کورپاڼهلیکنېافغانستانسیمهنړۍ
ادب
ادب
لیکوالان او شاعران
کره کتنه
لنډې کیسې
شعر
هنر
کلتورحقیقت موندنهټکنالوژي او اقتصاد
ګالري
تصویرونه
ویډیوګانې
کورپاڼهلیکنې
ادب
ادب
لیکوالان او شاعران
کره کتنه
لنډې کیسې
شعر
هنر
افغانستانسیمهنړۍکلتورحقیقت موندنهساینس او ټکنالوژي
ګالري
تصویرونه
ویډیوګانې
لټون
رسالتد فکر او هویت سنګر

رسالت یو غیر انتفاعي کلتوري آرشیف دی چې د میراث ساتنې او شریکولو ته ځانګړی شوی دی

د ژورنال ګډون وکړئ

وپلټئ

  • لیکنې
  • ادب
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړۍ
  • کلتور
  • حقیقت موندنه

اړیکه

  • زموږ په اړه
  • اړیکه
  • لیکوالان

© 2026 رسالت. ټول حقوق خوندي دي.

د کلتور لپاره په مینه جوړ شوی.

مقالې

د غچ وزرې

ببرک دروېش

ببرک درویش۵۳
د غچ وزرې cover

انجینر پر سپینه ږېره لاس راتېر کړ، ځوانانو ته یې وکتل، د هغوی سترګې ځلېدې او روښانه مخونه یې درلودل، بیایې ورته وویل، دا څوکۍ خېرنې او غوړې دي، تاسې  باید رسمي  یونیفورم ولرئ، لاړشئ، ښي لور ته د شنې ودانۍ په لومړي پوړ کې د نویو محصلینو لپاره د یونیفورم د وېش شعبه ده، خپل سندونه ور وښيئ هغوی به  کاري یونیفورم درکړي.

سپینږیري انجینیر د جیټ الوتکې په ماشین کې وړو پرزو ته ګریس ورکول، خړه ټوټه یې پر ککړو ګوتو راتېره او د تریخ چای پیاله یې ورپورته کړه، وچه ډوډۍ یې په خوله کې د یو غوړپ چایو په زور لمده کړه، ژامې یې وخوریدې او بیا یې د مرۍ هډوکی ښکته پورته شو.

انجینیر د لاس په اشاره تازه راغلي ځوانان د لباس بدلولو خونې ته هدایت کړل، څو شېبې وروسته پنځه دنګ ځوانان په شین یونیفورم کې منظم ولاړ و.

د اینجینر وچو سترګو ګونځې وکړې، سپېرې شونډې یې وېړې شوې او ولاړو ځوانانو ته یې د لاس په اشاره پر لوی میز اېښودل شوی ماشین وروښود، دا د میګ ۲۱ جنګي جیټ الوتکې ماشین دی، د کورنیو جګړو پر مهال او بیا وروسته د نه پاملرنې له امله له کاره لویدلی و، له تېرو دوو کلونو پرې کار کوم، زما د تخنیک دورې ټولګېوال یا مړه شوي او یا هم بهرنیو هېوادونو ته تللي، زما سترګې کمزورې شوي، د لویو پرزو دننه ډېرې داسې کوچنۍ پرزې شته چې د ویښتانو په څېر نرې سیمان  لري زه یې د زره بین په مرسته خپلو ځایونو کې وصلوم، بیا یوه شېبه غلی شو، سوړ اسویلی یې وویست او ویې ویل، په دې لوی ورکشپاپ کې دا ترټولو مهم ځای دی، خدای دې  وکړي چې زما له مرګ وروسته هم دا ورکشاپ پرانېستی پاتې شي.

ولاړو ځوانانو ته د سپینږیري اینجنیر په اړه ډیر څه ویل شوي وو، دوی یې پر اهمیت پوهیدل، هغه د چکسلواکیا د هوايي ځواکونو په یو معتبر پوهنتون کې  تخنیکي زدکړې کړې  وې.

دوی چوپه خوله وو، په څېرو کې یې د اطاعت ترڅنګ د بیدارۍ او زدکړو ته د ژمنتیا نښې ښکاریدې، د ځوانانو له منځه یو یې چې تر ټولو مظبوط او په عمرتر نورو زیات و یوګام رامخکې او ویې ویل، موږ بختور یو چې  خپل افغان کادر  ته معرفي شوي یو، ستاسې لارښوونې به زموږ تخنیکي پوهه نوره  هم زیاته کړي.

لومړنی محصیل بېرته یو ګام شاته لاړ او دویم هغه رامخکې شو، اینجینیر صیب، زه نن خپلې وروستۍ هېلې ته رسیدلی یم، د عملي زدکړو دا بهیر او ستاسې لارښوونې به داسې عملي کووم لکه یو زوی ته د پلار نصیحت!

د سپینږیري اینجنیر سترګې له  رڼو څاڅکو ډکې وې، کلونه وروسته یې په ځوانانو کې کار ته ژمنتیا او مسلکي اخلاق لیدل، د هغه تر لاس لاندې سلګونه ځوانانو عملي زدکړې وکړې، خو د ناورین تورتم یو یو له سترګو پنا کړل، څوک د غربت ، ځېنې د ناملومو ادرسونو د ګواښونو او څوک هم د خپلمنځي جګړو ، دلته د هرې بدې پېښې لپاره ګڼ اسباب په ډېر ارزانه او اسانه پيدا کېږي.

اینجینیرپه نویو راغلو ځوانانو کې همغه تلوسه، هېواد او خلکو سره مینه لېده چې تر دوی وړاندې سلګونو نورو ځوانانو درلوده، فکر یې يوې پخوانۍ پېښې بوخت کړ، هغه مازدیګر یې سترګو ته شو چې خپل تر ټولو پوه شاګرد  ته یې وویل، بچیه د ماشین چارې بشپړیدو ته نږدې شوې دي، که خدای کول هغه وخت لرې نه دی چې زما لارښوونې او ستا هڅې به پر اسمان راښکاره او د زرګونو ناهیلو هېوادوالو سترګې به په ځان پورې واړوي.

خو د همغې ورځې په ماښام سپینږیری اینجنیر د خپل شاګرد سر ته ناست و، کور ته د تګ پرمهال کوڅه کې درې مرمۍ په سروېشتل شوی و، همغسې لکه زرګونه نور چې د هدفي وژنو ښکار او بیا یې تر ننه قاتلین مالوم نه شول.

دریم ځوان د عسکرۍ په دود لاس تندي ته پورته کړ، اوسپنیزه خولۍ یې چپ لور ته کږه شوه، بیایې وویل، موږ په دې وخت کې ترهر څه زیات یو قوي هوايي ځواک ته اړتیا لرو، ځمکني ځواکونه مو د هر ډول جګړې پر ضد بشپړه وړتیا لري، افغانان په ځمکنۍ جګړه کې هیچا ته تن نه ورکوي، دوی په نښه نیولو کې نوم لري، د نړۍ د لویو امپراتوریو او زبرځواکونو عسکر یې مات کړي، خو موږ یا له هوا مات شوي یو او یا هم د لرې واټن وېشتونکو میزایلو په زور.

بیا یې وویل، موږ د خپل لارښوونکي هره توصیه په غور اورو، عملي  کوو یې، څو اسلام، هېواد او خلک د پردیو له یرغلونو خوندي کړو.

وروسته هغو دوو ځوانانو هم د درناوي په دود لاس په ټټر ونیول چې د پنځه کسیزې ډلې غړي وو.

اینجنیر د راغلو ځوانانو ارادې وستایلې او ویې ویل، تاسې د ددې میلیوني ټولنې تر ټولو غوره کسان یاست، ستاسې هڅې کولی شي د یو خپلواک هېواد اوسیدونکي خوندي کړي، دا نړۍ د زور ده، کمزوري او وروسته پاتې خلک د زورورو او پرمختللو  هېوادونو مستعمرې ګرځي، خپل فرمایشات پرې مني، وسلې پرې ازمايي، د زور دنیا کې یوازې پر غښتلو هېوادونو شمار کېږي، لکه په کلي کې چې خانان او شتمن یوځای کینې، دا ټوله نړۍ  همداسې ده، بیا یې زیاته کړه، تاسې به اوریدلي وي، مړ هم زه او پړهم زه، موږ سره تل همداسې شوي، هر یرغلګر مو  حریم مات کړی، ښارونه او کلي یې وران کړي، انسانان یې وژلي، ښوونځي او شفاخانې یې سوځولي خو بیا یې هم ملامت بللي یو.

سپینږیري د برېښنا ولاړې اوسپنیزې ستنې ته چې مرمیو او د توپونو چرو غلبیل کړې وه اشاره وکړه، او ویې ویل، دلته هیڅ څه روغ نه دي پاتې او دا جوړولو ته اړتیا لري.

بیا یې نویو راغلو ځوانانو ته وویل، یار زنده صحبت باقي، راځئ چې ستاسې د عملي زدکړو ځای ته ورشو.

شېبه وروسته د الوتکې د ماشین لوی تصویر پر میز هوار شوی و، د میز په سرکې ولاړ سپینږیري په یو لیزرې څراغ چې سره کوچنۍ رڼا یې کوله، د ماشین پرزې نویو راغلو ځوانانو ته ورپېژندلې.

کار سره د محصلینو لېوالتیا او تلوسه هغه څه و چې د سپینږیري اینجنیر  کمزوري وجود ته یې ځواک ورکاوه، اوس به تر ناوخته په ورکشاپ کې پر کار بوخت و او هر سهار به له ټولو مخکې د تخنیک ورکشاپ اوسپنیزه دروازه خلاصه وه.

یو ماسخوتن ناڅاپه د یوې زورورې چاودنې وروسته د یوې الوتکې غږ واوریدل شو، دا د روژې میاشتې اووه ویشتمه وه، چې کابل کې د امید په نوم د روږدو د درملنې پر مرکز پاکستاني جیټ الوتکو بمونه وغورځول، د سترګو رپ کې جنګې جیټ الوتکې د کابل  له فضا ووتلې، افغانانو د اور له لمبو جسدونه او ټپیان امبولانسونو ته انتقالول.

د  قدر په شپه دا برید د افغانانو لپاره له مرګونو هغو و، له څلور سوو زیات کسان شهیدان او له دوه نیم سوو زیات ټپیان و، سهار ښځې، بوډاګان او ماشومان په سوځيدلو کوټو کې په خپلو ورکو خپلوانو پسې لالهاند او پرېشانه ګرځېدل.

د کابل ښار بڼه بدله وه، خفګان او ویر له څېرو تازه‌ والی توږلی و، ورکشاپ کې خاموشي خوره وه، دا یوازې د رینج او پلاس غږونه وو چې اوسپنو سره لګیدل.

اوس نو تر هر وخت تلوسه زیاته وه، پنځه ځوانان او د هغوی سپینږیري لارښود تر ناوخته کار کولو، له څه باندې یو کال وروسته یو بال جیټ الوتکه په ځغاستلېکه ودریده، اینجنیران تر الوتکې راچاپیر شول، لاسونه لپه شول، الوتکې حرکت پیل کړ، تېزه شوه، چټکه شوه او بیایې سر د اسمان پر لور هسک شو، د تکبیر نعرې پورته شوې، له لسیزو وروسته د کابل ارامه فضا د یوې جیټ الوتکې توند غږ ماته کړه، خو دا غږ پر غوږونو بد نه لګېده، خپله وه، د ویاړ او خوشحالۍ شېبې وې، ځوانانو په فاتحانه انداز په شنه اسمان کې  سترګې ښخې کړې وې، د جیټ مانور یې لیده، الوتکه د مار په شان فضا کې لټ په لټ اوښته، دا ننداره ټولو ته په زړه پورې وه، اسمان نن په زرګونو سترګو کې هېلې او غرور لېده، هلته بیا پنځه ځوانان له سپینږیري اینجینیر راچاپیر وو، د هغه له سترګو بې اختیاره اوښکې بهیدې.

پای


دا مطلب شریک کړئ

کلیدي ټکي

افغان هوايي ځواکالوتکهافغان انجينرانافغان کادرونهاستاداند الوتکو ترميمفضاءنظامي

د لیکوال په اړه

ببرک درویش

Writer & Journalist

Kabul, AFGHANISTAN

لیکوال او ژورنالیست ریسرچ، سیاسي او ټولنیزې لیکنې کوي ، کابل کې اوسېږي لیکوال او ژورنالیست چې له تېرو څه کم دوه لسیزې یې رسنیو کې فعالیت کړی دی

ببرک درویش