانو مخامخ کېناستل یوازې یوه ډیپلوماټیکه ناسته نه وه؛ دا ډول ناستې کله ناکله د جګړو مسیر بدلوي، د نړیوال نظم د جوړېدو لپاره زمینه برابروي او کله بیا د قدرتونو ترمنځ د سیالۍ او بېباورۍ ژورتیا څرګندوي.
د نړۍ په سیاسي تاریخ کې داسې غونډې شته چې د څو ساعتونو خبرو پایلې یې د لسیزو لپاره د نړیوال سیاست پر مسیر اغېز کړی دی. کله چې د امریکا، چین او روسیې په څېر د سترو قدرتونو مشران په یوه ځای کې سره راټولېږي، د نړۍ پام د هغوی خبرو او پیغامونو ته هم وي چې د نړیوال نظم، جګړو، اقتصادي اړیکو او راتلونکو سیاسي معادلو په اړه یې لېږدوي.
د دغو ناستو ارزښت هغه مهال لا ډېر څرګندېږي چې د نړۍ د تاریخ پاڼو ته ور وګرځو او د دوېیمې نړیوالې جګړې پر مهال د سترو قدرتونو د مشرانو غونډې له نننیو ډیپلوماټیکو تحرکاتو سره پرتله کړو.
قاهره؛ د جګړې په منځ کې د راتلونکي نظم طرحه
د ۱۹۴۳ کال د نومبر په وروستیو کې د مصر پلازمېنه قاهره کې د امریکا ولسمشر فرانکلین روزولټ، د برېټانیا لومړي وزیر، وینسټن چرچل او د چین د جمهوریت مشر چیانګ کایشک سره کېناستل.
دا غونډه د دوېیمې نړیوالې جګړې په منځ کې جوړه شوې وه او اصلي تمرکز یې د جاپان پر وړاندې د جګړې دوام او په ختیځه اسیا کې د جګړې وروسته سیاسي وضعیت و.
د قاهرې په اعلامیه کې پرېکړه وشوه چې جاپان باید هغه سیمې بېرته وسپاري چې د چین او نورو هېوادونو له خاورې یې نیولې وې. همدارنګه د کوریا د خپلواکۍ موضوع هم پکې مطرح شوه.
تهران؛ د درېیو سترو متحدینو ګډه پرېکړه
د قاهرې له غونډې څو ورځې وروسته، د ۱۹۴۳ کال د نومبر له ۲۸مې د ډسمبر تر لومړۍ نېټې، روزولټ او چرچل د ایران پلازمېنې تهران ته ولاړل او هلته یې د شوروي اتحاد له مشر، جوزف سټالین سره تاریخي غونډه وکړه.
دا د دوېیمې نړیوالې جګړې پر مهال د امریکا، برېټانیا او شوروي اتحاد د مشرانو لومړنۍ ګډه سرمشریزه وه چې وروسته د «لویو درېیو» (Big Three) په نوم مشهوره شوه.
د تهران د غونډې اصلي موضوع د نازي جرمني پر وړاندې د جګړې همغږي او د اروپا د راتلونکي پوځي وضعیت ټاکل وو. په دې غونډه کې د فرانسې د شمال له لارې د دوېیمې جبهې پرانیستلو او د شوروي ځواکونو له لوري په ختیځه جبهه کې د پوځي عملیاتو پر دوام هوکړه وشوه.
د جګړې وروسته نړۍ وېشل او د نوي نظم جوړېدل
د دوېیمې نړیوالې جګړې په وروستیو میاشتو کې د سترو قدرتونو مشران دوه ځله نور هم سره راټول شول.
یالتا، ۱۹۴۵: د کریمیا په یالتا ښار کې روزولټ، چرچل او سټالین د ۱۹۴۵ کال د فبرورۍ له ۴مې تر ۱۱مې سره کېناستل. د جرمني له ماتې وروسته د اروپا سیاسي راتلونکی، د ملګرو ملتونو جوړښت او د جاپان پر وړاندې د شوروي اتحاد د جګړې موضوعات یې وڅېړله.
پوټسدام، ۱۹۴۵: د همدې کال په جولای او اګست کې د جرمني په پوټسدام ښار کې بیا غونډه وشوه. دا ځل د امریکا ولسمشر هري ټرومن، د شوروي مشر سټالین او د برېټانیا لومړي وزیر چرچل ګډون درلود خو د غونډې په منځ کې د برېټانیا په ټاکنو کې د چرچل له ماتې وروسته کلیمنټ اټلي د هغه ځای ناستی شو.
په دې غونډه کې د ماتې خوړلي جرمني د اداره کولو، د اروپا د سیاسي راتلونکي او د جاپان د تسلیمېدو موضوعات مطرح شول.
په دې توګه، قاهره، تهران، یالتا او پوټسدام یوازې د مشرانو عادي ملاقاتونه نه وو؛ بلکې د جګړې، سولې، نړیوالو سازمانونو او د نړۍ د سیاسي نقشې د بدلون لپاره مهمې غونډې وې.
د نن ورځې درې سترو قدرتونو مخامخ ناسته
له دوېیمې نړیوالې جګړې څه باندې اته لسیزې وروسته، د ۲۰۲۶ کال د نومبر په ۱۹مه د چین په شېنژن ښار کې د نړۍ د درېیو مهمو قدرتونو، امریکا، چین او روسیې مشران په یوه ګډه درېاړخیزه غونډه کې سره راټول شول.
دا غونډه د اسیا او ارام سمندر د اقتصادي همکاریو (APEC) د مشرانو د ۳۳مې غونډې په څنډه کې جوړه شوه.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ، د چین ولسمشر شي جینپینګ او د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د لومړي ځل لپاره په یوه ځانګړې درېاړخیزه سرمشریزه کې سره مخامخ شول. د غونډې ځای د چین په شېنژن ښار کې د کیلین ویلا و او خبرې تر یوه ساعت زیاتې روانې وې.
د دې غونډې تاریخي اهمیت په دې کې و چې درې واړه هېوادونه د دوېیمې نړیوالې جګړې له بریالیو متحدینو وو، خو د جګړې له پای وروسته یې اړیکې د سړې جګړې، سټراټیژیکې سیالۍ، اقتصادي اختلافونو او نړیوالو کړکېچونو له امله څو ځله له جدي ننګونو سره مخ شوې دي.
د شېنژن د غونډې څلور مهمې پایلې
د درېیو مشرانو له لیدنې وروسته یوه څلور مادهییزه ګډه اعلامیه خپره شوه.
د اعلامیې مهم ټکي دا وو:
۱- د ملګرو ملتونو اصلاحات: درې واړو هېوادونو، چې د امنیت شورا دایمي غړي دي، د ملګرو ملتونو د اصلاح او د نړیوالو ستونزو په حل کې د دغه سازمان د اغېزناکتوب پر زیاتولو ټینګار وکړ.
۲- د انرژۍ د اکمالاتو زیاتوالی: مشرانو د تصفیه شویو نفتو د تولید او نړیوالو اکمالاتو د زیاتولو او د انرژۍ د جریانونو د ثبات په اړه د همکارۍ ژمنه وکړه.
۳- د نړیوالې جزایي محکمې صلاحیتونه: درې واړو مشرانو د دولتي چارواکو د قضایي مصونیت پر اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل چې نړیواله جزایي محکمه او ورته ادارې باید له خپلو صلاحیتونو ناوړه ګټه پورته نه کړي.
۴- اټومي امنیت: دغو مشرانو یو ځل بیا څرګنده کړه چې اټومي جګړه نه ګټونکی لري او نه باید پیل شي. دوی د اټومي خطرونو د کمولو او د اټومي وسلو د خپرېدو د مخنیوي لپاره د خبرو پر دوام هوکړه وکړه.
د اعلامیې تر شا ناحل شوې نړیوالې ستونزې
که څه هم د درېیو مشرانو ګډه اعلامیه خپره شوه خو د غونډې تر ټولو مهمه پوښتنه دا ده چې ایا دغه لیدنه د نړۍ په روانو جګړو او کړکېچونو کې د عملي بدلون لامل کېدای شي؟
د غونډې له پایلو داسې ښکاري چې د سترو قدرتونو ترمنځ د خبرو اترو لپاره سیاسي اراده موجوده ده خو د مهمو اختلافونو د حل لپاره کوم مشخص پرمختګ نه دی اعلان شوی.
د اوکراین جګړه: د روسیې او اوکراین جګړه د نړیوال امنیت له مهمو موضوعاتو ده خو په ګډه اعلامیه کې د جګړې د پایته رسولو، اوربند یا سولې لپاره مشخصه طرحه وړاندې نه شوه.
د ایران کړکېچ: د ټرمپ په وینا د ایران موضوع هم د خبرو برخه وه خو په اعلامیه کې د ایران د جګړې او د هغې د حل په اړه کوم مشخص توافق نه دی راغلی.
د اټومي وسلو سیالي: درې واړو هېوادونو د اټومي خطرونو د کمولو ژمنه وکړه، خو د وسلو د محدودولو لپاره یې کوم نوی تړون یا مشخص مهالوېش اعلان نه کړ.
د نړیوالې جزایي محکمې موضوع: د دولتي چارواکو د مصونیت او د محکمې د صلاحیتونو په اړه ګډ دریځ د نړیوال عدالت او نړیوال قانون د تطبیق په برخه کې د نوو بحثونو احتمال رامنځته کوي.
ایا نړۍ یو ځل بیا د سترو قدرتونو د معاملې پر لور روانه ده؟
د قاهرې، تهران، یالتا او پوټسدام تاریخي غونډو یوه مهمه ځانګړنه دا وه چې د نړۍ د لویو سیاسي او پوځي پرېکړو په جوړولو کې د څو سترو قدرتونو ونډه خورا زیاته وه.
په ۱۹۴۵ کال کې د جګړې ګټونکو قدرتونو د اروپا د راتلونکي، د ملګرو ملتونو د جوړښت او د جګړې وروسته نړیوال نظم په اړه پرېکړې کولې. خو د دغو پرېکړو اغېزې یوازې پر هغو هېوادونو نه محدودېده چې مشران یې په غونډو کې حاضر وو؛ بلکې د نړۍ پر ډېرو نورو هېوادونو یې هم اغېز درلود.
د ۲۰۲۶ کال د شېنژن غونډه هم د همدې تاریخي بحث یوه نوې بڼه راژوندۍ کوي: ایا د نړۍ درې ستر قدرتونه کولای شي د نړیوالو ستونزو په اړه ګډ تفاهم ته ورسېږي او که د خپلو سیاسي او اقتصادي ګټو د خوندي کولو لپاره به یوازې د همکارۍ په اړه خبرې کوي؟
خو د اوسني نړیوال نظم او د دوېیمې نړیوالې جګړې د پای شرایط یو شان نه دي. نن د ملګرو ملتونو تر څنګ ګڼ نړیوال سازمانونه، سیمهییز قدرتونه او خپلواک سیاسي لوبغاړي شته چې د نړیوالو پرېکړو پر بهیر اغېز لري. له همدې امله د درېیو قدرتونو هر ډول هوکړه هم په اتومات ډول د نړۍ د نورو هېوادونو د برخلیک د ټاکلو معنا نه لري.
پایله؛ د تاریخي عکس او عملي بدلون ترمنځ واټن
د ۱۹۴۳ کال د تهران غونډې د دویمې نړیوالې جګړې د پوځي مسیر په ټاکلو کې مهم رول درلود، د ۱۹۴۵ کال د یالتا او پوټسدام غونډو د جګړې وروسته نړیوال نظم ته بڼه ورکړه او د ۲۰۲۶ کال د شېنژن غونډې د درېیو سترو قدرتونو ترمنځ د خبرو اترو لپاره نوی ډیپلوماټیک فرصت رامنځته کړ.
خو د دې غونډې اصلي ارزښت به یوازې د درېیو مشرانو په ګډ عکس او څلور مادهییزه اعلامیه ونه ټاکل شي؛ بلکې دا به په دې پورې تړلی وي چې ایا د اوکراین، ایران، اټومي امنیت او نړیوالو اقتصادي اختلافونو په څېر موضوعاتو کې به د خبرو پایلې په عملي اقداماتو بدلې شي او که نه.
تر دې مهاله د شېنژن غونډې تر ټولو څرګنده لاسته راوړنه د درېیو قدرتونو د مشرانو مخامخ خبرې او د ګډې اعلامیې خپرېدل دي؛ خو د نړۍ د مهمو جګړو او کړکېچونو د حل لپاره لا هم څه نه دي شوي.
د لیکوال په اړه
سیال یوسفي
WriterKabul, AFGHANISTAN
افغان لیکوال او ژورنالیست چې له تېرې څه باندې یو لسیزې راهیسې په رسنیو کې په کار بوخت دی
