هغه ویډیویي لوبه چې نړۍ یې له څو کلونو راهیسې په تمه ده
جي ټي ای ۶ ، دیارلس کاله انتظار، د میلیاردونو ډالرو مصارف، بېسارې لېوالتیا او د راکسټار ګېمز (Rockstar Games) د یوې سترې نړیوالې پدیدې کیسه
جي ټي ای ۶ ، دیارلس کاله انتظار، د میلیاردونو ډالرو مصارف، بېسارې لېوالتیا او د راکسټار ګېمز (Rockstar Games) د یوې سترې نړیوالې پدیدې کیسه
د پوهنتون یو استاد د یوې ویډیویي لوبې د خپرېدو د مهال لپاره د خپلو محصلینو ازموینه ځنډوي، د شرکتونو او حکومت کارکوونکي د مریضی او ضروری رخصتیانی کوي. د دې لامل څه دی؟ د راکسټار ګېمز (Rockstar Games) نوې او مشهوره لوبه،ګرېنډ تېفټ اوټو شپږ (Grand Theft Auto VI)، چې په لنډ ډول GTA VI دی بازار ته راتلل بلل کیږي. داسی وړاندوینی کیږي چی پدی ورځ به د امریکا سوداګریز مارکیټ ته په سلګونو میلویونه ډالر زیان ورسیږي.
دا کیسه چې د لوبې له خپرېدو څو ورځې وړاندې په ټولنیزو رسنیو کې په پراخه کچه خپره شوه، د دې لوبې د بېساري شهرت او نړیوالې لېوالتیا یوه څرګنده بېلګه ده. د راپورونو له مخې، په هسپانیه کې یوه استاد هغه ازموینه چې د نومبر په ۲۳مه یې پلان کړې وه، د نومبر ۳۰مې ته وځنډوله. نوموړي ویلي وو چې په ۲۰۱۳ کال کې یې هم د GTA V د خپرېدو پر مهال د خلکو ورته لېوالتیا لیدلې وه او غوښتل یې چې محصلان یې د دې نوې لوبې له خپرېدو خوند واخلي. که څه هم د ټولنیزو رسنیو د خپاره شوي برېښنالیک کرهوالی په خپلواک ډول نه دی تایید شوی خو د دې کیسې پراخ غبرګون د لوبې د شهرت کچه څرګندوي.
د لوبې د خپرېدو په درشل کې شرکتونه، کارکوونکي او د لوبو مینهوال هم ځانونه چمتو کوي. ځینې اټکلونه ښيي چې میلیونونه کسان ښايي د لوبې لپاره خپل کاري مهالوېش بدل کړي. هغه څه چې په عادي حالت کې به د یوې تفریحي محصول د خپرېدو ورځ وای، اوس پر یوې نړیوالې اقتصادي، ټولنیزې او کلتوري موضوع بدله شوې ده.
د ۲۰۲۶ کال د نومبر په ۱۹مه، د GTA V له خپرېدو دیارلس کاله وروسته، ټاکل شوې چې راکسټار ګېمز د GTA VI په نوم خپله نوې کمپیوټر لوبه بازار ته وړاندې کړي. تمې تر بل هر وخت لوړې دي، مالي وړاندوینې حیرانوونکې دي او د جوړوونکو پر اوږو د مسؤلیت دروند بار پروت دی. په نړۍ کې ډېر لږ تفریحي محصولات شته چې له خپرېدو مخکې یې دومره پراخه لېوالتیا او نړیوال بحثونه راپارولي وي.
خو GTA VI یوازې د یوې بلې لوبې نوی پړاو نه دی؛ دا د نږدې درېیو لسیزو تخنیکي پرمختګ، سوداګریزې بریا، کلتوري اغېز او جنجالونو پایله ده. دا هغه لړۍ ده چې د ویډیویي لوبو په نړۍ کې یې د خپل ځانګړي ځای ترڅنګ، د نړیوال تفریحي صنعت پر بهیر هم اغېز کړی دی.
له یوه کوچني سکاټلنډي شرکت تر یوه نړیوال تفریحي ځواک
د ګرېنډ تېفټ اوټو (Grand Theft Auto) کیسه د هالیوډ یا سیلیکون درې (Silicon Valley) له مشهورو مرکزونو نه ده پیل شوې. د دې لوبې ریښې د سکاټلنډ په ډنډي (Dundee) ښار کې دي، چېرې چې د ډياېماې ډیزاین(DMA Design) په نوم یوه نسبتاً کوچني شرکت د دې لوبې لومړنۍ بڼه جوړه کړه.
لومړنۍ GTA لوبه په ۱۹۹۷ کال کې خپره شوه. په دې لوبه کې لوبغاړي د مجرمینو رول لوبوي، موټرونه غلا کوي، بېلابېل ماموریتونه ترسره کوي او په هغو خیالي ښارونو کې ګرځي چې د واقعي ښارونو له چاپېریال یې الهام اخیستل شوی دی.
ډياېماې ډیزاین وروسته په راکسټار نارت (Rockstar North) بدل شو چې د راکسټار ګېمز له مهمو پراختیايي څانګو ده. دې شرکت د ویډیویي لوبو کی د نویو بدلونونو په راوستلو لپاره شهرت وموند.
د دې لړۍ تر ټولو مهم پرمختګ په ۲۰۰۱ کال کې د GTA III په خپرېدو سره رامنځته شو. لوبه له دوهبعدي چاپېریال درېاړخیز نړۍ ته ولاړه او د پرانیستې نړۍ په نوم د لوبو د نوي نسل لپاره یې لاره هواره کړه.
GTA V هغه تاریخي بریا چې GTA VI باید ترې واوړي
GTA V کمپیوټر لوبه د ۲۰۱۳ کال د سپټمبر په ۱۷مه خپره شوه او د نړۍ د تر ټولو بریالیو تفریحي محصولاتو له ډلې وګرځېده.
د ګینس نړیوالو ریکارډونو (Guinness World Records) د ثبت شویو معلوماتو له مخې، GTA V د خپرېدو په لومړیو ۲۴ ساعتونو کې شاوخوا ۸۱۵.۷ میلیون ډالره عاید ترلاسه کړ. وروسته د دې لوبې جوړوونکی شرکت اعلان وکړ چې GTA V د خپرېدو په لومړیو دریو ورځو کې د پرچون پلور له لارې له یو میلیارد ډالرو ډېر عاید ترلاسه کړی دی.
دې بریا یوازې د ویډیویي لوبو په صنعت کې ریکارډ جوړ نه کړ، بلکې د نړیوال تفریحي صنعت لپاره یې هم یو نوی معیار رامنځته کړ. له یوې لسیزې ډېر وخت وروسته د دې لوبې د پلور شمېر له ۲۳۰ میلیون کاپیو اوښتی دی. په دې توګه GTA V د نړۍ د تر ټولو ډېرو پلورل شویو ویډیویي لوبو په کتار کې ځای لري. د دې شرکت تر ټولو بریالۍ لوبې یوازې د خپرېدو په لومړیو ورځو کې عاید نه تولیدوي، بلکې د کلونو لپاره په بازار کې خپل ارزښت ساتي.
GTA VI دیارلس کاله انتظار
د GTA پنځه او شپږ ترمنځ دیارلس کلن واټن د دې لوبې د بېسارې لېوالتیا له مهمو لاملونو دی. راکسټار د GTA VI لومړنۍ رسمي ټرېلر ویډیو د ۲۰۲۳ کال په ډسمبر کې خپره کړه. دویمه ټرېلر یې د ۲۰۲۵ کال په مې میاشت کې خپور شو. له هغې وروسته د لوبې په اړه نور تبلیغاتي مواد او معلومات هم وړاندې شول.
د لوبې د خپرېدو نېټه دوه ځله بدله شوه. په پیل کې د ۲۰۲۵ کال لپاره پلان شوې وه، وروسته د ۲۰۲۶ کال مې میاشتې ته ولېږدول شوه او په پای کې د ۲۰۲۶ کال د نومبر ۱۹مه د خپرېدو وروستۍ نېټه وټاکل شوه. شرکت ټینګار کړی چې د لوبې کیفیت د هغې د ژر خپرېدو پرتله لومړیتوب لري.
د لوبې اوسنۍ رسمي نېټه د ۲۰۲۶ کال د نومبر ۱۹مه ده. GTA VI به په لومړي پړاو کې د PlayStation 5 او Xbox Series X|S لپاره خپره شي. د کمپیوټر یا PC نسخې لپاره تر اوسه رسمي نېټه نه ده اعلان شوې.
د GTA VI د بېسارې لېوالتیا تر شا شمېرې
د GTA VI په اړه نړیواله لېوالتیا یوازې د خلکو په خبرو او ټولنیزو رسنیو کې نه څرګندېږي، بلکې د دې لوبې د ټرېلر ویډیوګانو، مخکېنیو فرمایشونو او مالي وړاندوینو شمېرې هم د هغې پراخ شهرت ثابتوي. د دې لېوالتیا تر ټولو روښانه بېلګه د لوبې د لومړۍ ټرېلر ویډیو خپرېدل وو.
د یوټیوب (YouTube) د ۲۰۲۳ کال د ډسمبر د رسمي اعلامیې له مخې، د GTA VI لومړۍ ټرېلر ویډیو د خپرېدو په لومړیو ۲۴ ساعتونو کې له ۹۳ میلیون ډېر ځله وکتل شوه. په دې سره یې د موسیقۍ له ویډیوګانو پرته، د یوټیوب د ۲۴ ساعتونو په موده کې د تر ټولو ډېرو لیدل شویو ویډیوګانو ریکارډ جوړ کړ.
دویمې ټرېلر ویډیو لا هم د پام وړ لوړه شمېره ثبت کړه.
د هالیوډ رپورټر (The Hollywood Reporter) د ۲۰۲۵ کال د مې د راپور له مخې، د راکسټار په وینا، د GTA VI دویم ټرېلر ویډیو د خپرېدو په لومړیو ۲۴ ساعتونو کې په بېلابېلو پلېټفارمونو کې له ۴۷۵ میلیون ډېر ځله وکتل شوه.
دا شمېرې څرګندوي چې د GTA VI لیدونکي یوازې هغه کسان نه دي چې په منظم ډول ویډیویي لوبې کوي. د دې لوبې تبلیغاتي ویډیوګانو د تفریحي صنعت، ټولنیزو رسنیو، خبري رسنیو او عامو خلکو پام هم ځان ته اړولی دی.
GTA VI په شمېرو کې
شاخص | راپور شوې شمېره |
د GTA V له خپرېدو راهیسې موده | ۱۳ کاله |
د GTA VI د خپرېدو نېټه | ۱۹ نومبر ۲۰۲۶ |
د GTA V د پلور شمېر | له ۲۳۰ میلیون څخه ډېرې کاپۍ |
د GTA د ټولو لوبو پلور | شاوخوا ۴۷۵ میلیون کاپۍ |
د GTA V د لومړۍ ورځې عاید | ۸۱۵.۷ میلیون ډالره |
د GTA V د لومړیو دریو ورځو عاید | له یو میلیارد ډالرو ډېر |
د GTA VI د لومړۍ ټرېلر لیدنې په ۲۴ ساعتونو کې | له ۹۳ میلیون ډېرې |
د GTA VI د دویمې ټرېلر لیدنې په ۲۴ ساعتونو کې | له ۴۷۵ میلیون ډېرې، په ټولو پلېټفارمونو کې |
د GTA VI اټکلي مخکېني فرمایشونه، د نومبر تر ۱۱مې | له ۱۵ میلیون ډېر |
د مخکېنیو فرمایشونو اټکلی عاید | له یو نیم میلیارد ډالرو ډېر |
د خپرېدو له ورځې مخکې میلیونونه فرمایشونه
د دې لوبې په اړه مالي تمې هم حیرانوونکې دي.
د ۲۰۲۶ کال د نومبر په ۱۶مه، واشنګټن پوسټ (The Washington Post) د بازار د څېړنې شرکت سېنسور ټاور (Sensor Tower) د اټکلونو پر بنسټ راپور ورکړ چې د GTA VI مخکېنیو فرمایشونو شمېر له 14.5 میلیون اوښتی او له دې لارې یې له یونیم میلیارد ډالرو ډېر عاید ترلاسه کړی دی.
دلته باید یوه مهمه خبره روښانه شي: دا شمېرې د مخکېنیو فرمایشونو اټکلونه دي، نه د لوبې د خپرېدو وروسته د پلور وروستۍ او رسمي شمېرې. راکسټار تر اوسه د مخکېنیو فرمایشونو رسمي شمېر نه دی خپور کړی.
GTA VI به څومره عاید ترلاسه کړي؟
د GTA VI په اړه مالي وړاندوینې ډېرې لوړې دي، خو باید په پام کې ونیول شي چې دا اټکلونه دي، نه د شرکت رسمي عاید.
د ۲۰۲۶ کال د فبرورۍ په یوه راپور کې، د ګېمسپات لیکوال اېډي مکچ (Eddie Makuch) د مالي څېړنیزو ادارو اټکلونه څېړلي وو. د راپور له مخې، ډياېفسي انټېلېجنس (DFC Intelligence) اټکل کړی و چې GTA VI ښايي د خپل لومړي کال په ترڅ کې شاوخوا ۴۰ میلیون کاپۍ وپلوري او ۳.۲ میلیارد ډالره عاید ترلاسه کړي.
بل اټکل چې د فایننشل ټایمز (Financial Times) له خوا د وېزیبل الفا (Visible Alpha) د معلوماتو پر بنسټ خپور شوی، ښيي چې GTA VI ښايي تر ۲۰۳۰ کال پورې شاوخوا ۵ میلیارد ډالره عاید ترلاسه کړي او د پلور شمېر یې ۱۰۰ میلیون کاپیانو ته ورسېږي.
له همدې امله د GTA VI اقتصادي ارزښت یوازې د هغې په لومړني پلور پورې محدود نه دی. د دې لوبې راتلونکې انلاین نړۍ هم کولای شي د راکسټار لپاره د عاید یوه ډېره مهمه سرچینه شي.
د یوې مجازي نړۍ د جوړولو لګښت
د GTA VI په اړه یوه بله مهمه موضوع د هغې د جوړولو لګښت او د پراختیا موده ده.
په رسنیو او ټولنیزو بحثونو کې څو ځله ادعا شوې چې د دې لوبې د جوړولو لګښت له یو میلیارد ډالرو اوښتی دی. خو راکسټار تر اوسه د لوبې رسمي بودجه نه ده اعلان کړې. له همدې امله دا شمېره لا هم په خپلواک ډول نه ده تایید شوې.
د بلومبرګ (Bloomberg) خبریال جېسن شریر (Jason Schreier) د ۲۰۲۶ کال د اکتوبر په ۱۴مه دThe making of GTA 6 تر سرلیک لاندې یوه پراخه څېړنیزه لیکنه خپره کړه. په دې راپور کې د لوبې د جوړولو بهیر، د کارکوونکو شمېر، تخنیکي ستونزې او د شرکت داخلي بدلونونه څېړل شوي دي. بلومبرګ راپور ورکړی چې د راکسټار د کارکوونکو شمېر په ۲۰۱۸ کال کې، د Red Dead Redemption 2 د خپرېدو پر مهال، ۲۴۴۱ تنه و؛ خو د GTA VI د جوړولو په بهیر کې په ۱۲ بېلابېلو دفترونو کې ۴۷۱۱ کارکوونکو ته ورسېد. په راپور کې دا هم څرګنده شوې چې د لوبې د چاپېریال د کوچنیو جزئیاتو جوړولو ته څومره پاملرنه شوې ده.
د راکسټار کارکوونکو د لوبې د اصلي چاپېریال چی د فلوریډا ایالت له میامی ښار یی الهام اخستل شوی، د مطالعې لپاره سفرونه کړي دي. هغوی د ښار ودانۍ، د شپې ژوند، بېلابېلې سیمې، د پولیسو فعالیتونه او د خلکو ورځنی ژوند څېړلی دی. موخه یوازې د ودانیو او کوڅو انځورول نه دي، بلکې شرکت غواړي داسې مجازي ښار جوړ کړي چې د یوه ژوندي ښار په څېر احساس ورکړي.
د بلومبرګ د راپور له مخې، د لوبې په ځینو برخو کې د کوچنیو جزئیاتو جوړولو ته هم ډېر وخت ځانګړی شوی دی. د بېلګې په توګه، په یوه نایټکلب کې د خلکو حرکتونه، رڼا، موسیقي، د چاپېریال ډیزاین او د هر کرکټر چلند په جلا ډول تنظیمېږي.
دا ټول کارونه څرګندوي چې ولې د راکسټار لوبې د جوړولو لپاره کلونه وخت ته اړتیا لري. اصلي ستونزه یوازې د یوې لویې نقشې جوړول نه دي؛ بلکې دا ده چې دغه نقشه باید د یوه ژوندي او فعال چاپېریال احساس ولري.
پایله: د نړیوال تفریحي صنعت لپاره یوه تاریخي شېبه
د GTA VI په اړه بېسارې لېوالتیا څرګندوي چې د تفریحي صنعت بڼه څومره بدله شوې ده.
هغه لوبه چې د سکاټلنډ په یوه نسبتاً کوچني شرکت کې یې پیل شوی و، نن پر یوې نړیوالې سوداګریزې او کلتوري پدیدې بدله شوې ده. اغېز یې یوازې د ویډیویي لوبو تر صنعت محدود نه دی، بلکې مالي بازارونو، ټولنیزو رسنیو، موسیقۍ، رسنیو، زدهکړو او ورځني ژوند ته هم رسېدلی دی.
GTA V په ۲۰۱۳ کال کې د سوداګریزې بریا لپاره یو بېساری معیار جوړ کړ. له هغې وروسته راکسټار کلونه وخت ولګاوه، ټکنالوژي یې پراخه کړه، د کارکوونکو شمېر یې زیات کړ او د خپلې بلې سترې پروژې لپاره یې چمتووالی ونیو.
اوس تمې تر بل هر وخت لوړې دي.
خو اصلي پوښتنه یوازې دا نه ده چې دا لوبه به د خپرېدو په لومړۍ ورځ څومره ریکارډونه مات کړي.
اصلي پوښتنه دا ده چې ایا راکسټار به وکولای شي داسې تجربه وړاندې کړي چې د راتلونکې لسیزې د متقابل تفریحي او ویډیویي لوبو پر صنعت خپل اغېز پرېږدي؟
د نومبر په ۱۹مه به نړۍ د دې پوښتنې ځواب موندل پیل کړي.
نظیف الله شیرزی
