کورپاڼهلیکنېافغانستانسیمهنړۍ
ادب
ادب
لیکوالان او شاعران
کره کتنه
لنډې کیسې
شعر
هنر
کلتورحقیقت موندنهټکنالوژي او اقتصاد
ګالري
تصویرونه
ویډیوګانې
کورپاڼهلیکنې
ادب
ادب
لیکوالان او شاعران
کره کتنه
لنډې کیسې
شعر
هنر
افغانستانسیمهنړۍکلتورحقیقت موندنهساینس او ټکنالوژي
ګالري
تصویرونه
ویډیوګانې
لټون
رسالتد فکر او هویت سنګر

رسالت یو غیر انتفاعي کلتوري آرشیف دی چې د میراث ساتنې او شریکولو ته ځانګړی شوی دی

د ژورنال ګډون وکړئ

وپلټئ

  • لیکنې
  • ادب
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړۍ
  • کلتور
  • حقیقت موندنه

اړیکه

  • زموږ په اړه
  • اړیکه
  • لیکوالان

© 2026 رسالت. ټول حقوق خوندي دي.

د کلتور لپاره په مینه جوړ شوی.

مقالې

د خوب ارواپوهنه (۲) برخه

ژباړه او زیاتوونه: سیال یوسفي

رسالت کلتوري مرکز۳۳
د خوب ارواپوهنه (۲) برخه cover

موږ د شپې څومره وخت خوب کوو؟

 

د خوب ملي انسټیټیوټ اټکل کړی چې ۸ ساعته ویده کیدو کې لږ تر لږه ۲ ساعته په خوب کې تیریږي. که څه هم، د تیوریو له مخې، خوب لیدل د REM په جریان کې خپل اوج ته رسیږي، چې د ویده کیدو د ټول وخت شاوخوا ۲۰٪ وخت نیسي. ځینې ​​​​شواهد دا هم ښیي چې موږ د خوب په بیلابیلو پړاونو کې په وقفه یې ډول څه نا څه خوب وینو.

 

هر خوب څومره وخت نیسي؟

 

د اټکل له مخې، د هر خوب موده له څو ثانیو تر ۴۵ دقیقو پورې ده. څرنګه چې موږ د شپې په اوږدو کې څو ځله خوب وینو، د هر خوب موده ممکن توپیر ولري.

څیړونکي د خوب د وخت اندازه کولو لپاره کومه ځانګړې طریقه نه لري، خو دوی کولی شي د خوب پړاوونو، د خوب یادولو، او فزیکي نښو پر بنسټ موده اټکل کړي. داسې ویل کیږي چې خوبونه د شپې په لومړیو کې لنډ وي او تر ټولو اوږد خوب د ویښیدو دمخه پیښیږي.

 

ایا دا ممکنه ده چې په یوه شپه کې څو ځله خوب و وینئ؟

 

هو، دا ډیره عامه ده. څرنګه چې بدن او مغز د خوب له بیلابیلو پړاونو تیریږي، خلک د ویده کیدو په حالت کې مختلف خوبونه تجربه کوي. له هر خوب وروسته، خوبونه لنډیږي، او لکه څنګه چې شپه پخیږي، خوب اوږدیږي. له همدې امله، یو سړی د خوب په هر پړاو کې ډیر وخت تیروي.

 

روښانه یا روڼ خوب څه شی دی؟

 

د "راڼه خوب" اصطلاح هغه خوب ته ویل کیږي چې په هغه کې یو سړی د خوب لیدلو څخه خبر وي، وړاندوینه پکې کولای شي او احساس کوي چې هرڅه کنټرول کولای یې شي چې په خوب کې یې څه پیښیږي. ډیری خلک لږ تر لږه په خپل ژوند کې یو ځل روښانه خوبونه تجربه کوي. کم سلنه خلکو ته، دا په منظمه توګه پیښیږي. شواهد ښیي چې ځینې ستراتیژۍ، لکه ځان ته تلقین کول، د رڼو (شفاف) یا روښانه خوبونو احتمال زیاتوي.

 

د عام خوبونو درک کول

 

ډیری خوبونه بې ساري یا له یو بل سره ډیر توپیر لري. خو د خوبونو ځینې موضوعات نړیوال دي. په حقیقت کې، ډیری څیړنو ښودلې چې د خوبونو موضوعات د بیلابیلو جغرافيائی موقعیتونو، کلتورونو او توکمونو په خلکو کې یو شان وي.

ډیری خلک کله ناکله د خپلو خوبونو له تعبیر ویره لري ، خو که دوی پوه شي چې ډیری خلک ناراحت کوونکي یا خجالت کوونکي خوبونه لري او دا چې دا خوبونه لیدل معمول دي او د شرم خبره نه ده نو دوی به لږ څه راحت احساس وکړي.

 

د خوب تر ټولو عام موضوعات څه دي؟

 

د خوب تر ټولو عام موضوعات عبارت دي له تعقيب (چا پسې منډه)، ښکته کېدل، ښوونځي ته تلل (پرانیستې فضا کې ګرځیدل)، يا جنسي اړيکې.

ډیری څیړنې ښیي چې د الوتنې په څیر مسایل، د کار بشپړولو هڅه کول یا د هغه چا سره وخت تیرول چې په ریښتینې نړۍ کې مړ شوی وي په انسانانو کې ډیر عام دي.



ژباړه او زیاتوونه : سیال یوسفي

 

دا مطلب شریک کړئ

کلیدي ټکي

خوبارواپوهنهخوبونهارامټولنیز ژوند

د لیکوال په اړه

رسالت کلتوري مرکز

ر