افغانستان کې نړیوال قرار دادونه او پښتونخوا کې بمبار
د روسیې د لومړي وزیر مرستیال الکسي اوورچوک د یوه پلاوي په مشرۍ کابل ته راغلو، چې ورسره سوداګر او د بیلا بیلو شرکتونو استازي مل وو. د لومړي وزیر د مرستیال په دې سفر کې له افغانستان سره له سلو میلونو ډالرو د زیات ارزښت تړونونه لاسلیک شول چې د افغانستان د نړیوال باور لپاره خورا مهم ګام دی.
افغانستان دا مهال په سیمه کې د خپل اقتصاد محور سیاست له مخې پر مخ روان دی او له ورځې بلې ته د افغانستان سیمه ییز ارزښت ګاونډیو او د سیمې هېوادونو ته ښکاره کیږي، چې دا چاره د افغانستان پر اقتصادي وده او ثبات ژور اغیز لري.
د روسیې د لومړي وزیر مرستیال الکسي اوورچوک د یوه پلاوي په مشرۍ کابل ته راغلو، چې ورسره سوداګر او د بیلا بیلو شرکتونو استازي مل وو.
د لومړي وزیر د مرستیال په دې سفر کې له افغانستان سره له سلو میلونو ډالرو د زیات ارزښت تړونونه لاسلیک شول چې د افغانستان د نړیوال باور لپاره خورا مهم ګام دی.
په داسې تړونونو سره د افغانستان د هغه اقتصاد محوره دریځ او سیاست مراندې قوي کیږي چې وار وار یې سیمې او نړۍ ته اعلانوي او ثابتوي چې افغانستان نړۍ او سیمې ته هیڅ ډول ګواښ نه دی، بلکه پر هغو فرصتونو کار کوي چې ګډې ګټې په کې نغښتې دي .
یوه مهمه خبره دا ده چې په داسې تړونونو سره افغانستان د پاکستان هغه ادعاوې باطلوي، چې د افغانستان په اړه یې کوي او د خپل بام واورې پر بل اچوي .
راځئ هغه تفاوتونه چې افغانستان او پنجاب پوځي رژیم یې لري، روښانه کړو چې دا مهال افغانان په څه بوخت دي او پنجابیان په څه بوخت دي .
د پنجاب پوځي رژیم په سیمه کې د اقتصادي او سوداګريز وصل پر مخنیوي بوخت دی او روښانه مثال یې په سیمه کې له ټولو هېوادونو سره ستونزې دي چې له افغانستان سره یې د پرمختګ او سوداګرۍ لارې د سیاسي موخو لپاره تړلي دي، له ایران سره سیاسي ستونزې لري، هندوستان دښمن بولي، د چین د سیپیک د یو لار یو کمربند لویه پروژه یې د امریکا د ګټو لپاره وځنډوله او د سیمې نورو هېوادونو سره د لویو پروژو په تطبیق کې هیڅ ډول همکاري نه لري.
اخوا افغانستان له سیمې سره د لویو لارو په خلاصولو، د سوداګرۍ په پراختیا او په سیمه کې د ګډو ګټو د پروژو په پرمختګ بوخت دی که هغه د ریل پټلۍ دي، سړکونه دي، سوداګریزې دروازې دي او که سترې پروژې دي، لکه ټاپي، کاسا زر او نور
دا چې پاکستان دعوه لري او په نړیوالو سټیجونو په افغانستان پسې پروپاګند کوي او د تبلیغاتو لسګونه دستګاوې یې پرانیستي دي چې په افغانستان کې هغه وسله وال دي چې نړۍ ته ګواښ دي خو تر اوسه پورې یو داسې سند او واقعیت و نه موندل شو.
برعکس د پنجاب تر واک لاندې جغرافیه کې په روښانه ډول ایغور وسله وال هر وخت پر چینايي شرکتونو او تاسیساتو باندې د پوځي رژیم په خوښه او لارښونه بریدونه کوي، دا مسایل لکه د لمر روښانه دي، د ترکیې استخبارات راځي د پنجابي پوځي رژیم تر زنې لاندې د داعش پر مهمو غړو عملیات کوي او نیسي یې، د هند ایران او نورو هېوادونو لپاره روزل شوې جنګي ډلې په پاکستان کې دي او بار بار یې غړي نیول کیږي.
په افغانستان کې د بغاوتګرو جګړمارو له نیولو وروسته ثابته کیږي چې په پنجاب کې ورته روزنه ورکړ شوې او د هغوی له لوري افغانستان ته را اړول شوي دي .
په افغانستان کې نړیوال شرکتونه د پانګونې لپاره راځي او داسې سراسري امنیت دی چې په ټول هېواد کې مرکزي نظام خپل واک لري او په خپله ټوله خاوره کنټرول لري، ولسونه ارام ژوند لري د ابادۍ کارونه په بې ساري توګه روان دي، د سترو لارو د روغونې چارې تر سره کیږي او د قوشتیپې په څیر لویې پروژې د افغانستان په خپله سرمایه مخ ته ځي .
د افغانستان کلني عواید له ورځې بلې ته زیاتیږي او د راګرځیدلو کډوالو ژوند هم مخ په ښه کیدو دی .
خو برعکس پاکستان ته په بلوڅستان کې ولسونه ولاړ دي او په خپله خاوره یې د نظامي پولیس او اردو قدم نه پریږدي، له خپل ولس سره یو مرګونې جګړه روانه ده .
په پښتونخوا کې پر جوماتونو او کورونو بمبارونه کیږي او په ارکزی ایجنسۍ کې لسګونه عام خلک شهیدانیږي .
پښتانه اړ شوي چې د خپلو حقونو لپاره د پوځ پر وړاندې ودریږي .
په محکومه پښتونخوا کې هره ورځ وژنې روانې دي او ملکي حکومت په کې نشته، له منځه تللی دی .
په تیراه او نورو پښتنو سیمو کې خلک په زوره له خپلو کورونو ایستل کیږي او په سیمو کې نظامي عملیات کیږي .
په کشمیر کې خلک ناراض دي او هره ورځ لاریونونه کوي او د پنجاب رژیم په زور زیاتي سره خلک وژني .
برعکس پوځي رژیم نړۍ ته ځان داسې ښيي چې هر څه یې سم دي، ځکه پنجاب د نړۍ د استخباراتو کور دی او هلته د نړۍ ټولې هغه پروژې چې د بشریت او انساني حقونو په خلاف دي پلانیږي او د پښتنو، بلوڅانو او کشمیریانو په سیمه کې عملي کیږي .
اوس د سیمې هېوادونو او نړۍ دا هر څه درک کړي دي او له ورځې بلې ته د افغانستان په اړه تشویشونه مخ په ختمیدو دی او افغانستان د ابادۍ پر لور روان دی .
له افغانستان سره د سیمې د هېوادونو اړیکې مخ په پراخیدو دي، ځکه افغانان خپلواکې پریکړې کوي اود ګټو وټو په محور له هېوادونو سره خپلې فیصلې لري، په داسې حال کې چې پنجاب یې نه لري.
د نړۍ اړیکې به له افغانستان سره جوړیږي او افغانستان د پرمختګ پر لور روان دی چې په کم وخت کې به په سیمه کې خپل ارزښت روښانه کړي او هغه چانسونه چې د نورو هېوادونو لپاره شته دي ورته به یې برابر کړي.
