کورپاڼهلیکنېافغانستانسیمهنړۍ
ادب
ادب
لیکوالان او شاعران
کره کتنه
لنډې کیسې
شعر
هنر
کلتورحقیقت موندنهټکنالوژي او اقتصاد
ګالري
تصویرونه
ویډیوګانې
کورپاڼهلیکنې
ادب
ادب
لیکوالان او شاعران
کره کتنه
لنډې کیسې
شعر
هنر
افغانستانسیمهنړۍکلتورحقیقت موندنهساینس او ټکنالوژي
ګالري
تصویرونه
ویډیوګانې
لټون
رسالتد فکر او هویت سنګر

رسالت یو غیر انتفاعي کلتوري آرشیف دی چې د میراث ساتنې او شریکولو ته ځانګړی شوی دی

د ژورنال ګډون وکړئ

وپلټئ

  • لیکنې
  • ادب
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړۍ
  • کلتور
  • حقیقت موندنه

اړیکه

  • زموږ په اړه
  • اړیکه
  • لیکوالان

© 2026 رسالت. ټول حقوق خوندي دي.

د کلتور لپاره په مینه جوړ شوی.

مقالې

جاسوسي د وطن پر وړاندې پټه جګړه

جاسوسي د نړۍ په سیاسي، پوځي او امنیتي برخو کې له ډېرو پخوانيو فعاليتونو څخه يوه ده. په سوونو کلونه کيږي چې هېوادونه د خپلو ملي ګټو، امنیتي اړتیاوو او بهرنیو ګواښونو د پېژندلو لپاره استخباراتي فعالیتونه ترسره کوي. په دې لړ کې ځینې کسان د خپل هېواد لپاره معلومات راټولوي، خو ځینې نور بیا د بل هېواد په ګټه د خپل هېواد محرم معلومات افشا کوي. دا ډول فعالیتونه د ملي امنیت، سیاسي خپلواکۍ، اقتصادي ثبات او پوځي ځواک لپاره جدي ګواښونه رامنځته کولای شي.

بخت جمال کریمي۳۹
جاسوسي د وطن پر وړاندې پټه جګړه cover

په هر رسمي او غیرې رسمي محفل کې چې د افغانستان د سياسي حالت او د افغانانو د بدبختيو په اړه بحث کيږي نو حتمي به په کې د جاسوس کلمه واورئ!
د وطن د بربادۍ له لویو لاملونو رښتيا هم يو یې هغه خلک دي چې همدې وطن کې پیدا شوي، لوی شوي او واک ته رسيدلي دي خو دې خلکو وطن او وطنوالو ته د ژمنتيا او خدمت په ځای د وطن او وطنوالو دښمنانو ته په جاسوسۍ لاس پورې کړی دی. جاسوسان هغو چينجيو ته ورته دي چې له کومې ونې سيرابه کيږي او هماغه ونه له د ننه خوري.

جاسوسي د نړۍ په سیاسي، پوځي او امنیتي برخو کې له ډېرو پخوانيو فعاليتونو څخه يوه ده. په سوونو کلونه کيږي چې هېوادونه د خپلو ملي ګټو، امنیتي اړتیاوو او بهرنیو ګواښونو د پېژندلو لپاره استخباراتي فعالیتونه ترسره کوي.
په دې لړ کې ځینې کسان د خپل هېواد لپاره معلومات راټولوي، خو ځینې نور بیا د بل هېواد په ګټه د خپل هېواد محرم معلومات افشا کوي. دا ډول فعالیتونه د ملي امنیت، سیاسي خپلواکۍ، اقتصادي ثبات او پوځي ځواک لپاره جدي ګواښونه رامنځته کولای شي.

جاسوس هغه شخص ته ویل کېږي چې په پټه توګه د یوه هېواد، حکومت، پوځ، ادارې یا سازمان په اړه محرم او ارزښتناک معلومات راټولوي او د بل هېواد یا استخباراتي ادارې په واک کې یې ورکوي. جاسوسي د پټو هڅو له لارې د محرم معلوماتو ترلاسه کول او له اجازې پرته د هغو لېږدول دي.

هغه خلک چې د خپل هېواد پر ضد د بل هېواد جاسوسي کوي، د ټولنې له بېلابېلو قشرونو څخه کېدلی شي. په دې ډله کې دولتي ماموران، پوځي افسران، امنیتي کارکوونکي، سوداګر، تخنیکي متخصصان او هغه کسان شاملېدلی شي چې محرمو معلوماتو ته لاسرسی لري هو دا په یاد ولرئ چې جاسوسان تل مسلکي کسان نه وي؛ کله ناکله ان عادي کارکوونکي، دولتي ټيټ رتبه ماموران، سوداګر او محصلان هم د جاسوسۍ په فعالیتونو کې ښکېل کېږي.
مانا دا چې جاسوسي يوازې د لوړې کچې چاوراکې نه کوي، ډېر عادي خلک هم په دې برخه کې د پام وړ دي.
په خبرونو کې، په ځينو جاسوسي او پوليسي ناولونو کې به مو لوستي وي چې يو عادي کس څومره لوی کار کوي. يوه ښه بېلګه یې د سعدالدين شپون صاحب د شين ټاغي ناول ښودلی شو.

جاسوسي يوازې دا نه ده چې انسانان یې کوي، بلکې د سرچينو، امکاناتو او موخو په اساس نور ډېر ډولونه لري.

یو شخص د یوه دولتي یا پوځي کارکوونکي له لارې محرم معلومات ترلاسه کوي چې دې ته بشري جاسوسي ويل کيږي. تخنیکي او برېښنايي جاسوسي د مخابراتي وسایلو، کمپیوټرونو، انټرنېټ او نورو تخنیکي امکاناتو له لارې ترسره کېږي. پوځي جاسوسي د پوځ، وسلو، پوځي تاسیساتو، دفاعي پلانونو او نظامي وړتیاوو په اړه د معلوماتو ترلاسه کول دي.
اقتصادي او صنعتي جاسوسي بیا د شرکتونو د سوداګریزو رازونو، اقتصادي پلانونو، ټکنالوژۍ او اختراعاتو د ترلاسه کولو په موخه ترسره کېږي. د سپوږمکیو، انځورونو او مخابراتي نښو له لارې هم استخباراتي معلومات راټولېږي.

دلته يوه مهمه او بيادي پوښتنه پیدا کيږي چې ممکن ډېرو سره وي او هغه دا ده چې ولې يو شخص بل هېواد ته د خپل هېواد جاسوسي وکړي؟

د استخباراتي او امنیتي څېړنو له مخې، خلک د بېلابېلو انګېزو له مخې د جاسوسۍ لوېدلې او ناخوښ عمل ته لاس غځوي.
ځینې د پیسو او مالي ګټو لپاره دا کار کوي، ځینې د سیاسي او فکري عقیدې له مخې د بل هېواد له استخباراتي ادارې سره همکاري کوي، ځینې د شخصي دښمنۍ، غچ اخیستنې او د مقام ترلاسه کولو په موخه کوي. په ځینو مواردو کې بیا خلک د ګواښ، فشار، باج اخیستنې او شخصي کمزوریو له امله د جاسوسۍ په فعالیتونو کې ښکېل کېږي.

د جاسوسانو جذب پېچلې پروسه ده خو پيل یې له ډېرو عادي مسايلو کيږي. د دې چارې لپاره د یوه بهرني استخباراتي سازمان استازي لومړی د هغو کسانو په اړه معلومات ترلاسه کوي چې د دوی د اړتیا وړ معلوماتو ته لاسرسی لري.
وروسته له هغوی سره اړیکې جوړه وي، د باور فضا رامنځته کوي او د شخصي، مالي یا سیاسي اړتیاوو څخه ګټه اخلي.
په ځینو مواردو کې لومړنۍ همکاري د عادي معلوماتو په شریکولو پیلېږي، خو وروسته د محرمو اسنادو او مهمو معلوماتو غوښتنې ته رسېږي. کله کله داسې هم کيږي چې جاسوسۍ ته نښه شوي کسان بلک مېل کيږي او بيا د هغوی له مجبوریته په استفادې هغوی باندې خپل کارونه کوي. ځینې کسان داسې هم شته چې په خپله خوښه د بل هېواد له استخباراتي ادارو سره کار کوي.

جاسوسي يو سخت، پېچلې او له خطر ډک کار دی، ډېر کله د يوه جاسوس د دندې په له لاسه ورکولو، ژوند او ان د کورنۍ په مرګ تمام شوی دی.
د جاسوس پېژندل بل مهم بحث دی؛ ممکن ځينو ته به عادي ښکاري خو حقيقت دا دی چې جاسوس څنګه فعاليتونه تر سره کوي د هغه رواني حالات او د روزمره چارو عادي والی هيڅ شک نه پیدا کوي او همدا ځانګړنې یې پېژندل ګرانوي.

هو ځینې کړنې کېدلی شي د جاسوس پېژندلو کې مرسته وکړي. د بېلګې په ډول: له اجازې پرته محرمو اسنادو ته لاسرسی، د اړتيا خلاف د معلوماتو نقلول، د ادارې له امنیتي اصولو سرغړونه، محرم معلومات له غیرمسول کسانو سره شریکول او له نامعلومو بهرنیو اړیکو سره د حساسو معلوماتو تبادله، دا ټول هغه ټکي دي چې په مرسته یې جاسوس پېژندل کېدلی شي.

جاسوسي هم قانوني او اخلاقي جرم دی، هغه کسان چې د جاسوسۍ په تور د قانون له مخې مجرم وپېژندل شي، د اړوند هېواد د قوانینو له مخې له بېلابېلو جزاګانو سره مخ کېدلی شي. لکه: د دندې له لاسه ورکول، د بند سزا، د شتمنیو ضبط او په ځینو هېوادونو او ځانګړو قضیو کې ان د مرګ جزا سره مخ کيږي.
د جاسوسۍ د افشا کېدو اغېزې یوازې پر جاسوس نه محدودېږي، بلکې د هغه پر کورنۍ، همکارانو او د هېواد پر امنیتي بنسټونو هم اغېز کولی شي.
بخت جمال کريمي

دا مطلب شریک کړئ

کلیدي ټکي

جاسوسجاسوسيڅارګرې ډلېد اسنادو افشاء کېدل

د لیکوال په اړه

بخت جمال کریمي

Kabul, AFGHANISTAN

بخت جمال کريمي لیکوال او ژورنالیست دی، د ژورنالیزم پوهنځی یې لوستی دی، له ١٢ کلونو یې په بېلابېلو رسنیو کې د ویاند، متن سموونکي په توګه کار کړی. دوه چاپ شوي اثار لري.

بخت جمال کریمي