ایا خوب ځانګړې مانا لري؟
ارواپوهان او متخصصین د کلونو راهیسې څیړنه او بحث کوي چې ایا خوب کومه ځانګړې مانا لري که یوازې د تصادفي عکسونو لړۍ ده چې د ذهن لخوا یوځای کیږي!؟
د بیلګې په توګه، فرویډ (پیاوړی ارواپوه) باور درلود چې خوبونه موږ ته اجازه راکوي چې زموږ د لا شعور ذهن ښه پوهه ترلاسه کړو او له ناخوداګاه مسایلو څه ناڅه خبر شو او زموږ د وجود له ژورو څخه نښې چمتو کړو. که څه هم ډیری عصري څیړونکي د هغه له نظریاتو سره اختلاف لري.
داسې انګیرل کیږي چې ځینې خوبونه زموږ د ورځني ذهني حالت سره تړاو ولري او ممکن پدې مانا وي چې زموږ ذهن بوخت دی.
له بلې خوا، د عصبي علومو ځینې پوهان په دې باور دي چې خوب یوازې د حافظې او نورو مغزي پروسو د ادغام یو اړخیزه اغیزه ده او بله هیڅ مانا نلري. ډیری مذهبي او عقیدوي خلک په طبیعي ډول احساس کوي چې خوبونه دوی ته یو څه وایي، او دا پوښتنه لاهم په ډیرو ساینسي برخو کې د بحث وړ ده.
ولې موږ د کار، ښوونځي یا اړیکو په اړه مضطرب خوبونه وینو ؟
یو څوک چې د کار یا د خپل شخصي وضعیت په اړه ډیر اندیښمن وي ممکن ورته حالت په خوب کې وګوري. له همدې امله، دا د حیرانتیا خبره نده چې ځینې څیړونکي پدې باور دي چې د خوب لیدل یو ممکن هدف د مغزي پروسې فشار او د ذهن د نورو اضطراب لرونکي احساساتو سره مرسته کول دي.
دا خوبونه معمولا د ژوند په مادي اړخونو تمرکز کوي، لکه د پروژې نیټې ضرب العجل ته اندیښنه، خو هغه چا چې صدمه یا طبیعي آفتونه یې تجربه کړي ډیری وخت د هغه څه په اړه خوبونه ویني چې دوی ته پیښ شوي.
تاسو، کولی شئ د خپلو ځینو خوبونو د پوهیدو لپاره د ارواپوهانو او رواني متخصصینو لارښوونې واورئ او مشورې ورسره وکړئ.
یادوونه : خوبونه ګڼ اړخونه لري او د خوبونو په اړه ګڼې فلسفي او څیړنیزې مسئلې نورې هم شته چې په نورو لړیو کې به پرې بحثونه ولرو.
کلیدي ټکي
د لیکوال په اړه
سیال یوسفي
WriterKabul, AFGHANISTAN
افغان لیکوال او ژورنالیست چې له تېرې څه باندې یو لسیزې راهیسې په رسنیو کې په کار بوخت دی
