له واکمنۍ تر محاکمې؛ د شیخ حسینې ناتمامه برخلیک
که هند په رښتیا غواړي له بنګلهدېش سره خپلې اړیکې له سره و رغوي، باید د دغه هېواد ډیموکراټیکې ارادې ته درناوی وکړي او د خلکو کړاوونه په پام کې ونیسي. د یوه پخواني مشر له قانوني حساب ورکولو ساتنه به یوازې بېباوري زیاته کړي.
د هغو کورنیو لپاره چې د ۲۰۲۴ کال د جولای او اګست میاشتو د پاڅون پر مهال یې خپل عزیزان له لاسه ورکړي، په هند کې د شیخ حسینې حضور یوازې د سیاسي پناه مسئله نه ده، بلکې د عدالت او حساب ورکولو موضوع ده. ځینې کورنۍ لا هم د ټپیانو پالنه کوي او ځینې نورې د خپلو عزیزانو په له لاسه ورکولو سختې ځپل شوې دي. د دغو کورنیو لپاره دا د منلو نه ده چې هغه څوک چې دوی یې د کړاوونو مسؤوله بولي، له هېواده بهر دې د بنګلهدېش په سیاسي چارو کې لاسوهنې ته دوام ورکړي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر د ۲۰۲۵ کال په فبرورۍ کې اټکل وکړ چې د ۲۰۲۴ کال د پاڅون پر مهال ښايي تر ۱۴۰۰ پورې کسان وژل شوي وي او زرګونه نور ټپیان شوي وي. د ملګرو ملتونو راپور د پخواني حکومت، امنیتي ځواکونو او د عوامي لیګ د تاوتریخجنو پلویانو له لوري د پراکسیاتي ځپنې او سیسټماټیکو سرغړونو یادونه کړې وه او ویلي یې وو چې د اعتراضونو د ځپلو لپاره رسمي تګلاره موجوده وه؛ هغه څه چې د بشریت ضد احتمالي جرمونو په اړه یې د نورو څېړنو اړتیا رامنځته کوله خو البته، دا د ملګرو ملتونو موندنې وې، نه قضايي حکم.
وروسته د بنګلهدېش کورنیو قضايي بهیرونو د انفرادي مسؤلیت موضوع وڅېړله. د ۲۰۲۵ کال په نومبر کې د دغه هېواد د نړیوالو جرمونو محکمې شیخ حسینه د بشریت ضد جرمونو په تور مجرمه وبلله. محکمې هغه له تاوتریخوالي د ډکو پېښو په هڅولو او ملاتړ او د معترضانو پر وړاندې د وژونکو اقداماتو په امر ورکولو تورنه کړې او په غیابي توګه یې د اعدام سزا واوروله. حسینې دغه محاکمه سیاسي انګېزه لرونکې بللې ده خو د هغې انکار د قربانیانو د عدالت غوښتنې حق نه شي له منځه وړلی. بنګلهدېش له هند په رسمي توګه د هغې د سپارلو غوښتنه کړې خو هغه لا هم په هند کې ده.
د طارق رحمان تر مشرۍ لاندې د بنګلهدېش حکومت هڅه کوي چې زیانمن شوی اقتصاد بېرته ورغوي او د کلونو استبدادي واکمنۍ له امله زیانمن شوی سیاسي نظام اصلاح کړي. خو په بهر کې د حسینې پلویان لا هم په ټولنیزو رسنیو کې د هغې د بېرته سیاسي واک ته رسېدو احتمال مطرح کوي. دا ډول څرګندونې د بنګلهدېش د ډیموکراټیک بهیر په اړه اندېښنې زیاتوي، په ځانګړي ډول د هغو کورنیو لپاره چې لا هم د عدالت په تمه دي.
حکومت او ټول هغه سیاسي جریانونه چې د ډیموکراسۍ له بهیر ملاتړ کوي، مسؤلیت لري چې د دغه بهیر ساتنه وکړي او د بېثباتۍ د رامنځته کولو هڅو ته په مستندو معلوماتو او قانوني اقداماتو ځواب ووایي خو بنګلهدېش په یوازې ځان دغه ستونزه نه شي حل کولای، تر هغه چې حسینه په هند کې وي.
د جورج ټاون پوهنتون سیاسي څېړونکې سي کریسټین فېر له لومړي الو ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي چې حسینه د هند لپاره ګټوره وه او نوي ډیلي به یې بنګلهدېش ته ونه سپاري خو د هند له لوري هغې ته پناه ورکول یوه مسئله ده او له خپلې خاورې د بنګلهدېش په سیاسي چارو کې د هغې لاسوهنې ته اجازه ورکول بله مسئله ده.
د ۲۰۲۶ کال په جنورۍ کې د بنګلهدېش بهرنیو چارو وزارت تور ولګاوه چې حسینې په نوي ډیلي کې د یوې غونډې پر مهال په خپلو څرګندونو سره هڅه کړې چې د دغه هېواد راتلونکي ټاکنې له ګډوډۍ سره مخ کړي. فېر پوښتنه کړې چې ولې هند نه غواړي د حسینې سیاسي څرګندونې محدودې کړي، په داسې حال کې چې مخکې یې له دالایي لاما او انګ سان سوچي په څېر سیاسي څېرو غوښتي وو چې له احتیاطه کار واخلي. د هغې په باور، د هند کورنی سیاست د دغه توپیر یو لامل دی. دا وضعیت د بنګلهدېش لپاره دا پوښتنه راپورته کوي چې ایا نوي ډیلي د خپلو سیاسي محاسبو پر مهال د ګاونډي هېواد اندېښنو ته هم پام کوي؟
سره له دې، د حسینې د سپارلو غوښتنه باید د قانوني معیارونو له مخې وڅېړل شي. د هند او بنګلهدېش د استرداد تړون شپږمه ماده قتل، د قتل هڅونه او ځینې ورته جرمونه د سیاسي جرمونو له استثنا باسي. البته، په تړون کې د سپارلو د نه منلو نور قانوني شرایط او خوندیتوبونه هم شته.
د بنګلهدېش حکومت باید له هند سره د دوامداره ډیپلوماټیکو اړیکو له لارې روښانه کړي چې غواړي د متقابل حاکمیت او درناوي پر بنسټ اړیکې ولري او د حسینې د سپارلو غوښتنې ته جدي ځواب تمه کوي. همدارنګه، باید له نوي ډیلي وغواړي چې د هند خاوره دې په بنګلهدېش کې د تاوتریخوالي د هڅولو یا د خلکو د ګواښلو لپاره نه کارول کېږي. په دې برخه کې باید پېښې په اسنادو او شواهدو ثبت شي او سولهییز سیاسي بیانونه تاوتریخوالي ته له هڅونې جلا وپېژندل شي.
که هند په رښتیا غواړي له بنګلهدېش سره خپلې اړیکې له سره و رغوي، باید د دغه هېواد ډیموکراټیکې ارادې ته درناوی وکړي او د خلکو کړاوونه په پام کې ونیسي. د یوه پخواني مشر له قانوني حساب ورکولو ساتنه به یوازې بېباوري زیاته کړي.
شیخ حسینه باید بنګلهدېش ته ستنه شي، د خپلې واکمنۍ پر مهال د ترسره شویو وژنو او سرغړونو په اړه په خپله ځواب ووايي او له قانوني بهیر سره مخ شي. د هغې ستنېدل باید د قربانیانو د عدالت غوښتنې ته ځواب او په دغه هېواد کې د قانون د حاکمیت د بیا ټینګښت لپاره یو ګام وي.
مشفق فضل انصاري
بنګلهدېشی ډیپلومات، سیاسي شنونکی او په واشنګټن کې پخوانی خبریال
