کورپاڼهلیکنېافغانستانسیمهنړۍ
ادب
ادب
لیکوالان او شاعران
کره کتنه
لنډې کیسې
شعر
هنر
کلتورحقیقت موندنهټکنالوژي او اقتصاد
ګالري
تصویرونه
ویډیوګانې
کورپاڼهلیکنې
ادب
ادب
لیکوالان او شاعران
کره کتنه
لنډې کیسې
شعر
هنر
افغانستانسیمهنړۍکلتورحقیقت موندنهساینس او ټکنالوژي
ګالري
تصویرونه
ویډیوګانې
لټون
رسالتد فکر او هویت سنګر

رسالت یو غیر انتفاعي کلتوري آرشیف دی چې د میراث ساتنې او شریکولو ته ځانګړی شوی دی

د ژورنال ګډون وکړئ

وپلټئ

  • لیکنې
  • ادب
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړۍ
  • کلتور
  • حقیقت موندنه

اړیکه

  • زموږ په اړه
  • اړیکه
  • لیکوالان

© 2026 رسالت. ټول حقوق خوندي دي.

د کلتور لپاره په مینه جوړ شوی.

مقالې

وران کلی او ړنګ منارونه

ببرک درویش

رسالت کلتوري مرکز۴۲
وران کلی او ړنګ منارونه cover

بمونه مخامخ پر کورونو راغلل، د الوتکو  ویروونکو غږونو زړونه لړزول، د تېښتې او پټیدو ځای نه و، پر کورونو سرې لمبې راتاو شوې، د انسانانو او څارویو غوښې یوځای شوې.

د ایپي فقیر اولاد نور د ځمکې پر مخ هېڅ نه لرل، له برید روغ پاتي اوس یوازې غم، درد او سرګردانۍ په مخ کړي وو، د خپلو عزیرانو په ټوټه ټوټه جسدونو پسې په ورانو کنډرو کې ګرځېدل.

دا خصومت او دښمني د شل کاله، پنځوس کاله او یو قرن پخوانۍ خبره نه ده، د اسلام بي بي پر ټېکري ننګ او د باطل پر وړاندې د حق غږ پورته کولو سزا ده چې د میرزاعلي خان اولادونه یې له پېړیو راهېسې ویني!

لا هم د قبرونو پر سر د شیندل شویو اوبو نم نه دی ورک، دا یوه بله غمیزه وه چې د میرعلي موسکي پر کلي راغله، پاکستاني الوتکو د عامو خلکو کورونه په نښه کړل، همغسې لکه پرنګیانو چې د پښتنو کورونه هوارول خو دا ځل اسمان هم ویرجن و، هلته د خدای پر کور هم بمونه غورځيدلې وو، جومات شهید و!

ښايي کاروان مومند د خپلې خاورې هره نادوده لېدلې، د کلي وران کورونه او د جومات ماتې منارې، ځکه خو د پښتون دښمن د خدای دښمن بولي.

 

خدایه دا زما او ستا شریک جنګ دی را ورسه

زه باروت له کور خلاص کړم او ته یې له جوماته

 

  دا نه هم لومړنۍ او نه به هم وروستۍ پېښه وي، افغان تاریخ له ګڼو داسې پېښو ډک دی، ان د بریټانوي هند له دوره چې کله انګریز استعمار دې سیمه کې د پښتون انسان له وجود انکار او دوی سره په یوې نه ختمیدونکې دښمنۍ واوښتل.

انساني حافظې کمزورې دي، دوه پېړۍ وړاندې انسانان اوس ټول په قبرونو کې دي، ځایناستي یې له ډېرو حقایقو نه دي خبر، دوی ته یوازې روایات ورپاتې دي، هغه هم ګډوډ او تحریف شوي.

خو تاریخ یې ښه پېژني، د هر  دور  د وحشت هره کیسه خپل راویان لري، هلته پر لوړه څوکه پرنګي کلا، د وروڼو د وېش نښې او په هدیرو کې د پخوانیو شهیدانو قبرونه چې د ماتو شناختو سره سره نه ورکېدونکي څلي دي.

هو؛ دا د خدای او د هغه د بندګانو د ګډ دښمن ترمنځ کشمکش او کړکېچ دی چې له څه باندې دوه لسیزو یې بیا د ډیورنډ فرضي کرښې هغه لور ته زور اخېستی.

دوی د شمالي وزیرستان میرعلي له خلکو د ۱۹۳۶ د اپریل ۱۴ مې غچ  اخلي، هلته چې ایپي فقیر یا حاجي میرزا علي خان په مشرۍ یوې سترې جرګې د بریټانوي نېواک پر ضد د جهاد اعلان وکړ.

ایپي فقیر بله لار نه درلوده، نه د خلکو عبادتځایونه خوندي وو، نه سر او نه هم شتمني، کټ‌مټ لکه دا نن چې د وزیرستان، سوات، باجوړ، تیرا او خیبر کې جوماتونه په بمونو الوځول کېږي، په زور خلک د کورونو پرېښودو ته اړ کېږي، پر  کروندو او کورونو یې د اورلمبې راتاویږي او ټوله شتمني یې پنجاب ته ځي!

پاکستانی رژیم خپل اصلیت ته ورګرځيدلی، د افغانانو او پښتنو پر ضد همغه دښمني او کرکه پالي چې پخواني بریټانوي واکمنو عملي کوله، دوی د خپلو پخوانیو بادرانو په همغه پل روان دي چې د افغان انسان تر درشل راځي.

د وینو او لمبو دا سفر د سلګونه زره پښتنو په مرګ ژوبلې تر اوسه دوام موندلی، د میلیاردونو ډالرو په ارزښت پانګې په زور وړل شوي، هلته د یوه قوم د بې وزلۍ، تعذیب او وژلو سیسټامټیکه لړۍ روانه ده خو د ستر خوشحال اولاد لا هم یوې لویې فتنې همغسې راګیر کړی!

دا د ځانغوښتنې او نفاق بلا ده چې د دې وګړو زور، جلال او عظمت یې توږلی، بابا څومره په ځای ویلي و.

اتفاق په پښتانه کې پیدا نه شو

ګنې ما به د مغل یخن پاره کا



ببرک دروېش

لیکوال او ژورنالیست چې له تېرو څه کم دوه لسیزې یې رسنیو کې فعالیت کړی دی

دا مطلب شریک کړئ

کلیدي ټکي

وزیرستانمیرعليبریدجګړهپښتونخواپاکستان

د لیکوال په اړه

رسالت کلتوري مرکز

ر