کورپاڼهلیکنېافغانستانسیمهنړۍ
ادب
ادب
لیکوالان او شاعران
کره کتنه
لنډې کیسې
شعر
هنر
کلتورحقیقت موندنهټکنالوژي او اقتصاد
ګالري
تصویرونه
ویډیوګانې
کورپاڼهلیکنې
ادب
ادب
لیکوالان او شاعران
کره کتنه
لنډې کیسې
شعر
هنر
افغانستانسیمهنړۍکلتورحقیقت موندنهساینس او ټکنالوژي
ګالري
تصویرونه
ویډیوګانې
لټون
رسالتد فکر او هویت سنګر

رسالت یو غیر انتفاعي کلتوري آرشیف دی چې د میراث ساتنې او شریکولو ته ځانګړی شوی دی

د ژورنال ګډون وکړئ

وپلټئ

  • لیکنې
  • ادب
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړۍ
  • کلتور
  • حقیقت موندنه

اړیکه

  • زموږ په اړه
  • اړیکه
  • لیکوالان

© 2026 رسالت. ټول حقوق خوندي دي.

د کلتور لپاره په مینه جوړ شوی.

مقالې

کم عقلو، روڼ اندو ته!

احمد شاه مسعود د کوم فکر، سیاسي پروګرام او اندېښنې پر بنیاد د ملي شخصیت شهید سردار محمد داود خان د ولسمشرۍ پر مهال جهاد پیل کړ؟ هغه وخت د نوموړي موخه او ارمان څه و او د کوم فکري او سیاسي دریځ پر بنسټ ولاړ و؟

رسالت کلتوري مرکز۴۸
کم عقلو، روڼ اندو ته! cover

هغو کم عقلو روڼ اندو ته چې له کلونو راهیسې یې خپل قلم او ژبه د حقیقت او پرمختګ ضد پلویانو سره یو ځای په خپل هېواد کې د وژونکو او جنایتکاره ډلو په پلوۍ او خدمت کې کارولي دي. زما موخه د کوم ځانګړي شخص تخریب او بدنامول نه دي؛ بلکې داسې دقیقې او اساسي پوښتنې مطرح کوم چې زموږ فکري او سیاسي خط له یوه بله بېلوي. هیله ده چې ځوابونه یې په ريښتونولۍ، منل شو شواهدو او د افغانستان ګتو په بنیاد وړاندې شي.

۱: احمد شاه مسعود د کوم فکر، سیاسي پروګرام او اندېښنې پر بنیاد د ملي شخصیت شهید سردار محمد داود خان د ولسمشرۍ پر مهال جهاد پیل کړ؟ هغه وخت د نوموړي موخه او ارمان څه و او د کوم فکري او سیاسي دریځ پر بنسټ ولاړ و؟ باید دا هم روښانه شي چې د نوموړي له فکره د جهاد موخه څه وه؟ د کوم ځواک سره یې مبارزه کوله او د کوم ډول سیاسي نظام د رامنځته کولو په لټه کې و؟

۲: احمد شاه مسعود د خپأې مبارزې په بهیر کې د کومو ډول سیاسي او ايډیالوژیکو جریانونو مخالف و او له کومو اشخاصو سره یې د پخلاینې موضوع برم ته کوله؟ له نور جهادي مشرانو سره یې د اختلاف کرښه څنګه وه؟ دا مخالفتونه یې څنګه او ولې رامنځته شول؟

۳: ايا د پنجشېر پرتوکول، د جهاد په اوږدو کې د شوروي استخباراتي ادارو سره هر ډول اړیکې او تماسونه د نوموړي د واکمنېدو لامل شول؟ که یې د واک لېږ ورته اسان کړ؟ د نوموړي د هر دول استخباراتي تعامل او اړیکو ټول اړخونه باید روښانه شي؟

۴: د پهلون احمد جان، په پنجشېر کې د سلګونه ښوونکو، ازادۍ غوښتونکو او روڼ اندو وژنې څه ډول توجیه کوئ؟ ایا دا ډول وژنې د هغه وخت له جهادي او اسلامي شعارونو سره د منلو وړ وې؟ او که د جنګي جنایتونو په توګه وګڼل شي، چې نورهیڅ دول توجیه ورته نه جوړيږي؟

۵: د چاه آهو ډله ییزه وژنه اتلوي ګڼئ او که جنایت؟ دا هم باید روښانه کړئ چې د داسې کړنو د اتلولۍ/جنایت ګڼلو لپاره ستاسې معیار څه دی؟

۶: د ترور لړۍ؛ یانې د تخار او بدخشان د هغو قومندانانو وژنې چې د څو کلونو په موده کې په دوامداره توګه ترور شول، د دوي ترور له اسلامي افکارو او روایاتو سره سمون درلود او که د ځان غوښتنې، واک غوښتنې او ماکیاولي سیاست د ګټو رېښې په کې نغښتې وې؟ د دغو وژنو او ترور د عواملو څېړنه تاریخي ارزښت لري؟

۷: دلته د هغو پېښو او وژنو نوملړ درسره شریکوم چې تر یادونه یې هر وخت اړینه ده:

د وکیل سید محی الدین صیاد وژنه چې د جمعیت یو نوموتی قومندان و؟ د مولوي خردمند وژنه چې د حزب اسلامي غړی و؟ د سید نجم الدین واثق وژنه چې د جمعیت مشهور قومندان و؟ د استاد غلام محمد ارین پور د چورلکې چاودنه او وژنه؟ د استاد صوفي قربان او د بدخشان د پوهانو لکه د استاد سایف وژنه؟ د کشم د مدافع قومندان، بهادر وژنه؟ د ډاکتر سید حسین تخاري وژنه؟ د مسعود حشمت فیض زاده ترور، چې د کورنیو چارو وزارت د جنايي څانګې رئیس و؟ د مولوي عزت سیابي تخاري وژنه؟ د ډاکتر سید حسین تخاري وژنه؟ د مولا ودود وژنه؟ د قاضي اسلام اشکمشې وژنه؟ همدارنګه په بدخشان، تخار، کندز او بغلان کې د سلګونو روڼ اندو او دیني عالمانو وژنې؟ د دغو سیاسي پېښو تر شا انګېزې څه وې؟ تر کومه حده سیاسي، قومي یا شخصي عوامل پکې دخیل و؟

۸: په بدخشان، انداراب، خوست او فرخار کې د قومندانانو ترمنځ نفاق او اختلافونه چې له کبله یې لښکرکشۍ وشوې، په سلګونو ځوانان ووژل شول او زرګونه نور له خپلو استوګنځایونو بې برخې شول، دغه پېښې باید د کومو د سیاسي جوړښتونو او فکر نتیجه وګڼل شي؟ ایا د یادو پېښو ریښې په اسلامي افکارو کې وې او که د واک پر سر سیالیو کې؟

۹: د تاریخي او جوړ کابل ورانول، د کابل د ۶۰ زره ملکي وګړو وژنه او د سلګونه کورنیو ډله ییزه کډوالي څنګه ارزړل کېږي؟ د دې سترو غمیزو مسؤلین څوک و؟ د کومو عواملو او شرایطو له مخې یې د داسې ناورین د رامنځته کېدو لپاره زمینه سازي وکړه؟

۱۰: احمد شاه مسعود ته د واک په لېږد کې د ځینو دیني علماو، شخصیتونو او مخورو وڼده څه وه؟ ایا په دې بهیر کې له ژمنو سرغړونې وشوې او دغو سرغړونو د پوځیانو او روښنفکرو ترمنځ پر باور څه اغېز وکړ؟

۱۱: ایا د کابل په لویدیځ او افشارو کې شوې غمېزې، په شمال کې له ازبکانو سره نښتې، له حزب اسلامي سره نښتې چې د کابل د ویجاړۍ لامل شوې، زموږ په ګډ تاریخ او ټولنیزه حافظه کې ځای لري؟ دغه بدلونونه او پېښې باید څنګه تحلیل شي؟ د عدالت غوښتنې لپاره یې څه ډول اقدام په کار دی؟

۱۲: د بن په کنفرانس کې د استاد رباني د شاګرانو او ملګرو ونډه څه؟ ريښتیا هم داسې معاملې وشوې چې د یوې ځانګړې حلقې په ګټه تمام او د پراخ قومی استازیتوب مشروعیت یې پای ته ورساوه؟ ایا دغو اقداماتو تاجکانو ته ځانګړې برخه بېله کړه؟ که داسې وه؛ نو ایا دا د وخت سیاسي اړتیا ده او که د هویت محوره سیاست پایله؟

۱۳ د جنرال داوود داوود، جنرال شاه جهان نوري، جنرال سید خیلي پرواني، جنرال مطلب بیګ تخاري او کیل احمد خان سمنګاني ترور او وژنه د رقابیتونو د لمنځه وړلو او که مشرتابه د انحصار لپاره منظمې هڅې وې؟ کومو ډلو دغه کارونه کول او کومې قومي یا سیاسي ګټې تعقیبولې؟

۱۴: د هوايي ځواک جنګي الوتکو، پرمختللي راکټونو، ټانګونو، د لرې واټن ویشتونکو توپونو، د نورو درنو او سپکو وسلو او د ملي اردو برخلیک څه ډول شو؟ ایا د افغانستان خلکو په قصدي توګه ملي اردو کمزورې او له منځه یوړه؟ که کوم بل څه هم ورسره و؟ د دې بهیر د جوړښټیزو اړخونو څېړل او د مقصرو ډلو په ګوته کول اړین دي. ځکه د دې بدو پېښو ناوړه پایلې لا هم دوام لري.

په پای کې له هغو دوه مخو روڼ اندو او هغو کسانو څخه چې لا اوس هم د الفاظو په لوبو بوخت دي غوښتنه کوم؛ چې خپله ژبه، قلم، انرژي او فکري وړتیا د فاسدو او پرمختګ ضد کړیو په خدمت کې مه کاروئ. له کاذب شخصیت جوړونې او د تاریخ د سترو څېرو له کوچنیو څېرو سره له پرتله کولو ډډه وکړئ. حقیت له هر ډول پردې، طرف، قومي تړاوونو او شخصي ګټو پرته بیان کړئ. د فکرونو روښانه کول او رښیتونې نیوکه د یوه روڼ اندي دنده ده. روښنفکري باید د غلو، قاچاقبرانو، قاتلانو او ترهګرو ویاندويي و نه کړي.

هغه کسان نقد کړئ چې ناسمه لاره یې خپله کړې ده؛ له بې بنسټه ستاینو او جنایت له ملاتړ څخه ډډه وکړئ. شرم دې وي پر هغو کسانو چې د افغانستان د خلکو او په ځانګړې توګه د کابل د ښار او د هېواد د بې ګناه اوسېدونکو د وژونکو په خدمت کې ولاړ دي؛ ترڅو د هغوي فردي او ډله ییزې وژنې سیاسي یا قومي مسایلو ته را ټیټې کړي.

ډاکتر فیض الله جلال

ژباړه: فرهاد علي مومند

دا مطلب شریک کړئ

کلیدي ټکي

مقاومتجبههجګړهقلمژبه

د لیکوال په اړه

رسالت کلتوري مرکز

ر