کورپاڼهلیکنېافغانستانسیمهنړۍ
ادب
ادب
لیکوالان او شاعران
کره کتنه
لنډې کیسې
شعر
هنر
کلتورحقیقت موندنهټکنالوژي او اقتصاد
ګالري
تصویرونه
ویډیوګانې
کورپاڼهلیکنې
ادب
ادب
لیکوالان او شاعران
کره کتنه
لنډې کیسې
شعر
هنر
افغانستانسیمهنړۍکلتورحقیقت موندنهساینس او ټکنالوژي
ګالري
تصویرونه
ویډیوګانې
لټون
رسالتد فکر او هویت سنګر

رسالت یو غیر انتفاعي کلتوري آرشیف دی چې د میراث ساتنې او شریکولو ته ځانګړی شوی دی

د ژورنال ګډون وکړئ

وپلټئ

  • لیکنې
  • ادب
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړۍ
  • کلتور
  • حقیقت موندنه

اړیکه

  • زموږ په اړه
  • اړیکه
  • لیکوالان

© 2026 رسالت. ټول حقوق خوندي دي.

د کلتور لپاره په مینه جوړ شوی.

مقالې

د برېټانيا نيابتي رياست

د پاکستان طرفداران يا ځينې کسان ممکن له دې امله ښه وبولي چې يو اسلامي هېواد زیات شو خو دلته دوه پوښتنې مخته راځي او ترې معلوميږي چې دا فکر او ښه فعال معکوس دی. يو دا چې انګلستان د خپل تاريخ په اوږدو کې اسلامي هېوادونو او مسلمانانو باندې بريدونه کړي دي، د مسلمانانو خلاف یې توطیې جوړې کړي دي او د مسلمانانو مخالف اړخونه یې حمايه کړي دي. دا ثبوتوي چې انګستان دا کار د اسلام او مسلمان لپاره د ښه نيت له مخې نه دی کړی.

بخت جمال کریمي۹۳
د برېټانيا نيابتي رياست cover

په ۱۹۴۷ کال رامنځته شوی پاکستان د هغه حکومت نوم دی چې له لومړۍ ساه اخيستلو تر نننه یې د کتلست رول لوبولی، جلات او غلام پاتې شوی، د نورو په شر کې یې په خپل خير پسې منډې وهلي، اوس خپله په دوه لومو کې بند او د پناه په ګړنګ ړنګ ولاړی دی!

جغرافيه یې له پنجاب، سند، خیبر پښتونخوا او بلوچستانه په جبر پيوند کړې خو اوس چې بلوچ او پښتانه د خپلواکۍ لپاره لښکر لښکر شوي دی او د بادارانو لپاره ګټور نه دی، وارخطا او ترهیدلی ولاړ دی.

د پاکستان «د اخرې زمانې شر او فساد» رامنځته کېدل نه تصادف و نه د هغو پېښو پايله چې د پاکستان خواخوږي یې وايي او ليکي، حقيقت دا دی چې د شر دا ځاله بريټانيا د خپلو ګټو لپاره جوړه کړه.

د پاکستان طرفداران يا ځينې کسان ممکن له دې امله ښه وبولي چې يو اسلامي هېواد زیات شو خو دلته دوه پوښتنې مخته راځي او ترې معلوميږي چې دا فکر او ښه پال معکوس دی.

يو دا چې انګلستان د خپل تاريخ په اوږدو کې اسلامي هېوادونو او مسلمانانو باندې بريدونه کړي دي، د مسلمانانو خلاف یې توطیې جوړې کړي دي او د مسلمانانو مخالف اړخونه یې حمايه کړي دي. دا ثبوتوي چې انګستان دا کار د اسلام او مسلمان لپاره د ښه نيت له مخې نه دی کړی.

دويمه دا چې د پاکستان له جوړېدو بیا تر نننه پرته له دروغجنو شعارونو داسې کوم ګام او کارنامه نه ده لیدل شوې چې د اسلام او مسلمان خير په کې ووينو. برعکس یې د اسلام کمزوري کولو لپاره په سيستماتيک ډول مذهبې تفرقې جوړې کړې، د اسلام واقعي خدمتګاران یې د پيسو په بدل کې وپلورل. ښې بېلګې یې د عافیې صديقي امريکا ته سپارل، د ګڼو نورو ديني عالمانو امريکا ته سپارل و چې بې ګناه یې پرې د کيوبا په زندان کې هر ډول ظلم تجربه کړ.

ښه اوس راځم دې ته چې بريټانيا ولې د پاکستان رامنځته کېدو ته لېوالتيا درلوده؟

د تاريخي سندونو په اساس د پاکستان جوړېدو ته د بريټانيا لېوالتيا  بېلابېل سیاسي، پوځي او ستراتیژیک عوامل درلودل خو ټول یې د بريټانيا په ګټو ولاړ دي، د اسلام او مسلمان د پرمختګ خبره په کې هيڅ مطرح نه ده.

بريتانیا چې د هند له وېش او د پاکستان په جوړېدو یې موافقه وکړه لوی دليل یې دا و چې بريتانیا غوښتل له هنده تر وتلو وروسته هم په جنوبي اسیا کې خپل سیاسي او ستراتیژیک نفوذ وساتي او دې موخې ته رسېدو لپاره د پاکستان رامنځته کول او بيا ورسره اړيکې درلودل ښه انتخاب و.

دويمه دا چې پاکستان د منځنۍ اسیا، افغانستان، ایران او د هند سمندر ته نږدې دی په همدې اساس د بریتانیا پوځي چارواکو د پاکستان بندرونو، هوايي ډګرونو او پوځي امکاناتو ته ستراتیژیک ارزښت ورکاوه، په ځانګړي ډول د شوروي اتحاد د نفوذ د مخنیوي لپاره دا غوره موقعيت و. همدا دليل شو چې بريټانيا د هند د وېش او پاکستان راټوکولو لپاره ګام واخلي.

بله دا چې له دویمې نړيوالې جګړې وروسته د دې لپاره چې بريټانيا خپل لګښتونه کم خو په سيمه کې د خپل نفوذ ساتلو او د دوی لپاره جګړه کوونکی ولري نو پاکستان یې ورته جوړ کړ. پاکستان هم له پيله تر اوسه ورته وفادار دی.

دا د پاکستان د رامنځته کېدو اصلي لاملونه دي او دا ترې ډېر ښه معلوميږي چې پاکستان څه لپاره رامنځته شوی دی؟

پاکستان د دې لپاره چې د خپلې جغرافیې خلک تېر باسي، ګاونډيان وغولوي او په سيمه کې د باور وړ وګرځي نو وخت او حالاتو سره سم یې شعارونه جوړول. د دې شعارونو په زور به یې د خلکو د افکارو د بدلولو هڅې کولې او دا هڅې هم د بريټانيا د ګټو خونديتوب لپاره خدمت کې وې او دي.

بريتانويان او د پاکستان سمبوليک مشران په دې پوهیدل چې د خپل نفوذ او محبوبيت لپاره له اسلام او اسلامي ترمينالوژۍ نه ګټه واخلي. همدې لپاره یې د ۱۹۴۷- ۱۹۵۸ کال پورې د پاکستان هويت لپاره د نورو شعارونو ترڅنګ په دې شعار ډېره تکيه وکړه چې «پاکستان کا مطلب کیا؟ لا اله الا الله» د دې شعار مانا دا ده چې د پاکستان معنا څه ده؟ له الله پرته بل معبود نشته. دې شعار ته یې هوا ورکړه ان تر دې چې په سیاسي او مذهبي بحثونو کې یې مشهور کړ.

حقيقت دا و چې له دې شعاره یې د ځان ساتنې لپاره سپر جوړ کړی و او د پردې تر شاه د اسلام او مسلمان د دښمنانو نظريې عملي کېدلې.

۱۹۵۸–۱۹۶۹ کلونو کې د «پاکستان کا مطلب کیا؟ لا اله الا الله» شعار ترڅنګ د بريټانيا له لوري د جوړ شوي پوځ د منلو او په خلکو کې د محبوبيت په موخه شعارونه جوړ شول. د تکبير نارې سره خوا کې یې پسې دا جمله پیوند کړه چې «پاکستان آرمي زنده باد» د دې ترڅنګ یې دا جملې تکرار کولې «یوم دفاع بھر پور جوش و جذبے سے آج منایا جائے گا» د دې شعارونو په زور د پوځ او دولت د ثبات، نظم او ملي دفاع تصویر وړاندې کېده.

په ۱۹۶۵ کال کې د هند او پاکستان د جګړې پر مهال د ملي یووالي او د پوځ د ملاتړ لپاره د «پاکستان زنده باد، پاکستان آرمي زنده باد، دشمن مرده باد» او د «وطن کی حفاظت ہمارا فرض ہے»

د ۱۹۷۷–۱۹۸۸ کلونو په منځ کې چې د ضیاءالحق دوره، د اسلام، دیني ارزښتونو او نظامي واکمنۍ د مشروعیت موضوع ډېره مطرح وه. په دې دوره کې د مخکنيو شعارونو ترڅنګ د خلکو تېر ايستلو لپاره يو بل شعار هم راغی هغه دا و: « مرد مؤمن، مرد حق، ضیاءالحق ضیاءالحق» د دې شعار ترڅنګ به دا هم ويل کيدل: «نظام مصطفیٰ» او «پاکستان اسلامي ریاست دی»

د ۱۹۸۸–۲۰۰۸ کلونو کې بيا د ولسي سیاست او پوځ د ملاتړ لپاره د نويو شعارونو له اړتيا محسوسیدو سره دا شعارونه جوړ شول: «قومی سلامتی، ہماری ذمہ داری» او «پاک فوج، قوم کا فخر» او د پوځ په خدمت کې دا شعار چې: «قربانیوں کو سلام»

له ۲۰۰۸–۲۰۲۵ کلونو پورې هڅې پیل شوې چې پوځ د ملي ساتونکي په توګه معرفي کړي. دې موخې ته رسیدو لپاره د پوځ د رسنیو څانګې (ISPR) د سندرو، ویډیوګانو، ملي مراسمو او عامه اړیکو له لارې د پوځ د قربانیو او ملي دفاع پیغامونه خپرول. دوی دې لپاره دا شعارونه زمزمه کول: «پاک فوج، قوم کا فخر» ـ «ہم زندہ قوم ہیں» ـ «پاکستان ہے تو ہم ہیں» او «ہمیں پیار ہے پاکستان سے»

دلته يوه پوښتنه پيدا کيږي هغه دا چې پاکستاني چارواکو ولې په مختلفو کلونو کې مختلف شعارونه چې ډېر یې د اسلام، اسلامي ارزښتونو د ساتنې، پوځ څخه د ملاتړ او پاکستان سره د مينې په خاطر دي، جوړول؟

د دې پوښتنې ځواب د بريټانيا له لوري د پاکستان رامنځته کول، د پردې تر شاه د اسلام او مسلمان سره روانه دښمني، د کرايي پوځ فرمايشي ظالمانه کړنې او پوځي عمليات، له انساني فطرت سره په ټکر کې رامنځته شوې؛ د پاکستان غيرې طبیعي جغرافيه، هغه ټکي دي چې د پاکستان رامنځته کوونکي او مشران یې اړ کول؛ خپل شعارونه بدل کړي او خلک پرې تېر باسي او ارام یې کړي.

پاکستاني چارواکي نارې وهي چې «پاکستان کا مطلب کیا؟ لا اله الا الله» خو د همدې اسلام د حکمونو او شرعې خلاف له يهودوانو، امريکا او نورو کفري هېوادونو سره قراردادونه لري، اډې یې ورکړي، شراب خانې یې جوړې کړي او ډانس کلبونه په کې فعال دي.

په همدې حال کې یې زرګونه مسلمانان په يو او بل نوم په ډليز ډول ووژل. په ۱۹۴۸ کال د اګست په ۱۲ مه د بابړې پېښه یې يوه بېلګه ده چې په سلګونو پښتانه یې په کې شهيدان او ټپيان کړل. همدا راز یې ګڼ پښتانه مشران شهيدان کړل، زندانونو کې یې واچول، په زرګونه پښتانه یې تري تم کړل، له خپلو کورونو یې بې کوره کړل او دا حال اوس هم جريان لري.

په ۲۰۰۶ کال کې یې بلوچ مشر نواب اکبر بکټي سره له ملګرو شهيد کړ، په ۲۰۰۹ کال کې یې درې نور مشهور بلوچ ملتپال مشران غلام محمد بلوچ، لالا منیر او شیر محمد بلوچ شهيدان کړل.

د دې ترڅنګ یې په زرګونو نور بلوچ تري تم کړل، زندان ته یې واچول، له کورونو یې بې کوره کړل او لا هم د پاکستاني پاليسۍ او پوځ له ظلمه خوب او د ناستې ځای نه لري.

دا هر څه دا ثابتوي چې پاکستان پرديو ګټو لپاره جوړ ناخپلواک هېواد دی، اسلام د سپر په ډول کاروي خو تر شاه یې اسلام ضد او مسلمان ضد فعاليتونه مخته وړي.

بخت جمال کريمي

دا مطلب شریک کړئ

کلیدي ټکي

۱۴ اګسټپاکستانبريټانيااسلام ابادبلوچپښتانهد پآکستان خپلواکي

د لیکوال په اړه

بخت جمال کریمي

Kabul, AFGHANISTAN

بخت جمال کريمي لیکوال او ژورنالیست دی، د ژورنالیزم پوهنځی یې لوستی دی، له ١٢ کلونو یې په بېلابېلو رسنیو کې د ویاند، متن سموونکي په توګه کار کړی. دوه چاپ شوي اثار لري.

بخت جمال کریمي