له نن ۴۲ کاله وړاندې د بلوچستان نوشکي سیمه کې د اوړي په یوه توده ورځ د مینګل لویې قبیلې چې د مینګل زغار له فرعي څانګې سره تړاو لري، یو ماشوم دنیا ته سترګې پرانیستې، دا د اګست ۱۴ مه نیټه وه.
ماشوم رالوی او ښوونځي ته د تګ شو، پلار یې پرې لومړنۍ زدکړې نوشکي کې وکړې او بیا د منځنیو زدکړو لپاره کوټې ښار ته لاړ.
کورنۍ یې د بلوڅ ملتپال سیاست او وسله وال مقاومت مخینه لري، نو ځکه خو یې لوړو زدکړو ته وهڅاوه او له پیښور پوهنتونه یې د لېسانس سند تر لاسه کړ.
ځواني او نظامي زدکړې:
رحمان ګل بلوڅ مرید چې نن د بلوڅ ازادي غوښتونکی پوځ مشري کوي، په ۲۰۰۲ زیږیز د پاکستان پوځ په لیکو کې شامل شو، هغه وخت د بلوڅ عمر پوره اتلس کاله و.
پوځ کې اته کاله پاتې شو، د سویلي او شمالي وزیرستان له غرونو بیا د کشمیر تر کوټلي سیمې یې په پوځي چوڼیو او پوستو کې د عمر مهمه برخه تېره کړه.
بلوڅانو سره د تبعیضي چلند سره سره بیا هم رحمان ګل بلوڅ د عادي سرتیري د افسرۍ تر رتبې ورسید خو د ملتپالنې سیاسیت او د کورنۍ وسله وال مقاومت فطرتي اغیزو یې لوری بدل کړ.
پوځي د پوځ خلاف:
د پاکستان مخکینی پوځي چې د عمر یوه لسیزه یې د پوځي رژیم په خدمت کې تېره کړې وه، نور بشپړ بدل شوی و، اوس هغه نه یوازې دا چې د پوځي واکمنۍ لپاره نه جنګېده، بلکې د پوځي نېواک پر ضد یې وسلې ته لاس کړی و او د پرون ملګري یې د نن ورځې سرسخت دښمنان وو.
په بلوڅ ازادي غوښتونکي پوځ کې فعالیت:
په ۲۰۱۰ کال کې د بلوڅانو ازادي غوښتونکي پوځ لیکو کې شامل شو، پوځي زدکړې او مهارتونه هغه څه و چې په کمه موده کې د بلوڅ غوښتونکي پوځ مهمې مجید لوا ته ولاړ، مجید لوا پر پاکستاني عسکرو او نظامیانو سرتیري موټر بم او موټر سایکل بریدونه کوي.
نوموړي د خپل عمر په دې شاوخوا شپاړس کلنه موده کې پر پاکستاني پوځیانو او نظامیانو ګڼ سرتیري بریدونه تنظیم او د هغوی ګڼې چوڼۍ او قرارګاوې یې له منځه یووړې چې پراخ مالي او ځاني تلفات یې درلودل.
رحمان ګل بلوڅ مرید اوس د بلوڅ غوښتونکي پوځ سرلاری دی، د شنبې په شپه د پوځ پخواني مشر بشیر زیب بلوڅ پر ځای وګومارل شو.
بشیر زیب بلوڅ ولې له دندې ګوښه شو؟
ځېنو مبصرینو ویلي، بشیر زیب بلوڅ ځکه له دندې ګوښه شو چې د پوځ دننه اختلافاتو لامل و او په عین وخت کې له دې امله چې د هیروف ۲ عملیاتو کې بلوڅ ازادي غوښتونکي پوځ ته سخت زیانونه ورسیدل.
خو بلوڅ ازادي غوښتونکي پوځ ویاند ویلي، ادلون بدلون یو اصل دی او هیڅ مقام میراثي نه دی.
بشیر زیب بلوڅ له نن پوره اته کاله وړاندې رسماً بلوڅ ازادي غوښتونکي پوځ سره یوځای او د پاکستاني پوځیانو پر ضد یې مرګوني بریدونه تنظیم او رهبري کړل.
د نوي مشر رحمان ګل بلوڅ تر مشرۍ لاندې تازه ژمنه:
د بلوڅ ازادي غوښتونکي پوځ ویاند جنید بلوڅ ویلي، د نوي مشر تر رهبرۍ لاندې به د ملي خپلواکۍ لپاره پیل شوې هڅې په پوره شدت سره دوام وکړي.
ببرک دروېش
لیکوال او ژورنالیست چې له تېرو څه کم دوه لسیزې یې رسنیو کې فعالیت کړی دی
