کورپاڼهلیکنېافغانستانسیمهنړۍ
ادب
ادب
لیکوالان او شاعران
کره کتنه
لنډې کیسې
شعر
هنر
کلتورحقیقت موندنهټکنالوژي او اقتصاد
ګالري
تصویرونه
ویډیوګانې
کورپاڼهلیکنې
ادب
ادب
لیکوالان او شاعران
کره کتنه
لنډې کیسې
شعر
هنر
افغانستانسیمهنړۍکلتورحقیقت موندنهساینس او ټکنالوژي
ګالري
تصویرونه
ویډیوګانې
لټون
رسالتد فکر او هویت سنګر

رسالت یو غیر انتفاعي کلتوري آرشیف دی چې د میراث ساتنې او شریکولو ته ځانګړی شوی دی

د ژورنال ګډون وکړئ

وپلټئ

  • لیکنې
  • ادب
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړۍ
  • کلتور
  • حقیقت موندنه

اړیکه

  • زموږ په اړه
  • اړیکه
  • لیکوالان

© 2026 رسالت. ټول حقوق خوندي دي.

د کلتور لپاره په مینه جوړ شوی.

مقالې

 بالاحصار کې د مغولي دور رازونه

ببرک درویش

رسالت کلتوري مرکز۶۱
 بالاحصار کې د مغولي دور رازونه cover

د کابل بالاحصار ماڼۍ کې د مغولي ودانیو رابرسیره کېدو د لرغون‌پوهانو پام او بحثونه راپارولي دي.

دغه تاریخي ودانۍ یوځل بیا وروسته له هغې د اسوشیټیډپریس خبري اژانس لپاره په یوې مهمې موضوع بدله شوه چې هلته مېشت لرغون‌پېژندونکي یوې مغولي ماڼۍ نښو نښانو سره مخ شول.

د بلاحصار پېژندنه:

د شیردروازې د غره منځنۍ برخې ختیځه لمن کې د بالاحصار په نوم یوه تاریخي ودانۍ ده چې د زمانې د ډیرو مشهورو فاتحینو، سردارانو او ان د عزل شویو پاچایانو د عروج او زوال کېسې  لري.

دغه تاریخي کلا نه یوازې د نظامي تحرکاتو او موقعیت له مخې ارزښت لري، بلکې د یو سټراټيژیک او سیاسي مرکز په توګه یې د تاریخ په بېلا بېلو پړاوونو کې خپل نوم او شهرت ساتلی.

د بالاحصار کلا مخینه ډېره لرغونې خو ترهمدې بریده ناڅرګنده ده، د کوشان د وخت لوښي او بیا د هندـیونان او هخامنشي د زمانې سیکو موندل په شاوخوا سیمو کې دا په ډاګه کوي چې دا کلا یوه له پخوانیو هغو ده.

د تاریخي بنسټونو له مخې د کلا په توګه ددې ځای کارول د پنځمې پېړۍ له لومړیو پیل شول خو د کره تاریخ په اړه یې شواهد ډیر کم دي..

دا چې پر دغې تاریخې کلا څه تېر شوي، چا یې پر ودانۍ لمبې بلې کړي او چا یې د شاهانه چترلاندې ستړي او وارخطا وجودونو ته ارام ورکړی په اړه به یې وروسته خبرې وکړو.

د کابل د بالاحصار ماڼۍ د افغانستان له لرغونو تاریخي ځایونو ده. د دې کلا تاریخ له بېلابېلو واکمنیو او پوځي دورو سره تړلی دی او د مغولو د یرغلونو او حضور په اړه هم تاریخي روایتونه شته.

د وروستیو موندنو له مخې، د کابل په بالاحصار کې د یوې داسې ماڼۍ پاتې شوني موندل شوي چې د مغولي یا ګورکاني واکمنۍ دورې ته منسوبېږي خو دلته یو مهم تاریخي توپیر باید په پام کې ونیول شي؛ د مغولو او ګورکانیانو نومونه په تاریخي اصطلاحاتو کې یو شان نه دي.

 

پر بالاحصار د رحم او غضب وختونه

ددې لپاره چې بالاحصار کې تازه ودانیزو چارو د یوې مغولې ماڼۍ له موجودیت پرده پورته کړې، مناسبه ده چې د مغولیانو پر دور تم شو.

په  ۱۵۰۴ زیږیز کال کې د مغلو بنسټ اېښودونکي بابر شاه بیا تر اکبر، جهانګیر، شاه‌جهان او اورنګزیبه ټولو په خپل وار د بالاحصار په جوړولو او پراختیا کې پراخه ونډه اخېستې ده، دغې تاریخي کلا د سیمې او نړۍ د بېلا بېلو ځواکونو زور او کمزوري لېدلې، د فارسیانو بیا تر انګریزانو او درانیو یې د وخت ډیر زورور لیدلي دي.

بالاحصار د تاریخ له مختلفو پړاوونو کېسه کوي، که د رهبرۍ او قوماندې مرکز پاتې شوی، د مقاومت د وروستي سنګر په توګه یې د وینو دارې او د اور لمبې هم لیدلي، د شکنجو چیغې او د دار پر تخته خپ شوې سلګې یې هم تر اوسه په حافظه کې پاتې دي.

بالاحصار د وخت حاکمانو د خپلو ګټو قربانی کړی، انګریزانو چې یو وخت یې همدا کلا د خپل نظامي او سیاسي ځواک د مرکز په توګه کارولی خو داسې وخت هم راغلی چې د خپلې غوسې د سړولو لپاره یې پر همدې تاریخي کلا اورونه بل کړي، انګریز افسر فریډ ریک رابرټس غوښتل چې د خپلو ملګرو د وژلو غچ له  کلا واخلي، غوښتل یې دغه تاریخي بالاحصار په بشپړ ډول ونړوي، همغه و چې کلا ته یې اور ورکړ، اور تر نظامي تجهیزاتو ورسېدو د کلا ډېرې برخې وسوځيدلې.

خو په ۱۸۸۰ کې بریټانویانو د خپلو پوځي موخو لپاره بېرته جوړه کړه، خو دا ځل رابرټس خپله غوسه په کلا کې د مغولي او دراني دورې د جوړښتونو پر  کمولو سړه او د هغوی د معمارۍ ډېرې نښې یې له منځه یووړې.

ښايي تازه د خاورو لاندې کشف شوې مغولي ماڼۍ همغه وي چې انګریزانو یې لېدل نه غوښتل.

 

پر بالاحصار د شلمې پېړۍ د تاړاکونو څپه

شلمه پېړۍ بیا هم د بالاحصار لپاره ویجاړوونکې وه، په ۱۹۷۹ کال د اګست په ۵ مه د بالاحصار پاڅون د حکومت ضد ډلو لخوا تنظیم شو چې موخه  یې د کمونستانو پر ضد پاڅون و خو کمونستانو دغه پاڅون په ډېرې چټکۍ مهار او سلګونه کسان یې پر دار را وځړول.

په ۱۹۹۴ کال کې د کورنۍ جګړې پر مهال د مسعود او حکمتیار د ځواکونو ترمنځ د شخړو په مرکزي نقطه بدل او د کلا ډېره برخه زیانمنه شوه.

د نن بالاحصار

د کلا بیروني دیوالونو ته خوازې لګېدلي، پر برجونو یې کارونه روان دي، هره ورځ لسګونه کسان د زیانمنو ساحو پر جوړولو لګیا دي، لرغون‌پېژندونکي په ډير مهارت او احتیاط کار کوي چې تاریخي اثار خوندي او زیان ونه ویني.

د ۲۰۲۱ کال د فبروري په ۲مه د وخت اطلاعاتو او کلتور وزارت د اغاخان کلتوري بنسټ سره د دغې ودانۍ د جوړولو هوکړه لاسلیک کړه، هند ددې تاریخي کلا د بیا جوړولو لپاره د یو میلیون ډالرو ژمنه وکړه.

پر بالاحصار روانو کارونو دا هیلې راټوکولي چې دغه تاریخي کلا به بیا د خپل پخواني عظمت په څېر  راپورته کېږي، کنډو دیوالونه به جوړ او په پخو برجونو کې ناست افغان سرتیري به هر کورني او بهرني دښمن ته وايي، دا خاوره ناتسخیره او دا ملت ابدي دی.


دا مطلب شریک کړئ

کلیدي ټکي

بالاحصارتاریخکلتورمغولماڼۍ

د لیکوال په اړه

رسالت کلتوري مرکز

ر