زه غولیږم ؟
پوښتنې دومره زیاتې شي، چې ټول روح روان او نظر یې له پښتنو ډک شي او هر خوا مخ اړولو سره یو پوښتنه ؟ بله او سل پوښتنې ؟؟؟؟؟؟

سهار د غرب په لسو دولسو بجو غرمه را ویښ شي، ځکه د شپې یې یو لپه د عصبي فشار، روحي ارام، خوب او د لیونتوب ګولۍ خوړلي وي، په پړسیدلیو سترغلیو، مبایل را واخلي صفحه ښکته پورته یوسي، سوچ کې ډوب شي مونږ څه شی شو؟؟ څه و ؟؟؟ څه مو وکړل ؟؟؟ وطن سره مو څه وکړل ؟؟ ! ځان سره مو څه وکړل، ایا دلته حیثیت او شخصیت لرو؟؟ څوک مو پيژني هم نه ؟؟؟؟ اوس څوک مونږ ته احترام لري که نه ؟؟؟
له ځان پوښتنې پسې پوښتنې بیا پوښتنې ؟؟؟؟؟؟؟
څه حالت ته پاتې یو او ولې له مونږ سره داسې وشول که دا مو پخپله وکړل؟
پوښتنې دومره زیاتې شي، چې ټول روح روان او نظر یې له پښتنو ډک شي او هر خوا مخ اړولو سره یو پوښتنه ؟ بله او سل پوښتنې ؟؟؟؟؟؟
بیا مبایل را واخلي راځه دلته خلک ما پیژني او دلته لا اوس هم زما نوم مهم دی او دلته لا هم زما په اړه خلک غږیږي، زما په خبرو عکس العمل ښی، زما په خبرو خلکو ته تشویش پیدا کیږي.

بیا بیرته په یو مجازي نړۍ کې ځان ورته د ستر حیثیت خاوند ښکاره شي او یو شیبه د خپل واک او ځواک په خیالونو کې ډوب شي.
همدا وخت ولیکي چې په افغانستان کې د نوې جګړې لپاره د یوې سترې ډلې کارونه مې تکمیل کړل، عملا جګړه پیل شوه، نن یې اته څلوېښت بریدونه وکړل، بې شمیره افغانان مو په کې ووژل، یو میاشت کې به ګڼ ولایتونه ونیسو، خلک به ووژنو، کورنه به لوټ کړو، ابادۍ به ویجاړې کړو، چور به وکړو تالان به وکړو...
په دې تخیلي نړۍ کې د افغانستان واک، ځواک او ولس له ده سره وي!!!!!
ولس به کمنټونه شروع کړي ګڼ به یې وستايي، ګڼ به شباسی ورکړي، ګڼ به ورته ولیکي درسره یو مشره، قهرمانه، قوماندانه، اتله، رهبره ....
ګڼ نور به ورته خپلې مشورې ورکړي ...
یو شمیر به ورته ووایي جګړه د حل لاره نه ده ...
بل به یې وښکنځي خور مور ناموس به وریاد کړي، افغاني اخلاق به هم ؟؟
د ده پر لیکلو به ډیرې کیسې وشي، څوک به یې لیکل خپاره کړي، څوک به د جاسوس او پردیپال او اجنټ ورته ووايي ؟؟؟
څوک به بیا راپورته شي د ده پر خبرو به په راډیو تلویزیون کې بحث ونیسي او څو کسان به د کارپوه، شنونکي، څیړونکي، تاریخپوه، تحلیلګر او بل پر نوم را وغواړي هغوی به هم وغږیږي خبرې به وکړي مرۍ به یې پر جذباتو او خبرو وپړسیږي، خلک به بیرته د تلویزیوني بحث کوونکو خبرې را واخلي او هغه به شاربي، څوک به ښه څوک به بد وايي.
دا سلسله روانه وي دوام لري او په غرب کې د سوال په کور کې پروت سیاستوال، نظامي، مجازي رهبر، ستر مجاهد، ستر اتل به بیرته په مجازي نړۍ او د افغان ټولنې د جذباتو په چاپیریال کې د رهبرۍ خیالونه ګوري ...

نااااا نه زه یو څوک یم زه رهبر یم ، زه یم چې خلک خبرې راباندې کوي، زه به بدلون راوړم، زه به یم بیا به چاپلوسان وي، دربارونه به وي، خلک به له احترام راته سل او زر سر ټیټوي، دفترونه به وي، ماڼۍ به وي غلامان چاکران به وي، موټرې به وي کتارونه به وي، زور به وي، ظلم به وي، فرعونیت به وي، بې دریغه د ولس لوټل شوې پانګې به وي، زه به یم او له لوږې مړ افغانستان کې به شاهانه ژوند وي .
دا تخیلات به بیا تښتیدلی عسکر، تش په نوم رهبر ... د پردو پارکونو په پیاده رونو کې په داسې مغرور انداز روان کړي، چې تر څو په سوشل میډیا کې دده بحثونه روان وي، دده په اړه خلک غږیږي، رسنۍ غږیږي، نور په نوم سیاستوال او په نوم اهل نظر او په نوم شنونکي غږیږي دا بې لښکرو پاچا وي .
بیرته بیا پر دې دا غږیدل یو شمیر غربي ادارې له دې امله وغواړي چې پر څو دقیقو خبرو یې یو میاشت افغانان غږیږي، څو خبرې ورسره وکړي یو ترخه کافي پرې وڅښي او هغوی د خپلې پروژې د تطبیق په رپوټ کې ولیکې چې د بشري حقونو او په افغانستان کې د محرومیت په اړه یو مهم شخصیت سره خبرې اترې وشوې او هغه ورته د افغانستان په اړه ډیر کره مالومات ورکړل .
د افغان ځوانانو سوچونه فکرونه بدل شي، چې پر وطن بله جګړه را روانه ده او راځی چې ځو بهر ته ډله ډله ځوانان له هېواد روان شي او د پردیو وطنونو په دښتو او غرونو کې مړه شي یو نیم یې ورسیږي .
ډیرې نورې کورنۍ د غم په ټغر کیني میندې بورې شي او خویندې بې وروره شي دا داستان روان دی .
ښاغلی سیاستوال چې کله یې غږ سوړ شي بیا په دې فکر کې شي، چې زه واک کې وم قدرت و زور و ځواک و چوکۍ وه، ما څه ولې نه شو کولای څه مې وکړل د افغانستان لپاره مې څه طرحه څه پلان او کومه تګلاره لرله.
نه خیر دا کار خو ما نه شو کولای امریکا چې څه غوښتل کیدل، پاکستان چې څه غوښتل هغه مو کول، ایران چې څه ویل هغه مو عملي کول او ...
ښاغلی سیاستوال چې وګوري بیا میدان سوړ شو بیا په تنګ شي بیا د عصبي ارامښت له ګولۍ ستړی شي، قهرجن شي، د قتلونو، فساد او غلاوو نا ارامه ذهن یې خراب شي، بیا راپورته شي او بیا جګړه اعلان کړي، بیا ووايي من افغان نیستم، بیا ووایي زه ارام نه کینم، بیا ووايي، تعصب روان دی، بیا ووایي قوم پرستي روانه ده ، بیا ووايي سمت پرستي روانه ده مونږ بیا غوغا جوړه کړو چې رهبر صیب داسې وویل :
خو دا فکر مو ونه کړ، چې کاکا تا پرون څه کول دې هېواد ته دې څه کړي، څه دې په میراث پریښې دي کوم داسې روغتون چې هغه ما د پردي وطن له احتیاج خلاص کړي، کوم پوهنتون، کومه فابریکه او کوم کار روزګار ...

او دا فکر مونږ نه دی کړی، چې دې لوچک رهبر پرون د افغانستان لپاره کوم پلان درلود، کومه طرحه ورسره وه ، کومه د ملي ارزښتونو په رڼا کې تګلاره یې د افغانستان لپاره لرله، چې دده په تګلاره کې د هېواد پرمختګ او بقا روښانه وه، دده په تګلاره کې د یو اباد افغانستان د جوړیدو انځور و.
ښه پوهیږو چې دا هېڅوک نه و دده کورنۍ مالومه نه وه چې د افغانستان په نظامي او سیاسي تاریخ کې شته وه .
دا سړی اوس د افغانستان لپاره کومه طرحه لري په ولس کې څوک ورسره دي او څوک دده تر شاه ولاړ دي، کوم فکر یې ایجاد کړی دی چې خلک د هغه فکر لارویان دي .
د افغانستان لپاره یې کومه سیاسي تګلاره لرله چې هغه خلکو خپله کړې ده او د هغې سیاسي پلویان دي .
ستا ملي تعریف څه دی ؟؟؟؟؟ سیاسي تعریف دی څه دی دې هېواد لپاره څه تعریف لرې او که نه یوازې چې ته وی دا هېواد بیا هېواد دی ، چې ستا واک یې بیا دا نظام دی او چې ته نه یې هیڅ نشته دی.
داسې نه ده ولې نه پوهیږو ولې نه پوهیږو بیا هم ولې ؟؟؟
پر مونږ څه شوي دي او څه کوو.
هر څه چې مونږ لرو دا زمونږ دي، مونږ له چا کم یو، هېواد لرو، خوږې اوبه لرو، مټور ځوانان لرو، لوړ استعدادونه لرو، معادن لرو، کاري ځواک لرو، د کروندو پراخه مځکې لرو، د سوداګرۍ فرصتونه لرو، پلار او نیکه مو هر بهرنی یرغلګرو ځغلولی دی، له وطن سره مینه لرو، بیا ولې زمونږ انرژي همیشه په احساساتو او جذباتو مصرف شوې ده ولې مو همیشه خپل شته امکانات شته فرصتونه خپل نه دي ګڼلي، ولې مو دا فکر نه دی کړی چې خپل هېواد خپلو نسلونو او خپل راتلونکې لپاره باید کار وکړم.
که په دې تمه یو چې دا وطن پردي جوړ کړي او بیا به مونږ ته په کې سوکاله ژوند وي دا هیڅ کله نه عملي ده نه به وشي او نه دا شونې ده .
هر چا خپل وطن خپله جوړ کړی خپل ځان ته یې د خوشالیو ډک کور جوړ کړی او بیا یې په کې ژوند کړی دی، هغه سیاستوال چې د پردیو په مټ ما او تاته جګړه غواړي او دی په کې سوکالي غواړي او زما وینه ورته ارزښت نه لري ولې رهبر دی.
دا هېواد چې څه لري پر همدې باندې قناعت ورته کار کول او خپل ټاټوبی خپله جوړول او بیا په کې خپله ارام کیدلی شو او زمونږ بچیان د پردي احتیاج خلاصیدلی شي او زمونږ راتلونکې نسلونه د خپل هېواد خپلو ارزښتونو تعریف کولای شي او خپل هېواد سیال کولای شي خپله سیال کیدلی شي ، له کډوالۍ، فقر، بې کورۍ او در بدرۍ خلاصیدلی شو.
دا هېواد تاریخي ارزښتونه لري او مونږ تاسو یې باید ونه بایلو .
تر اوسه مو بایللې ده نور باید ونه بایلو
خپل هېواد، خپل نظام خپل ارزښتونه خپل تعریف، خپل سیاستوال، خپل عسکر، خپله ورشو، خپله سوکالي او د خپل کور مخ ته د خپل ماشوم د خوښۍ لوبې
د خپل ماشوم د خوښیو لوبې .
